کرنيز شين انقلاب


شين انقلاب پيژندنه سمول

شين انقلا ب په نړۍ کې هغه تغيرو چي ټولې نړۍ ته يې غذايي مواد برابر کړل  د غذايي موادو د اړتياوو د  پوره کيدلولپاره  د نباتاتو په جوړښت کي د تغيررامنځته کولوپه نتيجه کي ترسره شويدي په  (1798)م کال کي  (Thomas)او (Malthus) د نړي د نفوس په هکله  مقالې داسي وليکلي چي هر 25) ( کال ورسته  به د نړې نفوس دوه چنده کيږي او هم  د Simmons) ( په نامه يو عالم داسي وويل چی په 2050)  ( م کال کي به د نړې نفوس (9) بيلونو ته لوړشي چې نوموړی زياتوالي په غذايي موادو او اړتياوکې هم تغير راوړی خوشبختانه  عصري کرنه د کرنيزو محصولاتو په توليد کي د پرمختګ د دي لامل ګرځيدلي دي چي غذايي موادو اړتيا پوره کړي کرنيزشين انقلاب په 1943 م)کال کي د نارمن بورلاګ   (Norman Borlaug)تر مشريې لاندي د امريکا په مکسيکو ايالت کي د امريکا د حکومت  او (Rockefeller)   موسسه په مالي مرسته شروع شو نوموړی پروګرام په مکسيکو کی د غنمو د حاصلاتو د زياتوالي په خاطرپه لاره واچول

 
New varieties of wheat and other grains were instrumental to the green revolution.

نارمن بورلاګ د خپل هدف د لا سته  راوړنې په خاطرد ټولۍ نړۍ څخه د شرقي افريقا او منځنۍ آسيا د غنمو مختلفی نوعي راټولې کړي د نوموړي راټول کړل شوو نوعو څخه د جاپا ن يوه ټيټ قدې نوعه د    (Nor in) چی د زيا ت حاصل ورکولو توانايې درلوده د   (USDA)  اداري لخوا د انتخاب  وړ وګرځيده د دغه نوعې څخه په دوهم نسل کې د نيورون  (10)   په نامه بله نوعه ترلاسه کړه. نارمن بورلاګ د مکسيکو د غنمويوه نوعه د(Mexican) په نامه چی د حرارت او فوټوپيريود  (Temperature and photoperiod   په مقابل کی مقاوم  وه انتخاب کړ

خو نوموړي  نوعه د کم حاصل ورکول توانايي درلود اوهم د چپه کيدو په مقابل کې حساسه وه د (Norin10)   په نامه او د (Mexican) غنمو نوعي يي په خپلو کي کراس  کړی چی په نتيجه کي پدي وتوانيدل چي ټيټ قدي غنم رامنځته کړي چي د چپه کيدوپه مقابل کي مقاوم  وي او هم د زيات حاصل ورکولو توانايی درلوده  نوموړي نوعه (1966) م کال پاکستان هندوستان او ترکيي هيوادونه ته معرفي شوه د پاکستان هيواد پوهانو نوموړي ورايټي د خپلوغنمو د يوي ورايټي سره کراس کړه او هغه ته د (MAX PAK)  نوم ورکړه.




                                           

نارمن بورلاګ دغه کارد غنمود يوکال توليد په ټوله نړۍ کي  (300000) کيلو ګرام څخه  2,6 ميليون ټن  ته لوړ کړل نوموړی کار په نتيجه کی د غنمو حاصلات په يوهکتارکي (750) کيلوګرام څخه   (3200)کيلوګرام ته لوړکړل په (1966) م کال کی د (International Rice Research institute) اداري لخوا دوريجو ټيټ قدی ورايټی د (Ir8) په نامه معرفي شوي چی د (120) ورځو  په موده کي پخوالي مرحلي ته رسيږي نوموړي ورايټي په يو ساحه کي د يوکال په جريان کي دوه فصل ورکول  چي د وريجوحاصلات تقريبآ دوه چنده شول  د  (1970) او  (1995)م کلنو په جريان کي د غله جاتوحاصلات په آسيا دوه چنده شول  چی کرنيزو محصولاتو زياتوالي په مختلفو برخو د خلکو ستونزي حل کړي  چي بالاخره د دي کار په نتيجه نارمن بورلاګ ته د  (1970) م کال د سولی د نوبل جايزی په نامه  انعام ورکړه.


په لنډ ډول:

شين انقلاب د کار پوهانو په عقيده د غذايي موادو د زياتوالي چټکه او ارزانه لاره د هرکيلو مترمربع کي د کروندي د حاصلاتو اندازه لوړول دي چي د اکار په سيمه کي د هغوي بوټو کرل دي چي د سيمي له چاپيريال او خاوري سره جوړښت ولري، همدرانګه د ښو کرنيزو عملياتو په ترسره کولو سره لکه د سرو استعمال، اوبو لګول د ناروغيو او افتونو د مخنيوي او نورو سره ممکن د محصولاتو اندازه زياته  لوړه شي کله چي په سيمي کي د دي عملياتو په ترسره کولو سره د محصولاتو د زياتوالي سبب شي نو پخپله د اشين انقلاب دي.

