کارن:Naqib Ahamad Azizi/sandbox
له «نن» سره «ورځ» نه ليکو!
له «نن» لفظ سره پخپله د ورځې تصور تړلی دی. که واورو چې نن مې يو کار کړی دی، ځکه خوشاله يم... دلته نېغ په نېغه ذهن ته د ورځې انځور راځي، شپه مو ذهن ته نه راځي؛ خو که مو منظور شپه وي، بيا له «نن» زماني قيد سره شپه کلمه مناسبه ښکاري. داسې يې ليکو: نن شپه مې تر ډېره خوب و نه کړ. اوس که شپه ورسره و نه ليکو، بېرته د ورځې تت انځور پکې وينو. د ضمني معنا لپاره بيا کېدای شي چې په ليکنه کې د «نن ورځ» ترکيب راوړو؛ مثلا ووايو: نن ورځ باور ډېر کم دی! دلته مطلب خاص نن نه وي، مطلب د نن سبا د زمانې جريان وي. موږ ډېر وخت دلته تېروځو چې مراد مو خاص ورځ وي، خو داسې مفهوم ولېږدوو لکه د ټولې زمانې جريان چې ښيو. په دې لاندې بيت کې هم خاص ورځ مراد نه ده، دروېش دُرانی وايي: نن ورځ مې مه ګوره که نه لرم ډېوه په کور کې کړي دې ما هم د سپوږمۍ په زنګانه خوبونه