دپنځلسمي زیږدیزي پېړۍ مشهوره سمندري لوټماره کمال رئیس چي په وروسته کي دعثماني خلافت دسمندري فوځ قومندان وګرځېدی په ۱۴۵۱ز کال کي دګیلي پولي په سمندري ښارکي پیداسو . دنوموړي پوره نوم احمدکمال الدین اودپلار نوم یې علي وو چي دعثماني خلافت دقرامان دسیمي څخه وه .

Kemal Reis
(عثمانی ترک: كمال ريِّس د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د شخص معلومات
زیږون نوم (عثمانی ترک: قرمانلى احمد كمال الدين بن على د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۴۵۱ زیږدیزکال
ګیلي پولي (عثماني خلافت)
مړینه ۱۵۱۱-۱۲ زیږدیزکال
مدیترانه سمندر
تابعیت عثماني سترواکي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک پوځي ځواک   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) عثماني ترکي ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري Ottoman Empire
مقام Admiral
جګړه/جګړې Battle of Zonchio
Battle of Modon

دکمال رئیس لمړنئ ژوند سمول

کمال رئیس دخپل ژوند لمړنئ پړاو چي په سمندرکي پیل سو دعیسایانوسره په جګړوکي تېرکړ اوتر اسپانیا پوري یې اکثره اروپايي هیوادونو ترخپلو یرغلونو لاندي راوستل . دعثماني خلافت اتم واکمن سلطان بایزیدچي کله دکمال له سمندري عملیانو اوجګړو څخه خبرسوسمدستي یې خپل سلطنت ته راوغوښت اوامر یې ورته وکړچي په اسپانیاکي کوم مسلمانان اویهودان دعیسایانو ترظلم لاندي شپې تېروي هغوی بایدعثماني سلطنت ته راولي، کمال رئیس هم دسلطان بایزید امر پرځای کړ اوداسپانیا پرسواحلویې بریدونه پيل کړه چي په پایله کي یې دهغه ځای لوی شمېرمسلمانان له عیسایانو خلاص اوعثماني خلافت ته یې پناه راوړه .

دکمال رئیس فوځي ژوند اوجګړې سمول

په اسپانیا اولویدیځه اروپاکي بریالیو سمندري عملیاتو وروسته سلطان بایزید کمال رئیس دعثماني سمندري ځواکونو مشر وټاکه اوپه ۱۴۹۵ز کال کي یې دغه دنده ورته وسپارل . له دندي پېليدوسره سم کمال رئیس داځل په ستروجګړو کي ښکیل سو اوهغه اروپايي هیوادونه چي له عثماني خلافت سره په جګړه وه کمال رئیس دسمندری له لوري ستر ګوزارونه ورباندی وکړه . سلطان بایزیدپه ۱۴۹۷ز کال کي کمال رئیس ته امروکړ چي دمکې اومدینې ښارونوته چي کوم اسباب او لوازم دسمندرله لاري روان دي باید له عیسایانوڅخه دهغوی ساتنه وکړي چي دنوموړي دا امرهم پرځای اوکمال رئیس په مدیترانه سمندري کي دمکې اومدینې له اسبابوڅخه ښه ساتنه وکړه . په دې ترځ کي دروډس جزیرې عیسایانو هڅه وکړه چي دکمال رئیس مخه ونیسي اوکوم شیان چي مکې ته وړل کیږي هغه لوټ کړي خوکمال رئیس پردوی سخت برید وکړ اونژدې ووچي خپله دروډس جزیره هم فتحه کړي خودځینو دلایلو له کبله دغه فتحه پاته سول .

په ۱۴۹۹ز کال کي دعثماني خلافت اود وینس په نامه دیواروپايي سمندري دولت ترمنځ ډېره خونړي نښته رامنځ ته سول . په دغه نښته کي عیسایانوهڅه وکړه چي مسلمانان له یونان څخه پسي واخلي خودسلطان بایزید له لوري دکمال رئیس اوڅوزره عثماني فوځ ددوی سره دجګړې لپاره وګومارل سوچی په پایله کي یې وینس تاریخي ماته وخوړه اودلپانټو په نوم سمندري ښار دعثماني ترکانولاسونو ته ولوېدی . کمال رئیس په یاده جګړه کي ستر رول ولوباوه اوتردې وروسته یې دعثماني سلطنت لپاره یوځل بیا په مدیترانه سمندرکي خدمتونه پیل کړه چي تر۱۵۱۱ز کال پوري یې دوام وکړ .

دکمال رئیس مړینه سمول

سلطان بایزیدپه ۱۵۱۱ز کال کي کمال رئیس ته امر وکړچي له خپلو کښتیوسره دمملوک سلطنت په لوري ولاړسي اوهلته دمصري اوعربي مسلمانانو مرسته وکړي خکه اروپايي کښتیو داځل پرحجاز باندي دیرغل موخه درلوده، خوکمال رئیس چي کله تګ پیل کړ اودسمندر منځ ته ورسېدی په همدې وخت کي یوقوي توپان راوالوت اوکمال رئیس یې له کښتۍ سره په سمندرکي ډوب او وواژه .

سرچینې سمول

تاریخ عثماني/ چارشی لی/ دویم جلد