کارولین پورکو

کارولین سي. پورکو (زوکړه: د ۱۹۵۰ زکال د مارچ ۶مه) امریکايي سیاره پوهه ده چې د لمریز نظام د بیرونۍ برخې اړوند ېې کشفي چارې ترسره کړې؛ هغې خپلې څېړنیزې چارې په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د وویجر ماموریت پر مهال له مشتري، زحل، اورانوس او نیپتون څخه د انځورونو په اخیستو پیل کړې. نوموړې د زحل په چاپېر کې د کاسیني ماموریت پر مهال د انځور اخیستنې د علمي ډلې رهبري وکړه. هغه د سیاروي کړیو او د زحل د انسلادوس سپوږمۍ متخصصه ده. [۱]

پورکو د سیاروي موضوعاتو اړوند له ۱۱۰ څخه زیاتې علمي مقالې لیکلې چې د اورانوس او نیپتون له طیف سنجۍ رانیولې، د ستورو ترمنځ د چاپېریال، د سیاروي کړیو د نوري سنجش، د سپوږمکیو/حلقو داخلي غبرګون، د سیاروي کړیو کمپیوټري شبېه سازي، د تریتون د قطبي خولیو د حرارتي تعادل، د مشتري دننه د تودوخې جریان او د کاسیني ماموریت پر مهال له اتومسفیر، سپوږمیکو او د زحل د کړیو څخه د اخیستل شوو انځورونو تر پایلو پورې موضوعات په ځان کې رانغاړي. په ۲۰۱۳ زکال کې د کاسیني ماموریت معلوماتو ۱۹۹۳ زکال ته اړونده هغه وړاندوینه تائید کړه چې پورکو او مارک مارلي وړاندې کړې وه او څرګندوله یې چې د زحل سیارې دننه انګازوي اهتزازونه د زحل په کړیو کې د ځانګړو ځانګړنو د رامنځته کېدو لامل ګرځي. [۲][۳][۴]

پورکو د هغې ورځې چې ځمکې وخندل (The Day the Earth Smiled) په نامه انځورونو د اخیستنې بنسټګره ده. نوموړې همدارنګه مشهور ځمک پېژندونکي یوجین شومېکر ته د درناوي کولو په موخه داسې وړاندیز وکړ چې پر مټ یې په ۱۹۹۸ زکال کې د لونار پرسپېکټور ستورمزلي پر مټ د هغه د جسد ایرې سپوږمۍ ته ولېږل شوې. [۵][۶]

د یوې مخکښې عامه ویناوالې په توګه هغې خپلې دوه مشهورې ویناوې په ټېډ کې وکړې، ورته مهال یې د پانګیا ورځې د پرانیسټ غونډې وینا وکړه چې د ۲۰۰۸ زکال په مۍ میاشت کې د نړۍ له شپږو ښارونو څخه په کې نړیوالو بنسټونو او رسنیو ونډه اخیستې وه او هغې په کې د انسان د شتون کیهاني زمینه تشرېح کړه. پورکو د ساینس او عامه چارو په برخو کې د خپلې ونډې له امله ګڼ شمېر جوایز او ویاړونه خپل کړي. د بېلګې په توګه په ۲۰۰۹ زکال کې نیوسټېټزمن مجلې دا له پنځوسو هغو کسانو څخه وګڼله چې نن ورځ مهم کسان دي. [۷][۸][۹][۱۰]

په ۲۰۱۰ زکال کې پورکو د کارل ساګان مډال ترلاسه کړ چې د متحده ایالاتو د نجومي ټولنې له خوا عامو وګړو ته د علومو د وړاندې کولو په ویاړ ورکړل شو. په ۲۰۱۲ زکال نوموړې د ټایمز مجلې له خوا په فضایي برخه کې له ۲۵ ډېرو اغېزمنو کسانو څخه وګڼل شوه. [۱۱][۱۲]

لومړنی ژوند او زده کړې سمول

پورکو په نیویارک ښار کې وزیږېده. نوموړې په ۱۹۷۰ زکال کې د کارډینال سپېلمن له عالي لیسې فارغه شوه چې د نیویارک ښار په برانکس نومې برخه کې یې موقعیت درلود.