شين انقلاب تعريف(Green  Revolution Definition) سمول

د نوي ټکنالوژي په تطبيق سره د زراعتي محصولاتو زياتوالي د شين انقلاب څخه عبارت دي.

يا کله چي دکرنيزو  پيداورو دزياتوالي او دځمکي دحاصل  د لوړولو په  خاطر ښه  تخمونه کيمياوي سره  ماشينونه  تراکتور ترشير   واټرپمپونه   پايپ لينونه  او داسي  نور شيان استعمال شي  عبارت د شين انقلاب څخه دي

د 1930)ـــــ(1966م کلونو په منځ کي رامنځته شوي پرمختګونه، نوښتونو  ټکنالوژي او تحقيقاتو ته شين انقلاب ويل کيږي د تاريخ په اوږدوکي زيات مختلف انقلابونه واقع شويدي چه د دغه انقلابونو  پواسطه د انسانانو ژوند هم تغير کړيدي لکه صنعتي انقلاب .سپين  انقلاب .ابي انقلاب   او ژيړ انقلاب ...

خو کوم انقلاب چي د شلمي پيړي په منځ کي او د هغي څخه وروسته رامنځته شوي وو هغه انقلاب په خاص ډول د زراعت او کرني برخي ته زيات پرمختګ ورکړي چي همدغه انقلاب د شين انقلاب په نوم ياديده شين انقلاب داسي يو موده وه چي په دي کي د نړی د زراعت حاصل زيات شو او دغه زراعت اوکرني د سکتور لپاره يو ه ښه پرمخ بيونه وه د دغه انقلاب په موده کي مختلفي نوي کيماوي سري مصنوعي هرزه وژونکي او آفت وژونکي رامنځته شول چي د همدي په اساس حاصلات زيات شول د وخت په تيريدو سره مختلف پرمختګونه  رامنځته شول نوي وسايل د کرني لپاره  مينځته راغلل همدارنګه د يوکال په موده کي به د څو قسمه نباتاتو څخه حاصل لاسته راتلل او د هغوي کرني به صورت نيولو..


دشين انقلاب تاريخي پړاو نه

په ټوله نړی کي څلور شين انقلابونه رامنځته شويدی چي په لاندي توګه ترينه يادونه کيږي

1.    لمړي شين انقلاب :

د1500او1800م کلونو ترمنځ په نړی کي منځ ته راغلی دي اوددي انقلاب په سبب په زيا ت پيماني دنړي دمحصولاتو غنمووريجواو کچالو دتوليد اندازه زياته شوی اود نړۍ په ډير و برخوکي نوموړي محصولات خواره شول.

2.    دوهم شين انقلاب :

په اروپا اوشمالی امريکا کي د1850م څخه تر1950م کلونو کي منځ ته راغلي دي پدي مرحله کي په زياته پيمانه دسرو اوبو لګولو ناروغيو اود آفتونو دمخنيوي په نتيجه کي کرنيزومحصولات زياتوالي وموندل.

3.    دريم شين انقلاب :

دريم شين انقلاب له دوهمي نړيوالي جګړي ورسته په  پرمختللو هيوادونوکي منځ ته راغلي دي په دی مرحله کي دبوټو دورګه کول اوهمدارنکه دبوټو دنسل په اصلاح کولو کار وشواو داسي نوعي لاسته را غلي د چي دلوړحاصل د توليد سربيره دناروغيواو آفتونه  په مقابل کي يي مقاومت درلوده .

4.      څلورم شين انقلاب :

چي زياته يادونه شويده هغه دوهم او دريم شين انقلاب انتقال اويو ځاي والی وه چي اوس هم د پراختيا او انکشاف په حال کي دي په 1967م کال دغنمواو وريجو دکوچني قد لرونکي اصلاح ،شوي نوعي او ورايټي منځ ته راغلي چي دزيات حاصل يي درلود دتودو اونيمه تودو سيمولپاره غوره شوي وي اوپرمختلونکوهيوادونولکه مکزيک  ،پاکستان،فليپين،اوترکيه  ته يوړل شوي نوي نوعي د محلي نوعو په  نسبت زيات  حاصل ورکوي ځکه دغنمو او وريجو محلي نوعي له سري نه دزياتي استفادي په نتيجه کي دبوټي دقد دلوړيدو سبب کيدل چي دا په خپله دبوټي دپريوتو سبب ګرځي، که چيري دټيټ قدلرونکي اصلاح شوي نوعي وکرل شي دحاصل توليد به يي محلي نوعو په نسبت دري برابره له سري نه ښه استفاده  کوي بوټي نه پريوزي او دباد نه هم په لږه اندازه زيانمن کيږي امکان لري چي زيات غذايي مواد دتنواوپاڼو څخه دانو ته لاړشي همدارنکه لنډي نمويي

