کندوز ملي راډیو تلویزیون

د کندوز ملي راډیو تلویزیون د کندز ولايت سيمه ييز تلويزيون په ١٣٨٠ لمريز کال د طالبانو له پرځېدو وروسته خپلې خپرونې پيل کړې ، چې د سهار له ٨ تر نهو او دشپې له ٧ تر اتو بجو خپلې او له دې وروسته د مرکزي ملي تلويزيون خپرونې خپروي. د تلويزيون ترڅنګ يې راډيو هم فعاله ده، چې د سهار له ٥ د شپې تر ١٢ خپرونې لري او يواځې دخبرونو برخه له ملي راډيو څخه اخلي. ددغه تلويزيون رييس عبدالشکور قدردان او د کارکوونکو شمېر يې ٣١ تنو ته رسېږي.