کرل شوې غوښه
کرل شوې یا مصنوعي غوښه (انګلیسي: Cultured meat؛ چې په نورو نومونو هم پېژندل کېږي، لاندې وګورئ) هغه غوښه ده چې د حیواناتو د حجرو د اېن ویټرو (in vitro) حجروي کښت په وسیله تولیدېږي. دا د حجروي کرنې یا کښت یوه بڼه ده، چې د کرنیزو مېتودونو له لارې د پروټین مصرفوونکو د غوښتنې د زیاتوالي په صورت کې سپړل کېږي.[۱][۲]
کرل شوې غوښه د نسجونو د انجنیري تخنیکونو په کارولو سره تولیدېږي، چې په دودیز ډول په ترمیمي یا تجدیدي درملو کې کارېږي. د کرل شوې غوښې مفهوم د ۲۰۰۰مې لسیزې په لومړیو کې د جیسن متیني له لوري وروسته له هغه عام شو، چې نوموړي د کرل شوې غوښې د تولید په اړه یوه مقاله ولیکله او نوی هارویسټ څېړنیز بنسټ یې رامنځته کړ، کوم چې د نړۍ لومړنی هغه غیر انتفاعي سازمان دی چې د اېن ویټرو غوښې څېړنو ته وقف شوی دی.[۳][۴][۵]
کرل شوې غوښه ممکن د غوښې د تولید، د څارویو د هوساینې، د خوړو د خوندیتوب او د انسان د روغتیا اړوند چاپېریالي اغېزو پام وړ نړیوالې ستونزې هوارې کړي. په ځانګړې توګه، د اقلیمي بدلونونو راکمولو په برخه کې په پام کې نیول کېدای شي.[۶][۷][۸][۹][۱۰]
په ۲۰۱۳ کال کې د ماستریچ پوهنتون پروفیسور مارک پوسټ په مستقیم ډول له حجرو څخه د تولید شوې لومړنۍ برګر غونډارۍ په جوړولو سره، د کرل شوې غوښې لپاره د ثبوت مفهوم وړاندې کړ. له هغه وخت راهیسې، د کرل شوې غوښې نورو پروټوټایپونو د رسنیو پام ځانته اړولی دی: سوپر میټ په تل ابیب کې د "چرګ" په نوم له-کښت-تر-دسترخوانه رستورانت پرانیست ترڅو د دغه "چرګ" برګر په اړه د مصرفوونکو غبرګون وازمويي، حال دا چې "په نړۍ کې له حجرو څخه د کرل شوې غوښې لومړی سوداګریز پلور" د ۲۰۲۰ کال په ډسمبر کې د سینګاپور په رستورانت "۱۸۸۰" کې ترسره شو، چېرته چې د امریکايي شرکت ایست جسټ (Eat Just) له لوري تولید شوې کرل شوې غوښه وپلورل شوه.[۱۱][۱۲][۱۳]
په داسې حال کې چې په دې برخه کې ډېری هڅې پر عامو غوښو تمرکز کوي لکه د خنځیر غوښه، د غوایي غوښه او د چرګ غوښه چې په پرمختللو هېوادونو کې د مصرف لویه برخه جوړوي، خو بیا هم ځینې نوي شرکتونه لکه اوربیلین بایو په مرغوبو یا غیرمعمولي غوښو تمرکز کړی، چې ایلک، لامب، بایسون، او د غوایي د غوښې ارزښتناکه واګیو پکې شاملېږي. اوانټ غوښو بازار ته کرل شوي ګروپر کبان وړاندې کړي، او ځینو شرکتونو د نور ډوله کبانو او نورو سمندري غذاګانو کښت پیل کړی.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
د تولید پروسه په دوامداره توګه وده کوي، چې د څو شرکتونو او څېړنیزو بنسټونو له لوري پرمخ وړل کېږي. د کرل شوې غوښې کارول د اخلاقي، روغتیايي، چاپېریال، کلتوري، او اقتصادي بحثونو لامل هم شوي دي. د بازار د پیاوړتیا په برخه کې، د "ښو خوړو انسټیټیوټ" په نوم غیردولتي سازمان له لوري خپرې شوې شمېرې ښيي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د غوښې د کښت شرکتونو یوازې په اروپا کې ۱۴۰ ملیون ډالره جذب کړي.[۱۸][۱۹]
له عادي غوښې سره یې توپیر
سمولروغتیا
سمولد کښت شوې غوښې پراخ تولید ممکن د ودې مصنوعي هورمونونو ته، چې د غوښې د تولید لپاره په کښت کې اضافه شي، اړتیا ولري یا یې هم ممکن اړتیا نه وي.[۲۰][۲۱]