فصل په لرلو سره کيداشي چي څو ځلي له کروندي نه حاصل  واخيستل شي

دشين انقلا ب جواز او اهميت سمول

1.    دنفوس زيا توالي :

په ۵۰  او۶۰ ليسزه کي دغريبو هيوادونو په نفوس کي په  تيزي سره زياتوالي رامنځته  شو  چي دهغه په وجه دسړ ي سر هغه حقيقي عايد کم شو  او په خوراکي توکو کي هم کموالي  رامنځته شو دبل خوانه د نفوس زياتوالي په وجه داجنا سو په تقاضا کي زياتوالي رامنځته شو او دخلکو دژوند ميعار ورسته پاتي شو او دخلکو دعايداتو کي  دزياتوالي په  خا طر او ډيرو خلکو ته د خوراکي توکو برابرولو  په خا طر تصميم  ونيول شو تر څو په کرنيز سکتور کي تخنيکي بدلون رامنځته شي تر څودتوليد اندازه لوړه شي .

(1)  د نفوس د زياتوالي ګراف وړاندوينه

2.    کرنيز پرمختګ :

محدوده  ځمکه او زياتيد ونکي  نفوس ،او کرنيز سکتور کي کمه پا نګه په ډيروغريبو هيوادونه کي دخوراکي توکو د کموالي مسله رامنځته شوي ده همدارنګه په  غريبوهيوادونوکي صنعتي پرمختګ لپا ره چي کوم پروګرامونه جوړيږي دصنعتي پرمختګ لپاره خارجي اسعارو ته ضرورت وي چي دکرنيزو وارداتو لپاره  ډير کم خا رجي اسعار لاسته راځي ددي نه علاوه  طبعي افتونه هم په کرنيز سکتو ر با ندي بد اثر اچوي  نود غريبو هيوادونه حکومتونه با يد په کرنيز سکتورکي د تو ليد دقوت د زياتوالي  په خاطر اقداما ت وکړي ترڅود غنمو ،وريجو ،پنبي،د تخمونو بهترين  اقسام ايجا د کړي لکه دمکسيکو تخم چي  دهغه په وجه په غنمو کي څوچنده  زيا توالي راغي .

3.    دوچنده اوڅوچنده فصلونه  :


دتخمونو دنويو قسمونو په ايجادولو سره ديوي ځمکي څخه دوه ياڅو فصله حاصلول ممکن شوي دی پخوابه يو کال کي يوازي يو فصل لاسته  راتلو مګر ښه تخمونه ،ښه ابياري ، ښه افت وژونکي ،اوښي سري  په نتيجه کي دوه يا زيات فصلونه لاسته راځي پدي ډول يو طرف دخلکو په داخلي  توليداتو کي زيات والي  رامنځته شواودبل طرف نه دخلکوپه عايداتو کي هم زياتوالي رامنځته شو.

Cereal Production in Asia, 1961__1999

Milled Rice   Wheat  all Cereals   (Million tons)

Country Year Wheat Rice All cereal


China

1961 48 14 91
1970 96 29 163
1999 170 114 390


India

1961 46 11 70
1970 54 20 93
1999 112 71 186


Developing country

1961 155 44 248
1970 233 71 372
1999 429 242 809


(1)    دغله جاتو د زياتوالي جدول

4.    دسری په استعمال کي زياتوالي

دشين انقلاب په سبب په توليد کي زيا توالي دزيا تو سرو د استعمال نتيجه ده علمادي نتيجي ته رسيدلي دي چي دسرو داستعمال اود توليد دزيا توالي تر منځ مثبته  رشته موجوده ده.

لکه څرنګه چي ويل کيږي چي د لوړتوليد ورکونکو تخمونو اونايتروجني سرو د استعمال په وجه د غنمو او وريجو په توليد کی دري چنده زياتوالي راغلي دي مګر مسله داده چي د غريبو هيوادونو حکومتونه هغه په راعيتي نرخونو تهيه کوي پدي توګه د سرو په استعمال سره چي کله کرنيز توليدات زيات شي نوکرنيز زياتوالي حاصليږي اودغه په اقتصا دي پرمختيا کي کومک کوونکي دي.

