کلک پوسته سپږه

لک پوسته سپږې Crustacean louse په انګرېزۍ کې یې جمع (Crustacean Lice) ده، مختلف ډوله په اوبو کې ژوند کونکي بې شمزي (غېرې فقاریه) دي چې په فرعي فایلم کروستاسیا (subphylum Crustacea) او فایلم ارتروپوډا (phylum Arthropoda) کې ډلبندي شوي او د کب پرازیت ګڼل کیږي. په کلک پوسته سپږو کې د کب سپږې چې د برانکیور فرعي کلاس (subclass Branchiura) ده، کوپېپوډ د کب پرازیت چې د کوپېپوډا فرعي کلاس (subclass Copepoda) ده، ایزوپوډ او امفایپوډ د کب پرازیت چې د مالاکوستراکا کلاس (class Malacostraca) ده شاملې دي. کلک پوستې سپږې ممکن د کب خولې کې ځان پټ کړي او یا هم د برانشونو د پوښونکي هډونکي لاندې پټې شي، ځینې یې د کب په پوستکي پسې ځان نښلوي.

تړلې لیکنې سمول

سپږه د چنگاښ کورنۍ ژوې