کاري حافظه
کاري حافظه یو ذهني سیستم دی چې محدود ظرفیت لري او معلومات په موقتي یا لنډمهالي ډول ساتلی شي. دغه حافظه د پرېکړې او چلند د لارښوونې او همدا راز د استدلال لپاره اهمیت لري. کاري حافظه تر ډېره د لنډمهالې حافظې په مترادفه معنا کارول کېږي، خو ځينې تیورېستان د دغو دوو ډولونو تر منځ توپير کوي، دوی وايي چې په کاري حافظه کې دا امکان شته چې په ذخیره شوو معلوماتو کې لاسوهنه وشي، په داسې حال کې چې لنډمهالې حافظه په لنډمهالي ډول د معلوماتو له ثبتولو سره سروکار لري. کاري حافظه یو تیوريکي مفهوم دی چې پر ذهني ارواپوهنه، عصبي ارواپوهنه او د اعصابو پر علومو تمرکز کوي.[۱][۲][۳][۴]
تاریخچه
سمولد «کاري حافظې» اصطلاح «مېلر»، «ګالانټر» او «پربرام» مطرح کړه او په ۱۹۶۰مه لسیزه کې په هغو تیوریو کې وکارول شوه چې ذهن یې له کمپیوټر سره ورته باله. په ۱۹۶۸ کال کې «اټکېنسون» او «شیفرین» دغه کلمه د «لنډمهالې ذخیرې» د مفهوم څرګندولو لپاره وکاروله. هغه حافظه چې موږ یې دا مهال کاري حافظه بولو، تر دې مخکې «لنډمهالې ذخیره» یا لنډمهالې حافظه، لومړنۍ حافظه، چټکه حافظه، عملیاتي حافظه او موقته حافظه بلل کېده. لنډمهالې حافظه کولای شي د یوې لنډې دورې (یوې ثانیې) لپاره معلومات وساتي. دا مهال ډېری تیورېستان د دې لپاره د کاري حافظې مفهوم کاروي چې د لنډمهالې حافظې د پخواني مفهوم ځای پرې ډک کړي یا یې پکې شامل کړي، د دې تر څنګ غواړي یوازې د ساتنې او ذخیرې پر ځای په معلوماتو کې د لاسوهنې پر مفهوم لا ډېر ټینګار وکړي.[۵][۶][۷][۸]
د کاري حافظې د عصبي بنسټونو په اړه د لومړنیو ازمېښتونو تاریخ څه باندې ۱۰۰ کاله وړاندې مهال ته رسېږي. دا هغه مهال و چې «هیټزیګ» او «فریر» د کوپړۍ د مخنۍ برخې د قشر لرې کولو ازمایښتونه تشرېح کړل؛ دوی وویل چې د کوپړۍ مخنی قشر د حسي کارونو پر ځای د ذهني کارونو لپاره مهم دی. په ۱۹۳۵ او ۱۹۳۶ کلونو کې «کارلایل جاکوبسن» او د هغه همکاران لومړني کسان وو چې پر ځنډني ځواب یې د مخني قشر د تخریب سخت زیانونه وموندل.[۹][۱۰]
تیوریګانې
سمولله اناتومیک او ذهني نظره د کاري حافظې د فعالیت لپاره ګڼ ماډلونه وړاندې شوي، له دې ډلې دلته د دوو هغو ماډلونو لنډیز لولو چې تر نورو اغېزناک دي.
