کريسټيان هايګنز
کريسټيان هايګنز، (14 اپريل 1629 – 8 جولای 1695) يو هالنډی رياضي پوه، فيزيک پوه، انجنیر، ستورپېژندونکی او مخترع (نويستونی) و، څوک چې په ساينسي انقلاب کې د يوې مهمې څېرې په توګه ثبت شوی. په فيزيک کې، هايګنز په بصرياتو او ميخانيک کې مهمې ونډې درلودلې، په داسې حال کې چې د يو ستور پېژندونکي په توګه، هغه د زحل کړۍ مطالعه کړي او د تيتان په نوم د زحل د کړيو تر ټولو ستره سپوږمۍ يې کشف کړې ده. د يو انجنير او مخترع په توګه، نوموړي د تلسکوپونو طرحې ته وده ورکړې او د ساعت لنګر (عقربه) يې کشف کړې، کوم چې د نږدې درې سوه کلونو لپاره تر ټولو دقيق وخت ښودونکی و. نوموړی يو با استعداده رياضي پوه او فيزيک پوه و، د هغه په اثارو کې د رياضياتي پاراميټرونو په مټ د يوې فيزيکي ستونزې لومړی وړاندې کول، او د نه ليدو وړ يوې فيزيکي ښکارندې لومړۍ رياضياتي او ميخانيکي تشريح هم شامل دي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
هايګنز د «De Motu Corporum ex Percussione» په نوم خپل اثر کې لومړی د نرم تصادم سم قوانين وپېژندل، کوم اثر چې په 1656ز کال کې بشپړ شوی و، خو د هغه له مړينې وروسته په 1703ز کال کې خپور شو. په 1659ز کال کې، له نيوټن يوه لسيزه مخکې، هايګنز د «De vi Centrifuga» په نوم خپل اثر کې له مرکز څخه د وتونکي ځواک لپاره له هندسي اړخه په کلاسيکي ميخانيک کې هندسي فارمولا را وايسته. په بصرياتو کې، نوموړی د رڼا د څپو د تېورۍ له امله ډېر شهرت لري، کومه چې هغه د «Traité de la Lumière» (1690) په نوم خپل اثر کې تشريح کړې وه. په لومړي سر کې د هغه تيوري د نيوټن د رڼا د جسمي تيورۍ په مقابل کې رد شوې وه، تر هغه وخته چې «اګسټن-جين فريزنل» د هايګنز اصل ومانه، تر څو په 1821ز کال کې د مستقيم انتشار او د رڼا د انکسار د اغېزو بشپړه تشريح وړاندې کړي. اوسمهال، دا اصل د هايګنز-فريزنل اصل په توګه پېژندل کېږي.[۷][۸]
هايګنز په 1657ز کال کې د لنګر (عقربې) ساعت اختراع کړ، او په همدې کال يې په خپل نوم ثبت کړ. د هغه د وخت پېژندنې د څېړنې د پايلې په توګه د «Horologium Oscillatorium» (1673) په نوم اثر کې د لنګر يو پراخه تحليل وړاندې شو، کوم چې د ميخانيک په اړه د اولسمې پېړۍ يو له مهمو اثارو بلل کېږي. په داسې حال کې چې په هغې کې د ساعت د طرحو تشريحات شامل دي، د کتاب ډېره برخه د لنګري خوځښت تحليل او د منحني خطوطو لرونکې ده. په 1655ز کال کې، هايګنز له خپل ورور (کانسټينټجن) سره په شريکه د د انکساري تلسکوپ د جوړولو لپاره د عدسو په کيندلو پيل وکړ. هغه د تيتان په نوم د زحل تر ټولو ستره سپوږمۍ کشف کړه، او لومړی هغه څوک و چې د زحل د عجيبه بڼې تشریح يې وړاندې کړه، دا يې د «یوې نازکې او مسطحې کړۍ، او د برجونو لور ته د هيڅ ډول تماس او تمايل نه درلودونکې» په توګه واضح کړه. په 1662ز کال کې، هايګنز هغه څه جوړ کړل چې اوسمهال د « Huygenian eyepiece» په نوم پېژندل کېږي، دا يو تلسکوپ دی چې دوه عدسې لري، تر څو د شيندل کېدو مقدار کم کړي.[۹][۱۰][۱۱]
د يو رياضي پوه په توګه، هايګنز د تکامل تيوري چمتو کړه او په «Van Rekeningh in Spelen van Gluck» کې يې د فرصت د لوبو او نقطو د ستونزې په اړه لیکل وکړل، کوم چې «Frans van Schooten» وژباړل او د « De Ratiociniis in Ludo Aleae » (1657) په نوم يې خپاره کړل. د هايګنز او نورو له خوا د توقع د ارزښت استعمال وروسته د «Jacob Bernoulli» له خوا د امکاني تيورۍ په اړوند کارونو اغېز درلود.[۱۲][۱۳][۱۴]
ژوندليک
سمولکريسټيان هايګنز د 1629ز کال د اپريل په څوارلسمه نېټه د يوې شتمنې او بانفوذه هالنډي کورنۍ کره په «هاګ» کې زېږېدلی و، نوموړی د «کونسټنټجن هايګنز» دويم زوی و. کريسټيان ته د هغه د مورني نېکه د نوم په وياړ دا نوم ورکړل شوی و. د هغه مور « Suzanna van Baerle» د هايګنز د خور له زېږولو لږه موده وروسته مړه شوه. دې مېړه او مېرمنې ټول پنځه بچيان درلودل: کونسټنټجن (1628)، کرسټيان (1629)، لوډيويجک (1631)، فلپس (1632)، او سوزانا (1637).[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
کونسټنټجن هايګنز پر شاعر او موسيقار سربېره د «House of Orange» (هالنډي شاهي کورنۍ) له خوا يو ديپلومات او سلاکار و. نوموړي په ټوله اروپا کې له پوهانو سره په پراخه کچه لېکنې تبادله کړې؛ د هغه په ملګرو کې «ګيليليو ګيليلي، مارين مرسين»، او «رينه ډيکارټ» شامل وو. کريسټيان تر شپاړس کلنۍ په خپل کور کې زده کړې وکړې، او له کم عمرۍ څخه يې له ميلونو (ميده کونکي لکه ژرندې) او د نورو ماشينونو له کوچنيو کوچنيو پرزو سره لوبې خوښولې. نوموړي له خپل پلار څخه ليبرال زده کړه (ازاد تحصيل) وکړه، ژبې، موسيقي، تاريخ، جغرافيه، رياضيات، منطق، فصاحت او بلاغت (ويناوالي)، او تر څنګ يې نڅا، تورې وهل او پر اس سپرېدل زده کړل.[۲۱][۲۲][۲۳]
په 1644ز کال کې، هايګنز « Jan Jansz Stampioen» د خپل رياضي د ښوونکي په توګه درلود، چا چې دې پنځلس کلن هلک ته د عصري ساينس په اړه د اړينو لوستنو يو نوملړ ورکړ. وروسته د مرسين په څېر ديکارت هم د هندسې په اړه د هغه له مهارت څخه متاثره شو، چا چې هغه ته د نوي ارشميدس نوم ورکړ.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
د محصلۍ کلونه
سمولپه شپاړس کلنۍ کې، کاسنټينټجن هايګنز د قانون او رياضي د زده کړې لپاره د ليډن پوهنتون ته واستاوه، چېرته چې نوموړي د 1645ز کال د مۍ له مياشتې د 1647ز کال د مارچ تر مياشتې زده کړې وکړې. «Frans van Schooten» د لیدڼ په پوهنتون کې له 1646ز کال راهيسې د لوړو زده کړو يو استاد و، او د ډيکارټ په مشوره، د سټيمپيوين په ځای نيولو سره د هايګنز او د هغه د مشر ورور کانسټينټجن خصوصي استاد شو. «Van Schooten» د هايګنز د رياضي زده کړه تازه کړه، او هغه يې د « Viète Descartes» او « Fermat» له اثارو سره اشنا کړ.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]
دوه کاله وروسته، د 1647ز کال د مارچ په مياشت کې په پيل کولو سره، هايګنز په «بريډا» کې نوي جوړ شوي اورنج کالج کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ، چېرته چې د هغه پلار یو مدير و. کونسټينټيجن هايګنز په دې نوي کالج کې له نژدې څخه ښکېل و، کوم چې يوازې تر 1669ز کال پورې دوام وکړ؛ رئيس يې « André Rivet» و. کرسټيان هايګنز په کالج کې د زده کړې پر مهال د قاضي «جوهان هينريک ډوبر» په کور کې