کلوییدونه او دهغی اهمیت

پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی پوهنځي چاپېريال ساتنې او ځنګلونوڅانګه

کلوئيدونه او دهغوې اهميت سمول

په ١٨٦١ کا ل کې ګرهام داثبوت کړه چې ځينې کرستلي مواد  لکه بوره ،ګلوکوز ،يوريا اوسوډيم کلورايډ کله چې دوې په اوبوکې حل شي  نو کولاى شي  چې دنيمه قابل نفوذ غشاء څخه تير شي  مګر هغه داهم ثبوت کړه چې بعضې ذرات د سريښ  ، جلا تين او ارابيک(يوقسم بوټى ) کنډ  د نيمه قابل نفوذ پردې څخه تېريدى  نه شي هغه  اولني مواد دکرستالوئيد او دغه نور مواد  د کلوئيد په نوم يادکړه . 

کلوئيد سمول

د Kolla  چې معنى يې  سريښ او Eedos  چې معنى يې غوندې (په شان )  ده اخستل شويدى  په حقيقت کې دا ذرات مختلفې ټاکلې اندازې لري 

کلوئيدي محلولونو ته کلوئيدي ډيسپرشن (ويشنه ) هم ويلي کيږي او ددوې اندازې دحقيقي محلول او سوسپينشن تر منځ په منځني حالت کې دي دکلوئيدې ذراتو قطرونه په محلول کې د او د په ليکه کې پراته دي . دکلوئيدونو ذ رات په منځ کي دي اولږلوي ذرات يې دي کلوئيدي محلول ته کلوئيدي ديسپرشن يا ساده کلوئيد هم ويل کيږي په کلوئيدونوباندې دغازاتو قوانين دفزيکي کيميا له مخې دتطبيق وړدي کلوئيدونه غير متجانس مواد دي چې رسوب نه کوي هر هغه مواد چې ذرات يې دکلوئيدونوپه ليکه کې پراته وي دا په کلوئيدي حالت کې دي .

دکلوئيدي ذراتو شکلونه سمول

کلوئيدونه کيداې شي چې داوسپنې ميلې ، ټيکلى ،نرۍ څادر يا اوږدتار په څير او وسي مونږ کولاى شو هغه سيستم چې دهغې سور ،اوږدوالى ، پراخوالى يا پنډوالى د په قطار کې پروت وي دې ته کلوئيدې ډيسپرشن ووايو .

دکلوئيدي سيستمونو ډولونه سمول

کلوئيدې محلول چې دکلوئيدي ذراتوڅخه جوړ شوى وي د ډيسپرسي فاز په نوم ياديږي هغه فاز په کوم کې چې دغه ذرات خپاره شوي وي د ډيسپرشني محيط په نوم ياديږي . دواړه فازونه يو دفزيکي حالتونو (غاز ، مايع ،جامد) کې امکان لري چې واوسي ، نو مونږ وايو چې اته ډوله کلوئيدي محلولونه موجود دي . په هر صورت يو ډيسپرشن کلوئيد غاز په بل غاز کې ناممکن دى . کلوئيدي محلولونه چې په اوبو کې د ډيسپرشني محيط په شکل برابرشويدي دهايدرو زول يا ايکوازول په نوم ياديږي پدې وجه دالکولو او بنزينوپه حالت کې دوې ته الکوزولونه يا بنزوزولونه وايې . کلوئيدې محلول ته په ساده ډول کولاى شو زول ووايو.

دکلوییدی محلول یازول ډولونه سمول

زولونه کولاى شو په دوو کلاسونو وويشو ١ – ليوفيليک زولونه (محلِل خوښوونکي ) ٢ – ليوفوبيک زولونه (محلِل نه خوښوونکى ) ليوفيليک معنى محلِلِ خوښوونکى داهغه زولونه دي په کوم کې چې خپور شوي فاز دمحيط يا محلِلِ لپاره يو ټاکلې رابطه وښايې . نشايسته ، کنډ ، او پروټين په اوبو کې دليوفيليک زولونو لپاره ښه مثالونه دي .

    ليوفوبيک معنى دمحلِلِ نه خوښونکي . دا هغه زولونه دي په کوم کې چې خپور شوى فاز د محلِلِ يا محيط لپاره جذبونه ونه لري . د سروزرو ، Fe(OH)3 او سلفر ډيسپرشن په اوبو کې دليوفوبيک زولونولپاره  ښه مثالونه دي . په ليوفيليک زلونوکې جاذبوي  قوې دهايدروجن درابطې په وجه دى .

