کانادا په دویمه نړیواله جګړه کې

د کانادا په دویمه نړیواله جګړه کې تاریخ د کال ۱۹۳۹ د سپتمبر په لومړۍ د جرمنې له خوا د پولند په یرغل سره پیلیږي. په داسې حال کې چې د کانادا وسله وال ځواکونه تقریبا د جګړې په هره یوه صحنه کې فعال و، خو ډېرۍ جګړه په ايټالیا، شمال لویدیځه اروپا او شمالي اتلانتیک کې متمرکزه وه. په ټوله کې، د کال ۱۹۴۱ د سرشمېرنې له مخې ۱۱.۵۰۶.۶۵۵  کانادایي وګړو پورې اړوند د ټولې سترواکې څخه څه ناڅه ۱.۱ میلیونو کانادایانو چې د کانادا په پوځ، د کانادا شاهې سمندرې پوځ او کانادایي شاهې هوایي قواوو کې خدمت کاوه چې په جګړه کې يې  ۴۲۰۰۰ تنه ووژل شول او ۵۵۵۰۰۰ تنه یې ټپیان شول.  د جګړې په مهال، کانادا د سینټ لاورینس د جګړې د مستقیم یرغل او د برتانیا د کولمبیا د ایستیوان د بحرې برج د توپخانې مستقیمه موخه و. [۱][۲][۳][۴]

د ۱۹۳۹ او ۱۹۵۰ کلونو ترمنځ ، د جګړې مالي ارزښت ۲۱.۸  بیلیون ډالره و. د جګړې تر پایه، د نړۍ ټرټولو لویه څلورمه هوایې ځواک او درېیم سمندري ځواک درلود.  د کانادا سمندري تجارتي ځواک  له  اتلنتیک ها غاړې ۲۵۰۰۰ سمندري سفرونه بشپړ کړل، د متفقینو ۱۳۰۰۰۰ پیلوټان د برتانیا همګټي هوایي روزنیز پلان له مخې  په کانادا کې وروزل شول. د کال ۱۹۴۴ د جون په ۶، درېيمه پلې فرقه د نورماندې د جونو په ساحل کې د متفقینو قواوو ته نژدې ښکته شوه. دوېمې نړيوالې جګړې په کال ۱۹۴۴ کې د اجباري عسکرې خدمت په ګډون چې د انګلیسي ژبې او فرانسوي ژبې ویونکو تر منځ یووالی اغیزمن کړ په کانادا باندې مهم کلتورې، سیاسي او اقتصادي اغېزې پرېښودې. په جګړه کې هڅو د کانادا اقتصاد ځواکمن کړ او د کانادا نړیوال دریځ یې پراخ کړ.[۵][۶][۷][۸][۹] 

چمتووالي سمول

که څه هم کانادا د برتانیا په سترواکۍ کې خورا زوړ قلمرو و، خو ډېری وخت له جګړې سره بې علاقې و. له ۱۱ تر ۱۲ میلیونو وګړو په درلودلو سره، کانادا خورا ټینګ وسله وال ځواکونه وروزل. د کانادا د ټولو وګړو څخه څه نا څه ۱۰٪ پوځ سره یوځای شول او یوه وړوکې برخه یې په جبري عسکرۍ جذپ شوي و. د کال ۱۹۳۰ د ستربحران څخه وروسته، د دوېیمې نړیوالې جګړې ننګونو د کانادا روان بدلون د یوه عصرې ښارې او صنعتي شوي ملت په لورلا چټک کړ.  

کانادا په غیر رسمي توګه د برتانیا لس کلن حاکمیت لاندې و چې په دې سره د کانادا دفاعي لګښتونه حتي له دې هېواده په کال ۱۹۳۲ کې د برتانیا له وتلو وروسته هم کم شول. د ۲۰ کلن غفلت له تېرولو وروسته، د کانادا وسله وال ځواکونه وړوکي، په ناکافي توګه تجهیز او ډېری وخت د کال ۱۹۳۹ د جګړې لپاره نا چمتو و. په کال ۱۹۳۶ کې، د لومړي وزیر کینګ حکومت د لګښتونو ډېرول پیل کړل خو دا ډېرول د کرکې وړ و. حکومت دې ته اړ و چې دا ډېروالی له یوې بهرنۍ جګړې سره د کانادا د دفاع لپاره وبولي چې د دې هېواد دویم مسؤلیت و او ښایي ډېر پام ته یې اړتیا درلوده. د کال ۱۹۳۸ د سودېتن ناورین کلني لګښتونه تقریبا دوه چنده کړل. له دې سره، د کال ۱۹۳۹ د مارچ په میاشت کې دایمې فعاله ملیشې ( یا دایمي خواکونو، یا د کانادا ټول وخت حاضر پوځ) یواځې ۴۱۶۹ صاحب منصبان او عسکردرلودل  په داسې حال کې چې د کال ۱۹۳۸ په پای کې د غیر دایمي فعالو ملیشو یا احتیاطي ځواکونو شمېره ۵۱۴۱۸ تنه و چې ډېری یې د کال ۱۹۱۸ په وسلو سنبال و. د کال ۱۹۳۹ د مارچ په میاشت کې د کانادا شاهي سمندري پوځ ۳۰۹ صاحل منصبان او ۲۹۶۷ سمندرې پوځیان ، د کانادا شاهي هوایي قواوو ۳۶۰ صاحب منصبان او ۲۷۹۷ پيلوټان درلودل.  [۱۰]