څو اړخیز ماډل
سمولپه ۱۹۷۴ کال کې «بېډلي» او «هیچ» د کاري حافظې څو اړخیز ماډل وړاندې کړ. دغه تیوري یو درې اړخیز ماډل وړاندیزوي: اجرايي مرکز، د غږ پېژندنې کړۍ او بصري فضايي سکېچپډ چې د بېلابېلو معلوماتو د کنټرولوونکي مرکز په توګه د اجرايي مرکز فعالیت هم ورسره دی او معلومات د غږ پېژندنې د کړۍ او بصري فضايي سکېچپډ تر منځ وړي راوړي. اجرايي مرکز د نورو مسؤلیتونو تر څنګ اړوندو معلوماتو ته د پاملرنې، د نا اړوندو معلوماتو او ناسمو اقداماتو د لرې کولو او د ذهني پروسو د همغږۍ مسؤلیت هم هغه وخت لري چې یو کار په هممهاله ډول ترسره کېږي. «اجرايي مرکز» د معلوماتو پر ګډولو د څارنې او د «تابع سیسمتونو» د همغږۍ مسؤل دی چې هغه پهخپله هم د لنډمهالو معلوماتو د ساتنې مسؤلیت لري. یو تابع سیستم چې د غږ پېژندنې کړۍ ده، د غږ اړوند معلومات (یعنې د ژبې غږ) ذخیره کوي او د تکرار په یوه کړۍ کې یې په بیا بیا تازه کولو سره له ګډ وډېدو ژغوري. د بېلګې په ډول، د موبایل یوه اووه عددي شمېره تر هغه وخته ساتي چې شخص یې څو څو ځله له ځان سره تکرار کړي. یو بل تابع سیستم چې بصري فضايي سکېچپډ دی، بصري فضايي معلومات ذخیره کوي. د بېلګې په توګه، دغه سیستم د بصري انځورونو د جوړولو او بدلولو او د ذهني نقشو د څرګندولو لپاره کارولی شو. سکېچپډ دوې برخې لري، یوه یې بصري برخه ده (چې له بڼې، رنګ او جوړښت غوندې پدیدو سره سروکار لري) او بله یې هم فضايي برخه ده (چې له مکاني موقعیت سره سروکار لري).[۱۱][۱۲][۱۳]
په ۲۰۰۰ کال کې «بېډلي» دغه ماډل ته د اېپېسوډيک بفر (episodic buffer) په نامه یو څلورم اړخ هم ور زیات کړ. دغه اړخ داسې نمایشونه لري چې غږیز، انځوریز، فضايي او څه ناڅه هغه معلومات چې د تابع سیستمونو په پوښښ کې نه وي شامل (لکه معنايي معلومات یا د موسیقۍ معلومات) ذخیره کوي. اپېسوډيک بفر د کاري حافظې او اوږدمهالې حافظې تر منځ نښلوونکی هم دی. [۱۴][۱۵]
کاري حافظه د اوږدمهالې حافظې د برخې په توګه
سمول«انډرس اریکسون» او «والټر کینچ» د "اوږدمهالې کاري حافظې" مفهوم معرفي کړی او په اوږدمهالې حافظه کې یې "د بیاموندونکو جوړښتونو" د داسې مجموعې په توګه تعریف کړی چې د ورځنیو کارونو اړوندو نامحدودو معلوماتو ته لاسرسی شونی کوي. په دې توګه، د اوږدمهالې حافظې یوه برخه د کاري حافظې په توګه کار کوي. همدا ډول «کاون» هم کاري حافظه له اوږدمهالې حافظې څخه جلا سیستم نه ګڼي. د کاري حافظې نمایشونه د اوږدمهالې حافظې د نمایشونو یوه برخه ده. کاري حافظه په دوو ځای پر ځای شوو کچو کې تنظیم شوې ده. لومړۍ کچه د اوږدمهالې حافظې فعال نمایشونه دي. ممکنه ده چې دا ډول ډېر نمایشونه موجود وي – د تیورۍ له نظره په اوږدمهالې حافظه کې د نمایشونو د فعالېدو لپاره هېڅ محدودیت نهشته. دویمه کچه د پاملرنې تمرکز بلل کېږي. د پاملرنې تمرکز کم ظرفیت او لږ تر لږه څلور فعال نمایشونه لري. [۱۶][۱۷]
«اوبراور» د «کاون» ماډل ته درېیم اړخ ور زیات کړی چې د پاملرنې د تمرکز څه ناڅه محدوده بڼه ده، یعنې په یوه وخت کې یوازې یوه قطعه ساتلی شي. یو-عنصري تمرکز په څلور-عنصري تمرکز کې ځای پر ځای شوی او د پروسس لپاره د یوازې یوې واحدې قطعې د ټاکلو دنده لري. د بېلګې په توګه، د «کاون» د پاملرنې په تمرکز کې په یوه وخت کولای شو څلور شمېرې په ذهن کې وساتو. که کوم شخص وغواړي چې پر دغو شمېرو کومه پروسه اجرا کړي، د بېلګې په توګه هرې شمېرې ته «دوه» شمېره ور زیاته کړي، بیا د هرې شمېرې لپاره د جلا پروسس اړتیا ده، ځکه اکثریت کسان نهشي کولای د ریاضي ګڼې پروسې په موازي ډول مخ ته یوسي. د «اوبراور» د پاملرنې په ماډل کې یوه شمېره د پروسس لپاره ټاکل کېږي او بیا د پاملرنې تمرکز بلې شمېرې ته اړول کېږي او تر هغه دوام ورکول کېږي چې ټولې شمېرې پروسس شي.[۱۸][۱۹]
ظرفیت
سمولعموماً باور دا دی چې کاري حافظه کم ظرفیت لري. د لنډمهالې حافظې د ظرفي محدودیت په اړه په لومړیو ښودل شوو اندازو کې «اووه شمېره» په ۱۹۵۶ کال کې د مېلر لهخوا وړاندیز شوې ده. ده وویل چې د ځوانانو د معلوماتو د پروسس ظرفیت شاوخوا اووه عنصره دی چې دغه عناصر «قطعات» نومول کېږي؛ دا مهمه نه ده چې عناصر شمېرې وي، توري وي، کلمات وي یا نور واحدونه وي. نورو څېړنو وښوده چې دغه شمېر د کارېدونکو قطعاتو له ډول سره تړاو لري (د بېلګې په توګه، دغه اندازه ښايي د شمېرو لپاره شاوخوا اووه، د تورو لپاره شپږ او د کلمو لپاره پنځه وي). په ټولیز ډول د لفظي محتویاتو (شمېرو، تورو، کلماتو او نورو) لپاره د حافظې محدوده د محتوا په غږیزه پېچلتیا (د بېلګې په توګه د کلمو شمېر، د سېلابونو شمېر) او د محتویاتو په لغوي حالت (مثلاً دا چې د کلمو محتوا د شخص لپاره اشنا ده که نه) پورې اړه لري. ګڼ نور عوامل هم د شخص پر اندازه شوې محدوده اغېز لري او همدا لامل دی چې د څو قطعاتو په اندازه د لنډمهالې یا کاري حافظې ظرفیت ټاکل ستونزمن کار دی. له دې سره سره، «کوان» وايي چې کاري حافظه په ځوانانو کې شاوخوا څلور قطعې ظرفیت لري (او په ماشومانو او زړو مشرانو کې تر دې کم دی).[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