دليوفيليک او ليوفو بيک زولونو مهم خصوصيا ت : ١ –ليوفيليک زولونه دحقيقي موادو لکه نشايستې يا پروتين دمناسبو محلِلونو دمخلوطولو په واسطه کيداشي په اسانۍ سره حاصل شي اما ليوفوبيک په اسانۍ سره نه شو تيارولى . ٢ – هايدوفوبيک زولونو ذرات مثبت يا منفي چار ج لري خو هايدرو فيليک زولونه کيداى شي لږ يابيخي چارج ونه لري . ٣ – په هايدروفيليک کې د کلوئيدي ذراتوسره سالويشن کېږي ليکن هايدروفوبيک کې نه واقع کيږي . ٤ – د ليوفيليک زولونو غلظت دخالص ډسپرشني محيط څخه عموماً زيات وي ليکن دهايدرو فوبيک زولونو په حالت کې غلظتونه کوم تغير نه کوي . ه– ليوفيليک زولونه کولاى شي چې دقوي الکتروليز په واسطه رسوب وکړي ليکن ليوفوبيک زولونه د کم غلظت سره رسوب کوي . ٦ - ليوفليک زولونه رجعي ليکن ليوفيوبيک غير رجعي دي . ٧ - ليوفيليک زولونه ټينډل اثر نه ورکوي ليکن ليوفوبيک يې ورکوي . ٨ – کله چې برقي ساحه تطبيق کړو نوبيا ليوفيليک زولونه دالکتروليز خواته دحرکت لږ ميلان ښايې ليکن ليو فوبيک زولونه دالکتروليز خواته دحرکت زيات ميلان ښايې .

دزولونو تيا رول سمول

ليوفيليک زولونه دمثال په ډول صابونونه ، دجاموپوډر، جيلا تين ، ، ارابيک کنډ او نشايسته کولاى شو چې په ساده ډول دغه مواد په اوبوکې دحليدوپه واسطه تيارکړو . ليوفوبيک زولونه د دوه ډوله طريقوپه واسطه تيارولى شو . ١ – دکاندينسيشن ميتود (يوشى چې بخارته واړې اوبيرته يخ شي ) ٢ – ډيسپرشني ميتود . دګاز څخه مايع ته بدلولو عملي ميتود Condensation method په دې ميتودونو کې ايونونه او ماليکولونه چې په حقيقي محلولونو کې په ابتدايې توګه موجود دي کلوئيدي بعدونه يې دمعينو کيمياوي تعاملا تو په واسطه نه حليدونکو ذراتو ته تغيرشوي داميتودونه په لاندې ډول دي . الف – ريډيکشن Reduction دد ې تخنيک په مرسته مونږ دفلزاتو کلوئيدي محلولونه تياروو دمالګې د فلز اوبلن محلول په واسطه د سرو زرو اوسپينوزرو کلوئيدي محلول تيارونه دعضوي ريدوکس عامل سره مرسته کوي . دسرو زرو کلورايډ دتانين په واسطه ريډوکس کولاى شو دسپينو زرو زول دسپينوزرو کاربونيتوسره دتانيک اسيد دريډيکشن په واسطه تيارولى شو

ب – اکسديشن . Oxidation کلوئيدي سلفر کولاى شو د H2S داکسيديشن څخه تيارکړو ددې مقصد لپاره د H2S او SO2 محلولونه تياروو دا دواړه محلولونه ديوبل سره په سټيشيو متريک(په معين نسبت ) مقدار کې مخلوط کوو . 2H2S ( SO2 2H2O ( 3S

ج – دوه ګونې تجز يه (دوه برخيز ) : Double decomposition کلوئيدي ارسينک سلفايد کولاى شو د H2S او As2O3 دعمل په واسطه تيار کړو

    As2S (3H2S                         As2S3  (  3H2O                     

د – ها يدروليز : Hydrolysis مونږ کولا ى شو چې دFe(OH)3 زول جوړکړو په اضافه کولو د يوڅو غليظ FeCl3 د جوش اوبو سره په يو يوثابت ښورولوکې هايدروليز تخميني ځاې نيسي او د Fe(OH)3 يو ډيرتيز سور زول حاصيليږي .

ه – دمحلِلِ بدلول  : دزول تيارولو لپاره يو ډيرښه ميتود دى دعمومي اوصول مطابق که د A ماده په B دحليدو وړ وي ليکن A په C کې نه حليږي نوبيا A به کلوئيدې محلول جوړکړي کله چې C په اصلي محلولونو A او B کې په پريمانه ډول اضافه کړو نو بايددغه په يادوساتو چې B او C ديوبل سره مخلوط دي په دې طريقه کې کولاى شو چې د سلفر زول جوړ کړو کله چې دسلفر مشبوع الکولو محلول سره اوبه يوځاې کړو.


