کندهار ولایتي موزیم

د کندهار ولایتي موزیم دافغانستان په سوېل ختیځ کي یوله تاریخي موزیمونو څخه دی چي دکندهار ولایت په مرکزکي شتون لري . دغه موزیم چي دتاریخي اثارو له پلوه دافغانستان په سوېل ختیځ کي یوله غني موزیمونوڅخه ګڼل کیږي په ۱۳۹۹هجري لمریز کال یې نژدې ۸۰۰ لرغوني اثار درلودل اوپه هره اوونۍ کي له ۱۰۰ څخه تر ۳۰۰ نفره لیدنه ترې کوي .

دکندهار موزیم تاریخ سمول

د کندهار موزيم د پرانيستلو نېټه او بنسټګر معلوم نه دى، خو ويل کيږي هغه وخت چي وزير محمد گل خان مومند په کندهار کي تنظيمه رئيس وو، د ښاروالۍ تحويلدار د نورو توکو ترڅنګ د وزير محمد اکبر خان يوه جوړه کالي هم ساتلي ول. تر ۱۳۳۴هجري لمريز کاله پوري د کندهار موزيم يوشمير اثار د ښاروالۍ په تحويلخانه کي همداسي ګډوډ پراته ول، چي يوکال وروسته د وخت نائب الحکومه عبدالغني خان په سپارښتنه د موزيم او ښاروالۍ له پاره ادارې بېلي سوې. په دې کال کي موزيم ته يو څه وده ورکړله سوه، خو يو کال وروسته کندهار موزيم د ښووني او روزني وزارت په وړانديز د هيواد د نورو موزيمونو په شان په دغه وزارت پوري وتړل سو. په دغه وخت کي ځينو قومي مشرانو او قلموالو٣٠ قلمه اثار کندهار موزيم ته وسپارل. په١٣٥١ کال کي يو شمير تاريخي اثار له بازار څخه دغه موزيم ته رانيول سول او ١٧ قلمه د يو شمير کسانو له خوا په کندهار کي مرسته وسوه. په ١٣٥٣ کال کي د اطلاعاتو کلتور وزارت له خوا سپارښتنه وسوه، چي د کندهار موزيم ته دي ځانګړې ودانۍ جوړه او اثار دې په هغه ودانۍ کي د نندارې له پاره کښېښودل سي. خو له بده مرغه پرله پسې انقلابونو د کندهار موزيم هم څو ځله چور او د اور په لمبو کي وسوځاوه. ددويم وار له پاره په ١٣٨٣ کال کي د کندهار د اطلاعاتو کلتور رئيس مرحوم عبدالمجيد بابي له خوا يو وار بيا د کندهار موزيم د فعالولو له پاره هڅي پيل سوې. اوس دکندهار موزيم ځانګړې ودانۍ لري، چي ٥٠٠ قلمه بېلا بېلا اثار د لیدونکو اومینه والو نندارې ته ايښودل سوي دي.

دکندهار موزیم په اړه سمول

دکندهار په ولایتي موزیم کي لرغوني اثار له ډېرزیات قدامت څخه برخمن دي اوپه دې کي ځیني داسي اثارهم شتون لري چي لرغونتوب یې نژدې ۶۰۰۰ کاله پخواته رسیږي . دیوشمېر پوهانوپه وینا ددغه موزیم ځيني اثار د ډبروله زمانې سره سمون خوري چي دا له تاریخي پلوه ډېره لرغونې زمانه ګڼل سوېده . دکندهار ولایتي موزیم په افغانستان کي دغوايي انقلاب ترمخه په ډېرښه حال کي وو خوکله چي د ډاکټرنجیب الله حکومت وپرځېدی اوپه افغانستان کي دمجاهدینو ملوک الطوایفي رامنځ ته سوه ورسره سم دکندهار موزیم چور سو اویوشمېر اثاريې په هغه زمانه کي لوټ اوتالان اوبهرنیو هیوادونوته قاچاق سول . دمجاهدینو اوطالبانو ترلمړني حکومت وروسته کله چي په افغانستان کي داسلامي جمهوریت دوره پيل سوه ورسره سم دکندهار موزیم یوځل بیا دخلکو دپاملرني وړ وګرځېدی او دوخت حکومت ددغه موزیم یوشمېر اثاربیرته راټول اوځای پرځای کړه . دکندهار دیومشهوره پوه اولیکوال حیات الله رفیقي په حواله دکورنيو جګړو له پيل مخکې يو شمېر لرغوني اثار په کندهار موزيم کې ساتل سوي وه، چې د احمدشاه ابدالي د امپراتورۍ او د هېواد د يو شمېر نورو مهمو پېښو استازيتوب یې کاوه . هغه د وزیر محمد اکبر خان ټوپک دیو لوړ پوړي برتانوي ډیپلومات مکناتن د وژنې دبیلګي په توګه یاد کړ. خو ښاغلی رفیقي وايي، دغه تومانچه له کورنیو جګړو وروسته له موزیم څخه غلا سوې وه او تر اوسه نه ده موندل سوې. د هغه په ​​وينا، دولت ته پکار ده، چې د دغو لرغونو اثارو د موندلو لپاره هڅې ګړندۍ کړي او که د نورو هېوادونو په موزيمونو کې موندل کېږي، د پيسو او يا سياسي اړيکو لپاره يې بېرته د کندهار موزيم ته راولېږدوي . دافغانستان داسلامي جمهوریت په دوره کي اطلاعاتو او کلتور وزارت په ۲۰۱۶ کال کې اعلان وکړ چې د کندهار په عینو مېنه ښارګوټي کې به یوملي موزیم جوړ کړي. په دې موزیم دوه میلیونه ډالره لګښت راغلی وو او ټاکل شوې وه چې بشپړېدل یې څلور کاله وخت ونیسي.

