کندوز اونیزه

کندوز اونیزه په کندوز ولايت کې یوه دولتي اونيزه ده، کندوز اونیزه ددغه ولايت له فعالو چاپي خپرونو څخه ده، چې په ١٣٨١ لمريز کال د اطلاعاتو او کلتور رياست په چوکاټ کې رامنځته شوې او د ٢٠٠٠ ټوکو چاپشمېر په درلودلو سره په وړيا ډول وېشل کېږي او ٥ کارکوونکي لري.