ډيسپرشني ميتودونه سمول

Dispersion method

په دې ميتودونو کې مواد په ډير مقدار په بل محيط کې خپاره شوي دي په دې کې به مونږ درې ميتودونه تشريح کوو . الف – ميخانيکي ډيسپرشن ب – بريدګ ارک ميتود ج – پيپتايزيشن

ميخانيکي ډيسپرشن سمول

Mechanical method

دموادو واړه واړه سوسپينشنونه په ډيسپرسشني محيط کې تيار شوي دي او د کلوئيدي څرخ څخه تيريدى شي داڅرخ د دوه فولادي پليټونوڅخه جوړ دې کوم چې په لوړ سرعت سره څرخيږي يعنې په مختلفو جهتونوکې په هره دقيقه کې ٧٠٠٠ ځلې تاويږي ددې زيږ سوسپيشنونو ذرات د دې پليټونوڅخه تيريږي او ددوې سطحه په پوره طاقت سره غوڅيږي په دې طريقې سره ذرات ماتيږي اوزول تياريږي . کلوئيدې ګرافيت کوم چې غوړ ګريس او دپرينټ کولو رنګ کولاى شو په دې طريقه تيار کړو (١) دياګرام دغه نظريه واضحه کوي .

کلوئيدي محلول تيارول سمول

بريک ارک ميتود سمول

دايو الکترو ډيسپرشن قسم دى او ددغه فلزاتو لکه د Ag ، Au او Pt هايدروزولونه تيارولى شو. دوه فلزي الکترودونه د ناايونايز شوو اوبو لاندې سره نژدې يوځاې شوي دي . داوبو دحرارت درجه ډيره کمه ساتل شوي ده او د KOH لږ مقدار ورسره ګډ شوي دى . قوي جرقه ورکوي د قوي حرارت جرقه د فلزد څوبخاراتي الکترودونو په منځ کې شته او دا بخارات داوبو لاندې را ټول شوي دي . دفلزاتو دا اتومونه د کلوئيدي ذراتوپه شکل په اګريګاتي بخاراتوکې موجودي (٢ ) دياګرام دغه نظريه ښه واضحه کوي .

پيپتا يزيشن سمول

پيپتايزيشن دمنتشره کيدو رجعي عملي دي د پيپتايدي عامل داستعمالولوپه واسطه دا دموادو په کلوئيدي ذراتو اندازه کې نابشپړه مستقيم ډيسپرشن دى . زيات هايدروفيليک مواد لکه سريښ ، کنډ ، جلاتين داوبو په واسطه پيپتايز کيږي اوبه دپيپتايز کيدو نمايندګانوپه شکل عمليې سرته رسوي . AgCl د HCl داضافه کولو په واسطه کولاى شو زول ته تبديل کړو همدغه شان Fe (OH) 3 د د ايون داضافه کولوپه واسطه په زول اړولاى شو.

دزولونو تصفيه کول سمول

هرکله چې زولونه تياروو بيا يوڅه ايوني يا ماليکولي مواد هم موجود وي په دې کې دزولونو تصفيه کول مشاهده کوو دا الکتروليتونه بايد بې ځايه شوي وي ددې مقصد لپاره نژدې لاندې درې ميتودونه شته .

الف – ډياليزيز ب – الکتروليزيز ج – الترافيلتريشن ( يوشى په ډيروکوچنيوسوريوفلترکول )

ډياليزيز سمول

مخکې مونږ دا څرګنده کړه چې د دوه محلولونوذرات د غشاء څخه کولاى شي چې تير شي ليکن کلوئيدي ذرات پاتي کيږي کلوئيدي ذرات دخپلو لويو اندازو په نسبت سره په ډير قرار نفوذ کوي ددې مقصد لپاره مهمه غشاء لکه ليکلو کاغذ ، سيلوفان ، سلولوز ، نايټريټ او سلولوز استيت شايد استعمال شوي وي . يو سلنډري لوښي په دې ترتيب تشکيل شوى دى چې يوسرد غشاء په واسطه بندمګر بل سره د کلوئيدي محلولونولپاره خلاص دى داسلنډري لوښى دکلوئيدي محلولونوپه امتداد په يو غټ دش کې چې تصفيه شوې اوبوڅخه ډک دى ځاى لري .دتصفيه شوو اوبو ډکول په جاري ډول دي (٣ ) دياګرام داترتيب ښايې دحقيقي محلول ذرات دلوي دش په تصفيه شوو اوبو کې ځي دا دياګرام په لاندې ډول ښايو چې ترڅو په دې پروسه پوهه شو .

الکتروليزيز سمول

په دې طريقه کې دياليزيز د برقي ساحې بهر خواته دنفوذ لاندې راغلى دى دډياليزر دواړه څوکې د غشاء په واسطه احاطه شوي دي کلوئيدي محلول په ډرم شکله لوښي کې کوم چې په تصفيه شوو اوبو کې ځړول شوى دى ځاى لري د دوه الکترودونو په ښودل شوي شکل کې برابر شوي دى دالکتروليتونو ايونونه د مختلفو چارج شوو الکتردونو خواته حرکت کوي په دې طريقه دوې د تصفيه شوو اوبو څخه جلاوالى نيسي په هرصورت غير الکتروليت مخلوطونه لکه يوريا ، بوره نه دې بې ځاې شوي د(٤ ) دياګرام ترتيب دغه نظريه څرګندوي .