Table 2: Changes in Factors of Production in Developing Asia

Fertilizer   Nutrient                                                              (۲) د سرۍ د استمعال جدول                                                                    

Irrigation                 consumption                Tractors

Million ha                  Million   tones              Millions

1961                       87                                      2                                 0.2

1970                   106                              10                                    0.5

1980                   129                               29                                   2.0

1990                   158                               54                                   3.4

1998                    176                               70                                   4.6

SOURCE:        FAO AGROSTAT, APRIL200

) ۴( انځور د سري د استمعال




5.    داوبو رسولو په سهولتونو کي ز ياتوالي

د ‎ښو تخمونواوسرو استعمال ترهغه وخت پوري ګټور نه تما ميږي  تر څو چي په هيواد کي د اوبورسوني (آب رساني)په سهولتونوکي زياتوالي رانشي داوبو رسولو د سهولتونودبهتر کولو په خاطر بايد  د اوبو بندونه اود برق مراکز جوړشي  د نهرونو نظام دی بهترشي چي پدي توګه داوبو درسولو د بهتروسهولوتونو په موجوديت کي شين انقلاب  په اقتصادي پرمختياکي مهم کردار ادا کولای شي

6.   په کرنيزو قرضونو کي زيا توالي

د شين انقلا ب په وجه د قرضونو تهيه کول ممکن دي، چی دهقانانوته به د ټريننګ  سهولتونه برابرشي او د همدی په وجه  د هقا نانو ته د ګودامونو سهو لتونو زمينه هم برابريږي اوهمدا ده چی حکو مت به د کرنيزو اجناسود قيمتونو په باره کي  ښکاره پا ليسۍ اعلان کړي او کرنيز سکتور به دراتلو نکي غيري يقيني ارتجاعيت څخه نجات حاصل کړي او د دهقانانو  په  عايداتو کي به استحکام  رامنځته  شي .

7.    دماشين الا تو په سهولتونوکي زيا توالي:

د شين انقلاب په سبب  په کرني کي بهترين ،ماشين ،الات لکه  تراکتور ،بلدوزر ، هارويسټر ، کمباين او کمپيوټري تراکتورونه استعمال شي د ماشين الاتوداستعمال په سبب به د مزدورانو،اود ځمکي په تو ليدي قوت کي زيا توالي راشي او د کارکونکو په مزد اومعاش  او داخلي توليداتوکی به  هم زياتوالي راشي مګر د ماشين الا تو په استعمال سره به په خلکوکي بي روز ګاری،هم را منځته شی اود دولت په ويش کي به هم نامساوات رامنځته شي  د سرمايي داري  نظام د دي مسايلو په  وجه  د سود دانقلاب  امکانات پيد اکړي دي

8.    ټولنيز انقلاب.

دشين انقلاب په وجه د کليو ،په اقتصادي او ټولنيز ،ژوند کي  بدلون رامنځته کيږي په خلکو کي به تعليم  عام شي  دهغوي په طرزالعمل کي به بدلون  رامنځته شي  د تولد او مرګ  په  اندازه کي  به  کموالي راشي يو اوښارونوترمنځ  فاصلي به کمي شي.

دشين انقلاب تاثيرات Effects of Green Revolution سمول

ü      Increase in production) (په حاصلاتو کي زياتوالي رامنځته کوي.

 
د غنمو حاصل لږ پرمختيايي هيوادونو کې د ۱۹۹۰ څخه, په يوهکتار کې په کيلو ګرام.

ü     (Capitalistic Farming)د هقانانو په سرمايه کې زياتوالی رامنځته کوي.

ü     (Effect on Rural Employment)  دکليو په بيکاري تاثير لري.

ü      (Reduction in Import   of food grains)په وارداتو کې کموالی رامنځته کوي.

ü     (Development of industries) صنعت ته پر مختګ ورکوي.

ü     (Effect on prices)په قيمتونو باندي تاثيرلري.

ü     (Base for Economic Growth) اقتصادي ودې ته پرمختګ ورکوي.

ü     (Effect on planning) په پلان باندې تاثير لري.

ü     Increase in Trade) (دشين انقلاب په سبب په تجارت زياتوالي رامنځته کوي.

ü     (Chine in thinking of farmers) دهقانانو په ذهنونو کې تغير رامنځته کوي.

شين انقلاب منفي اثرات:

۵ انځور

کوچنۍ ځمکي


الف: د شين انقلاب په خاطر په ډيرو هيوادونوکي کرنيز سکتور ته د سود په کمه اندازه باندی قرضونه تهيه کيږی دکرنيزو ماشين الات په وارداتو باندی ګمرکی ټکس ختم کړای شی او په فارمونو باندی د عايد ټکس معاف کيږی مګر ددی ټولو سهولتونو څخه لوی ځمکو وال ګټه اخلی او دغه خلک په سياسی لحاظ د طاقت در لودونکی دی چی ددی په وجه طبقاتی ګډوډی شروع کيږی . نو په دی توګه ويل کيږی چی شين انقلاب د وړو دهقانانو په واسطه ممکن نه دی مګر په لويو ځمکو په خانانو پا بندی نه شی وضعه کيدی ځکه دغه خلک د نوی ټکنالوژی د غوره کولو خطر قبلوی او په ملی توليد کی ډيره برخه اخلی داخبره هم ښکاره ده چی په لويو فارمونو باندی دشين انقلاب اثرات زيات دی فلهذا شين انقلاب کرنيز اصلاحات په کوچنيو فارمونود تطبيق وړ نه دی ځکه په ۴،۲ جريبه ځمکه باندی د ټراکټور،هارويسټراو کيماوی مواد څنګه فايده من کيدای شی