د بهرنیو چارو وزیر اوسکار ډي سکیلتون تر مشرۍ لاندې د جګړې پالیسي جوړه شوه چې عمده ټکي یې دا و:

  • له برتانیا او فرانسې سره مشوره او په مساوي توګه د واشنګتن مشورې ته درناوی
  • د کانادا دفاع ته په تېره په پاسفیک کوست کې لومړیتوب ورکول
  • د امکان په صورت کې نوي جوړه ځمکه او ویست اندیز سره مرسته کول.
  • د کانادا شاهي هوایي قواوې  باید لومړۍ قواوې وي چې بهر کې به خدمت کوي.
  • کانادا په اغیزمنه توګه کولای شي د مهماتو، خامو موادو اوخوراکي توکو د برابرولو له لارې خپلو متفقینو ته خدمت وکړي.

د کینګ کابینې د کال ۱۹۳۹ د اګست په میاشت کې دا پالیسي منظوره کړه، خو په سپتمبر کې دا پالیسي د پوځي مشرانو له خوا چې دوه پوځي فرقې بهر ته د خدمت لپاره واستول شی د ډېر لګښت له امله رد شوه. د جګړې په اړوند د هغه منځنۍ پالیسي په دووټاکنو کې ملي اوڅو ژبیز ملاتړ تر لاسه کړ. کله چې ماوقیس دپلیسی د کانادا کوبیک د ولایت رئیس ( داسړی یو کانادایي سیاست بوه او د کوبیک ولایت شپاړلسم رئیس و) د جګړې په ضد پلټ فورم د ټاکنو اعلان وکړ، د لبرال ګوند څخه ادیلارد ګودبوت د کال ۱۹۳۹ د اکتوبر په ۲۶ په ټاکنو کې غوڅ اکثریت تر لاسه کړ.کله چې د آنتریو مقننه اسمبلۍ داسې یو پرېکړه لیک صادر کړ چې په دولت یې په جګړه کې د برخې  نه اخیستلو “ په داسې بڼه چې د کانادا خلکو نه غوښتل هغه وویني “ له امله نیوکه کوله ، لومړي وزیر فدرالي پارلمان منحل کړ او د کال ۱۹۴۰ د مارچ په ۲۶ ټاکنو کې لبرال ګوند په تاریخ کې خورا غوڅ اکثریت تر لاسه کړ.    

د جګړې پېښېدل سمول

د جګړې اعلان سمول

کله چې برتانیا د جرمني په وړاندې د کال ۱۹۱۴ د اګست په میاشت د جګړې اعلان وکړ، کانادا د برتانیا قلمرو و او یواځې په داخلي چارو یې بشپړ کنترول در لود له همدې امله کانادا لومړۍ نړیوالې جګړې ته ننوت. له جګړې وروسته، کانادایي حکومت غوښتل چې د کال ۱۹۱۷ عسکري خدمت ته د جلب بحران په څیر بل بحران مخه ونیسي چې هېواد یې له فرانسوي او انګلیسي کانادایانو سره ووېشه. د   (( پارلامان به په دې اړه تصمیم ونیسي)) په ویلو سره لومړي وزیر د کال ۱۹۲۲ د چناک په بحران ( د ترکیې او برتانیا تر منځ د جګړې د احتمال یو بحران و) کې له برخې اخیستلو تر یوه حده له دې امله ډډه وکړه چې  د کانادا پارلمان  په دې اړونده ناسته کې برخه اخیستې نه وه. 