اوسېدو، او د انګريزي له ښوونکي «جان پيل» سره يې د رياضي درسونه ويل. په بريډا کې د نوموړي وخت هغه مهال پای ته ورسېد، کله چې د هغه ورور لوډويجک، څوک چې په دې ښوونځي کې داخل شوی و، له يو بل زده کونکي سره جنګ وکړ. هايګنز د 1649ز کال د اګست په مياشت کې د خپلو زده کړو له بشپړولو وروسته، بريډا پرېښود، او د ناساو له ډيوک «هنري» سره يې په يو ماموريت کې د ديپلومات په توګه کار وکړ. په دې ماموريت کې لومړی هغه «بينټايم» او بيا «فلينسبرګ» ته بوت. هغه ډنمارک ته ولاړ، له کوپنهاګن او هيلسنګر څخه يې ليدنه وکړه، او هيله يې دا وه چې له «Øresund» څخه په تېرېدو له ديکارت سره وګوري. خو داسې ونه شول.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]
که څه هم د هغه پلار کانسټينجن هيله درلوده چې زوی يې کرسټيان يو ديپلومات شي، خو حالاتو يې مخه ونيوله. په 1650ز کال کې پيل شوی لومړی د امرانو د نه شتون پړاو مطلب دا و چې اوس House of Orange په واک کې نه و، او په دې ډول د کانسټينټجن اغېز ختم شو. سربېره پر دې، هغه وپوهېدو چې زوی يې په دا ډول يو مسلک کې لېوالتيا نه درلوده.[۳۷]
ابتدايي ليکونه
سمولهايګنز په فرانسوي يا لاتيني ژبه کې ليکنې وکړې. په 1646ز کال کې، کله چې لا هم په ليډن کې د کالج محصل و، نوموړي د خپل پلار د ملګري «مارين مرسين» سره خط او کتابت پيل کړ، څوک چې ډېر ژر په 1648ز کال کې ومړ. مرسين کانسټنټجن ته په رياضي کې د هغه د زوی د وړتيا په اړه ليکل وکړل، د 1647ز کال د جنورۍ په درېيمه نېټه يې په ستاينې سره هغه له ارشيميدس سره پرتله کړ.[۳۸][۳۹][۴۰]
له دې ليکنو معلومېږي چې هايګنز تر ټولو دمخه په رياضي کې لېوالتيا درلوده. د 1646ز کال د اکتوبر په مياشت کې، داسې يو ځوړند پول او د دې ښودنه شته چې يو ځوړند ځنځير يوه مخروطي مقطع نه ده، لکه چې ګيليليو فکر کاوه. هايګنز له « Gottfried Leibniz» سره په موافقت ښودلو، په 1690ز کال کې دې منحني ته د کاتناريا (کاتناري) نوم ورکړ.[۴۱][۴۲]
سرچينې
سمول- ↑ مېريام وېبسټر Huygens
- ↑ کينډۍ:Cite dictionary
- ↑ Simonyi, K. (2012). A Cultural History of Physics. CRC Press. pp. 240–255. ISBN 978-1568813295.
- ↑ Aldersey-Williams, H. (2020). Dutch Light: Christiaan Huygens and the Making of Science in Europe (په انګليسي). Pan Macmillan. pp. 2–15, 417. ISBN 978-1-5098-9332-4. Archived from the original on 28 August 2021. نه اخيستل شوی 28 August 2021.
- ↑ Yoder, J. G. (2005), Grattan-Guinness, I.; Cooke, Roger; Corry, Leo; Crépel, Pierre (eds.), "Christiaan Huygens, book on the pendulum clock (1673)", Landmark Writings in Western Mathematics 1640–1940 (په انګليسي), Amsterdam: Elsevier Science, pp. 33–45, ISBN 978-0-444-50871-3
- ↑ Dijksterhuis, F.J. (2008) Stevin, Huygens and the Dutch republic. Nieuw archief voor wiskunde, 5, pp. 100–107.[۱]
- ↑ Gabbey, Alan (1980). Huygens and mechanics. In H.J.M. Bos, M.J.S. Rudwick, H.A.M. Snelders, & R.P.W. Visser (Eds.), Studies on Christiaan Huygens (pp. 166-199). Swets & Zeitlinger B.V.