ب: دشين انقلاب په سبب اقتصادی دوګانګی پيدا کيږی د کرنيز سکتور بعضي برخي پرمختګ کوي د توليداجناسو سکتور پرمختګ کوي دلته د مزد سطحه لوړيږي اوبل برخي وروسته پاتي کيږي دلته غربت اوبی روزګاري عامه وی د غريبو هيوادونوخلکوته په ډيرمشکل سره نوي ټکنالوژي رسيږي د ميخانيکي بدلون په وجه دکار تقاضا کميږي اودپانګي تقاضازياتيږي اودهغه په سبب په ملي عايدکي کموالي  راځي اوپه بي روزګاري کي زياتوالي راځي نو فلهذا چي دلوي ځمکوواله ډيرفايدمن شي نودملي پالسي تقاضا داده چي دشين انقلاب په وجه به توليد اوتوليدي په قوت کي زياتوالي راشي


The 3 standards of the green revolution
د شین انقلاب د معیارونو ۱ دیاګرام

 



په چاپيريال باندي دشين انقلاب اغيزي

په پرمختلونکو هيوادونوکي دشين انقلاب اغيزي په چاپيريال باندي عبارت دي له ځنګلونواو څړځايونو له منځه تلل دځمکي حاصلخيزي له لاسه ورکول د خاوري تخريب منځ ته راتګ د خاوري ما لګين اوزيمناک کيدل دوحشی حيواناتود اوسيدو دځايونو له منځه  تلل او يو شمير هغو ناروغيو راڅرګنديدل چي داوبو دزياتوالي يا کمښت نه رامنځته کيږي په پرمخ تللو هيواد ونو کي دشين انقلاب اغيزي په چاپيريال باندي عبارت دي له خاوري تخريب (Soil  Erosion  )دوحشي حيواناتو داوسيدو دځايونو له منځه تګ دخاوري مالګين اوزيمناکه کيدل دآفت وژونکو کيمياوي درملو (pesticides)کيماوي سرو او حيواني سرو پاتي شونوپه وسيله داوبو ککړيدل دي .

v     ددغه  اعيزو) ستونزي (دحل لپاره لاندي ټکي بايد په پام کي ونيول شي .

۱: له ځمکي نه  بايد په داسي ډول استفاده وشي تر څودخاوري دتخريب اندازه  کمه شي دخاوره حاصلخيزه     وساتل شي دوحشی حيواناتودژوند ځايونه او ځنکلونه لمنځه ولاړنه شي .

۲:په ډير پاملرنه سره بايد سري کيمياوي درملونه  دافتونو اوناروغيومخنيوي لپاره استعمال شي .

۳:داوبو ساتنه او په ښه ډول دهغه استعمال تر څو دناروغيو مخنيوی وشي چي له اوبو نه پيښيږي .

۴ :دبوټو دجنيټکی تنوع ساتل (دطبيعی ډولونو ساتل ).

۵:دطبيعی محصولاتو دساتلو او زير مه کولو لپا ره نړيوالي اداري جوړول .

دشين انقلاب د دوام وړ شرايط: سمول

شين انقلاب ته دوام ورکول دنباتاتو په جنيتکي تنوع پوری اړه لري دشين انقلاب يو ښکاره خطر په ټو له نړي کي دنباتاتو دجنتيکي تنوع له منځه تلل دي دبوټود روزني پوهان په دي هڅه اوکوښښ کي دي ترڅو دبوټو داسي ډولونه منځته راوړي چي لوړ غذايي ارزښت ولري دپروتين اندازه لوړه وي د ناروغيو اوآفتونو په وړاندي مقاومت ولري داوبو د کمښت د مالګينو او تيزابي خاورو په مقابل کي مقاومت ولري سرو ته په لږه اندازه اړتيا و لري دبيلګي په توګه سايبين د بکتريا په مرسته دنايتروجن د نصبولو قدرت لري چي خپله د نايتروجن ضرورت پوره کوي او دسرو اړتيا کمه ده د پا م وړ خبره داده چي مونږ اصلاح شوي نوعي دبيلا بيلو نوعو سره عوض کوٌو او په دي اقدام کووچي په يو فصل کی څو حاصله ترلاسه  کړو چي پدي سره د بوټوجنتکي تنوع د نويو بوټو د دورګه کولو لپاره يو ضروري کار دي .

