کارن:Wahidullah Elham/تمرین مخ

حمادیه اسلامیه مدرسه کندهار

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لاهله والصلاة علی اهلها؛

وبعد؛

پتمنو او عزتمنو اورېدونکو!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته؛

د تعلیم القرآن اسلامي راډیو ستر اهداف د دیني پوهي خپرول او د حق و لاري ته دعوت دي. تعلیم القرآن راډیو هیڅ ګوند او هیڅ غورځنګ ته منسوبه نه ده او نه هم نا ولسي خدمت بلکي صرف د ولس لپاره  دیني او اجتماعي خدمت کوي.

درنو اورېدونکو! تعلیم القرآن راډیو د حمادیه مدرسې د خدماتو د څانګو یوه نوې تعلیمي او تربیوي څانګه ده. حمادیه اسلامیه مدرسه چي په ۱۳۹۰ هجري لمریز کال د جید او هڅاند عالم مولوي عبدالهادي حماد المفتي حفظه الله له لوري تاسیس سوې ده، د خپلو هیوادوالو لپاره د نشر و اشاعت، تعلیم و وتربیه او د دعوت په لاره کي خدمات لري.

د حمادیه اسلامیه مدرسې د خدماتو لاندي څانګي د یادوني وړ دي:

د دیني زده کړو لپاره صنفواره او حلقوي درسونه:

دارالافتاء یعني د خلکو د دیني پوښتنو د جوابونو څانګه، چي  د مسلمانو وروڼو او خوندیو  د دیني پوهي د زياتېدو لپاره د دوی دیني پوښتني د حنفي مذهب په رڼا کي جوابوي.

د تالیف او ترجمې څانګه:

چي د مسلمانو وروڼو او خوندیو د علمي سویې لوړولو لپاره ډول ډول تالیفات، تصنیفات او ژباړي په ښه کیفیت چاپ او ټولني ته وړاندي کوي.

نداء القرآن مجله:

چي دیني او ټولنیز خدمات پکښي وړاندي کیږي.

د مدرسې ویب سایټ:

د حمادیه اسلامي مدرسې په ویب سایټ کي کتابتون، دارالافتاء، ږغیږ درسونو،  په ږغیږ او لیکنیږ ډول د قرآنکریم ترجمه، د احادیثو درس،  مقالې او داسي نور خپریږي.

تعلیم القرآن راډیو :

په ۱۳۹۴ هجري لمریز کال، د قندهار د جیدو علماوو او د مدرسو د مسؤلینو  او زده کوونکو  په غوښتنه، د حمادیه اسلامي مدرسې د مؤسس په هڅو او زیار سره تاسیس سوه. د نوموړي راډیو د څپو څخه دعامو خلکو د پوهاوي لپاره د حنفي مذهب په رڼا کي نشرات خپریږي.

درنو اورېدونکو! تعلیم القرآن راډیو به ستاسو زړونه په اسلامي پوهي روښانه کوي. ستاسو تږي زړونه به د علمي او ديني سمندر په خوږو اوبو خړوبوي. تعلیم القرآن راډیو به د دین په لاره کي ستاسو د دیني میني همتونه  لوړ ساتي او تاسي به د دین په لاره کي د یوه خوشاله ژوند لوري ته سوقوي.

تعلیم القرآن راډیو د نورو اسلامي راډیو ګانو هڅي ستایي، وجود یې د ځان تائید بولي او د کړو خدماتو بدله یې د عظیم رب جل جلاله څخه ورته غواړي.

تعلیم القرآن اسلامي راډیو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د سایټ او مبایل اپلیکیشن له لارې ۲۴ ساعته اورېدلای سی، مبایل اپلیکیشن د لاندې لینک څخه تر لاسه کولای سئ:

تعلیم القرآن راډیو په نوره نړۍ کې.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته