کارن:Najiullah Tawqir/تمرین مخ
'نجی الله توقیر
بلوم ټکسانومي
# * بلوم ټکسانومي د فعالې زده کړې موډل دی،چې په ١٩٥٦ کال بنجامېن بلوم د زده کړې له یو ګروپ متخصصینو سره یو ځای پرې کار وکړ، دا ټکسانومي درې اصلي ډومېنه لري، لومړی ډومېن يې د یوه شي د بشپړ پېژند ساحه(Cognitive Domain )، دوهم یې د یوه شي د عملي زده کړې ساحه(Psychomotor Domain )، او دريم يې د اغېزې یا تأثیر ساحه(Affective Domain) نومولي، دی وايې چې په آره او اصلي زده کړه کې شاید او باید دا مراحل تطبیق شي،تر څو زده کړه صورت ومومي. ډومین د یوه شي د تعریف یا پېژند ساحې ته وايې ما په پښتو کې ډومېن ته معادل پښتو لغت یا اصطلاح ونشوای موندلای، که څه هم ځينو خلکو په عام ډول لومړی هغه په پوهه، دوهم مهارت او دريم یې په ذهنیت ژباړلي دي، خو زما اند دادی چې په انګلیسي کې دا تر پورته ژباړل شوو کلیمو ډېره پراخه معنی لري، او د پښتو دا کليمې يې بشپړ مفهوم نشي افاده کولای.[۱]
# * دلته هر اصلي ډومېن په څو نورو فرعي ډومېنونو وېشل شوی، د دې موډل په پرمختګ باندې تر بنجامېن بلوم وروسته ډېرو نورو متخصصینو هم کار کړی، دوی د مفهوم د ښې رسېدنې په پار وایې،چې لومړی ډومېن په سر یا مغز پورې اړه لري، دلته موخه داده چې د زده کړې په دې مرحله کې د فعالیت مرکز سر یا مغز دی، مانا د یوې مشخصې موضوع بشپړ پکېج په تيوريکي لحاظ ذهن ته سپارل، درک کول، په اړوند موضوع سم پوهېدل، په ذهني توګه د هغې د تطبیق لارې په نښه کول، تجزیه او تحلیلول، سالمه ارزونه او باالاخره يې په ذهن کې د ترسراوي په موخه عملي نقشه پیاده کول.
# * راځئ د ښه وضاحت لپاره د لمانځه موضوع د بېلګې په ډول راوړو:
# * زده کوونکي په دې پوهول چې لمونځ د اسلام دوهم رکن دی، تر هغې وروسته د لمانځه الفاظ ښودل، د الفاظو سمه لوستنه او ادا، وروسته د لمانځه د شرایطو او سنتو زده کړه، دریمه مرحله کې د لمانځه د وختونه پېژندنه چې د ورځې جریان کې پنځه وخته تطبیقیږي، څلورم مرحله کې د لمانځه آداب، خشوع او خضوع پېژندل، پنځمه مرحله د دوو مفاهيمو تر منځ د رابطې د
# * ایجاد او ترسیم ده، دا زده کول او درک کول چې لمونځ د خپل خالق سره ورځنۍ اړیکه ده او یوه برخه یې دعا ده د ادا کولو وخت کې باید ادب په پام کې ونیول شي، د دعا د غوښتنې لپاره ادب دادی چې د قبلېدو اړوند شرایط یې هم له نظره ونه غورځوو، مانا له حرامو ډډه وکړو، او په لمانځه کې د تلاوت او نورو کلیماتو د لوست پرمهال باید زړه غافل نه وي، شپږم مرحله کې ذهني نقشه جوړول، چې دا ټول مرحلې څه ډول تطبیق شي.
# * دوهم ډومېن Psychomotor Domain دی چې پدې مرحله کې زده کوونکی د لمانځه عملي طريقه زده کوي دلته نو دفعاليت مرکز د وجود اعضا دی، نيت تړل، قیام،رکوع، قومه، سجده، جلسه او قعده کول فزیکي فعالیتونه دي،پدې کې نو د زده کړې اوله یا تقلیدي مرحله کې یو څوک له بل چا په تقليدي توګه زده کوي چې لمونځ ترسره کړي، په دوهمه مرحله کې په عملي بڼه د کار توانايې مومي یعنی خپله هم لمونځ ادا کولای شي خو په ډېره دقیقه بڼه نه، په دریمه مرحله کې ټول فزیکي حرکتونه په دقت او سالم ډول ترسره کوي، په څلورمه مرحله کې په واضح او ترکيبي ډول ټول فزیکي حرکتونو انجاموي ترڅنګ یې وخت، تسلسل او ترتيب هم په پام کې نیسي، او په پنځمه مرحله کې په طبيعي توګه د دغه عبادت عملي بڼه په عادت اوړي.
# * دريم ډومېن Affective Domain دی، دا نو د خویونو،خصلتونو د تغیر یا Behavior Change سټېج دی، دلته نو د فعالیت مرکزي نقطه زړه دی، موخه داده چې پدې مرحله کې باید پوهه په زړه، هیجان او احساساتو اغېز پرېباسي، او زده کړه زړه ته لار ومومي، زده کوونکي علاقه وښیې، د موضوع اړوند ژورې پوښتنې ولري، د مثال په ډول به ځينې پوښتنې راواخلو
# * په لمانځه کې خشوع او خضوع څه ته وایې؟
# * لمونځ د خپل خالق سره مکالمه ده، که ته لمونځ کوې،خشوع او خضوع دې ته وايې چې ته باید روحا او جسما حضور ولرې، خپل فکر باید له دنیوي چارو او مسیره راوګرځولی شې، ته ګدا یې، او رب بې نيازه دی، ګدا باید خپل اهليت او مشروعیت ولري،ګدا هم توپير لري، یو د خپل اولاد د لوږې او دوهم هغه یې د پوډرو په پار خيرغواړي، طبعا د لومړي کس غوښتنه مشروع او د دوهم هغه نامشروع ده، دوهم باید ځان د پوډرو له ګندګیو خلاص کړي، تر څو څه لاسته راوړي، خدای تعالی هم د هغو بنده ګانو غوښتنې لومړی مني، چې حلاله تغذیه ولري.
# * شاګرد دوهمه پوښتنه هم مطرحه کوي، تاسو وېل چې د لمونځ یوه برخه دعا ده او د قبلېدو یو مربوطه شرط پکې له حرامو ځان ساتنه ده، موږ څه ډول ځان ساتلی شو؟
# * سود مه خوره، غلا مه کوه،که دوکاندار وې له مشتریانو سره دوکه مه کوه، که مزدور وې یوازې د خپلې روزانې چپه کولو لپاره ورځ مه اړوه، که په دنده کې وې د صلاحیت په ځای يې مسولیت وبوله، مسولیت دادی که د دندې د پرمخ بېولو وړتیا نه لرې، پریېږده، که ته هر مسلک واله وې بې عدالتي، چل، فرېب او دوکه مه کوه، پردی حق مه تلف کوه، بس همدومره ساده لارې تا د رب جل جلاه سره د خپلو غوښتنو لپاره کوالیفايډ کوي
# * تر دې مرحله وروسته نو د لمانځه دا ډول زده کړه زده کوونکی د یوه ارزښت په توګه مني، غواړي دغه لار او مسیر تعقیب کړي، په بله مرحله کې له رب تعالی سره دغسې خوندوره اړیکه خپلو اولویتونو کې شامله وي، چې وروسته يې دا عمل د کرکټر نه بېلدونکې برخه شي، او موږ یې د همدغو ځانګړنې له مخې تعریفوو، پلانی ډېر لمانځي انسان دی.
# * د زده کړې دغه مرحله بنجامېن بلوم دوهمه معرفي کړې، خو یوې آلمانۍ متخصصې لدې امله چې موږډېری متوقعه پایلې(Expected Results) د همدې ډومېن له مخې ارزوو، دريم معرفي کړی.
# * موږ که د تاريخ پاڼې واړوو، د شلمې پېړۍ د سیاسي نهضتي جریانانو په سر لارو کې به داسې څېرې پیدا کړو، چې د خپلو ګوندونو او احزاب د غړو په منځ د ګوندي ایډیالوژۍ، علميت او فکري پلوه تر خپلو نورو ملګرو کمزوري وو، خو د خپلې پوهې په اندازه یې د عمل پله درنه وه، مانا د ګفتار او عملي کردار کچه یې مساوي وه، دې ځانګړنې دوی له نورو بېل کړل، او په ډېرو سترو،ایډیالو،نمونیي او کاریزماتیکو اشخاصو يې واړول، آن تر دې چې تعهد، مبارزې او استقامت يې د دوی د ایډیالوژۍ مطلق مخالف آدرسونه هم اغېزمن کړل، دليل يې دا وو چې د دوی زړونو او ذهنونو آیډیالوژي او فکر په ارزښتي بڼه منلي وو.
# * دا بحث لدې امله رانه اوږد شو، چې زه خپل اصل خبرې ته راشم، چې زموږ د تعليمي نصاب یوه ستره نیمګړتیا داده چې په کریکولم کې مو د یوې را اخېستل شوې موضوع بشپړ پکېج، ارزښتي اړخونه او منطقي تسلسل په پام کې نه دي نیولي،چې د هغو په مرسته د ټولنې په خير د زده کوونکو، مسلکي قشر او اکېډمیک کهول خویونه تغیر کړو.
لدې بحث مې بل هدف دا و، چې موږ څه ډول کولای شو معاصرې زده کړې له ارزښتونو سره لېنک کړو،