سرچینې
سمول- ↑ Miyake, A.; Shah, P., eds. (1999). Models of working memory. Mechanisms of active maintenance and executive control. Cambridge University Press. ISBN 0-521-58325-X.
- ↑ Diamond A (2013). "Executive functions". Annu Rev Psychol. 64: 135–168. doi:10.1146/annurev-psych-113011-143750. PMC 4084861. PMID 23020641.
WM (holding information in mind and manipulating it) is distinct from short-term memory (just holding information in mind). They cluster onto separate factors in factor analyses of children, adolescents, and adults (Alloway et al. 2004, Gathercole et al. 2004). They are linked to different neural subsystems. WM relies more on dorsolateral prefrontal cortex, whereas maintaining information in mind but not manipulating it [as long as the number of items is not huge (suprathreshold)] does not need involvement of dorsolateral prefrontal cortex (D’Esposito et al. 1999, Eldreth et al. 2006, Smith & Jonides 1999). Imaging studies show frontal activation only in ventrolateral prefrontal cortex for memory maintenance that is not suprathreshold.
WM and short-term memory also show different developmental progressions; the latter develops earlier and faster. - ↑ Malenka RC, Nestler EJ, Hyman SE (2009). "Chapter 13: Higher Cognitive Function and Behavioral Control". In Sydor A, Brown RY (eds.). Molecular Neuropharmacology: A Foundation for Clinical Neuroscience (2nd ed.). New York: McGraw-Hill Medical. pp. 313–321. ISBN 978-0-07-148127-4.
کينډۍ:Bull Executive function, the cognitive control of behavior, depends on the prefrontal cortex, which is highly developed in higher primates and especially humans.
کينډۍ:Bull Working memory is a short-term, capacity-limited cognitive buffer that stores information and permits its manipulation to guide decision-making and behavior. ...
working memory may be impaired in ADHD, the most common childhood psychiatric disorder seen in clinical settings ... ADHD can be conceptualized as a disorder of executive function; specifically, ADHD is characterized by reduced ability to exert and maintain cognitive control of behavior. Compared with healthy individuals, those with ADHD have diminished ability to suppress inappropriate prepotent responses to stimuli (impaired response inhibition) and diminished ability to inhibit responses to irrelevant stimuli (impaired interference suppression). ... Early results with structural MRI show thinning of the cerebral cortex in ADHD subjects compared with age-matched controls in prefrontal cortex and posterior parietal cortex, areas involved in working memory and attention. - ↑ Cowan, Nelson (2008). What are the differences between long-term, short-term, and working memory?. Prog. Brain Res. Progress in Brain Research. Vol. 169. pp. 323–338. doi:10.1016/S0079-6123(07)00020-9. ISBN 978-0-444-53164-3. PMC 2657600. PMID 18394484.
- ↑ Pribram, Karl H.; Miller, George A.; Galanter, Eugene (1960). Plans and the structure of behavior. New York: Holt, Rinehart and Winston. pp. 65. ISBN 978-0-03-010075-8. OCLC 190675.
- ↑ Baddeley A (October 2003). "Working memory: looking back and looking forward". Nature Reviews Neuroscience. 4 (10): 829–39. doi:10.1038/nrn1201. PMID 14523382. S2CID 3337171.