- ↑ Andriesse, C.D. (2005) Huygens: The Man Behind the Principle. Cambridge University Press. Cambridge: 354
- ↑ Yoder, J. G. (2005), Grattan-Guinness, I.; Cooke, Roger; Corry, Leo; Crépel, Pierre (eds.), "Christiaan Huygens, book on the pendulum clock (1673)", Landmark Writings in Western Mathematics 1640–1940 (په انګليسي), Amsterdam: Elsevier Science, pp. 33–45, ISBN 978-0-444-50871-3
- ↑ van Helden, Albert (2004). "Huygens, Titan, and Saturn's ring". Titan – from Discovery to Encounter. 1278: 11–29. Bibcode:2004ESASP1278...11V. Archived from the original on 15 April 2019. نه اخيستل شوی 12 April 2021.
- ↑ Louwman, Peter (2004). "Christiaan Huygens and his telescopes". Titan – from Discovery to Encounter. 1278: 103–114. Bibcode:2004ESASP1278..103L. Archived from the original on 2 September 2021. نه اخيستل شوی 12 April 2021.
- ↑ Schneider, Ivo (2005-01-01). "Jakob Bernoulli, Ars conjectandi (1713)". Landmark Writings in Western Mathematics 1640–1940 (په انګليسي): 88–104. doi:10.1016/B978-044450871-3/50087-5. ISBN 9780444508713. Archived from the original on 15 April 2021. نه اخيستل شوی 15 April 2021.
- ↑ Shafer, G. (2018). "Marie-France Bru and Bernard Bru on Dice Games and Contracts". Statistical Science. 33 (2): 277–284. doi:10.1214/17-STS639. ISSN 0883-4237.
- ↑ Stigler, S. M. (2007). "Chance Is 350 Years Old". Chance (په انګليسي). 20 (4): 26–30. doi:10.1080/09332480.2007.10722870. ISSN 0933-2480. S2CID 63701819.
- ↑ Stephen J. Edberg (14 December 2012) Christiaan Huygens Archived 2 September 2021 at the Wayback Machine., Encyclopedia of World Biography. 2004. Encyclopedia.com.
- ↑ "Christiaan Huygens (1629–1695)". www.saburchill.com. Archived from the original on 13 June 2017. نه اخيستل شوی 16 February 2013.
- ↑ Henk J. M. Bos (14 December 2012) Huygens, Christiaan (Also Huyghens, Christian) Archived 2 September 2021 at the Wayback Machine., Complete Dictionary of Scientific Biography. 2008. Encyclopedia.com.
- ↑ R. Dugas and P. Costabel, "Chapter Two, The Birth of a new Science" in The Beginnings of Modern Science, edited by Rene Taton, 1958,1964, Basic Books, Inc.
- ↑ Strategic Affection? Gift Exchange in Seventeenth-Century Holland, by Irma Thoen, p. 127
- ↑ "Constantijn Huygens, Lord of Zuilichem (1596–1687), by Adelheid Rech". Archived from the original on 3 July 2017. نه اخيستل شوی 16 February 2013.
- ↑ Henk J. M. Bos (14 December 2012) Huygens, Christiaan (Also Huyghens, Christian) Archived 2 September 2021 at the Wayback Machine., Complete Dictionary of Scientific Biography. 2008. Encyclopedia.com.
- ↑ "Constantijn Huygens, Lord of Zuilichem (1596–1687), by Adelheid Rech". Archived from the original on 3 July 2017. نه اخيستل شوی 16 February 2013.
- ↑ The Heirs of Archimedes: Science and the Art of War Through the Age of Enlightenment, by Brett D. Steele, p. 20
- ↑ Dijksterhuis, F. J. (2005). Lenses and Waves: Christiaan Huygens and the Mathematical Science of Optics in the Seventeenth Century. Kluwer Academic Publishers.
- ↑ "Christiaan Huygens (1629–1695)". www.saburchill.com. Archived from the original on 13 June 2017. نه اخيستل شوی 16 February 2013.
