کار مسلکي کس وکړي
کار يو سنجيده کس وکړي که مسلکي
زمونږ ډېر ټينګار تل په دې خبره وي، چې دا کارونه په ځنډ کېږي تر ټولو لوی علت يې کار اهلي کار ته نه سپارل دي، خو ستونزه اصل دا هم نه ده، ما چيرته هم نه دي ليدلي چې الوتکې ته دې خرکار ناست وي، خو همدا لوستي مسلکي پيلوټان مې ليدلي چې په يوه پراخه سيمه کې يې الوتکې په بې پروايي څو وار غورځولي وي، دغسې زمونږ د ژوند د هرې برخې په سر کې پوی او مسلکي کس ناست دی، خو خطاوې يو په بل پسې کوي،ناروغان ناروغي دومره نه ځپي نه يې دومره وژني لکه ډاکټران يې چې وژني، ولس دومره خپلو کې نه وژني لکه د امنيت ساتونکي يې چې وژني، ستونزه څه ده ولې د ژوند هره برخه کې مونږ د ورته چلند سره مخ يو، شفاخانه ولې په قصاب خانه بدله شوې، د انصاف محکمه ولې په بې عدالتیو بدله شوې، امنيتي حوزې ولې د غلو او جوارګرو دېرې ګرځيدلي، سره د دې چې مسلکي خلک يې کنټرولوي، بيا ستونزه څه ده، دغه خبره خو ډېره تکرار شوه چې کار اهل کار ته وسپاري، دغه کړنلاره عملي هم شوه ، خو نتيجه ولې نه ورکوي، اوس راځو اصل مطلب ته.
مشکل په اهل کار کې نه دی، ټول مشکل غير سنجيده رويي جوړ کړي، د بازار سيل مين د خپل کار لپاره سنجيده نه دی، سودا په وخت مشتري ته نه رسوي، د هوټل سختن چې شل کاله يې هوټل چلولی، د واده ميلمنو ته تر نيمې شپې ډوډي نه شي تيارولی، د مکتب ساعت د شورو کيدلو د سحر اووه بجي دی خو د شلو کالو پوخ معلم په خپله نهه بجي حاضري کوي، د دولت مامور چې د کار وخت اته بجي دی رخصت يې څلور بجې دی، په لس بجې راځي په دولس بجې رخصت کوي، سبزی فروش چې ټول عمر يې سبزي کې تېر دی، وخت سره چل کوي اوس هم په لږ پيازو او روميانو مخته روان دی، د مسلکي دوکاندار نه د خرڅ توکي دوکان کې ورک دی، موټر وان د موټر په تيلو تر هغې نه دی خبره تر څو چې ګاډي په لار کې نه وي ولاړ. دغسې زمونږ د ژوند د ټولو شعبو سره غير سنجيدګي دغه هر څه کړي، چې لويه وجه يې زمونږ ژوند ته نه پاملرنه ده، لږ ادب ته سر ورښکاره کړي، د حميد ،خوشحال، رحمان بابا تخليق وګورئ بيا د نن وخت د لوستي شاعر تخليق ته وګورئ ، چې مسلکي هم دی،لوي تعليمي ډګري هم لري، خو خوند پکې هغه شان ولې نشته، ځکه نشته چې سنجيده نه دی، مسلکي خو دی ، اهلي کار هم دی، خو بيا هم د هغو ځای نه نيسي، ولې يې نه نيسي، ځکه چې هغسې ليد يې نشته، مونږ له دې خبرو بايد چې نور تېر شو چې کار اهل کار ته وسپاري، زمونږ پرمختګ او د بقا راز په دې کې دی، چې خپل خپل مسلک ته سنجيده شو، زمونږ د ټولنې هر وګړی که احتیاط وکړي، وطن وطن وګڼي ، کار په پوره ايماندارۍ مخته يوسي، ټولې ستونزې هواريږي، زمونږ امام په غلطه دی امي په غلطه دی، واکمن په غلطه دی، ځکه خو ټولې د ژوند چارې ګډې وډې رواني دي. زما په باور يو انسان چې قوي اراده ولري ، ايماندارۍ ولري، په عملي کار باور ولري، وطن دوسته وي، د ښه فکر او سوچ خاوند وي ،هغه د ژوند په هر مسلک کې چليدی شي، خو څوک چې بې ضميره اوبې عمله بې ارادې وي، هغه که مسلکي هم وي، د هيڅ د څه لپاره وړ نه شي کيدی.
غنم رنګ کوچی