د کال ۱۹۳۱ د ویست مینستر قانوني احکامو کانادا ته په بهرنۍ پالیسۍ کې خپلواکې ورکړه. کله چې د کال ۱۹۳۹ په سپتمبر کې برتانیا دوېیمې نړیواالې جګړې ته ننوته، ځيڼو ماهرین لا هم په دې نظر و چې کانادا لا هم د برتانیا له خوا د جګړې د اعلان په حدودو کې شته ځکه دا جګړه د برتانیا او کانادا د ګډ سلطنت په ترڅ کې و، خو لومړې وزیر کینګ یوځل بیا وویل  ((پارلامان به په دې اړه تصمیم ونیسي)).   [۱۱]

په کال ۱۹۳۶ کې، لومړي وزیرکینګ پارلمان ته ويلي و(( زموږ هېواد په نړیوال وضعیت کې داسې کچې ته روان دې چې زه پخپله فکر کووم تهدیدوونکی دی)). ملت او حکومت دواړه له دې بېزار و چې په یوه اروپایۍ جګړه کې برخه واخلي او تر یوه حده یې لامل د کال ۱۹۱۷ عسکرۍ ته د جلب وجذب بحران و. لومړي وزیر او د اپوزیسیونو مشر رابرت جیمز منیون دواړو  د کال ۱۹۳۹ په مارچ کې بهرنی خدمت ته  د عسکرې جلب او جذب مخالفت څرګند کړ. له دې سره، لومړي وزیر تر کال ۱۹۲۳ پورې خپل نظر نه و تغیر کړی چې له مخې به یې کانادا په هغه جګړه کې برخه واخلي چې د برتانیا ستر واکې یې کوي که امریکا دا جګړه کوي او که یې نه کوي.  د کال ۱۹۳۹ تر اګست پورې د فرانسوي کانادایانو په ګډون د لومړي وزیر کابينه د جګړې لپاره په داسې بڼه متحده وه چې د میونیخ د بحران څخه به متفاوته وي، که څه هم د کابینې دغړيو او هېوادني ملاتړ تر یو حده توقع دا وه چې به جګړه کې به د کانادا برخه اخیستنه محدوده وي.  

دا واضحه وه چې د کانادا انتخاب دا و چې په پولند د یرغل څخه د مخه چې د ۱۹۳۹ د سپتمبر په لومړۍ تر سره شو په جګړه کې برخه واخلي. څلور ورځې وروسته، د کال ۱۹۳۹ د سپتمبر په درېیمه برتانیا د جګړې اعلان وکړ، د پارلمان ځانګړې ناسته را وغوښتل شوه، لومړي وزیر او د اپوزیسیونو مشر منیون دواړو له برتانیا څخه د کانادا د پېروۍ څخه ملاتړ  وګړ خو سمدلاسه یې د جګړې اعلان ونه کړ، او دا د دې لپاره چې وښیي کانادا د خپل نوښټ څخه بهر جګړې ته ننوځي او په دې مکلفه نه وه چې پخپله جګړه کې برخه واخلي. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې سمول

  1. Canadian War Museum "The Italian Campaign" Archived 22 February 2008 at the Wayback Machine.. Retrieved on: 5 August 2007.
  2. Canadian War Museum "Liberating Northwest Europe" Archived 15 February 2008 at the Wayback Machine.. Retrieved on: 5 August 2007.
  3. Humphreys, Edward (2013). Great Canadian Battles: Heroism and Courage Through the Years. Arcturus Publishing. د کتاب پاڼې 151. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78404-098-7. مؤرشف من الأصل في ۱۳ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Marc Milner (1999). Canada's Navy: The First Century. University of Toronto Press. د کتاب پاڼې 99. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8020-4281-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "World War II". The Canadian Encyclopedia. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Canadian Air Force Journal, Vol. 3, No. 1, "World's Fourth Largest Air Force?" Archived 14 June 2013 at the Wayback Machine.
  7. World War – Willmott, H.P. et al.; Dorling Kindersley Limited, London, 2004, Page 168 Retrieved on: 17 May 2010.
  8. Veterans Affairs Canada "The Historic Contribution of Canada's Merchant Navy" Archived 17 November 2007 at the Wayback Machine.. Retrieved on: 5 August 2007.
  9. Stacey, C. "World War II: Cost and Significance". The Canadian Encyclopedia online (Historica). Revised by N. Hillmer. Retrieved on: 5 August 2007.
  10. Stacey, C. P. (1970). Arms, Men and Government: The War Policies of Canada, 1939 – 1945 (PDF). The Queen's Printer by authority of the Minister of National Defence. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۰ جون ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 2009-09-12 باندې). Going to war? 'Parliament will decide'. The Globe and Mail.
  12. Bishop, Charles (په 2 September 1939 باندې). Wide System of Govt. Control and Regulation in Canada Is Anticipated. Ottawa Citizen.
  13. James Shaver Woodsworth, Canadian Encyclopedia. Retrieved 2016-03-29
  14. Once Upon a Time, Canadians could be proud of Parliament, Globe and Mail, May 04, 2012. Retrieved 2016-03-29
  15. Mears, F. C. (په 10 September 1939 باندې). War Proclamation Issued after United Parliament Overwhelmingly Backs It. The Montreal Gazette.
  16. Donald Creighton, The Forked Road: Canada 1939-1957, McClelland and Stewart, 1976, p.2.