ټوله فضا او وخت او په دوی کې رانغښتي ټول څه کاينات دي، سيارې، ستوري، کهکشانونه او د مادې او ځواک ټول ډولونه په کې شامل دي. د اسمان پېژندنې له پلوه د لويې چاودنې نظريه، د کايناتو د پرمختګ په اړه تر ټولو غوره تعريف بلل کېږي. د دې نظريې پر بنسټ، فضا او وخت يوځای 13.799±0.021 ميليارده کاله مخکې رامنځ ته شول او له هغه وخته تر اوسه پورې کاينات پراخېږي. په داسې حال کې چې د کايناتو فضايي اندازه معلومه نه ده، د اسماني تورم معادله څرګندوي چې ،د هغې لږ تر لږه قطر بايد ۲۳ تريليونه نوري کاله وي او دا ممکنه ده چ،ې د لیدلو وړ کايناتو اندازه معلومه کړای شي، کوم چې د اټکل له مخې د اوسمهال په قطر کې ۹۳ ميليارده نوري کاله ده. [۱][۲][۳][۴]

د ځمکې په مرکزيت د کايناتو لومړۍ اسماني نمونې، لرغونو يونانيانو او هندي فيلسوفانو جوړې کړې وې، چې مرکز يې ځمکه و. د پېړيو په تېرېدو سره، دقيقو اسماني څارنو نيکولاس کوپرنيکس د لمر په مرکزيت د يوې نمونې جوړولو لور ته رهي کړ، چې د لمريز نظام د نمونې مرکز لمر و. د کايناتو د جاذبه قوې د قانون په جوړولو کې، ايزاک نيوټن د کوپرنکس په کار، همدا راز د جوهانيس کيلپر په سياره يي خوځښت او د تيکو براهه د مشاهداتو پر بنسټ کار وکړ.  [۵][۶]

نورو مشاهداتي پرمختګونو روښانه کړې چې په هغه کهکشان  کې چې ځمکه شته ده، لمر په دې کهکشان کې له سلګونه ميليارده ستورو څخه يو دی، دا کهکشان چې د شیدو لار (ميلکي وی) په نوم يادېږي، په کايناتو کې د سلګونه ميليارده  کهکشانونو څخه يو دی. کهکشان ډېری ستوري سيارې لري. په پراخه تناسب، کهکشانونه په يو ډول او په ورته توګه په ټولو اړخونو کې وېشل شوي دي، په دې معنا چې کاينات نه څنډه لري و نه مرکز. په کوچني تناسب بيا کهکشانونه په ډلو او پراخه ډلو وېشل شوي دي، کوم چې په فضا کې سترې رېښکۍ او خاليګاوې جوړوي، د کوم په پايله کې چې د يو ستر ځګ په څېر جوړښت رامنځ ته کېږي. په شلمه پېړۍ کې شوو سپړنو روښانه کړې ده چې، کايناتو يو پيل درلود او له هماغه وخته فضا په تېزۍ سره د پراخېدو په حال کې ده.  [۷][۸][۹]

د سترې چاودنې د نظريې نه مخکې، شته لومړی ځواک او ماده هغه مهال چې کايناتو پراختيا مونده، لږ کثيف او متراکم شوي. له يوه چټک لومړي انبساط څخه وروسته چې دا پړاو د شا و خوا ۱۰ څخه تر ۳۲ ثانيو پورې د تورم پړاو بلل کېږي او د څلورو پېژندل شوو اساسي ځواکونو له جلا کېدو وروسته، کاينات په تدريجي ډول ساړه او پراختيا يې دوام پيدا کړ او په دې توګه لومړي له اتوم څخه کوچني بڅرکي (ذرې) او ساده اتومونه رامنځ ته شول. توره ماده په کرار کرار راټوله شوه او د جاذبې قوې تر اغېز لاندې يې له خاليګاوو او رېښکيو څخه د سپنج په څېر جوړښت رامنځته کړ. د هايدروجين سترې وريځې او هېليوم په کرار کرار هغو برخو ته راکش شوې وې، چېرې چې تياره ماده ډېره راټوله شوې وه او په دې ډول لومړي کهکشانونه، ستوري او هر هغه څه جوړ شوي وو چې نن لیدل کېږي.  [۱۰][۱۱][۱۲]

