کلتوري ادغام

کلتوری ادغام هغه بهیر دی چې په کې یوه اقلیتي ډله یا کلتور د ټولنې له اکثریت ډلې سره یو ځای کېږي یا د بلې ډلې بشپړ یا ځینې ارزښتونه، کړه وړه او باورونه د ځان کوي.[۱]

د کلتوري ادغام په بېلابېلو ډولونو کې بشپړ ادغام یا جبري ادغام هم شامل دي. بشپړ ادغام د همدې دوو اصلي ډلو تر ټولو ډېر غالب کار دی، ځکه چې دا کار ناګهانه رامنځته کېږي. کله چې دا د یوې سیاسي ایډیالوژي په توګه کارول کېږي، نو ادغامول بیا د حکومت هغو پالیسیو ته ویل کېږي چې په قصدي توګه غواړي قومي ډلې په یوه ملي کلتور کې سره را ټولې کړي.[۲][۳]

د کلتوري ادغام په درشل کې، له اقلیت ډلو څخه تمه کېږي چې د ژبې او ظاهر له مخې او همداشان د ټولنیزو-اقتصادي عواملو له لارې چې تر ټولو زیات مهم یې په کلتوري ټولنو او سیمه ییز اشتغال کې جذبول دي، د ورځنیو کړو وړو له غالب کلتور سره ځانونه اعیار کړي.[۴]

د کلتوري ادغام ځینې ډولونه یې د کلتور منلو په توګه دي چې په هغه کې د اقلیت یوه ډله یا کلتور په بشپړ ډول سره په حاکم کلتور کې مدغم کېږي، کوم چې په کې د اقلیت کلتور برجسته ځانګړنې ډېرې کمې مشهودي وي یا په بشپړ ډول هېڅ نه وي. په داسې حال کې چې د کلتوري ادغام په نورو ډولونو کې بیا داسې نه وي، هغه ګڼ کلتوریزې ټولنې چېرې چې یوه اقلیت ډله په یوه ټولنه کې د کلتوري خپراوي یا عملي دلایلو له مخې د غالب کلتور ځینې ټاکلي اړخونه تر لاسه کوي، خو تر څنګ یې د خپل اصلي کلتور هم خوندي ساتي. د یوه مفهوم له مخې کلتوري ادغام د بل د کلتور د منلو په معنی ده. د تاریخ په اوږدو کې د کلتوري ادغام بېلابېل ډولونه راغلي دي. [۵][۶][۷][۸]

ادغام یا یوشانوالی همداشان کېدای شي مخ پر زیاتیدونکي کلتور جوړونه په ځان کې ولري، چې په هغه کې یو کس د خپل پلرني کلتور د ځایناستوالي پر ځای، خپلې اوسنۍ کلتوري کارنامې ته پراختیا ورکوي.[۹]

عمومي کتنه

سمول

کلتوري ادغام کېدای شي د ډلې وضعیت ته په کتو سره چټک یا تدریجي بدلون ولري. بشپړ ادغام بیا هغه مهال رامنځته کېږي چې د یوې ټولنې غړي د حاکمې ډلې له غړو څخه د توپیر وړ نه وي.[۱۰]

دا چې ایا کومه مشخصه ډله جذب شي که نه، دا موضوع زیاتره د ډلې د غړو او هم د ټولنې د نورو غړو له خوا تر مناقشې لاندې وي. کلتوري ادغام هېڅ ډول ټولنیز ورته والی نه تضمینوي. د کلتورونو تر منځ جغرافیايي او نور طبیعي خنډونه ان که د غالب کلتور له خوا رامنځته شوي وي، ښايي له کلتوري اړخه متفاوت واوسي. کلتوري یوشانوالی کېدای شي په اتومات یا اجباري توګه رامنځته شي، خو اجباري ادغام بیا هغه وخت رامنځته کېږي چې حاکم کلتور د اجباري ادغام لپاره بېلابېلې وسیلې وکاروي.[۱۱]