نوموړې په ۱۹۷۴ زکال کې د سټوني بروک پوهنتون څخه د ځمکنيو او فضايي علومو په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ. هغې په ۱۹۸۳ زکال کې د کالیفورنیا د ټکنالوژۍ له انستیتیوت څخه د سیاروي علومو په څانګه کې د جیولوژیکي او سیاروي علومو له برخې څخه د دوکتورا سند ترلاسه کړ. هغې د دوکتورا پای لیک د ډینامیکي موضوعاتو د پروفیسور پیټر ګولډریچ تر نظر لاندې د زحل په کړیو کې د وویجر مامویت پر اکتشافاتو باندې د تمرکز پر مټ ولیکه. [۱۳][۱۴][۱۵]

مسلکي ژوند سمول

وویجر سمول

د ۱۹۸۳ زکال په مني کې پورکو د اریزونا په پوهنتون کې د سیاروي علومو په پوهنځي کې شامله شوه؛ همدغه کال هغه د وویجر ماموریت د انځور اخیستنې له ډلې سره مل شوه. وروسته بیا په ۱۹۸۶ زکال کې اورانوس او په ۱۹۸۹ زکال کې نیپتون ته د وویجر ۲ ماموریت یو له فعالو ونډه والو څخه وه چې له نیپتون سره د مخ کېدو پر مهال یې په وویجر ماموریت کې په کړیو باندې د کارکوونکې انځور اخیستونکې ډلې مشري پر غاړه لرله.

پورکو د لومړي ځل لپاره د وویجر ماموریت پر مټ د زحل په کړیو کې د کشف شوو غیرعادي کوچنیو کړیو او «د هغو د څوکو» اړوند توضېحات وړاندې کړل؛ څو هغه میکانېزم واضح کړي چې د وویجر پر مټ کشف شوې کوردلیا او افلیا سپوږمۍ د اورانین کړیو له خوا چاپېرې کېږي، همدارنګه یې واضحه کړه چې د نیپتون حلقوي کمانونه د وویجر پر مټ کشف شوې ګالتیا سپوږمۍ چاپېره کوي. سربېره پر دې نوموړې د دغې نظریې یو له مبتکرینو څخه وه چې د وویجر ۱ ستورمزلي پر مټ د سیارو انځورونه واخیستل شي، همدا و چې نوموړې په ۱۹۹۰ زکال کې د دغه ډول انځور اخیستنې په طراحۍ او اجرا کې ونډه واخیسته؛ یو له دغو انځورونو څخه یې د ځمکې انځور و چې د کم رنګه آبي نقطې د انځور په نامه شهرت لري. [۱۶]

پوهنتوني دندې سمول

پورکو له ۱۹۸۳ زکال څخه تر ۲۰۰۱ زکال پورې د اریزونا پوهنتون په علمي پلاوي کې خدمت وکړ او په ۱۹۹۱ زکال کې یې د استادۍ ځایګي ته لاسرسی وموند. هغې د لیسانس او ماسټرۍ دورې زده کړیالانو ته تدریس کاوه چې د اریزونا پوهنتون د ویاړونو د ورکړې د مرکز له خوا یې د پنځه ستوریزې علمي جایزې د پنځو وروستیو کسانو په نوملړ کې ځای درلود؛ دغې جایزې ته نوماند د زده کړیالانو له خوا ټاکل کېده چې دغه جایزه د لیسانس د کچې ښوونکو ته ورکول کېده.

پورکو د کلراډو په بولډر کې د فضایي علومو د انستیتیوت مخکښه څېړنیزه غړې او همدارنګه په بولډر کې د کلراډو د پوهنتون همکاره ښوونکې وه.