يوشى په ډيروکوچنيو سوريو کې فلتر کول سمول

داد زول د ذراتو جلا والى د مايع محيط او دالکتروليتونود الترافلتر څخه دفلترپه واسطه دى مونږ په دغه هم پوهيږو چې زول دفلترکاغذ څخه چې دعادي کاغذ څخه يې دسوريو اندازې غټې دي تيريږي ليکن که دفلتر کاغذ د کلوئيدي ايون په واسطه ډک يا دسلولوز څخه نوى جوړ شوى وي نودفلتر کاغذسوريو اندازه ډيره کميږي دفلتر کاغذ دغه معرفي شوى قسم د الترافيلتر په نوم ياديږي الترافلتريشن سستې عمليې دي که مونږ درجه لرونکې الترافيلترونه استعمال کړو بيا تخنيکي الترافلتريشن په پشپړه توګه د زول ذارت په مختلفو اندازو جلا کولاى شي .

ټينډل مخروط تاثير : Tyndall cone effect سمول

داد زولونويو دليدو وړ خصوصيات دي کله چې د رڼا يوه قوي شغله د زول څخه تيره شي او په قايمه الزاويه کې ښودل شوي وي بيا د رڼا لاره د تتې شغلې يامخروط څخه اوچته ښايې ددې نتيجه داده چې د زول ذرات روښنايې انرژي جذبوي او دخاليګاوو په ټولو جهتونوکې خپريږي د روښنايې دا خپريدل د شغلوي رڼا يوه لاره ده . که ذرات په کلوئيدي اندازه وي نو مونږ د دوې خپل ذرات نه شو ليدلاى درڼالاره دکلوئيد په ترڅ کې ده کوم چې د روښنايې خپرولو ښکاره نتيجه ښايې دا دشغلې تيندل يا فرادي دمخروط تيندل په نوم ياديږي . د رڼا دا خپريدل په درې فکتورنو پورې مربوط دي . ١– داستعمال شوې رڼا طول موج ٢ – دچارچاپيره محيط او ذراتو ترمنخ د انکسارپه ضريب کې توپير ٣ – دذراتو اندازه او جوړښټ حقيقي محلولونه تيندل فشار نه ښايې دا تاثير کولاى شو کله چې رڼا دمحلولونود ذراتو څخه چې دماليکول په پنډه طبقه کې چې ډيرې وړې اندازې لري تير شي مشاهده کړو (٥ ) دياګرام د تيندل مخروط فشار راښايې

دتيندل مخروط تاثيراستعما لول سمول

داسمان ابې رنګ او دسور لمرلو يدنه د تيندل فشار يو قسم دى . په حقيقت کې داکسجن اونايتروجن واړه ذرات په موثر توګه داوږدو طول موجونوڅخه لنډ طول موجونو خپروونکي دي که درڼا خپريدل نه وي کوم چې مونږ ته دلمر څخه مستقيم ډول رارسيږي يا دسطحوڅخه بيرته انعکاس کوي نو داسمان رنګ په د ورځې په دوران کې دشپې په شان تورتم وو . او لمر به د ورځې په دوران کې درڼا د ډيرلوي ټکي په شکل عمل نه کاوه .

(دبرق په واسطه دزراتو تيريدل ) Electrophoresis سمول

د اد کلوئيدي ذراتو برقي چارج شوى حرکت دى چې دتطبيق شوې برقې ساحې لاندې نفوذ کوي په دې کې الکتروفورسيز مطالعه کوو مونږد لاندې (٦) دياګرام ترتيب په نطر کې نيسو دا u شکله تيوب چې دوچولو لپاره دځوړند شيردان سره برابرشوى دى . دموادوډکوونکى قيف شکله تيوب تړل شويدى ، دټولونه اول يو مقدار تصفيه شوې اوبه په تيوب کې ځاې په ځاې شويدي اوبيا زول قيف ته معرفي شويدي په دې طريقه اوبه پورته خواته بې ځايه کيږي څوکور سرحدات په دوه مټونوکې توليديږي الکترودونه دمټونو په دواړو خواوکې معرفي شويدي اودپوتنشيال منبع سره وصل شويدي که کلوئيدي ذرات مثبت ډول چارج شوي وي دزول سطحه دانود په برخه کې په تدريجي ډول غورځيږي اودکتود برخې ته جګيږي دالکتروفورسيز دمرحلو په دوارن کې دزول ذرات الکترودونوته په نسبتي توګه رسيږي او وروسته بې چارجه کيږي ،دوې رسوب کوي الکتروفورسيز پيښې په (٦ ) دياګرام کې تشريح شويدي . الکتروفورسيز پيښې کولاى شو دکلوئيدي ذراتو باندې دچارج دنښې د ښودلو لپاره استعمال کړو مونږ دکلوئيدي ذراتو دتګ راتګ قيمت هم اندازه کولاى شو، همدارنګه مختلفې کلوئيدي خاليګاوې په ګرځيدونکي مخلوط کې په مختلفو قيمتونوسره دي پس جداوالى کيداى شي ددې طريقې په واسطه اجراشوي وي ، همدرانګه الکتروفورسيز دپروټين ، نيوکليک اسد ،پولي سکرايد اودنور ګټورومغلقو بيولوژيکي موادو د کسر يا تجزيې لپاره په پراخه اندازه استعمال شويده .