د ادغام بېلابېل ډولونه له هغې ډلې اجباري کلتوري ادغام په ځانګړې ډول د استعمار په دوره کې په ۱۸مه، ۱۹مه او ۲۰مه پېړۍ کې د بومي خلکو په خاطر کاریده. په دې ډول ادغام کې د مذهب بدلول، د کورنیو بېلول، د جنسیتي نقشونو بدلول، د بهرنیو ځواکونو تر منځ د ملکیتونو وېش، د سیمه ییزو اقتصادونو له منځه وړل او د تلپاتې خوراکي زنځیر له منځه وړل شامل وو. څه دا کار د استعمار له خوا کېږي یا په یوه ملت کې دننه، خو د اجباري یوشانوالی لارې چارې تل ثابتې نه وي، ځکه دا کار د بغاوتونو لامل ګرځي او د کلتوري نورمونو د کنټرول په خاطر د ځواکونو د پاشل کېدو لامل ګرځي.  زیاتره هغه کلتورونه چې د اجباري ادغام له لارې د بېلابېلو کلتوري کړنو تر سره کولو ته اړ کېږي، بېرته خپلو بومي او اصلي کړنو او مذهب ته ورګرځي، کوم چې د نورو حاکمو ځواکونو له ارزښتونو او کلتور سره بېل دي. سربېره پر دې، د تاریخ په اوږدو کې، داوطلبانه جذب زیاتره د غالب یا حاکم کلتور د فشار پر وړاندې یو ډول ځواب دی او له هغو سره ځان اعیارول د د خلکو د امنیت د ساتنې په خاطر یو ډول حل لاره ده. د داوطلبانه کلتوري یوشانوالي بېلګه کېدای شي په هسپانیا کې د عقایدو د تفتیش په دوره کې ومومو، هغه مهال کله چې یهودانو او مسلمانانو د روم کاتولیک کلیسا د خپل دین په توګه ومنله، خو بیا هم تر اوسه پورې زیاتره خلک په خصوصي توګه د خپلو ادیانو پر ارشاداتو باندې عمل کوي. دا ډول جذب د حاکم ځواک د متقاعد کولو لپاره کارول کېږي، چې ګواکې دا جذب په سوله ییزه توګه تر سره شوی، خو داوطلبانه جذب یا یوشانوالی بیا په دې معنی نه ده چې هغو خلکو دې تپل شوی کلتور یا عقاید په بشپړه توګه سره منلي وي.[۱۲][۱۳]

د «ادغام/یوشانوالی/جذب» اصطلاح اکثراً نه یوازې د بومي خلکو په اړه کارول کېږي، بلکې پر هغو کډوالو باندې هم کارول کېږي چې په یوه نوې خاوره کې مېشت شوي وي. یو نوی کلتور او نوي کړه وړه له اصلي کلتور څخه د اړیکو او خبرو اترو له لارې تر لاسه کېږي. ادغام داسې ګڼي چې یو نسبتاً کمزوری کلتور په یوه واحد کلتور کې یو ځای کېږي. دا بهیر د هر کلتور تر منځ د اړیکو او راکړې ورکړې له لارې رامنځته کېږي. د ادغام اوسنی تعریف معمولاً کډوالو ته اطلاق کېږی، خو په ګڼ کلتوریزه ټولنه کې، کلتوري ادغام په ټوله نړۍ او بېلابېلو ټولنیزو برخو کې رامنځته کېدای شي، چې یوې مشخصې سیمې پورې محدود نه وي.

د کډوالو ادغام

سمول

ټولنیز پوهان د کډوالو د ادغام د ارزونې لپاره پر څلورو اصلي شاخصونو باندې تکیه کوي: ټولنیزاقتصادي وضعیت، جغرافیایي وېشنه، د دویمې ژبې د زده کړې او د ودونو له لارې. ویلیام اې. وې. کلارک په متحده ایالاتو کې د کډوالو ادغام داسې تعریفوي: دا د امریکايي ټولنې د ټولنیز تحرک په اړه د پوهیدو یوه لاره او هغه بهیر دی چې په اتومات ډول او زیاتره په ناغوښتل شوې توګه د اکثریت او اقلیت ډلو تر منځ د راکړې ورکړې په جریان کې رامنځته کېږي.[۱۴][۱۵]

څېړنو همداشان د کډوالو د ادغام مثبت اغېزې په ډاګه کړې دي. هغه څېړنه چې په ۲۰۱۰ کال کې د بلیکلي او چاین له خوا تر سره شوه په کې وموندل شول چې هغه خلک کوم چې په نهه کلنۍ یا تر هغه وړاندې د امریکا متحده ایالاتو ته له یوه بل غیر انګریزې ژبې هېواد څخه راځي، د هغو انګریزې ژبو هېوادونو د ماشومانو په څېر د انګریزې ژبې ویلو ته تمایل لري. برعکس، هغه کسان چې له یوه بل غیرانګریزې ژبې هېواد څخه له نهه کلنۍ وروسته امریکا ته راځي، هغوی د انګریزې په ژبه کې هومره مهارت نه لري او دا کچه د عمر په زیاتوالې سره لا کمزورې کېږي. دغې څېړنې همداشان په ډاګه کړه چې ټولنیز کلتوري اغېزې لکه هغه چې د انګریزې ژبې مهارتونه یې ښه دي هغوی نه غواړي ژر واده وکړي، زیاتره یې طلاق اخلي، ډېر کم ماشومان لري او د دوی له عمر سره برابر مېړه/ښځه لري. اټکل کېږي چې هغه خلک کوم چې انګریزې یې ښه روانه زده وي، د هغوی عاید هم ۳۳ سلنه زیات وي. د ویرکویټین له خوا په ۲۰۱۴ کال کې یوې څېړنې وموندله چې د کډوالو ماشومان چې د ادغام او یوشانوالي په لاره تللي دي د خپلو همزولو تر منځ نسبت هغو ته چې دا بهیر یي نه وي وهلی، ډېر نږدې او صمیمي دي.[۱۶]

