ګڼڅانګيزې پوهې

(له کثیر الرشتوي نه مخ گرځېدلی)

کثیرالرشتوي یا بین الرشتوي یو ځانګړي فعالیت (د بېلګې په توګه یوې څېړنیزې پروژې) ته د دوو یا څوعلمي څانګو(رشتو) ترکیب ته ویل کېږي. دا کار د څو نورو رشتو، لکه: ټولنپوهنې، انسان پېژندنې، ارواپوهنې، اقتصاد او داسې نورو نه معلومات را اخلي. دا له پولو نه بهر د یوه شي د را منځ ته کولو په معنا ده او دا د کثیرالرشتوي برخې اړوند ګنل کېږي چې یوه سازماني برخه ده. کله چې نوې اړتیاوې او مسلکونه راڅرګندېږي، د علمي ساحو یا فکري مکتبونو ترمنځ له دودیزو پولو نه اوړي. د انجینرۍ لویې ډلې زیاتره کثیرالرشتوي دي. کله د برق ستیشن، ګرځنده تیلیفون، یا نورې پروژې د څو څانګو کارپوهانو ته اړتیا لري. خو د "کثیر الرشتوي" اصطلاح ، ځینې وختونه یوازې ترعلمي چاپېریال پورې محدوده وي.     [۱]

د کثیرالرشتوي اصطلاح، د زده کړې او روزنې په تدریس او تګلارو کې کارول کېږي، ترڅو هغه څېړنې تشرېح کړي چې د څو رسمي علمي برخو یا د څېړنې له دویزو برخو نه څو تګلارې او لارښوونې کاروي. کثیرالرشتوي تګلاره څېړونکې، زده کوونکې او ښوونکې هڅوي چې، په خپلو موخو کې د بېلابېلو فکرونو اندونو، مسلکونو او تکنالوژي په یو ځای کولو، د خپل ځانګړي لید په وړاندې کولو سره یوه ګډه دنده سر ته ورسوي. د اچ آی وي (اېډز) د څېړنې یا نړیواله تودوخې د پېچلو ستونزو د حل لپاره د  بېلابېلو علمي برخو په اړه پوهې ته اړتیا لېدل کېږي. کثیرالرشتوي کېدای شي، د هغو پېچلو ستونزو لپاره وکارول شي، چې یوازي د مرکب لیدلوري پر بنسټ د دوو یا ډېرو علمي برخو په یو ځای کولو سره د پوهېدو وړ وي.

د کثیرالرشتوي صفت، زیاتره په ښوونیزو برخو کې هغه وخت کارول کېږي چې د دوو یا ډېرو څانګو څېړونکي خپلې کړنلارې راټولې او ترتیب کړي، تر څو شته ستونزې په غوره توګه تر څېړنې لاندې ونیسي، لکه: د یوه ټیم له خوا تدیریس شو ی کورس چې په کې زده کونکي اړ دي، چې موضوعات د څو دودیزو علمي برخو پر بنسټ زده کړي. د بېلګې په توګه: د ځمکې د کارولو موضوع ښایې، هغه وخت ډول ډول ښکاره شي چې د مختلفو څانګو، لکه:  بیولوژي، کیمیا، اقتصاد، جغرافیې او سیاست له خوا و څېړل شي.

پراختیا سمول

که څه هم nterdisciplinary یا کثیرالرشتوي زیاتره د شلمې پېړۍ د اصطلاح په توګه انګېرل کېږي، خو دا مفهوم اوږد تاریخي شالید لري، په ځانګړې توګه په یوناني فلسفه کې. جولي تامپسن کلین دا مني چې : "د دې  مفهوم رېښه په یو شمېر هغو نظریاتو کې تر سترګو کېږي، چې په عصري بحثونو کې لیدل کېږي. لکه د یوه متحد ساینس نظریات، عمومي پوهه، ترکیب او د پوهې ترکیب یا ادغام"، په داسې حال کې چې ګیلس ګن وايي چې: یوناني تاریخ پوهانو او ډرامه لیکونکو د نورو علمي برخو (لکه: طب یا فلسفې) نه معلومات اخیستل، ترڅو د خپلو موادو په اړه زیاته پوهه ترلاسه کړي. په روم کې د سړکونو په رغولو کې هغو کسانو ته اړتیا وه، چې په سروې، د موادو پوهه، لوژستیک او په یو شمېر نورو برخو پوهېدل. د بشرپالنې هر ډول پراخه پروژه کثیرالرشتوي تګلارې ته اړتیا لري او تاریخ په لویه کچه دا ډول قضي په ګوته کوي، لکه څنګه چې په اوولسمه پېړۍ کې لیبنز دنده وسپارله چې، یو جامع عدلي نظام را منځ ته کړي، چې ژبپوهنې، اقتصاد، مدیریت، اخلاق، د قانون فلسفې، سیاست او ان سینولوژی یا د چین د دود پوهې ته یې اړتیا درلوده.[۲][۳][۴][۵]