د نويو بوټو منځته راوړل اوپه زياته پيمانه دهغي کښت نا مناسب کارنه دي مګر ددي کاردترسره کولو لپاره دنړي په سطحه د اصلي (بومي) بوټو نه ساتل يو جاهلانه عمل ګنل کيږي د مثال په ډول په ايرلينډ کي د( 1845م) نه تر 1850)م( کلونو ترمنځ په کچالو با ندي د يوي ناروغي په لګيدو سره د نوموړي هيواد  يو ميليون خلک له لوږی څخه  مړه شول ځکه نوموړو خلکو يوازي کچالو کرل له هغه نه يی د غذايي موادو به حيث استفاده کوله په ټوليزه توګه ناروغي اوافتونه کرنيزو محصولاتو ته زيان اړوي مګر شين انقلاب به په پراخه اندازه کروندګرو ته د ناروغيو اوافتونو دزيان اوښتلو څودليلونه وړاندي کوي .

۱:په کال څوځلي حاصل راټولول دحشراتو لپاره غذا زياتوي

۲: د ناروغيواوافتونو پروړاند ي د مقاومو نوعو کرل هم شوني ده ناروغي اوآفتونو او حشري له څوکلونو وروسته ددي توان پيدا کوي چي په مقاومو نوعو حمله وکړي او زيان ورته  اړوي

شين انقلاب ورستني ټولنيزي نتيجي سمول

۶ انځور: د کرني پرمختګ

شين انقلاب کولاي شي چي لوږه او قحطي له منځه يوسي او د نړي هيوادونو ته يو ښه بهانه په لاس کي ورکوي تر څود لوږي په سختو اوستونزمنوحالتوکي د کرنيزو ځمکو دمنځه تلو مخنيوي وکړي او همدارنګه د نفوس دزياتوالي مخنيوي وکړي يو لويه ستونزه د شين انقلاب په وړاندي د سرو او اوبو کيمياوي درملونشتون اولوړ قيمت دي چي يوازي لوی بزګران کولای شي د هغه داخستلو توان ولري اوزيات شمير بزګران د هغه داخستلوتوان نه لري که هغه پورسره واخلي اود تاوان سره مخ شي نوکيداشي  چي هغه لږه ځمکه هم د لاسه ورکړي اوخپله له بي روزګارۍ لوږي اوبي چاره ګي سره يوځاي شي شين انقلاب د نړي زيات شمير وګړوته د خوراکي توکوپه برابرولوکي يو مهم عامل ګنل کيږي پرته له شين انقلاب به د نړي د نفوس دلوږي حالت به نورهم زيات خراب اوناوړه شي مګر دنړي دخوراکي توکو دکمبود دستونزي دحل لاره شين انقلاب نه  دي حتي که په هغه ځايونو کي کامياب شوی هم وي شين انقلاب په کافي اندازه غذايي موادو دزياتو بي وزلوخلکو لپاره نشي پريمانه کولاي که زيات هم شي هغوي به يي داخستلو توان ونلري

Norman Borlaugهغه کس وه چي د غنمو دلوړ حاصل نوعي يي منځ ته راوړي دي وايي چي شين انقلا ب يواځي ساه اخستلو يوه موقع منځ ته رواستلي ده چي په هغه کي د نفوس دزياتوالي مخه ونيول شي

دشين انقلاب وروستني محدوديتونه

که څه هم د1970م کال کي په لومړيو وختونوکي د ځينو وړاندوينو،اوواقعي تجزيو تحليلونو له مخي دشين انقلا ب په وړاندۍ  ځني محدوديتونه له منځه ولاړل خو بيا هم لوږه او قحطي د نړي په ګوټ ،ګوټ کي باقي پاتي شول په لنډ ډول کوم محدوديتونو چي دشين انقلاب په وړاندي شتون لري عبارت دي له نامناسبه هوا او داوبوکمبود ګنل کيږي د بيلګي په توګه  وچکالي دسيلابونو منځ ته راتګ د اوبو دسرچينونشتوالي ،د سرو کمبود،د هيوادونو اقتصادي کمزوري، ټول هغه عوامل دي چي دشين انقلاب پرمختګ  محدودوي شين انقلاب ديو متخصص له قوله داوبو کمبود دشين انقلاب دپراختيا يو ستر عامل ګنل کيږي نوموړي زياتوي چي دحاصلاتود دری ياڅلوربرابره زياتوالي لپاره له ۴ نه تر۷ برابره زياتي اوبه په في کيلو متر مربع کي دمعمولي کروندي په نسبت  په مصرف رسوي ،

په پرمختللوهيوادونو کي د سرو کمبود دشين انقلاب دپرمختګ دمخنيوي يو بل عامل ګنل کيږي دنړي په سطحه دسرو داستمعال اندازه 1950م کال نه راپدي خوا لوړه شوه د نه تر25 پوري دمحصولاتو دزياتوالي لپاره د سرونه استفاده کيږي دشين انقلاب موخي ته رسيدلو لپاره بايد دنړي دسرو ديو کلن توليد اندازه دری برابره زيات شي

دشين انقلاب ګټي Green  Revolution  advantages سمول

۱:شين انقلاب په پراخه اندازه زراعتي عمليو ته اجازه ورکوي:

شين انقلاب په پراخه اندزه کرنه په برکي نيسي په پخوابه زراعتي سکتورونو کي د نباتاتو کرني ته په زياته  اندازه انساني قوي(انسانانو )ته ضرورت درلوده ليکن اوس مونږ په کرنه کي د زيات  پرمختللو وسايلو پواسطه ترسره کوو.

