کارکارودونتوسور
کارکارودونتوسور Carcharodontosaurus | |
---|---|
مملکه | ژوی |
شاخه | شمزۍ لرونکي ژوي |
طایفه | خزنده گان |
ډله | دایناسوران |
تیره | کارکارودونتوسور |
کارکارودونتوسور (په لاتين:Carcharodontosaurus) د ټېروپوډ غوښه خوړونکي ډانگسرانو څخه چی د ۹۳ – ۱۰۰ میلیونه کاله مخکې په شمالي آفريقا کی یی ژوند کاوه. نوموړي ډانگسر لومړني ځل په ۱۹۳۱ کال کی د ارنست استرومر لخوا توصيف شو. خو د کارکارودونتوسور فوسیل په ۱۹۴۴ کال کی د جگړې په وخت کی د امريکي هوایی ځواک لخوا ويچاړ شو. په ۱۹۹۶ کال کی امريکایی پاليونټولوجي پوه د کارکارودونتوسور نوي هډوانه کشف کړ.
توصيف
سمولکارکارودونتوسور څيرونکي ډانگسر وو چی د کرتاسې په وخت کی په شمالي آفريقا کی یی ژوند او ښکار کاوه. لمړني فوسل یی په الجزاير کی په ۱۹۲۵ کال کی کشف شو. اوږدوالي یی ۱۳ مترو او ورن یی ۶ – ۱۵ ټون وو. د ککړۍ اوږدالي یی ۱،۹۵ متره وو.