کلتوري انسان پوهنه

کلتوري انسان پوهنه(انتروپولوژي)د انسان پوهنې هغه څانګه ده چې د انسانانو ترمنځ د کلتوري بدلونونو پر مطالعه تمرکز لري. دا د ټولنیزې انسان پوهنې پر خلاف ده، چې کلتوري بدلونونه، د انسان پوهنې د ثابتې فرعي ټولګې په توګه ګڼي. د ټولنیزې کلتوري انسان پوهنې په پورتمانتیو (portmanteau )اصطلاح کې د دواړو کلتوري او ټولنیزې انسان پوهنې دودونه شاملېږي.[۱]

انسان پوهان څرګندوي چې د کلتور له مخې وګړي کولای شي، له جنټیکي لارو پرته په یوه چاپېریال کې ځان ته ځای پیدا کړي، له همدې امله وګړي په بېلابېلو چاپېریالونو کې ژوند کوي او مختلف کلتورونه لري. د انسان پوهنې ډېری نظریات د سیمه يیزو (ځانګړو کلتورونو ترمنځ) او نړیوالو (په نړیواله توګه انساني طبیعت او د وګړو ترمنځ په بېلابېلو ځایونو او شرایطو کې د اړیکو شبکې) اندېښنو ترمنځ له درک او لېوالتیا څخه سرچینه اخلي.[۲]

کلتوري انسان پوهنه، بډایه مېتودولوژي لري چې په کې مشارکتي مشاهده (تر ډېره ورته میداني کار ویل کېږي، ځکه د څېړنې په ځای کې د انسان پېژندونکي ډېر مهال پاتې کېدو ته اړتیا لري)، مرکې او سروې ګانې شاملېږي.[۳]

نظري اساسات سمول

د کلتور مفهوم سمول

د «کلتور» اصطلاح، د انتروپولوژیکي معنا لومړنۍ توضیح د اډوارډ ټایلور له خوا شوې ده، هغه چې په ۱۸۷۱ ز کال کې یې د خپل کتاب په لومړۍ پاڼه کې لیکلي: « کلتور یا تمدن د خپلې پراخې معنا او توکمیزې زمینې له مخې، هغه پېچلې ټولګې ته ویل کېږي چې پوهه، باور، هنر، اخلاق، قانون، عرف او نورې ټولې هغې وړتیاوې او عادتونه چې یو کس یې د ټولنې د یوه غړي په توګه ترلاسه کوي په کې شاملېږي». د تمدن اصطلاح وروسته خپل ځای هغو تعریفونو ته ورکړ چې وي ګورډون چیلډ وړاندې کړل، په دې ډول چې کلتور په یوه ټولیزه (چترۍ ډوله) اصطلاح واوښت، چې تمدن هم د هغو د یوځانګړي ډول ځای ترلاسه کړ.[۴][۵]

په کوئین بلفاست پوهنتون کې د انسان پوهنې د څېړنو د برخې پخوانۍ مسئول کی میلټون څرګندوي چې، کلتور کېدای شي عمومي یا ځانګړی وي. دا په دې معنا دی چې کلتور کېدای شي، هغه څه وي چې ټولو انسانانو ته وکارول شي یا کېدای شي، د خلکو یوې ځانګړې ډلې ته ځانګړی وي، لکه افریقايي امریکایي کلتور یا آیرلنډي امریکايي کلتور. ځانګړي کلتورونه سازمان شوي سیسټمونه دي، په دې معنا چې هغه په ډېر ځانګړي ډول تنظیم شوي او د هر یو عنصر په لرې کولو یا زیاتولو سره کېدای شي، دغه سیستم ګډوډ شي.[۶]

بنسټګر متفکرین سمول

لیویس هنري مورګان سمول

د نیویارک له روچستر څخه وکیل لیویس هنري مورګان (۱۸۱۸-۱۸۸۱ ز کال) د ایراکويي وګړو قوم پوه او وکیل و. د دین، حکومت، مادي کلتور او په ځانګړې توګه د خپلوۍ د نمونو اړوند د هغه عملي ارزونو، د انسان پوهنې په برخه کې اغېزمنه مرسته کړې. مورګان د خپلې دورې د نورو پوهانو(لکه: اډوارډ ټایلور) په څېر استدلال وکړ چې انساني ټولنې کولای شو، د کلتوري ودې د مقیاس له مخې چې له وحشي توب څخه یې تر بربریت او تمدن بدلون موندلی ډل بندي کړو. په ټولیزدول مورګان له تکنالوژي (لکه غشي جوړونې او خټینو لوښو جوړولو) څخه د دغه مقیاس د شاخص په توګه ګټنه وکړه.

