کموپلاژ
کموپلاژ د پټولو یا پناه کولو لپاره د موادو، رنګ یا رڼا د هر ډول ترکیب استفادې ته ویل کېږي، ښايي دغه کار د داسې حیواناتو یا شیانو د جوړولو له لارې وشي چې په سختۍ لیدل کېږي او یا هم ښايي پر کوم بل څه د هغوی د بدلولو له لارې وشي. د بېلګې په توګه د پړانګ خالدار پوښ، د اوسنیو سرتېرو د جګړې جامې، یا پاڼو ته ورته کیټيډېډ وزرونه یادولی شو. په درېیمه تګلاره کې د حرکت خیره کول یا د مقابل لوري سترګې برېښول لیدونکی د یوې څرګندې نښې په لیدو سره ګیچ کوي او شی ورته د لیدلو وړ ګرځوي، خو د ځای پیدا کول یې د یوې شېبې لپاره سختوي او ټولیز هدف اسانوي. د کموپلاژ د اکثرو مېتودونو موخه دا ده چې یو موجود د بل موجود له سترګو څخه پټ پاتې شي او د دې موخې لپاره د بګرونډ له رنګ سره د ټولیز شباهت یا ورتهوالي او یا د سیوري د له منځه وړلو لارې چارې کاروي. په پرانیستو سمندرونو کې چې هېڅ بګرونډ موجود نه وي، د کموپلاژ لوی مېتودونه روڼول یا شفافول او سیوري له منځه وړل دي، په داسې حال کې چې د رڼا د تولید وړتیا یو بل هغه مورد دی چې د سکوېډ کبانو په څېر سمندري ژوي یې د روښنایۍ پر ضد کاروي. د اکټوپوس په څېر ځینې حیوانات کولای شي په فعال ډول د خپل پوست نښه او رنګ بدل کړي. ښايي ځينې نباتات له نباتخوړونکو حیواناتو څخه د تېښتې لپاره کموپلاژ وکاروي.
پوځي کموپلاژ په نولسمه پېړۍ کې د اور لرونکو یا ناریه وسلو د دقت له ډېرېدو سره چټک شو. په ځانګړي ډول کله چې د کمدقته پلتهييز ټوپک ځای بادي ټوپک ونیو، نو په جګړه کې ځان پټول یې د پایښت یا ژوندي پاتې کېدو لپاره پر یوه مهارت بدل کړل. په شلمه پېړۍ په ځانګړي ډول په لومړۍ نړیواله جګړه کې پوځي کموپلاژ چټکه وده وکړه. په وچه کې د «انډري ماري» په څېر هنرمندانو داسې کموپلاژ ډيزاینونه طراحي کړل چې د ونې پر بڼه بدل شوي وو. په سمندر کې سوداګریزې بېړۍ او د سرتېرو لېږدوونکې بېړۍ په داسې نښو سره ډیزاین یا نقاشي کېدې چې سترګې یې برېښولې او په ډېر شدت لیدل کېدې، خو موخه یې دا وه چې دښمن د خپلې چټکتیا، مسیر او موخې په اړه ګیچ کړي. د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې او تر هغه وروسته د جګړې په بېلابېلو صحنو یا سالونونو کې د کموپلاژ بېلابېلې طرحې د الوتکو او ځمکنیو نقلیه وسایلو لپاره وکارول شوې. د شلمې پېړۍ له منځنیو کلونو را وروسته د رادار استفادې تر ډېره حده د پوځي الوتکو کموپلاژ له منځه وړی دی.