- ↑ Yoder, Joella G. (1989). Unrolling Time: Christiaan Huygens and the Mathematization of Nature. Cambridge University Press. pp. 174–175. ISBN 978-0-521-52481-0.
- ↑ Jozef T. Devreese (31 October 2008). 'Magic Is No Magic': The Wonderful World of Simon Stevin. WIT Press. pp. 275–6. ISBN 978-1-84564-391-1. Archived from the original on 16 June 2016. نه اخيستل شوی 24 April 2013.
- ↑ Henk J. M. Bos (14 December 2012) Huygens, Christiaan (Also Huyghens, Christian) Archived 2 September 2021 at the Wayback Machine., Complete Dictionary of Scientific Biography. 2008. Encyclopedia.com.
- ↑ H. N. Jahnke (2003). A history of analysis. American Mathematical Soc. p. 47. ISBN 978-0-8218-9050-9. Archived from the original on 30 June 2014. نه اخيستل شوی 12 May 2013.
- ↑ Margret Schuchard (2007). Bernhard Varenius: (1622–1650). BRILL. p. 112. ISBN 978-90-04-16363-8. Archived from the original on 30 June 2014. نه اخيستل شوی 12 May 2013.
- ↑ Paoloni, B. (2022). "L'art de l'analyse de Christiaan Huygens de l'Algebra à la Geometria". Revue de Synthèse. 143 (3–4): 423–455. doi:10.1163/19552343-14234034. ISSN 1955-2343. S2CID 254908971.
- ↑ Andriesse, C. D. (2005). Huygens: The Man Behind the Principle. Cambridge University Press. pp. 80–82. ISBN 978-0-521-85090-2. Archived from the original on 17 June 2016.
- ↑ Aldersey-Williams, H. (2020). Dutch Light: Christiaan Huygens and the Making of Science in Europe (په انګليسي). Pan Macmillan. pp. 2–15, 417. ISBN 978-1-5098-9332-4. Archived from the original on 28 August 2021. نه اخيستل شوی 28 August 2021.
- ↑ "Christiaan Huygens – A family affair, by Bram Stoffele, pg 80" (PDF). Archived (PDF) from the original on 12 August 2017. نه اخيستل شوی 16 February 2013.
- ↑ Henk J. M. Bos (14 December 2012) Huygens, Christiaan (Also Huyghens, Christian) Archived 2 September 2021 at the Wayback Machine., Complete Dictionary of Scientific Biography. 2008. Encyclopedia.com.
- ↑ Andriesse, C. D. (2005). Huygens: The Man Behind the Principle. Cambridge University Press. pp. 85–86. ISBN 978-0-521-85090-2. Archived from the original on 16 June 2016.
- ↑ Bunge et al. (2003), Dictionary of Seventeenth and Eighteenth-Century Dutch Philosophers, p. 469.
- ↑ Yoder, J. (1996). "'Following in the footsteps of geometry': The mathematical world of Christiaan Huygens". DBNL. Archived from the original on 12 May 2021. نه اخيستل شوی 2021-05-12.
- ↑ Henk J. M. Bos (14 December 2012) Huygens, Christiaan (Also Huyghens, Christian) Archived 2 September 2021 at the Wayback Machine., Complete Dictionary of Scientific Biography. 2008. Encyclopedia.com.
- ↑ Lynn Thorndike (1 March 2003). History of Magic & Experimental Science 1923. Kessinger Publishing. p. 622. ISBN 978-0-7661-4316-6. Archived from the original on 13 October 2023. نه اخيستل شوی 11 May 2013.
- ↑ Bukowski, J. (2008). "Christiaan Huygens and the Problem of the Hanging Chain". The College Mathematics Journal. 39 (1): 2–11. doi:10.1080/07468342.2008.11922269. S2CID 118886615.
- ↑ Leonhard Euler (1 January 1980). Clifford Truesdell (ed.). The Rational Mechanics of Flexible or Elastic Bodies 1638–1788: Introduction to Vol. X and XI. Springer. pp. 44–6. ISBN 978-3-7643-1441-5. Archived from the original on 13 October 2013. نه اخيستل شوی 10 May 2013.