کمبوديا
کمبودیا په رسمي ډول د کمبودیا سلطنت، یو هیواد دی، چې په سویل ختیځ آسیا کې د اندوچینی ټاپووزمې په سویلي برخه کې موقعیت لري. مساحت يي ۱۸۱،۰۳۵ کيلو متر مربع دی چې ( ۶۹،۸۹۸ مربع میل) کېږي. شمال لویدیز ته يي تایلینډ، شمال ته لائوس، ختیځ ته ویتنام، او سویل لویدیز ته يي تایلینډ خلیج پروت دی. د کمبوديا پلازمینه او ترټولو لوی ښار فينوم پينه نومېږي.[۱]
د کمبودیا خپلواکه دولت د ۱۵ ملیون څخه ډیر نفوس لري. بودیزم په اساسي قانون کې د رسمي دولتي دین په توګه شامل شوی دی، او د۹۷٪ څخه ډیر نفوس یې عملي کوي. د کمبودیا په اقلیتونو کې ویتنام، چینایي، چامس او ۳۰ غرنۍ قبیلې شاملې دي. پلازمینه او لوی ښار يي فينوم پينه دی. چی دا ښار د کمبوديا سياسي اقتصادي او کلتوري مرکز دی. سلطنت يي یو انتخابي مشروطه پادشاهي ده. چې یو پاچا لري، دا مهال نوردوم سیهموني، د عرش د شاهي شورا لخوا د دولت د مشر په توګه غوره شوی دی. اوس مهال په سويل ختيځ آسيا کې تر ټولو اوږد خدمت کوونکی غيری شاهی مشر هوون سين دی چې د حکومت مشر او لومړی وزير دی او له ۱۹۸۵ ز کال راهيسې يی حکومت کړی دی. [۲][۳][۴]
هغه سیمه چې اوس د کمبودیا په نوم يادیږي د تاريخ مخکی له دورې څخه شتون لري. په ۸۰۲ میلادي کال کې، دوهم جاياورمان خپل ځان پاچا اعلان کړ. او د شهزاده خمير په نوم يو جننګيالي سره د کمبوجيا تر نوم لاندې متحد شو. دا د خمير امپراتورۍ پيل په نښه کوي چی تر ۶۰۰ کلونو یی دوام وکړ. د هند جوړ شوي سلطنت د سویل ختیځ آسیا ډیرو برخو ته لومړی هندویزم او بیا د بودیزم خپریدو ته لاره هواره کړه او په ټوله سیمه کې یې ډیری مذهبي زیربنایی پروژې پاي ته ورسولې. انګکور واټ د دې جوړښتونو څخه خورا مشهور دی، او د نړیوال میراث ځای په توګه ټاکل شوی دی. په ۱۵ پیړۍ کې، کمبوديا د ځواک کمښت تجربه کړ، په داسې حال کې چې د هغه ګاونډي هيوادونه لکه ویتنام او تایلینډ پیاوړي شوي و. په ۱۸۶۳ ز کال کې، کمبودیا د فرانسې محافظ شو، او وروسته د فرانسې انډوچینا کې شامل شو. د دوهمې نړيوالې جګړې په جريان کې کمبوديا مخکې له دې چی د فرانسې کنترول لاندې راشي د جاپان تر اشغال لاندې و. [۵]
کمبودیا په ۱۹۵۳ ز کال کې له فرانسې څخه خپلواکي ترلاسه کړه او مشري یې سیاستوال نوردوم سیهانوک کوله. د ویتنام په جګړه کې د کمبودیا د بې طرفۍ سره سره، جګړه په ۱۹۶۵ ز کال کې د شمالي ویتنام لخوا د هو چی مین ټریل پراخولو او د سیهانوک ټریل په تاسیس سره دی هيواد ته وغځول شوه. دا جګړه د ۱۹۶۹ ز کال څخه تر ۱۹۷۳ ز کال پورې د کمبوديا