الکتروازموسيز : Electro –Osmosis سمول

داد الکتروفورسيزبرعکس عملې دي په دې عمليو کې اوبه اوبه جذبوونکوموادوپه وجه حرکت کوي دلاندې (٧ )دياګرام ترتيب مونږ سره ددې عمليو په پوهيدلو کې مرسته کوي U شکله تيوب د M جذبوونکو موادو سره برابر شويدى دا اوبه جذبوونکي موادو شايد وړين ټوکر يا ديافراګم وي برقي چارج الکترود ته مخامخ پورته خواکې برابرشويدى ډيسپرشني محيط دبل الکترود خواته حرکت کوي دالکترو ازموسيز پيښې د کريم ، سريښ اوخميرې دوچولولپاره اودمرطوبې خاورې څخه داوبو په ايستنه کې په تخنيکي ډول استعمال شويدي لاندې (٧ ) دياګرام ته وګورې نوپرې به پوره پوهه شې .

دپوتانشيال جريان : Streaming potential سمول

دپوتانشيال جريان پيښې دالکترو ازموس دذکرشوي پاسنې دياګرام څخه مطالعه کولاى شو په دې ترتيب کې الکترودونه دبطرۍ سره نه دي وصل شوي ليکن دګلوانوميتر سره وصل دي په ابتدايې مرحله کې دلته کوم چارج نه شته ليکن که اوبه تيوب ته په قوې سره تيرې شي نوبيا الکتروموتيف قوه په ګلوانوميتر کې را څرګنديږي دغه پوتانشيال کوم چې دفشار له هغې توليد شويدى په اسانۍ سره په نښه کيږي انکشاف موندلى پوتانشيال دپوتانشيال دجريان په نوم ياديږي .

دپوتانشيال رسوب يا Dron تاثير سمول

دسيډيمينټيشن لفظ دلاندې کيښناستلوپه معنى دى داپېښې کولاى شو که ذرات په ولاړو مايعاتوکې په قوې سره حرکت وکړي مشاهده کړو خودادجاذبې قوې په واسطه کيداى شي چي اجرا شي همدارنګه پوتانشيال چې توليدشويدى درسوبي پوتانشيال په شکل پيژندل کيږي چې دې ته Dron تاثير هم ويل شويدى اودا عمليې د الکتروفورسيز برعکس دي .

ماکروماليکولونه سمول

داسې حقيقي مواد شته چې دغټوماليکولونوڅخه ترکيب شويدي اوپه محلِلِ کې دحليدو وړ نه دي چې په مستقيم ډول کلوئيدي محلول ورکوي همدغه شان لوي ماليکولونود ماکروماليکولونو په نوم ياديږي دماکروماليکولونوابعاد د په قطار کې پراته دي چې مهم مثالونه يې جلا تين ، مصنوعي پوليمير،مصنوعي ربړ ، سلولوز او نشايسته ده دمحلولولونوماکرو ماليکولونوخصوصيات درجعي کلوئيدونويا ليوفليک زولونوپه شان دي دوې لوړ غلظتونه لري اوکمزوى تيندل فشار ښايې په هرصورت دوې برقي جريان رانه وړي اوالکتروفورسيز نه ښايې .

ايملشن Emulsion سمول

هغه کلوئيدي محلولونه په کوم کې چې ديسپرشني فاز او ديسپرشني محيط دمايعاتوپه شکل وي دايملشنونوپه نوم ياديږي دوې په دې حقيقت پورې مربوط کيږي په کوم کې چې دمايع يوقسم ديسپرشني فاز او بل يې ديسپرشني محيط وي دلته دوه قسمه ايملشنونه موجوددي .

په اوبوکې دتيلو ايملشن سمول

هغه ايملشنونه دي په کوم کې چې تيل ديسپرشني فاز او اوبه ديسپرشني محيط وي ، شيدې يوډيرښه مثال دى په کوم کې چې مايع شحم په اوبوکې خپور شوى وي .

په تيلوکې داوبو ايملشن سمول

داهغه ايملشنونه دي په کوم کې چې اوبه ديسپرشني فاز او تيل ديسپرشني محيط وي کوچ اودکد (Cod) دځيګر تيل دغه شان ايملشنونه دي . ايملسيفکيشن : (دطبقوتشکيليدل ) Emulsification

      هغه عمليه چې په هغې کې ايملشنونه توليديږي د Emulsification  په نوم ياديږي . 