دا چې کرل شوې غوښه په شنډ یا عقیم چاپېریال کې کرل کېږي، د انټي بیوټیکونو اړتیا نشته. په اوسني وخت کې، په دودیز زراعت کې د انټي بیوټیکونو پراخ کارول په انسانانو کې د انټي بیوټیک د مقاومت اصلي محرک دی. د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، انټي مایکروبي مقاومت "د نړیوالې عامې روغتیا لپاره د یوه مخ پر ودې جدي ګواښ ښودنه کوي چې په ټولو دولتي سکتورونو او د ټولنې په کچه اقدام ته اړتیا لري" – په دې برخه کې تر ۲۰۵۰ کال پورې هر کال د ۱۰ میلیونه مړینو اټکل شوی. کرل شوې غوښه کولی شي د انسانانو روغتیا ته د دغه ستر ګواښ د راکمولو یو اغېزناک حل وړاندې کړي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
څېړونکو وړاندیز کړی چې د اومېګا-۳ شحمي اسیدونه (omega-3 fatty acids) د یوه روغتیايي مزیت په توګه کرل شوې غوښې ته ورزیاتېدای شي. په ورته ډول، د معمولي غوښې د اومېګا-۳ شحمي اسید منځپانګه هم د څارویو د تغذیې په بدلولو سره وده کولی شي. اوسمهال په هسپانیه کې څېړنه روانه ده ترڅو له صحي غوړو سره کرل شوې غوښه جوړه کړي، چې کولی شي کولسټرول او د کولمو د سرطان خطر، چې معمولا د سرې غوښې له مصرف سره تړاو لري، راکم کړي. د ټایمز مجلې په یوه ګڼه کې راغلي، چې د حجروي کښت پروسه ممکن له بکتیریا او ناروغیو سره د غوښې مخ کېدل هم راکم کړي.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
د جدي کنټرول شوي او وړاندوینې وړ چاپېریال له کبله د کښت شوې غوښې تولید له عمودي کرنې سره پرتله شوی دی. ځینو پلویانو یې وړاندوینه کړې چې دا به د خطرناکو کیمیاوي موادو لکه د بوټو د پارازیټونو وژونکو او فنجي وژونکو، سختو ټپونو او له ځنګلي ژوند سره د مخامختیا راکمولو په برخه کې مشابه ګټې ولري.[۳۰]
له صنعتي غوښې یا د بیولوژیکي عضوي غوښې د تولید له لارو چارو سره د کرل شوو تولیدي غوښو د روغتیايي اغېزو د پرتلنې په اړه لا هم څېړنې نه دي شوې.
مصنوعي والی
سمولکه څه هم کرل شوې غوښه د څارویو د عضلاتو حجرې، غوړ او ملاتړې حجرې، او همدارنګه د وینې رګونه لري، چې د دودیزو یا معمولي غوښو په څېر دي، خو بیا هم ځینو مصرفوونکو ته یې ممکن د لوړ تخنیک د تولید پروسه د منلو وړ نه وي. کرل شوې غوښه د جعلي یا "فرانکین میټ" په توګه توصیف شوې ده. له بلې خوا، کرل شوې غوښه له مصنوعي هورمونونو، انټي بیوټیکونو، سټرایډونو، درملو، او GMOs پرته، چې معمولا په کارخانهاي فارمي غوښو او سمندري غذاګانو کې کارېږي، تولیدېدای شي؛ که څه هم د عضوي بیولوژیکي تولید لپاره نه کارېږي.[۳۱][۳۲]
که د کرل شوې غوښې محصول د ظاهري بڼې، خوند، بوی، جوړښت، یا نورو فکټورونو له پلوه توپیر ولري، بیا نو ممکن له دودیزې تولید شوې غوښې سره سوداګریزه سیالي ونه شي کړای. د هډوکو او د زړه د عروقي سیسټم نشتوالی، د هغو غذاګانو لپاره چې دا برخې پکې د پخلنځي اړوند پام وړ مرسته کوي، یو منفي ټکی دی. که څه هم، د هډوکو او/یا وینې د نشتوالي له کبله کېدای شي ډېری دودیزې چمتو شوې غوښې، لکه د غوښې وزرونه، د ځینو خلکو لپاره ډېرې خوندورې وي. پردې سربېره، وینه او هډوکي هم ممکن په راتلونکي کې کښت شي.[۳۳][۳۴][۳۵]
چاپېریالي اغېزې
سمولد خوړو لپاره د څارویو تولید د هوا/اوبو د ککړتیا او کاربن د اخراج یا انتشار ستر لاملونه دي. په دې اړه پام وړ پوښتنې شته دي، چې ایا دودیز صنعت کولی شي د غوښې لپاره ګړندۍ غوښتنې پوره کړي. کرل شوې غوښه کېدای شي د دودیزې غوښې د تولید یو اګاهانه چاپېریالي بدیل وي.[۳۶][۳۷][۳۸]
