کاشغر (ختیځ ترکستان)

کاشغر چې په تاریخي کتابونو کې یې نوم د کاجغر، کاچغراو کاژغر په بڼو کې هم راغلی دی د ختیځ ترکستان یو ښار دي چې د چین په شمال لویدیځ د تیان شان د غره په لمنه کې او د کاشغر د سیند پر غاړه پروت دی او یو ډیر لرغونی ښار دی چې اتیا سلنه وګړي یې اویغور مسلمان دي. کاشغر اوس د چین د شینجیان ایالت یوه برخه ده.

په تاریخي کتابونو کې د کاشغر یادونه: سمول

په پخوانیو تاریخي کتابونو کې د کاشغر ذکر او یادونه د کاجغر، کاجغراو، او کاژغر په نوم سره شوې ده او د وریښمو د مشهورې لارې(شاهراه قراقرم) یوه مهمه برخه ګڼل کیدله.

د کاشغر ساحه او ابادي: سمول

د کاشغر پراخوالی ۲۹۴۲۱ مربع کیلومټره دی او د دري نیم سوه زرو په شاو خوا کې وګړي پکې ژوند کوي چې ډېری یې اویغور مسلمانان دي.

د کاشغر د ولس ژبه فرهنګ: سمول

د کاشغر د ډېریو خلکو ژبه اویغوري او پامیري ده او فرهنګ یې اسلامي ترکستاني دی خو اوس محال د کاشغر فرهنګ د چین د حکومت زور زیاتي له علت د ورکیدو له خطر سره مخ دی.

کاشغر د تاریخ په اوژدو کې: سمول

کاشغر په ختیځ ترکستان کې داسلامي فرهنګ د سترو مرکزونو څخه شمیرل کیده. کاشغر په ۷۵۱ میلادي کال د عربو فاتحینو لاس ته ورغی او په ۱۲۱۹ میلادي کال دغه ښار د چنګیز د وحشیانه تاړاکونو په پایله کې ډیر زیانونه ولیدل او ګوډ تیمور هم په ۱۳۸۹ زیږدیز کال پردې ښار بریدونه وکړل. په ۱۷۵۹زیږدیز کال د چین دچنګ دکورنۍ واکمنانو پر کاشغر برید وکړ که څه هم ددغه ځای خلکو د یعقوب بیګ په مشرۍ دختیځ ترکستان کاشغري حکومت بنسټ کیښود او دغه حکومت د۱۸۶۵ نه تر ۱۸۷۷ میلادي کاله پورې دوام وموند ، خو وروسته بیا په ۱۸۷۷ زیږدیز کال کې په بشپړه توګه د چین دچنګ د کورنۍ لاس ته ورغی. په پخوانیو وختونو کې به دافغانستان سوداګرو کاروانونه د بلخ او فرغانې له لارې کاشغر ته تلل. د کاشغر په سیمه کې د خټیونو لوښو او کولالۍ صنعت ډیره وده کړې ده . همدا راز د کاشي جوړولو ، زرګرۍ ، غالۍ اوبدلو ، مجسمه جوړولو او دزري خولیو لاسي صنعت پکې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د کاشغر تاریخي ځایونه: سمول

په اوسني وخت کې د کاشغر د ښار دلیدو وړځایونه دا دي : د کاشعر د عیدګاه جومات ، د افاق خواجه مزار ، نګارخانه او دیعقوب بیګ مزار او داسې نور

سرچینې: سمول