کفایت الله دهلوي

کفایت الله دهلوي
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۸۷۵
مړینه 31 ډيسمبر 1952 (76–77 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ډېلي  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت هند (۲۶ جنوري ۱۹۵۰–)
د هند اتحاد  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم دیوبند مدرسه  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده شاعر  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ولادت سمول

مفتي کفایت الله (رحمه الله) په ۱۲۹۲ کي د هند په شاجهان پور، محله زئی کي پیدا سو.

تعلیم سمول

د پنځو کلو په عمر یې د شاجهان پور په مدرسه کي درس شروع کړی. اردو، فارسي او حفظ یې د نسم الله صاحب څخه وویل. بیا مدرسه اعزازیه کي د فارسي کتاب اسکندر نامه او د عربي لومړني کتابونه وویل. بیا يې یو څه وخت په مدرسه شاهي مراداباد کي درس وویلی.



دارلعلوم دیوبند ته داخلیدل سمول

په ۱۳۱۲هـ کي دارالعلوم دیوبند ته ورغلی، او د (۲۱) کالو په عمر یې  په ۱۳‍۱۵هـ کي  سند فارغت ترلاسه کړی.


مشهوره اساتذه سمول

مولانا منفعت علي، مولانا غلام رسول، مولانا خلیل احمد، شیخ الهند (مولانا محمود الحسن دیوبندي) مولاناړعبدالحق او مولانا اعزاز حسن خان رحمة الله علیهم .


تدریس سمول

‌د فراغت څخه وروسته په مدرسه عین العلوم کي استاذ مقرر سوه،او ناظم منتخب سو. تقریباً (۵) کاله یې په دغه مدرسه کي تدریس وکړی. په ۱۳۲۰ هـ کي د مدرسه امینه دهلي مفتي صاحب بلنه ورکړه د تدریس لپاره. د ډېر وخت لپاره یې په دغه مدرسه کي تدریسي خدمات ترسره کړه.




تصانیف سمول

مفتي صاحب ډېر مفید کتابونه لیکلي دي لکه: قصیده عربي، روض الریاضین، المبري او مصطفي، تعلیم الاسلام، ترټولو مشهور کتاب یې کفایت المفتي دی.


مهمي کارنامې سمول

مفتي صاحب د علمي کارو سره سره سیاسي او ملي خدمات هم کول. په ۱۹۱۸م کي د مسلم لیګ په اجلاس کي د خپلو ملګرو سره په دغه مجلس کي برخه واخیستل. په ۱۹۱۹م کال خلافت کانفرنس په دهلي کي د برطانیې د سولي د جشن د نه منلو تجویز مفتي صاحب وړاندي کړی. د جمعت علماء هند لومړی صدر هم محترم مفتي صاحب وو. څو واري محبس ته بېول سوی دی. د مسلمانانو او ملکي خدماتو لپاره یې څو واري حجاز او نورو اسلامي ملکو ته سفر هم کړی دی. د طالب علمي په عمر کي یې د قادیانیت په خلاف یوه مجله هم چلول چي د (البرهان) په نامه یادېدل.


وفات سمول

په ۱۳۷۲هـ د ربیع الاول په میاشت کي دې ستر فقهې ددې نړۍ څخه سترګي پټي کړې.

سرچينې سمول

https://www.taleemulislam.net/bashpar.php?id=9255