کلیشه په عربي یې "کلام مبتذل" او انگلیسي یې "cliché یا cliche" بولي. کلیشه په یوه هنري کار [په تېره بیا، وینا یا لیکنه] کې یوې داسې خبرې، څرگندونې، بېلگې، یا فکر ته ویل کېږي چې د زیات تکرار او کارونې له کبله یې خپله اصلي مانا یا اغېز له لاسه ورکړی وي؛ او یا هم دومره کارول شوی وي چې بېخونده او توسوونکی وي، په داسې حال کې چې پخوا له مانا ډک او نوی گڼل کېدی.

"کلیشه" نن سبا په غونډپوهه (phraseology) کې یوه تخنیکي نومونه ده--- او یوې داسې خبرې ته ویل کېږي چې یوازې د ژبني دود په توگه کارول کېږي. برسېره پر دې، دا نومونه په ځینو نومهاله کلتورونو کې د یوه داسې کار یا فکر لپاره هم کارول کېږي چې وړاندویېنه یې د پخوانیو پېښو له مخې شونې وي. "کلیشې" ښايي رښتیا وي او ښايي نه. په دې کې ځینې یې نگوس (stereotypes) او ځینې یې بیا څرگندود (truism) او رښتوندود (facts) دي. بله دا چې "کلیشې" په انځوریزو لیکنو کې د خندوونکي اغېز د زیاتولو په موخه هم کارول کېږي.

که څه هم ډېری کلیشې پخوا نوي او جذاب گڼل کېدل خو نن سبا یې د ډېر تکرار او کارولو له کبله خپل زور بایللی دی. فرانسوي شاعر ژرار دو نروال (Gérard de Nerval) وايي: "لومړني کس چې ښځه له گلاب سره تشبیه کړه شاعر وو، خو دوهم یې بیا سوډر وو."

تړلې لیکنې سمول