کمونېست انټرنېشنل

کمونېست انټرنېشنل (کمېنټرن) چې د دریم انټرنېشنل په نوم هم پېژندل کېږي په ۱۹۱۹ زکال کې د نړیوال کمونېزم څخه د ملاتړ په موخه تاسیس او د شوروي اتحاد د کمونېست ګوند له خوا یې ملاتړ او کنټرول کېده. کمېنټرن د ۱۹۲۰ زکال پر مهال په خپل دویم کانګرس کې پرېکړه وکړه چې «د وسله والو ځواکونو په ګډون به له ټولو شته ابزارو څخه د نړیوالې بورژوازي په له منځه وړو او د یو نړیوال شوروي جمهوریت په جوړولو کې ګټنه وکړي». کمېنټرن په ۱۹۱۶ زکال کې د منحل شوي دویم انټرنېشنل ځای ونیو.[۱][۲][۳][۴][۵]

کمېنټرن له ۱۹۱۹ زکال څخه تر ۱۹۳۵ زکال پورې په مسکو کې اووه نړیوالې غونډې جوړې کړې. په دغه دوره کې د هغو اجرایوي کمېټې ۱۳ لویې غونډې ترسره کړې چې نږدې په بشپړه توګه یې د خپلو لویو غونډو کړنلارې لرلې. د شوروي اتحاد رهبر ژوزف ستالین په ۱۹۴۳ زکال کې کمېنټرن منحل کړ څو د دویمې نړیوالې جګړې په وروستیو کې د خپلو متحدینو متحده ایالاتو او بریتانیا پر وړاندې له دښمنۍ کولو ډډه وکړي. د کمېنټرن ځای بیا په ۱۹۴۷ زکال کې کمینفرم (د کمونېست ګوند د اطلاعاتو دفتر) ونیو.

تنظیمي تاریخچه

سمول

د دویم انټرنېشنل پاتې راتلل

سمول

لسیزې کېدلې چې د کارګري خوځښتونو د انقلابي او اصلاح غوښتونکو څانګو ترمنځ اختلافات مخ پر زیاتوالي وو، خو لومړۍ نړیوالې جګړې د دوی په جلاتوب کې د مرسته کوونکي رول ولوباوه. درې ګونی اتحاد له دوه سترواکیو (د جرمني سترواکي او د اتریش – هنګري سترواکي) او درې ګونی تړون بیا له دریو (د روسیې سترواکي، لویه بریتانیا او د فرانسې دریم جمهوریت) څخه جوړ و. سوسیالېستان له تاریخي پلوه د جګړې مخالفین او انټرنېشنلېستان (نړۍ غوښتونکي) و او د هغه څه پر وړاندې یې مبارزه کوله چې دوی په بورژوازي دولتونو کې پرولتاریايي استثمار باله. ډېری سوسیالېستانو د دویم انټرنېشنل پرېکړه لیکونو ته رایه ورکړه څو وکولای شي د دوی پر وړاندې د جګړې د اعلان په صورت کې نړیواله کارګره طبقه مقاومت ته را وبولي. [۶]

خو له دې ټولو سره د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیل کېدو ډیری اروپايي سوسیالېستي ګوندونو د خپلو متبوعو هېوادونو له جنګي هڅو ملاتړ وکړ. له دې ډلې یو هم د بریتانیا کارګر ګوند و چې نوی مانیفېست یې صادر کړ او څرګنده یې کړه چې «د جرمنانو بریا به په اروپا کې د دیموکراسۍ پای وي»، په داسې حال کې چې دغه ډول نیوکه یې د روسیې پر تزار وه نه کړه. ورته مهال د بالکان د سوسیالېستي ګوندونو په څېر یو شمېر استثناآتو شتون درلود. آن تر دې چې د ولادمیر لینېن په نه باورۍ کې د جرمني سوسیال دیموکرات ګوند هم جګړې ته رایه ورکړه. سربېره پر دې د ۱۹۱۴ زکال د جولای په ۳۱مه نېټه د فرانسوي جګړې ضد سوسیالېست ژان ژورس له وژلو وروسته سوسیالېستو ګوندونو د فرانسې د ملي یووالي له دولت څخه خپل پرېکنده ملاتړ څرګند کړ. [۷][۸]

په بې پلوه هېوادونو کې سوسیالېستي ګوندونو له جګړې سره د بشپړ مخالفت پر ځای له بې پلویتوب څخه ملاتړ وکړ. بل پلو په ۱۹۱۵ زکال کې د زیمروالډ په کنفرانس کې لینېن چې هغه مهال په سویس کې استوګن کډوال و د کیڼ اړخي زیمروالډ په توګه یې د «امپریالېستي جګړې» سره مخالفت وکړ؛ ده د سوسیالېزم او جګړې په نامه رساله خپره کړه چې په هغو کې یې له ملي دولتونو سره همکاره سوسیالېستان، شوونېست سوسیالېستان وبلل، په دې معنی چې دوی یوازې په خبرو کې سوسیالېستان و خو په عمل کې ملت پاله وو. [۹]