د ناسا سلاکاریت سمول

پورکو د لمریز نظام د کشفي فرعي کمېټې، د مریخ د مشاهداتي څېړنیزې ډلې او د لمریز نظام د لارې د نقشې د پراختیايي ډلې په څېر د ناسا په یو شمېر مهمو مشورتي کمېټو کې د غړیتوب له امله د امریکا د سیاروي اکتشافاتو د پروګرام په مخته وړو کې فعاله ونډه لرله. د ۱۹۹۰مې لسیزې په نیمايي کې نوموړې د ناسا د یوې کوچنۍ سلاکارې کاري ډلې د مشرې په توګه وټاکل شوه څو د لمریز نظام د بیرونیو ماموریتونو اړوند څېړنې وکړي او هغو ته پراختیا ورکړي. سربېره پر دې نوموړی د ناسا او د علومو د ملي اکاډمۍ په ملاتړ د لمریز نظام د یوې لسیزې د سروې په موخه د جوړې شوې ډلې مرستیالي وکړه.

جایزې او ویاړونه سمول

په لندن کې د سنډې ټایمز مجلې په ۱۹۹۹ زکال کې پورکو د ۲۱مې پېړۍ له ۱۸ مخکښو علمي رهبرانو څخه وبلله، همدارنګه د انډسټري ویک مجلې هغه د سټار ټو واچ ډلې «Stars to Watch» په ۵۰ کسیز نوملړ کې شامله کړه. په ۲۰۰۸ زکال کې نوموړې د وایرډ مجلې له خوا د هغو ۱۵ ځیرکو کسانو په نوملړ کې شامله شوه چې راتلونکی ولسمشر به هغوی ته غوږ نیسي (Smart List: 15 People the Next President Should Listen To).[۱۷][۱۸][۱۹]

پورکو په ۲۰۰۸ زکال کې د امریکا د بشرپالونکې ټولنې له خوا د ایزاک اسیموف علمي جایزه ترلاسه کړه.[۲۰][۲۱]

د ۲۰۰۹ زکال په مۍ میاشت کې پورکو له سټوني بروک پوهنتون څخه چې د هغو یو له زده کړیالانو څخه وه، د ساینس په برخه کې افتخاري دوکتورا واخیسته.[۲۲][۲۳]

د ۲۰۰۹ زکال په سپټمبر میاشت کې پورکو د هانټینګټون کتابتون د علمي لیکوالانو فیلوشېپ د ۲۰۱۰ زکال لپاره ترلاسه کړ. همدغه میاشت نیو سټېټزمن مجلې نوموړې یو له هغو ۵۰ کسانو څخه اعلان کړه چې نن ورځ مهم کسان دي. [۲۴][۲۵]

د ۲۰۰۹ زکال په اکتوبر میاشت کې هغې او بابک امین تفرشي دواړو د خپلو انځوریزو چارو له امله د ۲۰۰۹ زکال د لنارت نېلسون جایزه ترلاسه کړه.[۲۶]

د ۲۰۱۰ زکال په اکتوبر میاشت کې پورکو د متحده ایالاتو د نجومي ټولنې د سیاروي علومو د برخې له خوا عامو وګړو ته د علومو د رسولو په برخه کې د خپلو هڅو له امله د کارل ساګان مډال ترلاسه کړ. [۲۷]

په ۲۰۱۱ زکال کې نوموړې د کالیفورنیا د ټکنالوژۍ له انستیتیوت څخه د مخکښو ښوونکو جایزه ترلاسه کړه، دا د تدریس په برخه کې تر ټولو لوی ویاړ دی چې د کالیفورنیا د ټکنالوژۍ د انستیتیوت له خوا هر کال ورکول کېږي.[۲۸]

پورکو په ۲۰۱۲ زکال کې د ټایمز مجلې له خوا په فضا کې د ۲۵ اغېزمنو کسانو څخه وبلل شوه.[۲۹]

پورکو په ۲۰۲۰ زکال کې له کایناتو څخه د واقعي او رنګین انځور په اخیستنه کې د استثنايي مرستې له امله د سیکنز جایزه ترلاسه کړه؛ دغه انځور د ۲۰۲۲ زکال د اکتوبر په ۲مه خپور شو. [۳۰]