دکندهار موزیم داشرف غني ترواکمنۍ وروسته سمول

په ۲۰۲۱زیږدیزکال کي داشرف غني دحکومت ترسقوط وروسته دکندهار موزیم دنوي حکومت په لاس کي ولوېدی اودغه حکومت له خپل لوري دمولوي نوراحمد سعید په نامه یوشخص دکندهار داطلاعاتو اوکلتور رئیس وټاکه . نوراحمدسعید ریاست ته له رسېدوسره سم دکندهار ولایتي موزیم ته هم پاملرنه زیاته کړه چي دغه پاملرنه یې په ۱۴۰۰هجري لمریز کال کي دباختر داطلاعاتي اژانس سره په مرکه کي ښه جوته سول اوهغه مرکه په دې ډول ده :

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس مولوي نور احمد سعيد د باختر آژانس له سیمه ييز خبریال ویس آرین سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د کندهار موزيم د افغانستان په سطحه د تاريخي اثارو له اړخه ډېر غني موزيم دی. په وینا یې په دغه موزیم کې د شپږو لرغونو دورو سلګونه تاريخي اثار موجود دي.

سعيد زیاتوي چې په قندهار موزيم کې د شپږو لرغونو دورو 791 قلمه ثبت او راجسټرشوي اثار موجود دي، سلګونه قلمه اثار تر اوسه نه دي ثبت او راجسټر شوي او 800 تاريخي سکې، چي د بېلا بېلو دورو اړوند دي د پاک کارۍ او پېژندنې لپاره ملي موزيم ته استول شوې دي.

هغه د شپږو لرغونو دورو اثارو په اړه هم معلومات شريک کړل، په خبره یې په کندهار موزيم کې د ډبرو د دورې اثار 4000-8000 له مېلاد څخه مخکې، د برونزو دورې اثار 1500-3000 د مېلاد څخه مخکي، د باختريانو د دورې اثار 125-250 د مېلاد څخه مخکي، د کوشانيانو د دورې اثار له دوهمې مېلادي پېړۍ څخه تر څلورمې مېلادي پېړۍ پورې، د اسلامي دورې اثار د 1400م – 1700م پوري او د معاصرې دورې اثار د 1762م څخه تر اوسه پورې موجود دي.

سعيد وويل چې د يادو شپږو لرغونو دورو څخه په موزيم کې د هرې دورې د تاريخي اثارو بېلګې موجودې دي چې په ښه ډول یې ساتنه کېږي او د ټول موزيم د اثارو د ښه خونديتوب په خاطر ورته ځانګړۍ المارۍ جوړې شوې دي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس له ټولو ولسي وګړو څخه غوښتنه وکړه چې د تاريخي اثارو او تاريخي  ابدو په ساتنه کې ځانګړې همکاري وکړي. په خبره یې که ولس خپل تاريخي اثار او تاريخي ابدې په خپله وساتي، نو هيڅ يو ځواک هم نه شي کولای چې لرغوني اثار قاچاق کړي، يا هم د تاريخي ابدو د له منځه وړلو او خپل سرو کيندنو کوښښ وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره کندهار موزيم ته ځينې نور تاريخي اثار هم راوړل شوي چې له جملې یې 26 تاريخي ټوپکونه او يوه لرغونې توره د یادونې وړ ده چي د نارنج ماڼۍ له وروستيو مسلکي کېندنو څخه هم يو شمېر لرغوني اثار د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته په لاس ورغلي، يادې کيندنې لا هم نه دي بشپړې شوي، ممکن لسګونه نور تاريخي  اثار هم له دې ځايه تر لاسه شي.

دکندهار موزیم ارزښت سمول

دحامدکرزي دحکومت په دوره کي داطلاعاتو اوکلتور وزیر مخدوم رهین کندهار ته دخپل سفرپه ترځ کي یوځل له کندهار موزیم څخه هم لیدنه وکړه اودلیدني پرمهال یې داسي وويل :

کندهار موزيم د ولايتي موزيمونو په چوکاټ کي لومړى مقام لري او داسي اثار پکښي سته، چي په کابل موزيم کي لا هم نه سته. دغه اثار موږ ته د منډيګک له پنځه زره کلني او د سکندري مقدوني له جوړي سوي نارنج ماڼۍ څخه په لاس راغلي دي. خلک هم راسره مرسته کوي او ځيني د قاچاق پر وخت، چي نيول کيږي، هم موږ ته سپارل کيږي.