۲:شين انقلاب ددي ظرفيت لري چي د نبات کرنه هرچيرته ترسره کړي: دغه نوښتي (ابتکاری)کرنه دزراعت لپاره په هر ځاي کي دامکان وړده که څه هم تاسو تراوسه پوري نه شي کولي چي کچالوپه ساحلي سيموکي وکري نوددي لپاره چي تاسو دنباتاتو کرنه په داسي ساحو کي ترسره کوي نو تاسي بايد هغه ساحه ورته اماده کړي او شرايط ورته برابر کړي

۳:شين انقلاب شودياره ځمکي له منځه وړي :شين انقلاب د هقانانو ته اجازه ورکوي چي خپل ځمکي دنباتاتوپه واسطه وپوخي اود شوياره کيدو څخه وساتي او خپله ځمکي  موثري کړي .

۴:د نباتاتو څخه د زيات حاصل رامنځته کيدل دي.

۵:دڅو قسمه نباتاتو دکرلو ميتود رامنځته کول دي .

۶:په زيات اندازه دښه کيفت لرونکوغذا رامنځته کول دي

۷:په مارکيټ کي د غذايی موادودقميتونو کموالي.

دشين انقلاب تاوانونه Green  Revolution Disadvantages سمول

که څه هم شين انقلاب يو شميرګټي لري خو د ګټو ترڅنک شين انقلاب يوشمير تاوانونه هم لري چي په لاندي ډول دي

۱:د کيماوي سرو داستعمال  مصنوعي هرزه ګياوي وژونکي او آفت وژونکوداستعمال پواسطه دمحيط ککړتيا:.ددغه عصري ميتود په کرنه  کي د زهرجنوهرزه ګياوو اوآفتونو درامنځته کيدوباعث ګرځي چي ددغي کنترول بيا ډيرسخت وي.

۲:د خاوره ککړتيادخاوره دکيفيت دخرابوالي لامل ګرځي .

۳:د خاوره ککړتيادخاوره دزيات تخريب لامل ګرځي .

۴:دابياري دسيستم عيري منظم والي .

۵:شين انقلاب دمونو کلچرسپارښتنه کوي           .

دشين انقلاب مشکلا ت سمول

شين انقلاب خو په ظاهر داسي ښکاري ،چي په کرنه کي بدلون رامنځته کوي مګرپروفيسر حالا منټ په خپل کتاب کي (south  east economy in 70 s )د شين انقلاب په اړه  ځني مسايل وړاندي کړي دي چي دغه مسايل عبارت دي له تخنيکي مسايل ،تنظيمي مسايل ، مرکزي اقتصادي مسايل ، او منفي اثرات ، وړاندي کړيدي

:تخنيکي مسايل

الف : د شين انقلا ب په سبب  هرزه وژونکو او عصري ماشينري ته ضرورت دي داوبو دعرضي اوتقاضا ،مسايلو سره هم مخامخ کيږو.

ب :دلوړ حاصل لپاره بايد د کرني په طريقه کي بدلون راشي او د هرزه ګياوو د کنترول طريقه بدله شي دوريجو دوچولو په خا طر  بايد ماشين الات استمعال  شي.

ج:دتخمونودبهترکولو په خاطربايد داخلي اونړيواله پوهه ولرو ددي څخه علاوه د نړواله کرنيزه ټکنالوجي څخه بايد په داخلي  سطحه تطا بق ولري.

۲:تنظمي مسايل ؛ د شين انقلاب سره دتنظمي دنوعيت مسايل تړلي دی دشين انقلاب لپاره بايد لاندي مراحل ترسره شي .

۷ انځور: لوي فارمونه


A.      د علاتي تخمونو اوسرو ويش

B.     د توليد يوځاي کول اود هغه ذخيره

C.    د شين انقلاب نه وړاندي خلکو به يوازي د خپل ضرورتونودرفع کولو په خاطر توليد کاوه مګردشين انقلاب په سبب په توليد کي زياتوالي راغلي دی هغه بايد په مارکيتونو کي وپلوري اوددي کار لپاره بايد په ترانسپورت کي زياتوالي راشي که داسي ونه  شي نو په کليو کي به د دي اجناسو د زياتوالي په وجه  به   قيمتونه وغورځيږ ي

D.      د شين انقلاب سره بايد د اب رسانی نظام بهتر شی د ټيول نصبول د اوبو ليږوالی او ډير والی اود سيلابونو او طبيعی افتونو بايد کنټرول شی ددی ټولو لپاره زياتی  پانګی ته ضرورت دی مګر غريبو هيوادونو سره دغه وسايل مخکی نه وی .