دايملشن تيارول سمول

دمثال په ډول که دوه ناحليدونکي مايعات يوځاې وښورول شي که مونږ تيل يابنزين داوبو سره وښورو ، غوړين مايعات په وړو وړو څاڅکوکې خپريږي ليکن ايملشن ثابت نه دى د اوبو کوچني څاڅکي په چټکۍ سره بيا ترکيب کيږي او دغه دوه مايعات په دوه طبقوسره جداکيږي پدې کې دايملشن ثبات معرفي کوو نو ايملشن جوړونکى عامل زياتوو دايملشنکيدونکى عامل دمايعاتو کوچنيوڅاڅکولاندې متقابل کشونې سره کومک کوي اوداپرڼ کيدوته نه پريږدي دايملشن جوړونکي عوامل وظيفه دايملشن دتيلودوړو څاڅکوګيرچاپيره دساتونکې طبقې دعمل په شکل ده په دې طريقه کې د دوې ثبات زياتيږي دايملشنکيدونکي عوامل په زياته اندازه د جامو مينځلو پوډر اوصابون لپاره استعمال شوي دي يوڅه نور ثباتيز عوامل پروتين اوکنډونه دي په کولموکې دشحم هضم دايملشيپکيشن په واسطه اسان شويدى دکولمودالقلي محلول سره يولږ مقدار دسوډيم صابون شحم شته ددې ايملشن جوړيدلوپه واسطه دهاضمي سيستم دانزايمونو کار اسانه کړى دى . ځينې لوشنونه ، کريمونه ،ملهمونه په اوبوکې دتيلواوپه تيلوکې داوبودايملشنونودقسمونو څخه دي ايملشنونه دفلزلرونکوموادو دغلظتونو په استعمالولوکې پيداکيږي . په اوبوکې دتيلو اوپه تيلوکې داوبو ايملشن ترمنځ څرګندونې : لاندې دوه ټسټونه ددوه قسمه ايملشنونودښودولولپاره تطبيق شويدي . ١ – دdye ټسټ : که دحليدوړ رنګه ايملشن دتيلوسره ګرم شي dye ايملشن محصولات رنګه وي نو داپه اوبوکې دتيلو ايملشن دى که ايملشن د dye رنګ ونه نيسې نوداپه تيلوکې داوبو ايملشن دى .

٢– دکنډکټينس (دجريان تيرولو) ميتود : Conductance method په ايملشن کې دالکتروليت لږ مقدار زياتوو که کنډکټينس زيات شو په اوبوکې دتيلوايملشن قسم دى اوکه د کندکټينس په وجه تغير رانه شي نو په تيلوکې داوبو دايملشن قسم دى .

دايملشن د زراتو جوړښت سمول

ايملشن د دوه ناحليدونکو مايعاتو او دطبقو جوړونکو محلول په واسطه توليديږي په دې کې پدې پوهه شوچې دطبقې جوړونکې محلول د څخه تر دى اوس مونږ ايملشن فرض کوو په کوم کې چې صابون په اوبوکې دتيلو ايملشن کې دطبقو جوړولو محلول په شکل استعمال شويدي دصابون دماليکولونوهايدروکاربن برخه د تيلوسره نښلي او قطبي سرونه مستقيم ډول په اوبو کې دي په (٨ )دياګرام کې ښودل شويدي . په دې طريقه کې دتيلوڅاڅکي دايملشن دعامل دمحافظوې طبقې په واسطه ديوځاې کيدو څخه ساتل کيږي دصابون دکاربوکسليک ګروپ دايونايزکيدوپه واسطه هغه څاڅکي چې د صابون د ماليکولونودسطحې په واسطه احاطه دي برقي چارج شويدي .

د ايملشن دثبات لپاره فکتورونه سمول

دايملشن ثبات په لاندنيو فکتورنوپورې باندې مربوط دى . ١ –د ساتونکې پردې پنډوالى ٢ – دساتونکي پردې نعښتل ٣ – برقي چارج په وړوڅاڅکو يا په پرده باندې ٤ – دخپورشوي محيط غلظت ٥ – د دوه مايعاتو ترمنځ دکثافت توپير

Demulsification سمول

دايملشن دماتيدو عملې چې په هغې د ترکيبونکي مايعات حاصل شي د ډيمولسيپيکيشن په نوم ياديږي . لاندې تخنيکونه کيداشي استعمال شي .

١ – تودوخه (حرارت ) ٢ – سينټرفيوژينګ ٣ – زيات تعداد الکتروليت اضافه کول چې ترسب د ډيسپرشني فاز څخه بهر شي دسينتريفيګيشن دعملې په واسطه کريم دشيدوڅخه جلا کول د ډيمولسيپيکيشن مثال دى .

