کارولین اس. شومېکر

کارولین ژان سپلمن شومېکر (زوکړه: د ۱۹۲۹ زکال د جون ۲۴مه – مړینه: د ۲۰۲۱ زکال د اګست ۱۳مه) امریکايي ستورپوهه او د شومېکر لکۍ لرونکي ستوري – لیوي ۹ له کشف کوونکو څخه وه. هغې ۳۲ لکۍ لرونکي ستوري (چې د یوه کس له خوا تر ټولو ډېر کشف شوي لکۍ لرونکي ستوري دي) او ۵۰۰ کوچنۍ آسماني ډبرې کشف کړې دي. [۱][۲][۳]

نوموړې په تاریخ، سیاسي علومو او انګلیسي ادبیاتو کې د علمي اسنادو له ترلاسه کولو سربېره له ساینس سره تر هغه مهاله چندان لېوالتیا نه لرله، کله چې یې له ځمکپوه یوجین مرل شومېکر سره وپېژندل او له هغه سره یې واده وکړ. د ستورپوهنې په برخه کې د نوموړې چارې هغه مهال پیل شوې چې غوره سټریوسکوپیک لید یې توضېح کړ او په ځانګړې توګه یې ځمکې ته په نږدې فضا کې په لوړ کیفیت د اجسامو د لټون لارې چارې وموندلې. دغه واقعیت ته په پام چې د هغې تحصیلي اسناد د ساینس په برخه کې نه و، خو د بصري وړتیاوو له امله د کالیفورنیا د ټکنالوژۍ په انستیتیوت کې د خپل مېړه په رهبرۍ علمي پلاوي کې د څېړنیزې همکارې په توګه وګمارل شوه. هغې د ستورپوهنې په برخه کې ریکارډ لرونکو اکتشافاتو ته دوام ورکړ او همدارنګه یې ګڼ شمېر افتخاري مدارک او مسلکي جوایز ترلاسه کړل. [۴]

شخصي ژوند سمول

شومېکر د ۱۹۲۹ زکال د جون په ۲۴مه د نیومکسیکو په ګالوپ سیمه کې د هیزل او لئونارډ سپلمن په کورنۍ کې وزیږېده. د هغوی کورنۍ بیا د کالیفورنیا چیکو ښار ته کډه وکړه، چېرې چې دا له خپل ورور ریچارډ سره یوځای را لویه شوه. هغې د تاریخ، سیاسي علومو او انګریزي ادبیاتو په برخه کې د لیسانس او ماسټرۍ سندونه د چیکو له دولتي پوهنتون څخه ترلاسه کړل. [۵][۶][۷]

هغه مهال چې ورور یې د کالیفورنیا د ټکنالوژۍ په پوهنتون کې زده کړې کولې د هغه د خونې شریک د لیسانس د زده کړو ځوان زده کړیال یوجین «جین» شومېکر و. کارولین د لومړي ځل لپاره له نوموړي سره د ۱۹۵۰ زکال په اوړي کې د خپل ورور په واده کې ولیدل. شومېکر له پوهنتون څخه له فراغت وروسته نیوجرسي ته کډه شو څو د پرینسټون په پوهنتون کې د دوکتورا په کچه زدکړې وکړي. هغه بېرته کالیفورنیا ته راوګرځېد څو د ریچارډ د غوره کس په توګه خدمت وکړي. خو هغه مهال چې شومېکر بېرته پرینسټون ته د زده کړو په موخه ولاړ، کارولین او هغه دوستانه اړیکه جوړه کړه او بیا دواړه کامبرلنډ فلاټ ته په یوه دوه اونیز سفر ولاړل. دوی دواړو د ۱۹۵۱ زکال د اګست په ۱۸مه واده وکړ او د کریسټي، لینډا او پاتریک په نومونو یې درې ماشومان وزیږېدل. [۸][۹]