د کهکشانونو د خوځښت له مطالعې څخه روښانه شوې ده چې، کاينات د ليدل شوو جسمونو، ستورو، کهکشانونو، ګردونو او د سترو په منځ کې د شته ګازونو په نسبت ډېره زياته توره ماده لري. دا ماده چې نه لیدل کېږي، د تياره مادې په نوم پېژندل کېږي (تياره دا معنا چې داسې پياوړي او پراخه غیر مستقيم شواهد شته دي چې، دا شی موجود دی، خو په مستقيم ډول موږ نه دی پېژندلی). ای. سي.ډي.ايم د کايناتو تر تولو زياته منل شوې نمونه ده. هغه روښانه کوي چې: په کايناتو کې شا او خوا (69.2%±1.2%) [۲۰۱۵] پړسوب او ځواک اسماني ثابت شيان دي (يا د ای.سي.ډي.ايم په پراختيا سره، د تياره ځواک نور ډولونه، لکه: سکالر ميدان) کوم چې د فضا د اوسنۍ پراختيا مسئوليت لري او شا او خوا 25.8%±1.1% [۲۰۱۵] توره ماده ده. په همدې بنسټ د فزيکي کايناتو معمولي (باريوني) ماده يوازې (4.84%±0.1%) [۲۰۱۵] پاتې کېږي. ستوري، سيارې او د لېدو وړ ګازي وريځې د عادې مادې يوازې شپږ سلنه جوړوي.

د کايناتو د وروستي برخليک په اړه ګڼې سيالې فرضيې شته او په دې اړه چې ايا له سترې چاودنې مخکې څه پېښ شوي دي، په داسې حال کې چې ټول فزيک پوهان او فيلسوفان له اټکل څخه ډډه کوي او شک لري چې، له هغې څخه مخکې حالاتو په تړاو هر ډول معلوماتو ته لاسرسی شونی نه دی. ځينو فزیک پوهانو د ګڼو کايناتو لرونکو نورو کايناتو د شتون د فرضيې وړانديز کړی، په کومو کايناتو کې چې شونې ده، زموږ کاينات هم د نورو کايناتو په څېر یو وي. [۱۳][۱۴]

پېژند(تعريف) سمول

د فزيکي کايناتو تعريف په دې ډول کېږي: دا کاينات ټول فضا، وخت (په يو ځای د فضا او وخت په نامه ورته اشاره کېږی)  او د دوی محتويات دي. په دې محتوياتو کې د ځواک ټول ډولونه شامل دي، په هغو کې اليکټروميګناټيک وړانګې او ماده هم شامل دي، په همدې بنسټ سيارې، سپوږمۍ، ستوري، کهکشانونه او د کهکشانونو د منځ  تشه(خاليګاه) محتويات هم په کې رانغښتي دي. په کايناتو کې فزيکي قوانين هم شامل دي، چې په ځواک او مادې اغېز لري، لکه د ساتنې قوانين، کلاسيک ميکانيک نسبتوالی. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

ډېر ځله کاينات په دې ډول هم تعريف شوي دي:«د بدن ټولګه»، يا هر هغه څه چې شته دي، هر هغه څه چې شته وو او هر هغه څه چې رامنځته به شي. په حقيقت کې، ځينې فيلسوفان او ساينسپوهان د کايناتو په تعريف کې نظريات سره شريکوي  او تصورات ځينې باسي ،لکه: رياضيات او منطق -. همدا راز نړۍ، دنيا او طبيعيت ته هم د کاينات ټکی کارول کېدای شي.  [۲۰][۲۱][۲۲][۲۴]

د ټکي رېښه سمول

کاينات چې په انګليسي کې (universe) بلل کېږي، له لرغوني فرانسوي ټکي (univers,) څخه اخستل شوی او فرانسوي ته د لاتيني ژبې د ټکي (universum) څخه انتقال شوی. دا لاتيني لغت، د سيسيرو او وروسته بيا د نورو لاتيني ليکوالانو له خوا، په همدې معناوو کارول شوی، په کومه معنا چې اوسمهال انګليسي ټکی کارول کېږي.[۲۵]