د متحده ایالاتو د بمبارۍ لامل شوه. د ۱۹۷۰ ز کال له کودتا وروسته چې د امریکا پلوه خمیر جمهوریت ګوند یې مقرر کړ، ګوښه شوي پاچا سیهانوک د پول پوټ په مشرۍ د خمیر روج چې پخواني دښمنانو يي وه ملاتړ وکړ. د سلطنت او شمالي ویتنام په ملاتړ، خمیر روج د یو لوی ځواک په توګه راڅرګند شو، په ۱۹۷۵ ز کال کې یې فينوم پنه ونیوله. خمیر روج په کمبوديا واکمني وکړه او د ۱۰۷۵ ز کال څخه تر ۱۹۷۹ ز کال پورې کله چې دوې د کمبوديايي ويتنام په جګړه کې وشړل شول نو د کمبودیا نسل وژنه يي ترسره کړه. د کمپوچیا د خلکو جمهوریت د ويتنام تر ولکې لاندې بالفعل حکومت شو، د نسل وژنې وروسته د هیواد د بیا رغونې هڅې د محدودې نړیوالې پیژندنې او روانې جګړې له امله رامینځته شوې وې.
په ۱۹۹۱ ز کال چې د پاریس د سولې تړون څخه وروسته په رسمي توګه د ویتنام سره جګړه پای ته ورسیده، کمبوډیا په لنډ وخت کې د ملګرو ملتونو د ماموریت (۱۹۹۲-۹۳) لخوا اداره کیده. ملګري ملتونه د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته ووتل چې شاوخوا ۹۰ سلنه راجستر شویو رایه ورکوونکو يي خپلې رایې وکارولې. د ۱۹۹۷ ز کال کودتا د لومړي وزیر هون سین او د کمبودیا د خلکو د ګوند واک یی پياوړی کړ چی تر اوسه لا په واک کې پاتی دي.
کمبوديا د ملګرو ملتونو، د جنوب ختیځې اسیا د ملتونو ټولنه د، د ار سي يي پي، ختيځ آسيا غونډه، د سوداګرۍ نړيوال سازمان، د ناپييلي غورځنګ او د لا فرانکوفوني غړيتوب لري. د بهرنيو سازمانونو په وينا کمبوديا په پراخه کچه بې وزلي، پراخ فساد ، د سياسي ازاديو نشتوالۍ، ټيټه بشري پرمختيا او د لوږې لوړه کچه لري. کمبوديا د سويل ختيځ آسیا د بشري حقونو د څار ډيويډ رابرټس لخوا "د سطحي ډیموکراسۍ له لارې نسبتا مستبد ایتلاف" په توګه معرفي شوی دی. د کمبوديا هیواد په اساسي قانون کې یو څو ګوندي دولت دی. په داسې حال کې چې د انفرادي عايد له لحاظه د ډیری ګاونډیو هیوادونو په پرتله وروسته پاتې دی، په تيره لسيزه کې د ۷،۶ سلنه وده سره کمبودیا په کې یو له خورا ګړندۍ وده کونکي اقتصاد څخه دی. کرنه د اقتصادي سکتور تر ټولو مهمه برخه پاتې شوی ده. چې د ټوکر، ساختماني، جامو او ګرځندوی په برخه کې د قوي ودې سره د بهرنۍ پانګونې او نړیوالې سوداګرۍ د زیاتوالي لامل ګرځي. ملګري ملتونه کمبودیا د لږ پرمختللو هیواد په توګه نوموي. د متحده ایالاتو د نړیوالې عدالت پروژې د ۲۰۱۵ ز کال د قانون د حاکمیت فهرست په اساس کمبوديا د ۱۲۶ هیوادونو څخه ۱۲۵ م ځای نیولی، د سیمې د نورو هیوادونو په پرتله خورا ټیټ دی.
