کرکټ ډېره ښه لوبه ده او په نړۍ کې په ډيرو هېوادونو کې ترسره کېږي او په ډېره کچه شواقين لري خوشبختانه په دې وروستيو کلونو کې زمونږ کرکټ ټيم هم ډير پرمختګ کړی او فول ممبرشيپ يې ترلاسه کړی. د کرکټ د نړۍ والې شورا يا ای سي سي لخوا ټورنمينټونه په لار اچول کيږي چې پنځوس اوريز يا ونډي ورلډکپ هر څلورکاله پس ترسره کيږي او شل اوريز يا ټي ټونټي هر دوه کاله پس ترسره کيږي. او همداسې اسياجام او چمپن ټرافي ټورنمينټونه برابريږي. له دې وراخوا تجارتي کورني ټورنمينټونه هم شته چې ای پي ال د هند ليګ په نړۍ کې ډير مينوال لري او ډير لوبغاړي پکې د لوبيدو ارمان لري چې افغان لوبغاړي هم پکې لوبيږي...