ورته ټکي سمول

له فيثاغورث راوروسته لرغونو یوناني فيلسوفانو، د کايناتو لپاره (τὸ πᾶν (tò pân)) الفاظ کارول چې معنا يې ده «ټول» او تعريف يې داسې شوی چې: ټوله ماده او ټوله فضا. همدا راز د هغوی په ژبه دا کلیمات چې (τὸ ὅλον (tò hólon) ) هم ورته کارېدل، چې په دې کې بيا فضايي تشې شاملې نه وې. بل مترادف لفظ يې (ὁ κόσμος (ho kósmos)) و، يعنې «نړۍ» دنيا. لاتيني ليکوالانو نور ټکي هم ورته کارول، لکه: (totum, mundus, natura) چې همدا الفاظ، په موډرنه ژبه کې هم ژوندي پاتې دي، د بېلګې په ډول: د کايناتو لپاره د الماني ژبې (Das All, Weltall, and Natur) دا لفظونه کارېږي. همدا ورته الفاظ، په انګليسي ژبه کې هم موندل شوي، لکه هر څه: (لکه چې د هر څه په نظريه کې يې يادونه شوې)، Cosmos (چې په Cosmology کيهان پېژدنه کې ويل کيږی)، نړۍ (world چې دا لفظ په ډېرو نړيوالو تعبيرونو کې کارول کېږي او طبيعيت ،(nature لکه چې په natural laws او natural philosophy کې کارول شوی دی).[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

د نېټو ترتيب او ستره چاودنه سمول

د کايناتو د تکامل لپاره تر ټولو غوره نمونه ،د لويې چاودنې نظريه بلل کېږي. د سترې چاودنې نمونه وايي چې:  د کايناتو تر ټولو لومړی حالت ډېز زيات تود او متراکم (يو له بل سره نښتي) و او کاينات بيا وروسته سره وغوړېدل او ساړه شول. دا نمونه په عمومي نسبت او ساده فرضيو جوړولو ولاړ دی، لکه:  د فضا يو شان کول او سره برابرول، د يوې ثابتې اسماني نمونې يو ډول (لامبډا) او یخه تياره ماده چې د لامبډا-سي.ډي.ايم  نمونې په نوم پېژندل کېږي، تر ټولو ساده نمونه ده، کوم چې د کايناتو په اړه په پرتليز ډول د ګڼو مشاهداتو ښه معلومات وړاندې کوي. د سترې چاودنې بېلګه، د فاصلو تر منځ د واټن او کهکشانونو سور رنګ اخستل، د هېليوم په نسبت د هايدروجين د اتومونو شمېر او د مايکرو ويو وړانګو شاليد ، د مشاهداتو په اړه دلايل او محاسبات وړاندې کوي.[۳۱][۳۲]