د حاکم کلتور لیدلوری

سمول

داسې ډېرې کمې څېړنې یا شواهد شته چې وښیي څرنګه د کډوالو د تحرک لاسته راوړنې – په یوه حاکم هېواد کې د جذب له لارې لکه ژبنۍ وړتیا، ټولنیز-اقتصادي وضعیت او داسې نور په حاکمو هېوادونو کې نړۍ ته راغلو کسانو د درک د بدلون لامل ګرځیدلي دي که نه. دا ډول اړینه څېړنه په دې اړه معلومات ورکولای شي چې څرنګه کډوال په حاکمو هېوادونو کې منل کېږي. د اریلا شکټر له خوا د (له «متفاوت» څخه «بېل» ته: د یوشانوالي د درک لپاره تجربي کارکړنه) تر نوم لاندې مقاله کې راغلي چې له سپین پوستو امریکایانو څخه د هغو کډوالو په اړه چې اوس په امریکا کې ځای پر ځای شوي د هغو په اړه د دوی د لیدلورې په اړه یو سروې وشوه. دغې سروې وښوده چې سپين پوستي امریکایان په خپل هېواد کې کډوال زغمي. د امریکا سپین پوستي اصلي اوسېدونکي له کډوالو سره د بېلګې په توګه ملګرو او ګاونډیانو سره د «ساختاري» اړیکو جوړولو لپاره چمتو دي. خو بیا هم، د دوی دا چلند له تورپوستو کډوالو او بومي تورپوستو او ناقانونو کډوالو سره نه درلود. خو په ورته وخت کې سپین پوستو امریکایانو بیا هم غیرسپین پوستي امریکایان د هغوی د قانوني وضعیت په پام کې نیولو څخه پرته، یو ډول متفاوت ګڼل.[۱۷]

سرچينې

سمول
  1. Spielberger, Charles (2004). Encyclopedia of Applied Psychology. New York: Academic Press. pp. 615. ISBN 9780126574104.
  2. "Cultural Assimilation" (PDF).
  3. "assimilationism". Dictionary.com. Rock Holdings.
  4. "Cultural Assimilation".[مړه لينکونه]
  5. "assimilation | Definition, History, & Facts". Encyclopædia Britannica (in انګليسي). بياځلي په 2020-05-28.
  6. Spielberger, Charles (2004). Encyclopedia of Applied Psychology. New York: Academic Press. pp. 615. ISBN 9780126574104.
  7. Abe, David K. (2017-07-19). Rural Isolation and Dual Cultural Existence: The Japanese-American Kona Coffee Community. Cham: Palgrave Macmillan. pp. 17–18. ISBN 9783319553023.
  8. Carter, Prudence L. (2005-09-15). Keepin' It Real: School Success Beyond Black and White (in انګليسي). Oxford University Press. ISBN 9780199883387.
  9. Abe, David K. (2017-07-19). Rural Isolation and Dual Cultural Existence: The Japanese-American Kona Coffee Community. Cham: Palgrave Macmillan. pp. 17–18. ISBN 9783319553023.
  10. Abe, David K. (2017-07-19). Rural Isolation and Dual Cultural Existence: The Japanese-American Kona Coffee Community. Cham: Palgrave Macmillan. pp. 17–18. ISBN 9783319553023.
  11. "Cultural Assimilation" (PDF).
  12. "Cultural Assimilation" (PDF).
  13. "assimilation | Definition, History, & Facts". Encyclopædia Britannica (in انګليسي). بياځلي په 2020-05-28.
  14. Clark, W. (2003). Immigrants and the American Dream: Remaking the Middle Class. New York: Guilford Press. ISBN 978-1-57230-880-0.
  15. Waters, Mary C.; Jiménez, Tomás R. (2005). "Assessing Immigrant Assimilation: New Empirical and Theoretical Challenges". Annual Review of Sociology. 31 (1): 105–125. doi:10.1146/annurev.soc.29.010202.100026. S2CID 9815854.
  16. Bleakley, Hoyt; Chin, Aimee (May 2004). "Language Skills and Earnings: Evidence from Childhood Immigrants*". Review of Economics and Statistics. 86 (2): 481–496. doi:10.1162/003465304323031067. ISSN 0034-6535. S2CID 18694108.
  17. Schachter, Ariela (1 October 2016). "From "Different" to "Similar": An Experimental Approach to Understanding Assimilation". American Sociological Review (in انګليسي). 81 (5): 981–1013. doi:10.1177/0003122416659248. ISSN 0003-1224. S2CID 151621019.