فرانتس بوئاس، د معاصرې څانګې بنسټ اېښودونکی سمول

فرانتس بوئاس (۱۸۵۸-۱۹۴۲ ز کال) د مورګان د تکاملي نظریې پر خلاف په متحده ایالاتو کې د علمي انسان پوهنې بنسټ کېښود. د هغه کړنلاره تجربي وه، په عمومي کولو یې شک درلود او د نړیوالو قوانینو د جوړولو له هڅې یې ډډه وکړه. د بېلګې په توګه: بوئاس کډوال ماشومان تر خپلې مطالعې لاندې ونیول، څو وښيي چې بیولوژیکي نژاد بدلون نه کوي او انساني سلوک او رفتار له طبیعت څخه نه، بلکې له روزنې سرچینه اخلي.

د آلماني دود تر اغېز لاندې بوئاس استدلال وکړ، چې نړۍ له ګڼ شمېر کلتورونو څخه ډکه ده، نه له هغو ټولنو څخه چې تکامل یې د هغو د اندازې او یا هم د تمدن په کوچنیوالي سنجول کېږي. هغه باور درلود چې هر کلتور باید په ځانګړې توګه مطالعه شي او استدلال یې وکړ، چې د فرهنګونو عمومي کول، لکه څه ډول چې په طبیعي علومو کې امکان لري، ممکن نه دی.

هغه په خپل دغه کار سره د کډوالو، تورپوستو او بومي وګړو پر وړاندې د تبعیض سره مبارزه وکړه. ګڼ شمېر امریکايي انسان پوهانو د هغه کړنلاره د ټولنیزو اصلاحاتو لپاره ومنله او هم یې نژادي نظریات د نننۍ ورځې انسان پوهانو لپاره مهم موضوعات جوړوي. هغه ډول چې ویل کېږي :«څلور میداني کړنلارې » (Four Field Approach) په بوئاسي انسان پوهنه کې رېښه لري، چې دغه څانګه په څلورو مهمو او له یوبل سره تړلو برخو ټولنیزې کلتوري، بیولوژیکي، ژبنۍ او لرغونې انسان پوهنې (یعني لرغون پېژندنې) وېشي. په متحده ایالاتو کې انسان پوهنه په ځانګړې توګه په کلتور باندې د ټینګار په برخه کې د بوئاسي دودونو تر پیاوړي اغېز لاندې ده.[۷]

کروبر، مېډ او بنډیکټ سمول

بوئاس په کولمبیا پوهنتون او د امریکا د طبیعي تاریخ په موزیم کې له خپل ځایګي څخه د څو نسلونو زده کوونکو د ښوونې او روزنې لپاره کار واخیست. د هغه د زده کوونکو په لومړي نسل کې الفرد کروبر، رابرت لووي، اډوارډ ساپیر او روث بنډیکټ شاملېږي چې هر یو د شمالي امریکا د کلتورونو اړوند کره څېړنې ترسره کړې دي. هغوی ګڼ شمېر جزیات وړاندې کول چې په واحد تکاملي بهیر باندې په نیوکې کولو کې ترې ګټنه کېدله. د امریکا په بومي ژبو باندې د کروپر او سایپر تمرکز د یوه عمومي علم په توګه د ژب پوهنې په تاسیس کې  مرسته وکړه او هغه یې په اندو اروپايي ژبو باندې له تاریخي تمرکز څخه آزادې کړې.

د الفرد کروبر د انسان پوهنې د کتاب خپرېدل (۱۹۲۳ ز کال) د امریکايي انسان پوهنې په برخه کې د بدلون مهم ټکی و. له درېیو لسیزو معلوماتو راغونډولو وروسته، بوئاسيانو له عمومي کولو سره مخ پر زیاتېدونکي ډول لېوالتیا پیدا کړه. دغې چارې د ځوانو بوئاسیانو لکه: مارګاریت مېډ او روث بنډیکټ د «کلتور او شخصیت» په مطالعاتو کې ښکاره اغېز درلود. دغه لیکوالان د زیګموند فروید او کارل جونګ په ګډون د یو شمېر اروايي تحلیل پوهانو تر اغېز لاندې د داسې لارو چارو په لټه کې وو، چې له مخې یې فردي شخصیتونه د پراخو کلتوري او ټولنیزو ځواکونو په واسطه جوړېدل او وده یې کوله.