سرچينې سمول

  1. Zeilik, Michael; Gregory, Stephen A. (1998). Introductory Astronomy & Astrophysics (الطبعة 4th). Saunders College Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-03-006228-5. The totality of all space and time; all that is, has been, and will be. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Planck Collaboration; Aghanim, N.; Akrami, Y.; Ashdown, M.; Aumont, J.; Baccigalupi, C.; Ballardini, M.; Banday, A. J.; Barreiro, R. B.; Bartolo, N.; Basak, S. (September 2020). "Planck 2018 results: VI. Cosmological parameters". Astronomy & Astrophysics. 641: A6. doi:10.1051/0004-6361/201833910. ISSN 0004-6361. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Greene, Brian (2011). The Hidden Reality. Alfred A. Knopf. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په July 14, 2018 باندې). Ask Ethan: How Large Is The Entire, Unobservable Universe?. Forbes.
  5. Dold-Samplonius, Yvonne (2002). From China to Paris: 2000 Years Transmission of Mathematical Ideas. Franz Steiner Verlag. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Glick, Thomas F.; Livesey, Steven; Wallis, Faith. Medieval Science Technology and Medicine: An Encyclopedia. Routledge. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Carroll, Bradley W.; Ostlie, Dale A. (July 23, 2013). An Introduction to Modern Astrophysics (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة International). Pearson. د کتاب پاڼي 1173–74. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-292-02293-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Hawking, Stephen (1988). A Brief History of Time. Bantam Books. د کتاب پاڼې 43. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-553-05340-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "The Nobel Prize in Physics 2011". د لاسرسي‌نېټه April 16, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Redd, Nola. "What is Dark Matter?". Space.com. د لاسرسي‌نېټه February 1, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Planck 2015 results, table 9
  12. Persic, Massimo; Salucci, Paolo (September 1, 1992). "The baryon content of the Universe". Monthly Notices of the Royal Astronomical Society. 258 (1): 14P–18P. arXiv:astro-ph/0502178. Bibcode:1992MNRAS.258P..14P. doi:10.1093/mnras/258.1.14P. ISSN 0035-8711. S2CID 17945298. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Ellis, George F.R.; U. Kirchner; W.R. Stoeger (2004). "Multiverses and physical cosmology". Monthly Notices of the Royal Astronomical Society. 347 (3): 921–36. arXiv:astro-ph/0305292. Bibcode:2004MNRAS.347..921E. doi:10.1111/j.1365-2966.2004.07261.x. S2CID 119028830. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Palmer, Jason. (August 3, 2011) BBC News – 'Multiverse' theory suggested by microwave background. Retrieved November 28, 2011.
  15. "Universe". Encyclopaedia Britannica online. (2012). Encyclopaedia Britannica Inc.. 
  16. "Universe". Merriam-Webster Dictionary. د لاسرسي‌نېټه September 21, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Universe". Dictionary.com. د لاسرسي‌نېټه September 21, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Schreuder, Duco A. (December 3, 2014). Vision and Visual Perception. Archway Publishing. د کتاب پاڼې 135. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4808-1294-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Mermin, N. David (2004). "Could Feynman Have Said This?". Physics Today. 57 (5): 10. Bibcode:2004PhT....57e..10M. doi:10.1063/1.1768652. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Tegmark, Max (2008). "The Mathematical Universe". Foundations of Physics. 38 (2): 101–50. arXiv:0704.0646. Bibcode:2008FoPh...38..101T. doi:10.1007/s10701-007-9186-9. S2CID 9890455. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) A short version of which is available at کينډۍ:Cite arxiv in reference to David Mermin's famous quote "shut up and calculate!"[۱۹]
  21. Holt, Jim (2012). Why Does the World Exist?. Liveright Publishing. د کتاب پاڼې 308. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Ferris, Timothy (1997). The Whole Shebang: A State-of-the-Universe(s) Report. Simon & Schuster. د کتاب پاڼې 400. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Mermin, N. David (2004). "Could Feynman Have Said This?". Physics Today. 57 (5): 10. Bibcode:2004PhT....57e..10M. doi:10.1063/1.1768652. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Tegmark, Max (2008). "The Mathematical Universe". Foundations of Physics. 38 (2): 101–50. arXiv:0704.0646. Bibcode:2008FoPh...38..101T. doi:10.1007/s10701-007-9186-9. S2CID 9890455. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) A short version of which is available at کينډۍ:Cite arxiv in reference to David Mermin's famous quote "shut up and calculate!"[۲۳]
  25. Lewis, C.T. and Short, S (1879) A Latin Dictionary, Oxford University Press, کينډۍ:ISBN, pp. 1933, 1977–1978.
  26. Liddell; Scott. "A Greek-English Lexicon". πᾶς الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Liddell; Scott. "A Greek-English Lexicon". ὅλος الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Liddell; Scott. "A Greek–English Lexicon". κόσμος الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Lewis, C.T.; Short, S (1879). A Latin Dictionary. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 1175, 1189–90, 1881–82. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-864201-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. The Compact Edition of the Oxford English Dictionary. II. Oxford: Oxford University Press. 1971. د کتاب پاڼي 569, 909, 1900, 3821–22. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-861117-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Silk, Joseph (2009). Horizons of Cosmology. Templeton Pressr. د کتاب پاڼې 208. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Singh, Simon (2005). Big Bang: The Origin of the Universe. Harper Perennial. د کتاب پاڼې 560. Bibcode:2004biba.book.....S. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)