سرچينې سمول

  1. "Cassini Solstice Mission: Team Members". JPL. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Cassini Imaging Team Science Results". CICLOPS. د اصلي آرشيف څخه پر July 13, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Hedman, M. M.; Nicholson, P. D. (2013). "Kronoseismology: Using density waves in Saturn's C ring to probe the planet's interior". The Astronomical Journal. 146 (1): 12. arXiv:1304.3735. Bibcode:2013AJ....146...12H. doi:10.1088/0004-6256/146/1/12. S2CID 119109859. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Marley, M. S.; Porco, C. C. (1993). "Planetary Acoustic Mode Seismology: Saturn's Rings". Icarus. 106 (2): 508–524. Bibcode:1993Icar..106..508M. doi:10.1006/icar.1993.1189. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Porco, C. C. (February 2000). "Destination Moon" (PDF). Astronomy. د کتاب پاڼي 52–55. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Porco, C. C. (April 13, 2006). "Eugene M. Shoemaker: A Tribute". CICLOPS. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Porco, C. C. (March 2007). "This is Saturn". TED. د اصلي آرشيف څخه پر February 26, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Porco, C. C. (February 2009). "Could a Saturn Moon Harbor Life?". TED. د اصلي آرشيف څخه پر February 22, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Pangea Day Intro". YouTube. May 10, 2008. مؤرشف من الأصل في ۱۲ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignore
  10. "The 50 people who matter today: 31-40". New Statesman. September 24, 2009. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Bjerklie, D. (Fall 2012). "The 25 Most Influential People in Space" (PDF). TIME. د کتاب پاڼي 88–99. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر مې 15, 2013 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Cassini Imaging Leader Honored With American Astronomical Society Carl Sagan Award". CICLOPS. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Cassini Imaging Leader Honored With American Astronomical Society Carl Sagan Award". CICLOPS. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. . Retiring SBU President Shirley Strum Kenny Confers Degrees At Her Final Commencement Ceremony. Stony Brook University
  15. Thesis Carolyn Porco: Voyager Observations of Saturn's Rings. 1. The Eccentric Rings at 1.29, 1.45, 1.95 and 2.27 Rs. 2. The Periodic Variation of Spokes - website of the Library of Caltech
  16. Sagan, C. (1997). Pale Blue Dot: A Vision of the Human Future in Space. Ballantine Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-345-37659-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Pospisil, Vivian (December 21, 2004). "50 R&D Stars to Watch". Industry Week. د لاسرسي‌نېټه April 3, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په January 10, 1999 باندې). [{{{url}}} The brains behind the 21st century]. The Sunday Times.
  19. "The 2008 Smart List: 15 People the Next President Should Listen To". Wired magazine. September 22, 2008. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Alan Chamberlin. "JPL Small-Body Database Browser". Ssd.jpl.nasa.gov. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Humanists to Honor Lead Imaging Scientist on the Cassini Saturn Project". Americanhumanist.org. د اصلي آرشيف څخه پر May 14, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Cassini Imaging Leader Awarded Honorary Degree from Stony Brook University". Cassini Imaging Central Laboratory for Operations (CICLOPS). مې 21, 2009. د اصلي آرشيف څخه پر July 10, 2011 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. . Retiring SBU President Shirley Strum Kenny Confers Degrees At Her Final Commencement Ceremony. Stony Brook University
  24. "Carolyn Porco Awarded Huntington Science Writer Fellowship". Diamondskyproductions.com. د اصلي آرشيف څخه پر February 24, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "The 50 people who matter today: 31-40". New Statesman. September 24, 2009. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Lennart Nilsson Award". Lennartnilssonaward.se. د اصلي آرشيف څخه پر September 26, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Cassini Imaging Leader Honored With American Astronomical Society Carl Sagan Award". CICLOPS. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Kathy Svitil (مې 14, 2011). "Caltech Names Five Distinguished Alumni". Media.caltech.edu. د اصلي آرشيف څخه پر January 26, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Bjerklie, D. (Fall 2012). "The 25 Most Influential People in Space" (PDF). TIME. د کتاب پاڼي 88–99. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر مې 15, 2013 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Awarding Sikkens Prize 2020/2022 and anniversary film". Sikkens Prize. August 25, 2022. د لاسرسي‌نېټه September 24, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)