تمه دا ده چې د کرل شوې غوښې چاپېریالي اغېزې د څارویو د پالنې په پرتله د پام وړ کمې وي. په هر هکتار ځمکه کې، چې د عمودي کرنې او/یا د کرل شوې غوښې د تولید لپاره کارېږي، ممکن له ۱۰ څخه تر ۲۰ هکتارو پورې ځمکه بېرته خپل طبیعي حالت ته راستنه شي. عمودي فارمونه (د کرل شوې غوښې پر اسانتیاوو سربېره) کولی شي د میتان له هضموونکو څخه ګټه پورته کړي ترڅو یې د برېښنا د اړتیاوو یوه برخه تولید کړي. د میتان هضموونکي د جوړېدو په ځای کې رامنځته کېدای شي ترڅو په تاسیساتو کې رامنځته شوي عضوي کثافات پر بایوګاز تبدیل کړي چې عموما له ۶۵ سلنه میتان څخه جوړ شوي دي. دا بایوګاز بیا د شنو خونو یا یو لړ بایوریکټرونو لپاره د برېښنا د تولید په موخه سوځېدلی شي.[۳۹][۴۰][۴۱]
سرچينې
سمول- ↑ Datar, I (January 2010). "Possibilities for an in vitro meat production system". Innovative Food Science & Emerging Technologies. 11 (1): 13–22. doi:10.1016/j.ifset.2009.10.007.
- ↑ De Lorenzo, Daniela (17 March 2022). "Dutch Parliament Approves Cultured Meat Tasting In The Netherlands". Forbes.com. بياځلي په 8 April 2022.
- ↑ Schonwald, Josh (May 2009). "Future Fillet". The University of Chicago Magazine.
- ↑ Edelman, PD (3 May 2005). "Commentary: In Vitro-Cultured Meat Productionsystem". Tissue Engineering. 11 (5–6): 659–662. CiteSeerX 10.1.1.179.588. doi:10.1089/ten.2005.11.659. PMID 15998207. بياځلي په 8 April 2018.
- ↑ Post, Mark (4 December 2013). "Medical technology to Produce Food". Journal of the Science of Food and Agriculture. 94 (6): 1039–1041. doi:10.1002/jsfa.6474. PMID 24214798.
- ↑ Bryant, Christopher J (3 August 2020). "Culture, meat, and cultured meat". Journal of Animal Science. 98 (8): skaa172. doi:10.1093/jas/skaa172. ISSN 0021-8812. PMC 7398566. PMID 32745186.
- ↑ Hong, Tae Kyung; Shin, Dong-Min; Choi, Joonhyuk; Do, Jeong Tae; Han, Sung Gu (May 2021). "Current Issues and Technical Advances in Cultured Meat Production: AReview". Food Science of Animal Resources. 41 (3): 355–372. doi:10.5851/kosfa.2021.e14. ISSN 2636-0772. PMC 8112310. PMID 34017947.
- ↑ Treich, Nicolas (1 May 2021). "Cultured Meat: Promises and Challenges". Environmental and Resource Economics (in انګليسي). 79 (1): 33–61. doi:10.1007/s10640-021-00551-3. ISSN 1573-1502. PMC 7977488. PMID 33758465.
- ↑ Bryant, Christopher J (1 August 2020). "Culture, meat, and cultured meat". Journal of Animal Science. 98 (8): skaa172. doi:10.1093/jas/skaa172. PMC 7398566. PMID 32745186.
- ↑ Treich, Nicolas (May 2021). "Cultured Meat: Promises and Challenges". Environmental and Resource Economics. 79 (1): 33–61. doi:10.1007/s10640-021-00551-3. PMC 7977488. PMID 33758465.
- ↑ Kolyohin, Nick (2 July 2021). "Feature: Israeli cultured meat company aims to redefine industry". Xinhua News Agency. بياځلي په 2 July 2021.
- ↑ Peters, Adele (5 November 2020). "At the first lab-grown meat restaurant, you can eat a 'cultured chicken' sandwich". Fast Company. بياځلي په 18 January 2021.
- ↑ Scully, Matthew (17 January 2021). "Hello Cultured Meat, Goodbye to the Cruelty of Industrial Animal Farming". National Review. بياځلي په 18 January 2021.
- ↑ "What is the most consumed meat in the world?". بياځلي په 14 October 2021.
- ↑ "Investors eat up Orbillion Bio's plans for lab-grown Wagyu beef, elk and bison". 26 April 2021. بياځلي په 14 October 2021.