۳

:مرکزی اقتصادی مسايل

الف : د کومکی قيمتی پاليسی په وارداتو باندی پابندی او کرنيز وسايل په کم قيمت پلورل د هقانانو ته فايده رسولای شی د کوم  په وسيله چی کرنيز توليدات زياتيږی .

ب:د شين انقلاب په سبب حکومت بايد ډير ه پانګه  اچونه وکړي خوصا د آب رساني نظام په خاطر د ذخيري دسهولتونو په خاطردترانسپورت په خاطر ...

ج: د شين انقلاب په سبب کله چي نوی کرنيزي ټکنالوژي استمعال شي نو يو شميراضافي کارګران  بي کارکيږي هغه بايد يوشميرنوروسکتورونو کي وګومارل  شي

شين انقلاب څخه ګټه اخستونکي هيوادونه

شين انقلاب د کلونو زياتو کوښښونو اوعلمي څيړنو باندي ولاړ دي کله چي په سيمه  کي خپور شول نو يو ښه  نتيجه  يي ورکړه تقريباد غنمو دوچنده توليد يی په څو کلونوکي ورکړ دشين انقلاب په واسطه ښه عذايی مواد توليد شول په هندوستان او پاکستان کي دکاحتي او لوږي نه رواستلو ته پاملرنه  وشو زيات پرمختللو هيوادونو ته اجازه ورکړل شوچي د نفوس پراختيا سره شين انقلاب ته دوام ورکړي ځکه زياتو مشاهده کوونکو توقع درلوده چی د اښه توليد د عذايی موادو دي دغنمو د35))ميلونو جريبو ځمکو څخه  55په هندوستان کي او55 په پاکستا ن کي دمکسيکوټيټ قد نوعه وکرل شو او هم دتوليد نوي تحنيکونه وروښودل شو چي عبارت دي له ښه کيماوي سری حشره وژنکي او په سل ګونه کوهيان دفصلونو داوبو کولو لپاره ووايستل شو دحکومت پاليسو  دتوليد نوي ډول هڅولواو دهقانانو ته به قرض ورکولو تر څو په ځمکو دغه ډول توليدات عملي کړي  مکسيکو پاکستان فليپن هندوستان چين هغه هيوادونو دي چي دشين انقلاب څخه ګټه پورته کړه او افعانستان سريلانکا   اندونيزيا ايران کينيا  ماليزيا  مورکو تايلنډ او ترکيه هعه هيوادونو دي چي د شين انقلاب په مرسته يی خپل اقتصادي حالت ښه کړه او د خلکو په عايداتو کی زياتوالي رواست په پاکستان کي د غنمو توليدپه پنځوکال کي يي 8.4ميلونو ټنو ته جګ شواوپه هندوستان کي دوچنده شول په 1965 م کال کي4.6ميلونو ټنه ووچي په 1970م تان کي په کال 1965م کي 12.3ميلونوټنه و په کال 1974م کال  20ته جګ شو دواړه هيوادونه په  1974م کي(self-sufficient)درجي ته ورسيد.په امريکا کي اصلاح شوۍ تخمونو په استمعال سره د شلو کلونو په کمه موده کي دامريکا په 24ميليونو ايکړ ځمکه کي دمحصول اندازه 100ميليونه بوشل ته لوړه کړه اود مکزيک د غنمو اندازه يي ديو ټن څخه په في هکتا ر کي دڅلورو ټنو څخه زيات کړي اوهمدارنکه په جاپان کي دوريجو اصلاح شوي تخمونوپه استمعال  سره  دوريجو محصولات  څو برابر  زيات کړي



ماخذونه سمول

: www.encyclopedia.com/plants-and-animals/agriculture-and.../green-revolution

2:https://en.wikipedia.org/wiki/Green_Revolution

3:futureofworking.com/6-advantages-and-disadvantages-of-the-green-revolution/

4:https://getrevising.co.uk/grids/green-revolution

5: sarwan Mohammad nazir.(1395). General Agriculture, pp (1-9)

6:http://uxtas.acdemia.edu/harrymcleaverjr/papers27744/-the-contradactions-of-the-green-reveolution…19722

7:http.//inwent.org/ez/articles/07022/index.en.shtml

8:http://www.archive.org/details/borlaugiari

9:http.//livingheritage.org/green-revolution.htm

10:http.//igitur.library.uu.ll/student-theses/2009-0910-200159/uuindex.html

11:http.//www.ihevenet.com/why-failing-to-complete-greenrevolution-could-bring-next-famine.html