په داسې حال کې چې یو شمېر آثار، لکه د مېډ Coming of Age in Samoa (۱۹۲۸ز ) او د بنډیکټ The Chrysanthemum and the Sword  تر اوسه د امریکايي وګړو ترمنځ مشهور دي، هغه چې میډ او بنډیکټ هېڅکله د انسان پوهنې له څانګې څخه دومره تمه نه لرله چې یو شمېر نورو لرله.  بوئاس پلان درلود چې روث بندیکت د کولمبیا پوهنتون د انسان پوهنې په څانګه کې د هغه ځای ناستې شي، خو هغې د رالپ لینټون په ګټه چوپتیا غوره کړه او میډ هم یوازې د طبیعي تاریخ په موزیم کې د هغه دفتر ته محدود پاتې شو.[۸][۹]

ولف، ساهلینز او سیاسي اقتصاد سمول

په ۱۹۵۰ مه ز لسیزه او د ۱۹۶۰ مې ز لسیزې په نیمايي کې، انسان پوهنې په مخ پر زیاتېدوني ډول لېوالتیا لرله، چې د طبیعي علومو له ماډلونو څخه ګټنه وکړي. یو شمېر انسان پوهانو، لکه:  لوید فالرز او کلیفوردګیرتز د معاصر کولو په داسې بهیرونو چې له مخې یې نوي خپلواک هېوادونه وکولای شي وده وکړي؛ تمرکز وکړ. یو شمېر نورو لکه ژولیات ستیوارد او لزلی وایټ د چاپېریال پوهنې له ځایګي سره په تناسب د ټولنو د تکامل په څرنګوالي تمرکز وکړ – هغه کړنلار چې د ماروین هاریس له خوا دود شوه.

اقتصادي انسان پوهنه، چې د کارل پولاني تر اغېز لاندې د مارشل ساهلینز او جورج ډالټون له خوا وکارول شوه، نئوکلاسیک اقتصادي معیارونه یې د کلتوري او ټولنیزو فکتورونو په پام کې نیولو سره وګواښول او له مارکسیستي تحلیل څخه یې د انسان پېژندنې په مطالعاتو کې ګټنه وکړه. [۱۰][۱۱]

سرچینې سمول

  1. Fisher, William F. (1997). "1997". Annual Review of Anthropology. 26: 439–64. doi:10.1146/annurev.anthro.26.1.439. S2CID 56375779. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Cunha, Manuela (2014). "The Ethnography of Prisons and Penal Confinement" (PDF). Annual Review of Anthropology. 43: 217–33. doi:10.1146/annurev-anthro-102313-030349. hdl:1822/32800. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "In his earlier work, like many anthropologists of this generation, Levi-Strauss draws attention to the necessary and urgent task of maintaining and extending the empirical foundations of anthropology in the practice of fieldwork.": In Christopher Johnson, Claude Levi-Strauss: the formative years, Cambridge University Press, 2003, p. 31
  4. Tylor, Edward. 1920 [1871]. Primitive Culture. Vol 1. New York: J.P. Putnam's Sons.
  5. Magolda, Peter M. (March 2000). "The Campus Tour: Ritual and Community in Higher Education". Anthropology & Education Quarterly. 31: 24–46. doi:10.1525/aeq.2000.31.1.24. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Milton, Kay (1996). Environmentalism and Cultural Theory: Exploring the role of anthropology in environmental discourse (په انګرېزي ژبه کي). New York: Routledge Press. د کتاب پاڼي 8–37. د کتاب نړيواله کره شمېره 0415115302. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  7. Stocking, George W. (1968) Race, Culture, and Evolution: Essays in the history of anthropology. London: The Free Press.
  8. Lutkehaus, Nancy (2008). Margaret Mead: The Making of an American Icon (په انګلیسي ژبه کي). Princeton University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-00941-4. margaret Mead. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Mead, Margaret (2005). Ruth Benedict: A Humanist in Anthropology (په انګلیسي ژبه کي). Columbia University Press. د کتاب پاڼې 55. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-231-13491-0. Ruth Benedict Ralph Linton,. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Fanon, Frantz. (1963) The Wretched of the Earth, transl. Constance Farrington. New York, Grove Weidenfeld.
  11. Nugent, Stephen Some reflections on anthropological structural Marxism The Journal of the Royal Anthropological Institute, Volume 13, Number 2, June 2007, pp. 419–31