مخلوطونه سمول

نورمال محلول د کم غلظت په وجه قوي الکتروليتونه ورکوي ليکن په زيات غلظت کې کلوئيدي حالت ښايې دغه شان مواد ته کيداى ميسيليز وويل شي يا کيداى ديوځاې شوو کلوئيدونوسره نسبت ورکړي صابون دميسليز لپاره دټولونه ښه مثال دى په حقيقت کې ددغو موادو سطحې فعاله وي د دوې ليوفيليک تشکيلوونکي په مساوي ماليکول کې دليوفوبيک دبرخو په شکل دي دNa صابون او پوتاشيم مالګې اوږد ځنځير د کاربوکسليک تيزابونودي کله چې ايونيک ګروپ په کوم کې چې کاربوکسکليک په طبيعت کې ليوفليک مهياکيږي دهايدروکاربن اوږدځنځيردليوفوبيک په شکل رول لوبوي مسليزکيداشې دسلهاوو ماليکولونودرلودونکى وي په مسليز شکل کې دهايدرو کاربن ځنځيري نقطه په مرکزکې وي قطبي کاربوکسليک ګروپ په باندنۍ سطحه باندې پريښودل کيږي دا قطبي سطحه داوبوسره په باندنۍبرخه کې په تماس کې ده دامسليزپه زيات تعداد سره داوبوپه ماليکولونو کې حل شويدي دامسليز عموماً دکلوئيدي ذراتو اندازه لري کله چې دا جارج شي پس داکلوئيدي ايون دى اوپه کلوئيدي الکتروليت کې دامواد موجود دي مسليز په زيات تعداد د Na او K دايونونه چې ټول ددوې په سطحه پراته دي کش کوي ډيټريجن دصابون په شان دي او دمسليز څخه دى .

جيلي اومربا ګانې Gels and Jellies سمول

جيلي دجيل لپاره يوعام نوم دى او دانيمه ټينګ زولونه دي داد دوه جزونوڅخه چې يوجامد اوبل مايع دى تشکيل شويدي . دجيلي جدول دجيلا تين څخه تيارشويدى دميوو جيلي لکه مربا درلودونکى دي پس دې ته دوښو جلا تين (پيکتين ) په نوم ياديږي پيکتينونه حليدونکي کنډ دي لکه کاربوهايدريتونه .

دجيلونو طبقه بندي سمول

جيلونه په لاندې شکل طبقه بندي شويدي ١ – ايلاستيکي جيلونه ٢ – ټينګ يا ناايلاستيکي جيلونه ٣ – تيوکستروفيک جيلونه

  دايلاستيکي جيلونو ښه مثالونه هغه دې کوم چې دجيلا تين ، اګر ، نشايسته ،مربا  ګانې ، جيلاي ،او ددخټودځينوقسمونو زولونو څخه توليدشويدي .
دسليکا جيل يوغير ايلاستيکي جيل دى  ځينې فلزي هايدرواکسايدونه او هايدريتي فلزي اکسايدونه غيرايلاستيکي جيلونه دي  رجعي ايزوترمي زول په جيل اړونه دکلوئيداوسپنې اوکسايد او المونيم په دغه شان حقيقي محلولونو کې پيداکيږي که دوې ناويشلې حالت قبول شوي وي  بياد جيل شکل ځاې نيسي .

د کلوئيدونواهميت سمول

ځينې مواد په کلوئيدي حالت کې موجود دي دکيميا ټولې ساحې په يوه طريقه اوپه بله طريقه دکلوئيدي کيميا سره روابط لري . ١ – په طبعيت کې ټول انساج کلوئيدي دي مغلق کيمياوي تعاملات کوم چې ژوند ورته ضرورت لري خامخا دکلوئيد کيمياپه اصطلا حاتوکې تعبيرشويدي . ٢ – د جذب . ډيالا زيز او پرڼ کيدو پيښې د سنتيز په کيميا او تحليلي کيمياکې ډيرې مهمې دي يعنې ترسب ، دترسب مينځل ، فلتر او کروماتوګرافي په تحليلي کيمياکې مطالعه شويدي . ٣ – کلوئيدي ساينس درنګونو،پلاسيتکونو، نساجۍ ، دفوتوګرافۍ کاغذونو،پردو، سريښو ،دقلمونورنګونه ، سيمنتو، کريمونو، ربړونو، څرمن ، ګريس ، صابونونو ، اومصنوعي جامووينځلوپوډرو په جوړولو کې ډير مهم دى . ٤ – زراعتي سامان لکه سپري ، حشره وژونکي ، ايروزول ، مرباګانې او جيلونه ، کوچ ، پنير ، سلا ته ، او سريښونه په کلوئيدي کيميا کې شامل دي . ٥ – ځينې مهمې مرحلې لکه پرينټ کول ، سپينول ، ډيکالوريزينګ ، خورورکونه ، دمنځه تلل او دکاني ډبرو جلا کول اوميده کول دکلوئيدي کيمياپه اړخ کې شامل دي کلوئيدي کيميا مهم استعمالونه په بيولوژي او دواګانوکې پيداکيږي يعنې وينه او پروتوپلازم مغلق کلوئيدي محلولونه دي پوستکى ، عضلات اوځينې مختلف انساج دخاصو شکلونوسره جيلونه دي . ٦ – دکلوئيدي محلولونو پرڼ کيدل ډيره مهمه پيښه ده دا حقيقت دطبعيت په يو تعداد تخنيکي مشکلاتو کې تطبيق شويده چې په لاندې ډول دي