ډېری کثیرالرشتوي پروګرامونه، د یوه ګډ باور پر بنسټ رامنځ ته کېږي چې د یوې مهمې ستونزې لپاره دودیزه څانګه یا د حل توان نه لري یا نه غواړي حل لاره وړاندې کړي. د مثال په توګه: د ټولنیزو علومو څانګې،لکه:  انسان پوهنې او ټولنپوهنې د شلمې پېړۍ په اوږدو کې د ټیکنالوژۍ ټولنیزې شننې ته لږه پاملرنه وکړه. په پایله کې، ډېری ټولنیز پوهان چې له ټیکنالوژي سره یې لېوالتیا درلوده، د ساینس، ټیکنالوژۍ او ټولنې پروګرامونو کې ګډ شول چې معمولاً د څو څانګو له ترکیب نه لاس ته راغلي وو. پرو ګرامونه ښايي د نویو څېړنیزو پرمختګونو په پایله کې هم منځ ته راشي ، لکه:  نانوټیکنالوژي، چې د دوو یا ډېرو څانګو له ترکیب نه پرته د حل وړ نه ده. په بېلګو کې یې د کوانټم د معلوماتو پروسس کول، د کوانټم فزیک او کمپیوټر ساینس یوځای کول او بایوانفارمتیک، یا د کمپیوټر ساینس سره د مالیکولي بیولوژي ترکیب ګډون لري. د څېړنیزې ساحې په توګه، تلپاتې پراختیا له هغو ستونزو سره ښکېل ده چې په اقتصادي، ټولنیزو او چاپیریالي برخو کې ارزونې او ترکیب ته اړتیا لري، چې زیاتره وختونه د څو ټولنیزو او طبیعي ساینس څانګو ادغام په بڼه دي. د صحي علومو د څېړنې لپاره هم کثیرالرشتوي څېړنې، د نمونې په توګه، د ناروغیو لپاره د غوره حل لارو په مطالعه کې بنسټیزې ګڼل کېږي. د لوړو زده کړو ځینې بنسټونه، د کثیر الرشتوي تګلارو په مطالعاتو کې د اعتبار وړ تحصیلي درجې وړاندې کوي.  [۶]

په بله کچه، کثیرالرشتوي تګلاره، د معلوماتو په زېرمه کولو کې د ډېر تخصص او جلاتوب د ناوړه اغېزو لپاره د حل لارې په توګه ګڼل کېږي، خو په ځینو نظریاتو کې، کثیرالرشتوي تګلاره، په بشپړه توګه هغو کسانو ته پوره وړې ده، چې د یوې څانګې په یوه برخه کې تخصص لري؛  پرته له متخصصینو نه، کثیرالرشتوي تګلاره هېڅ معلومات او د مشورې لپاره هېڅ کارپوه نه لري،خو نور بیا د کثیرالرشتوي تګلارې تمرکز په هغې اړتیا باندې راټولوي چې علمي څانګو ته وده ورکوي، چې لوړ تخصص ته د معرفت پېژندنې او سیاسي اړخه د ستونزې په سترګه ګوري. کله چې کثیرالرشتوي همکاري یا څېړنه یوې ستونزې ته  نوې حل لارې وړاندې کړي، ډېری معلومات بېرته د ښکېلو څانګو له خوا جذب کېږي. د یوې څانګړې څانګې پوهان او د کثیرالرشتوي تګلارې لارویان یو بل ته د لازم او ملزوم په توګه ګڼل کېږي.[۷]

سرچینې سمول

  1. Nissani, M. (1995). "Fruits, Salads, and Smoothies: A Working definition of Interdisciplinarity". The Journal of Educational Thought (JET)/Revue de la Pensée Éducative. 29 (2): 121–128. JSTOR 23767672. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Ausburg, Tanya (2006). Becoming Interdisciplinary: An Introduction to Interdisciplinary Studies (الطبعة 2nd). New York: Kendall/Hunt Publishing. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Klein, Julie Thompson (1990). Interdisciplinarity: History, Theory, and Practice. Detroit: Wayne State University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Gunn, Giles (1992). "Interdisciplinary Studies". In Gibaldi, J. (المحرر). Introduction to Scholarship in Modern Language and Literatures. New York: Modern Language Association. د کتاب پاڼي 239–240. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0873523851. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. José Andrés-Gallego (2015). "Are Humanism and Mixed Methods Related? Leibniz's Universal (Chinese) Dream". Journal of Mixed Methods Research. 29 (2): 118–132. doi:10.1177/1558689813515332. S2CID 147266697. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. J.S. Edge; S.J. Hoffman; C.L. Ramirez; S.J. Goldie (2013). "Research and Development Priorities to Achieve the "Grand Convergence": An Initial Scan of Priority Research Areas for Public Health, Implementation Science and Innovative Financing for Neglected Diseases: Working Paper for the Lancet Commission on Investing in Health" (PDF). London, England: The Lancet. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  7. Urbanska, Karolina; Huet, Sylvie; Guimond, Serge (4 September 2019). "Does increased interdisciplinary contact among hard and social scientists help or hinder interdisciplinary research?". PLOS ONE (په انګلیسي ژبه کي). 14 (9): e0221907. Bibcode:2019PLoSO..1421907U. doi:10.1371/journal.pone.0221907. ISSN 1932-6203. PMC 6726372. PMID 31483810. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)