استفاده
سمولپوځي استفاده
سمولتر ۱۸۰۰ کال وړاندې
سمولد بېړیو کموپلاژ په لرغونې دوره کې کله ناکله کارول کېده. فیلوسټراټوس (تر میلاد وروسته شاوخوا ۱۷۲ تر ۲۵۰) په خپل کتاب کې لیکلي چې د مدیترانې د غلو بېړۍ د پټېدو لپاره خاورین رنګ ته په مایل ابي رنګ رنګولی شو. پوبلیوس (تر میلاد وروسته شاوخوا ۳۶۰ تر ۴۰۰) وايي چې تېزې ابي بېړۍ د ګالیک په جړو کې کارول کېدې او دا هغه مهال و چې «جولیوس سیزار» خپلې اکتشافي بېړۍ د معلوماتو راټولولو لپاره د بریتانیا سواحلو ته واستولې. دغه بېړۍ ابي رنګ ته مایلې زرغونې رنګ شوې وې او بادبان، پړي او خدمه ټول یې همرنګه وو. تر ۱۸۰۰ کال وړاندې په وچه کې د کموپلاژ د استفادې کم شواهد موجود دي، خو په دوو خاورینو لوښو کې د پیرو هېواد د موچیکای فرهنګ اړوند څو کسان چې تر میلاد وروسته د ۵۰۰ کال اړوند دي، ښکاري چې د لولو په مرسته د مرغانو د ښکار کولو په حال کې دي چې یوه ډال ته ورته وسیله یې له خولې سره لګېدلې ده او ښايي چې د ښکاریانو لاسونه او مخ پټوي. یوه بله لومړنۍ سرچینه د پنځلسمې پېړۍ اړونده فرانسوي خطي نسخه ده چې د ګاسټون فیبوس د ښکار کتاب دی. په دې نسخه کې یو اسب ښکاري چې یو ښکاري پرې سپور دی او یوه پولادي لیندۍ یې تر جامو راوتلې ده او ښايي د غشیو ویشتنې لپاره یې پټه کړې وي. ویل کېږي چې جاماییکايي مارونانو به د مارون په لومړۍ جګړه کې (چې شاوخوا ۱۶۵۵-۱۷۴۰ کلونه کېږي) د کموپلاژ په توګه نباتي مواد کارول.[۱][۲][۳][۴][۵]
نولسمه پېړۍ
سمولد پوځي کموپلاژ وده په ۱۹مه پېړۍ کې د ناریه یا اوروینو وسلو د دقت له ډېرېدو سره چټکه شوه. په ځانګړي ډول کله چې د پلتهييز ټوپک ځای د بیکرو په څېر ټوپکونو ونیو، په دې سره په جګړه کې د ځان پټول اړین شول. د بریتانیا د پوځ د ناپیلیوني جګړو دوه واحده یعنې ۹۵ کنډک او ۶۰ کنډک، لومړني کسان وو چې کموپلاژ یې د یوه شنه جاکټ په ډول واغوست، په داسې حال کې چې د کرښو کنډکونو به لا هم سورچکې یا سرې جامې اغوستې. په ۱۸۰۰ کال کې یوه معاصره څېړنه چې انګرېز هنرمند او سرتېري «چارلس همیلټون» کړې ده، داسې شواهد وړاندې کوي چې ښيي خاورینې جامې د شنو یونیفورمونو په نسبت د ۱۵۰ یارډو په محدوده کې کمې لیدل کېږي.[۶][۷]
د امریکا په کورنۍ جګړه کې «د متحدو ایالتونو لومړني شارپ یا تېز ویشتونکي» او دې ته ورته واحدونو په مشابه ډول زرغون جاکټونه اغوستل، په داسې حال کې چې نورو واحدونو څه ناڅه برجسته یا تېز رنګونه کارول. د بریتانیا د پوځ لومړنی واحد چې خاکي یونیفورم یې وکاراوه، په پېښور کې «کورپس اف ګایډس» واحد و. دا هغه مهال و چې «سر هري لومزډن» او د هغه دویم قومندان «ویلیم هاډسن» په ۱۸۴۸ کال کې خاکي یونیفورم رامنځته کړ. هاډسن ولیکل چې دغه یونفیورم د ګرم اقلیم لپاره څه ناڅه مناسب دی او له سرتېرو سره مرسته کوي چې په دې خاورینه سیمه کې ځانونه پټ کړي. په هند کې نورو کنډکونو یا غونډونو هم خاکي جامو یا یونفیورم ته مخه کړه او تر ۱۸۹۶ کال پورې خاکي یونیفورم په ټوله اروپا کې وکارول شو. شپږ کاله وروسته په دویمه بویر جګړه کې د بریتانیا ټول پوځ دغه یونیفورم وکاراوه.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
سرچينې
سمول- ↑ Jett, Stephen C. (March 1991). "Further Information on the Geography of the Blowgun and Its Implications for Early Transoceanic Contacts". Annals of the Association of American Geographers. 81 (1): 89–102. doi:10.1111/j.1467-8306.1991.tb01681.x. JSTOR 2563673.
- ↑ Payne-Gallwey, Ralph (1903). The Crossbow. Longmans, Green. p. 11.
- ↑ Saunders, Nicholas (2005). The People of the Caribbean: An Encyclopedia of Archaeology and Traditional Culture. ABC-CLIO.
- ↑ Casson 1995، م. 235.
- ↑ Casson 1995، مم. 211–212.
- ↑ Haythornthwaite, P. (2002). British Rifleman 1797–1815. Osprey Publishing. p. 20. ISBN 978-1841761770.
- ↑ Newark 2007، م. 43.
- ↑ "Killers in Green Coats". Weider History Group. 20 February 2008. نه اخيستل شوی 8 July 2012.
- ↑ "Khaki Uniform 1848–49: First Introduction by Lumsden and Hodson". Journal of the Society for Army Historical Research. 82 (Winter): 341–347. 2004.
- ↑ Barthorp, Michael (1988). The British Army on Campaign 1816–1902. Vol. 4. Osprey Publishing. pp. 24–33. ISBN 978-0-85045-849-7.
- ↑ Hodson, W. S. R. (1859). Hodson, George H. (ed.). Twelve Years of a Soldier's Life in India, being extracts from the letters of the late Major WSR Hodson. John W. Parker and Son.
- ↑ Chappell, M (2003). The British Army in World War I (1). Osprey Publishing. p. 37. ISBN 978-1-84176-399-6.