دویم انټرنېشنل په یوې کیڼ اړخې انقلابي څانګې، یوې معتدلې څانګې او یوې ښي اړخې اصلاح غوښتونکې څانګې ووېشل شو. لینېن جګړې ته د کرېډېټ ورکولو په موخه د دوی د رایو په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله دوی د «سوله غوښتونکو سوسیالانو» په توګه وغندل په داسې حال کې چې په ښکاره ډول یې له جګړې سره مخالفت کاوه. د لینېن د «سوله غوښتونکي سوسیال» اصطلاح په ځانګړې توګه د بریتانیا د خپلواک کارګر ګوند مشر رمزي مک ډونالډ لپاره وه چې له جګړې سره د سولې غوښتونکو لاملونو له امله مخالف و، خو په فعالانه ډول یې له هغو سره مبارزه وه نه کړه.

دویم انټرنېشنل چې د نړیوالو پېښو پر وړاندې د بې پروايي له امله بې اعتباره شوی و، په ۱۹۱۶ زکال کې منحل شو. په ۱۹۱۷ زکال کې وروسته له هغه چې د فبرورۍ انقلاب د رومانوف لړۍ واکمنۍ ته پای ټکی کېښود لینېن د اپرېل د موضوعاتو (April Theses) په نامه لنډې لیکنې خپرې کړې چې په ښکاره ډول یې له انقلابي ماته پالنې څخه ملاتړ کاوه، ځکه چې دوی تمه لرله روسیه به په جګړه کې ماته وخوري او له امله به یې دوی په چټکۍ سره د سوسیالېستي پاڅون لامل وګرځي. [۱۰]

د روسیې د انقلاب اغېزې

سمول

د ۱۹۱۷ زکال د نومبر میاشتې په بلشویکي انقلاب کې د روسیې د کمونېست ګوند بریا په ټوله نړۍ کې احساس او ټولو پارلماني نظامونو ته یې د واک د نیولو یوه بله لار وښوده. دې ته په پام چې ټوله اروپا د لومړۍ نړیوالې جګړې له وژنو وروسته د اقتصادي او سیاسي سقوط په حال کې وه، انقلابي احساسات هم زیات و. د لینېن په مشرۍ روسي بلشویکانو باور درلود چې که چېرې سوسیالېستي انقلاب ټوله اروپا وه نه نیسي، د کپیټلېزم په پوځي ځواک سره به ټوله نړۍ ګډوډه شي، په بشپړه توګه په هماغه ډول چې د ۱۸۷۱ زکال پر مهال د پاریس کمون د وسلې پر مټ وپاشل شو. بلشویکان باوري و چې دغه چاره یو نوي انټرنېشنل ته اړتیا لري څو په اروپا او بشپړه نړۍ کې انقلاب ته لار برابره کړي.

د کمېنټرن لومړنۍ دوره

سمول

په دغه پیلنۍ دوره کې (۱۹۱۹ – ۱۹۲۴ زکال) چې د کمېنټرن په تاریخ کې د لومړنۍ دورې په توګه بلل کېږي، په روسیه کې د کورنۍ جګړې له امله د بلشویکي انقلاب تر برید لاندې راتګ او همدارنګه په ټوله اروپا کې د انقلابونو څپې دا د کمېنټرن په لومړیتوب کې شامله کړه چې د اکتوبر د پاڅون امر صادر کړي. دغه مهال یو شمېر کمونېستي ګوندونو بېلابېلې پوځي ډلې لرلې چې د بېلګې په توګه د جرمني د کمونېست ګوند ام- اپارات ډلې ته اشاره کولای شو.

د دغې دورې په ترڅ کې کمېنټرن د ټولې اروپا په انقلابونو کې ونډه لرله چې پیل یې هم په ۱۹۱۹ زکال کې د هنګري له شوروي جمهوریت څخه وشو. شوروي اتحاد په سلګونو تنه خپل مامورین او همدارنګه پرېمانه مالي مرستې هنګري ته ولېږلې؛ همدارنګه خپله لینېن د هغوی له مشر بلاکون سره منظمه اړیکه لرله. بل اقدام هم د ۱۹۲۱ زکال پر مهال په جرمني کې د مارچ اقدام و؛ چې په دغو کې له هاله څخه لایپزیګ ته د تلونکي چټک ریل د الوزولو هڅه شامله وه. له دغې ناکامۍ وروسته د جرمني کمونېست ګوند خپل پخوانی مشر پاول لیوي په یوه رساله کې په ښکاره ډول د مارچ د اقدام د غندلو له امله له ګونده لرې کړ، هغه اقدام چې د دریم کانګرس په ترڅ کې د کمونېست انټرنېشنل د اجرایوي کمېټې له خوا منظور شوی و.  