- ↑ "Lab-grown fish makes a debut in Hong Kong". 29 January 2021. بياځلي په 14 October 2021.
- ↑ "Seafood Without The Sea: Will Lab-Grown Fish Hook Consumers?". 5 May 2019. بياځلي په 14 October 2021.
- ↑ "Future Food - In Vitro Meat". futurefood.org. November 2018. بياځلي په 26 November 2018.
- ↑ Rohrheim, A (June 2016). "Cultured Meat". Sentience Politics. خوندي شوی له the original on 1 December 2018. بياځلي په 26 November 2018.
- ↑ Edelman, P. D; McFarland, D. C.; Mironov, V. A.; Matheny, J. G. (2005). "In vitro-cultured meat production". Tissue Engineering. 11 (5–6): 659–662. doi:10.1089/ten.2005.11.659. PMID 15998207.
- ↑ Marta Zaraska (19 August 2013). "Is Lab-Grown Meat Good for Us?". The Atlantic. بياځلي په 2 February 2016.
- ↑ "Could lab-grown meat prevent the next pandemic?". ZME Science (in American English). 2021-01-14. بياځلي په 2022-01-12.
- ↑ Martin, Michael J.; Thottathil, Sapna E; Newman, Thomas B. (December 2015). "Antibiotics Overuse in Animal Agriculture: A Call to Action for Health Care Providers". American Journal of Public Health (in انګليسي). 105 (12): 2409–2410. doi:10.2105/AJPH.2015.302870. ISSN 0090-0036. PMC 4638249. PMID 26469675.
- ↑ "UN, global health agencies sound alarm on drug-resistant infections; new recommendations to reduce 'staggering number' of future deaths". UN News (in انګليسي). 2019-04-29. بياځلي په 2022-01-12.
- ↑ "Antibiotic resistance". www.who.int (in انګليسي). بياځلي په 2022-01-12.
- ↑ Macintyre, Ben (20 January 2007). "Test-tube meat science's next leap". The Australian. خوندي شوی له the original on 2 November 2011. بياځلي په 26 November 2011.
- ↑ Azcona, J.O.; Schang, M.J.; Garcia, P.T.; Gallinger, C.; Ayerza, R. (2008). "Omega-3 enriched broiler meat: The influence of dietary alpha-linolenic omega-3 fatty acid sources on growth, performance and meat fatty acid composition". Canadian Journal of Animal Science, Ottawa, Ontario, Canada. 88 (2): 257–269. doi:10.4141/cjas07081.
- ↑ "Spanish government invests €5.2 million in cultured meat project". foodnavigator.com (in بريتانوی انګلیسي). بياځلي په 2022-01-12.
- ↑ Siegelbaum, D.J. (23 April 2008). "In Search of a Test-Tube Hamburger". Time. خوندي شوی له the original on 22 January 2010. بياځلي په 30 April 2009.
- ↑ Despommier, D. (2008). "Vertical Farm Essay I". Vertical Farm. خوندي شوی له the original on 1 July 2009. بياځلي په 26 June 2009.
- ↑ "World's first lab-grown steak is made from beef but slaughter-free". 18 December 2018.
- ↑ Kerr, Dara (February 19, 2016). "Lab-grown food: It's what's for dinner!". CNET. بياځلي په 8 July 2017.
- ↑ "Lab-Grown Blood To Be Trialled in the U.K." IFLScience.
- ↑ Bradley, Sian (12 September 2017). "How do you grow bone in a lab? Good vibrations". Wired UK.
- ↑ Pigott, George M.; Tucker, Barbee W. (1990). Seafood. CRC Press. p. 236. ISBN 978-0-8247-7922-1.
- ↑ Rodríguez Fernández, Clara (18 December 2018). "You Will Be Eating Lab-Grown Meat Soon: Here's What You Need to Know". Labiotech.eu (in American English). بياځلي په 5 December 2019.
- ↑ Morris, Regan; Cook, James (15 October 2018). "Would you eat slaughter-free meat?" (in بريتانوی انګلیسي). بياځلي په 5 December 2019.
- ↑ "How Eating Less Meat Could Help Protect the Planet From Climate Change". Time (in انګليسي). بياځلي په 5 December 2019.
- ↑ Tuomisto, Hannah (17 June 2011), "Environmental Impacts of Cultured Meat Production", Environmental Science & Technology, 45 (14): 6117–6123, Bibcode:2011EnST...45.6117T, doi:10.1021/es200130u, PMID 21682287
- ↑ A Farm on Every Floor, The New York Times, 23 August 2009
- ↑ Case Study – Landfill Power Generation Archived 3 December 2008 at the Wayback Machine., H. Scott Matthews, Green Design Initiative, Carnegie Mellon University. Retrieved 07.02.09