ساینس او ټیکنالوژي
سمولد ساینس او ټکنالوژۍ ملي کمیټه له ۱۹۹۹ ز کال راهیسې د ۱۱ وزارتونو استازیتوب کوي. که څه هم اوه وزارتونه د هېواد د ۳۳ دولتي پوهنتونونو مسوولیت لري، خو د دغو بنسټونو ډېری برخه د پوهنې، ځوانانو او سپورت وزارت تر چتر لاندې راځي. په ۲۰۱۰ ز کال کې، د پوهنې، ځوانانو او سپورت وزارت د پوهنې په سکتور کې د څیړنې د پراختیا په اړه یوه پالیسي تصویب کړه. د پوهنتون په برخه کې د څیړنې او پراختیا لپاره د ملي کړن لارې او د ملي پراختیا اهدافو لپاره د څیړنې پلي کولو په لور د لومړی ګام استازیتوب کوي.[۶]
دا پالیسي د هیواد د لومړي ملي ساینس او ټیکنالوژۍ ماسټر پلان لخوا په ۲۰۱۴ ز کال -۲۰۲۰ ز کال تعقیب شو. دا کار په رسمي ډول د پلان وزارت لخوا د ۲۰۱۴ په دسمبر پیل شو، چې د دوه کلن پروسې پای ته رسیدو په توګه د کوریا د نړیوالې همکارۍ ادارې لخوا ملاتړ کیږي. دا پلان د صنعتي نوښت د ودې او د ساینس او ټیکنالوژۍ بنسټ رامنځ ته کولو لپاره شرایط چمتو کوي، چې تمرکز یی په کرنې ، لومړني صنعت او ای سي تۍ باندې دی. کمبودیا په ۲۰۲۱ ز کال کې د نړیوال نوښت په فهرست کې ۱۰۹ ځای کې و. په ۲۰۱۹ ز کال کې له ۹۸ درجې څخه راټیټ شو. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
جغرافیه
سمولاقتصاد
سمولتاریخ
سمولکلتور
سمول- ↑ "Cambodia". Dictionary.reference.com. نه اخيستل شوی 16 March 2013.
- ↑ CIA World Factbook (PDF). Archived from the original (PDF) on 2022-01-26. نه اخيستل شوی 2022-06-01.
{{cite book}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|تاريخ الوصول=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ Cambodia. CIA World FactBook.
- ↑ "Cambodia to celebrate day for indigenous people near Angkor Wat". News.xinhuanet.com. Archived from the original on 25 August 2013. نه اخيستل شوی 15 March 2013.
- ↑ Chandler, David P. (1992) History of Cambodia. Boulder, CO: Westview Press, ISBN 0813335116.
- ↑ Turpin, Tim; Zhang, Jing A.; Burgos, Bessie M.; Amaradsa, Wasantha (2015). "Southeast Asia and Oceania". UNESCO Science Report: Towards 2030 (Report) (په انګليسي). Paris: UNESCO. pp. 698–713. ISBN 978-92-3-100129-1.
- ↑ "Global Innovation Index 2021". World Intellectual Property Organization (په انګليسي). United Nations. نه اخيستل شوی 2022-03-05.
- ↑ "Global Innovation Index 2019". www.wipo.int (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-09-02.
- ↑ "RTD – Item". ec.europa.eu. نه اخيستل شوی 2021-09-02.
- ↑ "Global Innovation Index". INSEAD Knowledge (په انګليسي). 2013-10-28. Archived from the original on 2013-12-02. نه اخيستل شوی 2021-09-02.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ Turpin, Tim; Zhang, Jing A.; Burgos, Bessie M.; Amaradsa, Wasantha (2015). "Southeast Asia and Oceania". UNESCO Science Report: Towards 2030 (Report) (په انګليسي). Paris: UNESCO. pp. 698–713. ISBN 978-92-3-100129-1.
- ↑ Korea International Cooperation Agency, Press release (2014). "Cambodia National Science and Technology Master Plan 2014–2020". KOICA Feature News.