١– دڅښلو داوبو تصفيه کول : عادي اوبه ناتصفيه دي د ناپاکه ذراتو اندازې کلوئيدي دي او دوې ددغه شان چارجونوپه وجه باندې لاندې نه کيښني کله چې پوتاشيم المونيم اضافه شي نوبيا دکلوئيدي ذراتوپه چارج باندې خنثى کيږي په دې طريقه لاندې کيښنې او اوبه پوره څښلولپاره برابر راځي ٢– دوايې ګانې : ځينې دوايګانې د زولونو دشکل څخه توليديږي دغه شان دوايګانې ډيرې اغيزناکې وي ځکه چې دوې د حل کولو اوجذب ډير لوي کيفيتونه لري .

د الودګۍ کنټرول :

لوګى (په هواکې دکاربن ذرات )کلوئيدي محلول دى  دکنډکټر استعمالولوپه واسطه  چې يونل ورته  نژدې موجودوي دکاربن دذراتومخنيوى کولاى شو  په دې طريقه دکاربن ذرات لاندې کيښنې او بې کاربنه دود دنل څخه دباندې وځي . 

فوتوګرافي : دفوتوګرافي پردې د سپينوزروبرمايد او جيلا تين په کلوئيدي محلولونوکې تشکيل شويدي دا پردې په شيشه يې نازکوپردوباندې د سپينوزروبرومايداو جلا تين مخلوط ذخيره کولو په واسطه کيداى شي لاس ته راشي . دفاضله اوبو مصرف يا استعمال : Sewage disposal دفاضله اوبو ترتيبونه چې په اوبوکې ناولې ذرات منتشروي په يولوي ټانک کې فاضله اوبه دالکترود سره د مخالف چارج په تماس کې راوړي ، منل شويده چې په دې طريقه دخاورو ذرات ترسب کوي اوجلا کيږي دا ذرات دانبارپه شکل ترګټې اخستنې لاندې راځي . خورورکونه (رنګ ورکول ) : Tanning دواړه پوست اودپوستکې لاندې برخه په کلوئيدي شکل دپروتين څخه تشکيل شوي چې جيلي جوړښت لري مونږ کولاى شو چې دپوستکي څرمن ته دعادي مالګې داستعمالولوپه واسطه رنګ ورکړو.

د مستو جوړښت سمول

کله چې شيدې تروې شي نوبکتريا دشيدو قند ته د لکتيک اسيد شکل ورکوي دا اسيد په مستو کې په کلوئيدي سپين پروتين بدليږي .

Delta دلتا جوړښت: سمول

دلتا دهغه ځاې شکل دى چيرته چې سيند په درياب کې داخليږي  په حقيقت کې دسيند اوبه دمنرالونوڅخه غني دي  هغه شيبه چې درياب دکلوئيدي Clay  ذراتوڅخه تشکيل شوى وي کله چې دوه اوبه سره يوځاې کيږي  Clay   ګډوډ کيږي داکلي پيداکيدل د دلتاپه شکل پيژندل شويده . 

طبعي ربړ سمول

طبعي ربړ دحقيقي ونو د ترشحاتو څخه دايملشن دشکل چې ذرات يې په اوبوکې په منفي توګه چارج شوي وي چې د اوم ربړ په نوم ياديږي حاصل شوى دى دموم بدليدل په ربړ باندې د استيک اسيداو لوګي رقيق کولومعنې لري .

داسمان ابې رنګ : Blue colour of sky سمول

دخاورو کلوئيدي ذرات په اتوموسفيرکې صرف ابې روښنايې خپروي او دروښنايې پاتې برخه جذبوي همدارنګه دا ابې روښنايې مونږ ته رارسيږي او اسمان ابې ښکاره کيږي .

کيمياوي مبارزه (جنګ ) : Chemical warfare سمول

داتومي بم د چادونې دلوګي او لړې په واسطه طبقې جوړې شويدي چې دا دانسان لپاره مضرې دي نو مونږ بايد دغاز ماسکونه واغوندو داماسکونه د کلوئيدي لرګودسکارو څخه جوړې شويدي نو دلوګي او لړې خطرناکه ذرات لاندې ترسب کوي اود انسان ژوند بچ کيږي .

سرچينې سمول

١ – بوم ګرتنر،دوکتور راينر، مبادي کيميا عمومي وغيرعضوي همامطبعه ١٣٥٠ کال ١٦٩ او ١٧٠ مخونه .

٢ – ثمين ، عبدالقهار، دخاورې کيميا اودنباتاتو تغذيه ،کابل پوهنتون دکرني پوهنځى ، ١٣٨٦ کال ٧٩ او ٨٠ مخ .

3- ch .Sana ullah text book physical chemistry for B.sc Illmi kitabkhana 2007 PP 455-468

4- http: // www.Colloid .co.uk /