کلمپ ( Clamp)یوه میخانیکي آله ده چې خوځنده ژامې لري او د شیانو د نیولو ، کلکولو او یو ځای کولو لپاره کارول کیږي. د فورسپس برعکس کلمپ یوه عامه اصطلاح ده چې په طبابت ، انجنیري ، زراعت او نورو برخو کې هم کارول کیږي. په طبابت کې کلمپ یوه جراحي آله ده چې د بیلابیلو جوړښتونو د نیولو او ټینگولو لپاره کارول کیږي. یا په بل عبارت کلمپ یوه داسې آله ده چې د غاښورو ژامو او بندیدونکو لاستو لرونکې ده او د اعضاءو ، اوعیو او انساجو د نیولو ، تینگولو ، تقویه کولو او ترفشار لاندې راوړلو لپاره کارول کیږي. په انجنیري کې کلمپ له یوې میخانیکي آلې څخه عبارت ده چې خوځنده ژامې لري او د شیانو د یوځای کولو او نیولو لپاره کارول کیږي. د کلمپ یو څو نمونې په لاندې ډول دي:
۱- Weel clamp : له یوې آلې څخه عبارت ده چې د موټرو Weel ته اچول کیږي او د موټر له خوځښت څخه مخنیوی کوي.
۲- Beam clamp : بیاتي ته ورته آله ده چې د یخ د غټو ټوټو او یو شمیر نورو شیانو د پورته کولو لپاره کارول کیږي.
۳- طبي کلمپونه لکه Towel clamp ، Kelly clamp ، kocher clamp ، mosquito clamp ، Cope clamp ، Crafoord clamp، Crile clamp، Fogarty clamp ، gingival clamp ، Mikulicz clamp ، Mixter clamp ، Mogen clamp ، Ochsner clamp ، Payr clamp، Potts clamp ، right angle clamp ، rubber dam clamp او داسې نور.

سرچینې سمول

۱-http://encyclopedia2.thefreedictionary.com/clamp
۲-http://medical-dictionary.thefreedictionary.com/clamp
۳-http://www.thefreedictionary.com/clamp
۴-http://www.merriam-webster/dictionary/clamp
۵-http://en.wikipedia.org/wiki/clamp