کانزاس-نبراسکا قانون

د ۱۸۵۴ کال د کانزاس – نبراسکا قانون (د متحده ایالاتوعمومي قوانینو ۱۰ ټوک ۲۷۷ام مخ) د خاورې یو طبیعي قانون ؤ، چې د کانزاس او نبراسکا خاورې یې رامنځته کړې. دا قانون د دیموکرات سناتور سټیفن اې. ډوګلاس له لوري ترتیب شو، د متحده ایالاتو د۳۳ام کانګرس له لوري تصویب شو او د ولسمشر فرانکلین پیرس له لوري په قانون بدل شو. ډوګلاس دا لایحه وړاندې کړه او موخه یې دا وه چې د د براعظم سراسري رېل پټلۍ جوړولو او آسانتیا لپاره نوې ځمکې پرانیزي، خو د کانزاس - نبراسکا قانون د میسوري جوړجاړي د اغېزمنې الغاء، د غلامۍ پر سر ملي تاوتریخوالي ته د لمن وهلو او یو لړ وسله والو نښتو ته چې د "په وینو ککړ کانزاس" په نوم یادېدې، د مرسته کولو په پار زیات نامتو دی.  

متحده ایالاتو د ۱۸۰۳ کال لویزیانا پیرود کې پراخه ځمکه ترلاسه کړې وه او د ۱۸۴۰ کال لسیزه راهیسې ډوګلاس د لویزیانا پیرود په یوه برخه کې د سیمه ییز حکومت رامنځته کولو په لټه کې ؤ چې لاهم نامنظم ؤ. د ډوګلاس هڅې د سناتور ډېوېډ رایس آچیسون او نورو سویلي مشرانو له خوا ودرول شوې، دوی د هغو خاورو د جوړولو اجازه ور نه کړه چې په غلامي یې بندیز لګولی ؤ؛ غلامي بنده کېده ځکه چې د میسوري جوړجاړي د شمالي عرض البلد د ۳۶ درجې او ۳۰ دقیقې شمالي (د میسوري پرته) خاوره کې غلامي بنده کړه. د سویلي خلکو لکه آچیسون د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره پیرس او ډوګلاس موافقه وکړه چې د میسوري جوړجاړي د الغاء ملاتړ کوي او پرځای یې د غلامۍ وضعیت د "خلکو ځانواکي" پر بنسټ مشخص شي. د خلکو تر ځانواکۍ لاندې د کانګرس په ځای د هرې خاورې اسوېدونکي به مشخص کوله چې آیا غلامۍ ته اجازه وکړل شي یا نه.   [۱]

د میسوري جوړجاړي د لغوه کولو او د کانزاس خاورې او د نبراسکا خاورې د تنظیم کولو لپاره د ډوګلاس لایحه په سنا کې په ډېر توپیر سره تصویب شوه، خو د استازو جرګې له سخت مخالفت سره مخ شوه. که څه هم شمالي ویګانو د دې قانون سخت مخالفت وکړ، یاده قانون د نږدې ټولو سویلي او ځینو شمالي دیموکراتانو په ملاتړ سره د جرګې له خوا تصویب شو. د دې قانون له تصویب وروسته، غلامۍ پلوه او د غلامۍ ضد عناصر کانزاس ته راوبهېدیل ترڅو داسې خلک رامنځته کړي چې د غلامۍ لپاره یا د غلامۍ ضد رایه ورکړي، چې په پایله کې یو لړ وسله والې نښتې چې د " په وینو ککړ کانزاس " په نوم پېژندل کېدې، رامنځته شوې. ډوګلاس او پیرس هیله درلوده چې د خلکو ځانواکي به د غلامۍ پر سر د ملي بحث په پای ته رسولو کې مرسته وکړي، خو د کانزاس - نبراسکا قانون شمالي خلک یې غصه کړل. غلامي پلوه او د غلامۍ ضد ځواکونو  ترمنځ وېش چې دې قانون رامنځه کړ، د وېګ ګوند لپاره د مرګ کنده وه، چې د یاد قانون څخه وروسته وپاشل شو. شمالي پاتې شوني یې د غلامۍ ضد جمهوري غوښتونکی ګوند رامنځته کړ. یاد قانون او د غلامۍ پر سر هغه تاوتریخوالي چې دې قانون ورته لمن ووهله، هغه مهمې پېښې وې چې د امریکا کورنۍ جګړې ته یې لاره هواره کړه.   [۲]

سرچينې سمول

  1. Sutton, Robert K. (August 16, 2017). "The Wealthy Activist Who Helped Turn 'Bleeding Kansas' Free". Smithsonian. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Nicole Etcheson, Bleeding Kansas: Contested Liberty in the Civil War Era (2006) ch 1