کلاین فلټر ساينډروم

کلاین_فلټر_ساينډروم_Klinefelter_Syndrom_XXY

په عمومي ډول د نارینه_جنسي_کروموزومونه ،، اېکس او وای،،(XY) دي. او د ښځینه_جنسي_کروموزومونه بیا ،، اېکس او اېکس،، (XX) دي. خو ځينې مهال د جنسي حجروي وېش پر مهال د جنسي کروموزومونو وېش غلط کېږي. او له دې امله کله نا کله راتلونکی ماشوم ،، اېکس اېکس او وای،،(XXY) کروموزومونه لري. چې هم د نارینه جنسي کروموزومونه(XY) او هم د ښځینه جنسي کروموزومونه(XX) لري.

دا رنګه کروموزومي غلطي د کلاین_فلټر_سينډروم_Klinefelter_Syndrom_XXY په نوم یادېږي.

دا رنګه کروموزمونه لرونکی نارینه د ټېستېستېرون هورمونونه د کموالي له امله نارينه ځانګړتياوې یې کمي وي. زکر او خوټې یې وړوکي وي. د بچي پيداکولو ځانګړتيا نه لري. په د ننه کې خپل ځان ښځه محسوسه وي.

د بلوغيت وروسته یې تي هم لکه د ښځینه غټېږي. ځینې ښځینه عادتونه هم لري. ځینې بيا ډېر د ښځې بدن لري، خو کوچنی زکر او کوچنۍ خوټې هم لري. زموږ او ستاسو په ټولنه کې ورته نر ښځی وایي.

د کروموزومونو په وېش کې یوه وړوکې غلطي، خو یو نوی جنس، چې زموږ په ټولنه کې ورته په ښه نظر نه کتل کېږي.