د شومېکر کورنۍ وړاندې له دې چې د اریزونا په فلګسټاف سیمه کې استوګنه شي د کلراډو په ګرانډ جنکشن، د کالیفورنیا په مینلو پارک او د کالیفورنیا په پاسادنا سیمو کې یې ژوند وکړ. په اریزونا کې هغې او مېړه یې د لوول په رصد خانه کې یوځای کار کاوه. کارولین او جین په ۱۹۹۷ زکال کې په اسټرالیا کې موټر ټکر کړ. جین ځای پر ځای ومړ، خو کارولین شدیده ټپي شوه. [۱۰][۱۱]

شومېکر د ۲۰۲۱ زکال د اګست په ۱۳ مه د لوېدو له پېښې وروسته د ۹۲ کلونو په عمر مړه شوه. [۱۲][۱۳]

مسلکي چارې سمول

له واده ډېر ژر وروسته د نوموړې لومړنۍ دنده د ښوونځي اووم ټولګي ته تدریس و. هغه چې د ښوونکي توب له کسبه ناخوښه وه، دنده یې پرېښوده او د کورنۍ جوړولو ته یې مخه کړه. د متحده ایالاتو د جیولوژیکي سروې د ستورپوهنې د مرکز لپاره د شومېکر ژوند لیک لیکونکې ماري چپمن لیکلي: «کارولین یوه خون ګرمه، زړه سواندې او ډېره باصبره ښځه وه، خو وړتیاوې یې د یو غیر روزنیز چاپېریال لپاره مناسبې وې». وروسته له هغه چې ماشومان یې را لوی شول او له کوره ووتل، شومېکر د کار په لټون کې شوه. هغې په ځوانۍ کې هېڅکله له علمي موضوعاتو سره لیوالتیا نه لرله. ورته مهال یې د ځمک پوهنې اړوند هم یوه دوره تېره کړې وه، خو هغه ورته ډېره ستړې کوونکې چاره ښکارېده. راپور ورکړل شوی چې هغې یو ځل نورو کسانو ته ویلي و، «هغه مهال چې جین ورته ځمک پوهنه تشرېح کړه، هاغه ډول چې ستړې کوونکې موضوع یې بلله، داسې نه وه بلکې ورته په یوې هیجان پارونکې او جالبې موضوع واوښته». [۱۴][۱۵]

هغې د خپل مېړه په وړاندیز د لوول رصدخانې له زده کړیالۍ څخه د ستورپوهنې په مطالعه پیل وکړ. وروسته یې بیا د خپل مېړه د میداني چارو د همکارې په توګه کار ته مخه کړه. هغې په خپل لټون کوونکي پروګرام کې د مشتري سیارې سره د ټکرونو له امله د رامنځته شوو خولو د نقشې جوړونې او تحلیل په برخه کې کار وکړ.[۱۶][۱۷]

کارولین شومېکر د ستورپوهنې په برخه کې چارې په ۱۹۸۰ زکال کې د ۵۱ کلنۍ په عمر د کالیفورنیا په پاسادنا کې د کالیفورنیا د ټکنالوژۍ په انستیتیوت او د کالیفورنیا د سن ډیګو په پالومار رصد خانه کې د لکۍ لرونکو ستورو او اسماني ډبرو په لټون پیل کړ. همدغه کال شومېکر د متحده ایالاتو د جیولوژیکي سروې په اداره کې د ستورپوهنې د څانګې د همکارې ساینس پوهې په توګه وګمارل شوه او له ۱۹۸۹ زکال څخه وروسته یې د شمالي اریزونا په پوهنتون کې د ستورپوهنې په برخه کې د څېړنیزې پروفیسرې په توګه په کار پیل وکړ. هغې خپلې چارې د لکۍ لرونکو ستورو او هغو اسماني ډبرو په لټون پیل کړ چې له سیارو څخه تېرېدلې. شومېکرز له ستورپېژندونکي ډیوېد ایچ. لیوي سره په ګډه د شومېکر – لیوي ۹ په نامه هغه ټوټه ټوټه شوی لکۍ داره ستوری کشف کړ چې د ۱۹۹۳ زکال د مارچ میاشتې په ۲۴مه یې د مشتري مدار قطع کړ.[۱۸][۱۹][۲۰]

د ۱۹۸۰مې او ۱۹۹۰مې لسیزې پر مهال نوموړې په پالومار رصدخانه کې د لید د پراخه زاویه لرونکي تلسکوپ څخه د اخیستل شوو فلمونو پر مټ له یو سټریوسکوپ څخه د هغو اجسامو په موندلو کې کار واخیست چې د ثابتو ستورو د بګرونډ سره په مخالفت کې حرکت لري. [۲۱]

په ۱۹۹۷ زکال کې د موټر د ټکر د هغې پېښې څخه چې مېړه یې په کې مړ شو، ورته د اوښتو ټپونو له جوړېدو وروسته یې بیاځلي په لوول رصد خانه کې له لیوي سره کار ته مخه کړه. نوموړې لږ تر لږه تر ۲۰۰۲ زکال پورې په فعاله توګه د ستورو په مشاهداتي چارو کې ونډه واخیسته. په ۲۰۰۲ زکال کې شومېکر ته د ۳۲ لکۍ لرونکو ستورو او همدارنګه د ۵۰۰ اسماني ډبرو د کشف اعتبار اړوند وبلل شو. [۲۲][۲۳]

جایزې او ویاړونه سمول

۴۴۴۶ کارولین هېلډیان اسماني ډبره چې د هغې د همکار اډوارډ باول له خوا په ۱۹۸۵ زکال کې په لوول رصد خانه کې کشف شوه د هغې په ویاړ د کارولین په نوم ونومول شوه. شومېکر په ۱۹۸۸ زکال کې د رېټن هاوس نجومي ټولنې څخه د رېټن هاوس مډال ترلاسه کړ. همدارنګه یې په ۱۹۹۵ زکال کې د رېټن هاوس نجومي ټولنې څخه د کال د ساینس پوهې جایزه ترلاسه کړه. [۲۴][۲۵][۲۶]

شومېکر په ۱۹۹۶ زکال کې د اریزونا په فلګسټاف ښار کې د شمالي اریزونا له پوهنتون او همدارنګه د ناسا له ادارې څخه افتخاري دوکتورا ترلاسه کړه. په ۱۹۸۸ زکال کې د متحده ایالاتو د علومو ملي اکاډمۍ دواړه شومېکران د جمیزکرېګ واټسون د مډال د ترلاسه کولو لپاره معرفي کړل. [۲۷][۲۸]