بل نوی اقدام په پسرلي کې د روهر د کړکېچ پر مهال وشو او وروسته بیا نور اقدامات د ۱۹۲۳ زکال په مني کې د جرمني په ټاکل شوو برخو کې ترسره شول. سور پوځ بسیج او د پلان شوي پاڅون لپاره مرستې ته چمتو کړای شو. د جرمني د دولت پرېکنده غبرګون دغه ټولې طرحې شنډې کړې؛ له دې سره هم په هامبورګ کې د اړیکو په برخه کې د ستونزو له امله له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ کمونېستانو د پولیسو په مرکزونو برید وکړ، خو ډېر ژر وځپل شول. سربېره پر دې په ۱۹۲۴ زکال کې د استونیا کمونېست ګوند هم یوه ناکامه کودتاه ترسره کړه. [۱۱][۱۲]

د تاسیس غونډه

سمول

کمېنټرن په هغه غونډه کې چې د ۱۹۱۹ زکال د مارچ له ۲مې نېټې څخه تر ۶مې نېټې پورې په مسکو کې جوړه شوه، تاسیس شو. دا د روسیې د کورنۍ جګړې په مخینه کې کارل لیبکنشت او روزا لوکزامبورګ ته د درناوي په موخه پرانیستل شو چې د سپارتاکېستانو د پاڅون پر مهال په وروستیو کې د فرای کورپس ملیشه داوطلبو ځواکونو له خوا ووژل شول. په دغه غونډه کې د ۳۴ ګوندونو څخه ۵۲ پلاوو ګډون کړی و. دوی پرېکړه وکړه چې د مهمو څانګو د استازو په ګډون یوه اجرایوي کمېټه جوړه کړي او همدارنګه به په هغو کې د هغو ټولو ګوندونو استازي شتون ولري چې له انټرنېشنل سره یوځای کېږي. کانګرس پرېکړه وکړه چې اجرایوي کمېټه به د انټرنېشنل د ورځینو چارو د مخته وړو په موخه یو پنځه کسیز دفتر پرانېزي. ورته مهال دغه ډول دفتر جوړ نه شو او سربېره پر دې وروسته بیا لینېن، لئون ټروټسکي او کرېسټین راکوفسکي د اجرایوي کمېټې د مشر په توګه د انټرنېشنل د مدیریت چارې ګریګوري زینوویف ته وسپارلې. انجلیکا بلابانوف د انټرنېشنل د منشۍ او همدارنګه ویکټور ال کیبالچیچ او ولادیمیراوسیپووېچ مازین له زینوویف سره په چارو کې مرسته کوله. لینېن، ټروټسکي او الکساندار کولونتای د یو شمېر مطالبو خپرولو ته مخه کړه. د دوی د بحثونو اصلي موضوع د بورژوازي دیموکراسۍ او پرولتاریايي دیکتاتورۍ ترمنځ توپیر جوړوله. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينې

سمول
  1. Legvold, Robert (2007). Russian Foreign Policy in the Twenty-First Century and the Shadow of the Past. Columbia University Press. p. 408. ISBN 978-0-231-51217-6. However, the USSR created an entirely new dimension of interwar European reality, one in which Russia devised rules of the game and set the agenda, namely, the Comintern.
  2. Conquest, Robert (1990). The Great Terror: A Reassessment. Oxford University Press. p. 399. ISBN 978-0-19-507132-0. It became instead a set of parties founded strictly on the Bolshevik model, and constitutionally subordinated to the Comintern - which always remained under effective Soviet control.
  3. "Third International". Encyclopædia Britannica. نه اخيستل شوی 3 December 2020. Though its stated purpose was the promotion of world revolution, the Comintern functioned chiefly as an organ of Soviet control over the international communist movement.
  4. Fisher, Harold Henry (1955). The Communist Revolution: An Outline of Strategy and Tactics. Stanford UP. p. 13.
  5. Deutscher, Isaac (5 January 2015). The Prophet: The Life of Leon Trotsky (په انګليسي). Verso Books. p. 605. ISBN 978-1-78168-721-5.
  6. North, David; Kishore, Joe (2008). The Historical & International Foundations of the Socialist Equality Party. Mehring Books. p. 13. ISBN 978-1-893638-07-5.
  7. Tucker, Spencer C. (2005). The Encyclopedia of World War I: A Political, Social, and Military History. ABC-CLIO. pp. 883–85. ISBN 978-1-85109-420-2.
  8. Clough, Robert (1992). Labour, a party fit for imperialism (په انګليسي) (2nd ed.). Croydon: Larkin publications (خپور شوی 2014). p. 48. ISBN 978-0-905400-27-3.
  9. R. Craig Nation (1989). War on War: Lenin, the Zimmerwald Left, and the Origins of Communist Internationalism. Duke University Press.
  10. Service. Lenin: A Biography. p. 262.
  11. Broue, P. (2006) The German Revolution: 1917–1923, Chicago: Haymarket Books, p. 516.
  12. Broue, P. (2006) The German Revolution: 1917–1923, Chicago: Haymarket Books, p. 531.
  13. Stockholm: Arbetarkultur. p. 19.
  14. Berg, Nils J. (1982). I kamp för Socialismen – Kortfattad framställning av det svenska kommunistiska partiets historia 1917–1981.
  15. "Glossary of Events: Congresses of the Communist International". marxists.org.
  16. "Speeches at the First Congress of the Communist International March 1919". Marxists.
  17. "First Congress of the Communist International: The Organisation of the Communist International". Marxist.