- ↑ Atkinson, R.C.; Shiffrin, R.M. (1968). Kenneth W Spence; Janet T Spence (eds.). Human Memory: A Proposed System and its Control Processes. The psychology of learning and motivation. Vol. 2. Academic Press. pp. 89–195. doi:10.1016/S0079-7421(08)60422-3. ISBN 978-0-12-543302-0. OCLC 185468704.
- ↑ Fuster, Joaquin M. (1997). The prefrontal cortex: anatomy, physiology, and neuropsychology of the frontal lobe. Philadelphia: Lippincott-Raven. ISBN 978-0-397-51849-4. OCLC 807338522.کينډۍ:Page needed
- ↑ Fuster, Joaquin (2008). The prefrontal cortex (4 ed.). Oxford, UK: Elsevier. p. 126. ISBN 978-0-12-373644-4.
- ↑ Benton, A. L. (1991). "The prefrontal region:Its early history". In Levin, Harvey, S.; Eisenberg, Howard, M.; Benton, Arthur, L. (eds.). Frontal lobe function and dysfunction. New York: Oxford University Press. p. 19. ISBN 978-0-19-506284-7.
- ↑ Baddeley, Alan D.; Hitch, Graham (1974). Gordon H. Bower (ed.). Working Memory. The psychology of learning and motivation. Vol. 2. Academic Press. pp. 47–89. doi:10.1016/S0079-7421(08)60452-1. ISBN 978-0-12-543308-2. OCLC 777285348.
- ↑ Levin, E.S. (2011). Working Memory : Capacity, Developments and Improvement Techniques. New York: Nova Science Publishers, Inc.
- ↑ Weiten, W. (2013). Variations in psychology (9 ed.). New York: Wadsworth. pp. 281–282.
- ↑ Weiten, W. (2013). Variations in psychology (9 ed.). Belmont, CA: Wadsworth. pp. 281–282.
- ↑ Baddeley, A. D. (2000). "The episodic buffer: a new component of working memory?" (PDF). Trends Cogn. Sci. 4 (11): 417–423. doi:10.1016/S1364-6613(00)01538-2. PMID 11058819. S2CID 14333234.
- ↑ Ericsson, K. A. & Kintsch, W. (1995). "Long-term working memory". Psychological Review. 102 (2): 211–245. doi:10.1037/0033-295X.102.2.211. PMID 7740089.
- ↑ Cowan, Nelson (1995). Attention and memory: an integrated framework. Oxford [Oxfordshire]: Oxford University Press. ISBN 978-0-19-506760-6. OCLC 30475237.کينډۍ:Page needed
- ↑ Schweppe, J. (2014). "Attention, working memory, and long-term memory in multimedia learning: A integrated perspective based on process models of working memory". Educational Psychology Review. 26 (2): 289. doi:10.1007/s10648-013-9242-2. S2CID 145088718.
- ↑ Oberauer K (May 2002). "Access to information in working memory: exploring the focus of attention". Journal of Experimental Psychology: Learning, Memory, and Cognition. 28 (3): 411–21. CiteSeerX 10.1.1.163.4979. doi:10.1037/0278-7393.28.3.411. PMID 12018494.
- ↑ Miller GA (March 1956). "The magical number seven plus or minus two: some limits on our capacity for processing information". Psychological Review. 63 (2): 81–97. CiteSeerX 10.1.1.308.8071. doi:10.1037/h0043158. PMID 13310704. Republished: Miller GA (April 1994). "The magical number seven, plus or minus two: some limits on our capacity for processing information. 1956". Psychological Review. 101 (2): 343–52. doi:10.1037/0033-295X.101.2.343. hdl:11858/00-001M-0000-002C-4646-B. PMID 8022966.
- ↑ Service, Elisabet (1998-05-01). "The Effect of Word Length on Immediate Serial Recall Depends on Phonological Complexity, Not Articulatory Duration". The Quarterly Journal of Experimental Psychology Section A. 51 (2): 283–304. doi:10.1080/713755759. ISSN 0272-4987. S2CID 220062579.
- ↑ Hulme, Charles; Roodenrys, Steven; Brown, Gordon; Mercer, Robin (November 1995). "The role of long-term memory mechanisms in memory span". British Journal of Psychology. 86 (4): 527–36. doi:10.1111/j.2044-8295.1995.tb02570.x.
- ↑ Cowan, Nelson (2001). "The magical number 4 in short-term memory: A reconsideration of mental storage capacity". Behavioral and Brain Sciences. 24 (1): 87–185. doi:10.1017/S0140525X01003922. PMID 11515286.