کشف الاسرار (خمیني)

کشف الاسرار د سید روح الله خمیني کتاب دی چې د ۱۳۲۰ هجري لمریز کال په وروستیو او د رضاشا پهلوي د واکمنۍ په پای کې لیکل شوی دی. دا کتاب د هغه کتاب په رد کې لیکل شوی چې پرچم اونیزې خپرونه کې د [نقد عقاید شیعه امامیه] د علي اکبر حکميزاده له خوا خپور شوی، او بیا وروسته د اسرار هزار ساله په نامه کتاب په بڼه خپور شو. په دی کتاب کې خمیي دا یادونه کړې چې د امت د حفاظت دنده د دولسم امام له خوا مجتهدینو ته سپارل شوې ده.