سرچينې سمول

  1. Mestel, Rosie (جولای 9, 1994). "Carolyn Shoemaker and 'Her Comet'". New Scientist (په انګلیسي ژبه کي). Vol. 143 no. 1933. د کتاب پاڼې 23. مؤرشف من الأصل في مارچ 3, 2012. د لاسرسي‌نېټه مارچ 3, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Chapman, Mary G. (مې 17, 2002). "Carolyn Shoemaker". Astrogeology Research Program (په انګلیسي ژبه کي). United States Geological Survey. مؤرشف من الأصل في نومبر 11, 2017. د لاسرسي‌نېټه اګست 28, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 2019-08-11 باندې). Carolyn Shoemaker has discovered 32 comets and more than 500 asteroids.
  4. Chapman, Mary G. (مې 17, 2002). "Carolyn Shoemaker". Astrogeology Research Program (په انګلیسي ژبه کي). United States Geological Survey. مؤرشف من الأصل في نومبر 11, 2017. د لاسرسي‌نېټه اګست 28, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Chapman, Mary G. (مې 17, 2002). "Carolyn Shoemaker". Astrogeology Research Program (په انګلیسي ژبه کي). United States Geological Survey. مؤرشف من الأصل في نومبر 11, 2017. د لاسرسي‌نېټه اګست 28, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Stange, Mary Zeiss; Oyster, Carol K.; Sloan, Jane E. (فبروري 23, 2011). Encyclopedia of Women in Today's World (په انګلیسي ژبه کي). SAGE Publishing. د کتاب پاڼې 1344. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4129-7685-5. د لاسرسي‌نېټه جون 22, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Wayne, Tiffany K. (2011). American women of science since 1900 (په انګلیسي ژبه کي). 2. Santa Barbara, California: ABC-Clio. OCLC 702118874. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59884-159-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Chapman, Mary G. (مې 17, 2002). "Carolyn Shoemaker". Astrogeology Research Program (په انګلیسي ژبه کي). United States Geological Survey. مؤرشف من الأصل في نومبر 11, 2017. د لاسرسي‌نېټه اګست 28, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Gene Shoemaker, American astrogeologist". Encyclopædia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). جولای 14, 2021. مؤرشف من الأصل في نومبر 30, 2021. د لاسرسي‌نېټه مارچ 4, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Shoemaker, Carolyn (نومبر 27, 1998). "Space-Where Now, and Why?". Science. 282 (5394): 1637–1638. Bibcode:1998Sci...282.1637S. doi:10.1126/science.282.5394.1637. ISSN 0036-8075. JSTOR 2896833. S2CID 130632437. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Gene Shoemaker, American astrogeologist". Encyclopædia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). جولای 14, 2021. مؤرشف من الأصل في نومبر 30, 2021. د لاسرسي‌نېټه مارچ 4, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 2021-09-01 باندې). Carolyn Shoemaker, Hunter of Comets and Asteroids, Dies at 92.
  13. "In Memoriam: Carolyn Shoemaker, 1929–2021". Planetary News. اګست 17, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 2019-08-11 باندې). Carolyn Shoemaker has discovered 32 comets and more than 500 asteroids.
  15. Chapman, Mary G. (مې 17, 2002). "Carolyn Shoemaker". Astrogeology Research Program (په انګلیسي ژبه کي). United States Geological Survey. مؤرشف من الأصل في نومبر 11, 2017. د لاسرسي‌نېټه اګست 28, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Wayne, Tiffany K. (2011). American women of science since 1900 (په انګلیسي ژبه کي). 2. Santa Barbara, California: ABC-Clio. OCLC 702118874. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59884-159-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Wayne, Tiffany K. (2011). American women of science since 1900 (په انګلیسي ژبه کي). 2. Santa Barbara, California: ABC-Clio. OCLC 702118874. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59884-159-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په May 2001 باندې). She's Looking Out for Us. American Association of Petroleum Geologists
  19. (په 2002-04-11 باندې). Comet hunter Carolyn Shoemaker to speak at Cornell April 21. Cornell Chronicle.
  20. Levy, David H. (جولای 16, 2014). "Comet Shoemaker-Levy 9: 20 years later". Sky & Telescope (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه اګست 31, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Chapman, Mary G. (مې 17, 2002). "Carolyn Shoemaker". Astrogeology Research Program (په انګلیسي ژبه کي). United States Geological Survey. مؤرشف من الأصل في نومبر 11, 2017. د لاسرسي‌نېټه اګست 28, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Shoemaker, Carolyn (نومبر 27, 1998). "Space-Where Now, and Why?". Science. 282 (5394): 1637–1638. Bibcode:1998Sci...282.1637S. doi:10.1126/science.282.5394.1637. ISSN 0036-8075. JSTOR 2896833. S2CID 130632437. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 2019-08-11 باندې). Carolyn Shoemaker has discovered 32 comets and more than 500 asteroids.
  24. "4446 Carolyn (1985 TT)". Minor Planet Center. د لاسرسي‌نېټه مارچ 14, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Remembering Carolyn S. Shoemaker (1929–2021) | U.S. Geological Survey". www.usgs.gov (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جنوري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په 2002-04-11 باندې). Comet hunter Carolyn Shoemaker to speak at Cornell April 21. Cornell Chronicle.
  27. "James Craig Watson Medal" (په انګلیسي ژبه کي). National Academy of Sciences. مؤرشف من الأصل في جنوري 24, 2012. د لاسرسي‌نېټه مارچ 4, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Chapman, Mary G. (مې 17, 2002). "Carolyn Shoemaker". Astrogeology Research Program (په انګلیسي ژبه کي). United States Geological Survey. مؤرشف من الأصل في نومبر 11, 2017. د لاسرسي‌نېټه اګست 28, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)