کفن هغه ځانگړی ټوکر دی چې له ښخولو څخه مخکې د مړو په رانغاړلو او پټولو لپاره کارول کېږي. او تکفین بیا د مسلمانانو پر وړاندې د همدې مرحلو (مړي ته غسل ورکول، کفن کې رانغاړل، او قبر کې ښځولو) ته تکفین وایي.

د محمد مرسي حامیانو مړي چې د روغتون په مړو خونه کې کفن کړي پراته دي.

د مړي ښخولو لپاره، د مړي غسل، تکفین (کفن کول)، جنازې لمونځ او په قبر کې ښخول اړین مسائل دي. دا مراسم په نورو شریعتونو او (اسماني او غیر اسماني) دینونو کې مختلف دي چې په ټولو کې له ښخولو څخه مخکې د مړي لمبول شرط دی.[۱]. کفن احیانا له یو یا درې ټوټه سپینو څادرونو څخه جوړېږي، چې دا د نر لپاره وي، او یو یا پینځه د سپینې ټوټې د ښځو لپاره، چې ټول بدن پری پټیږي (له مخ پرته). په کفن اخېستو کې له اسراف څخه منع راغلې، خو کفن باید پاک، صاف او په عطرو موښل شوی وي. او د حاجیانو او عمره کوونکو کفن د هغوي د احرام څادرونه دي، چې ځینې حاجیان یې له ځانه سره راوړي، ځینو دا کفنونه په حرم شریف کې په زم زم اوبو هم وینځلي وي.[۱].

په نړۍ کې مشهور کفنونه د ټورینو (ایټالوي) ټورینو کفن دی، هغه له دې وجې چې عیسویان دا گومان کوي چې دا د عیسی علیه السلام کفن دی!؟[۲]. د واتیکان پاپ په دویمه نړیواله جگړه کې د هټلر له وېرط چې نه مبادا خپلو پوځیانو ته ددې کفن د ترلاسه کولو ووایي، په یو پټ ځای کې خوندي کړ.[۳].

سرچینې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ کتاب فقه السنة - تأليف السيد سابق - المجلد الأول - الناشر دار الکتاب الغربي - بيروت - لبنان - باب الجنائز - من ص 519 إلى ص 3520
  2. [http://www.britannica.com/EBchecked/topic/609725/Shroud-of-Turin بریټانیکا دایرة المعارف 17 مۍ2010
  3. Sky News - Mysterious Shroud Of Turin Goes On Display تاريخ الولوج 16 مۍ 2010