کارن:Fahim ullah kamal/تمرین مخ

لمونځ په هیڅ حال کې نه معافیږي

یوناروغ مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله ته راغی چې دمرض په حال کې لمونځ نشم کولای ځکه چې کالي می ناپاکه کیږي.مولانا ورته وویل: چې هیڅ پروا نه لري په ناپاکو جامو کې لمونځ کوه، کچیرې په پاکولو کې زیات تکلیف مریض ته رسیده. بیایې وویل چې حرکت نشم کولای نو ورته ویې ویل چې په پروتې یې په اشارې سره کوه. بیایې وویل: چې دژبې څخه الفاظ نه راوځي نو ورته ویې ویل چې هیڅ پروا نلري په زړه کې یې وایه لمونځ په هیځ حال کې نه معافیږي تردې اندازې کچیرې په دریاب کې ډوبیږئ اودلمانځه وخت وي نو نیت وتړه بیا ډوب شه لیکن چیرې چې دومره تاکید دی هلته آساني هم زیاته ده. په دې خبرو سره هم دمریض تسلي ونه شوه او وې ويل چې په داسې حالت کې لمونځ څرنګه کیدای شي ؟ نو ورته وې ويل : داد رایې خرابي ده چې ته دافکرکوي دالمونځ ناقص شو اوحال دادی چې د الله تعالی دومره ډېر حقوق دي چې دهغه په مخکې زموږلمونځ هیڅکله کامل نشی کیدای دخلکوداخیال دی.کچیرې جامې پاکې وي اودس اونورټول شیان برابروي خشوع اوخضوع پکې وي نولمونځ کامل شو زه وایم چې د حق عظیمت په اعتبار سره هغه هم ناقص دی نوهرکله چې په هرحال کې لمونځ دنقصان څخه خالي نه شونوبیادې په دې شان سره لمونځ کوي چې مخکې یې بیان تیرشو ولې زړه نه غواړې.


دجماعت د پرېښودونکي عذاب


هرکله چې انسان دالله تعالی احکام په پابندۍ سره تر سره کوي نوده ته الله تعالی انعامونه ورکوي دغه رنګه پرنه کولوباندې زیات ناراضه کیږي اوعذاب ورکوي داهم دالله تعالی فضل اوانعام دی چې د احکاموپر اداکولوباندې انعامونه راکوي. ځکه دبنده ګۍ تقاضا داده چې باید یوازې اویوازې عذاب وی ځکه چې بندګي خو د احکامو تعمیل دی دنافرمانۍ په صورت کې چې څومره عذاب اوعتاب وي هغه پرځای دي ځکه چې دمولی تر نافرمانۍ بل کوم شی لوی جرم کیدای شي پس دالله تعالی له لورې دیوخاص عتاب یا تنبیه بیانولوضرورت نه ومګر بیا هم الله تعالی اونبي علیه الصلاة والسلام پر موږباندې شفقت کړیدی چې راز راز ګاهي یې راکړي ده؛ دهغه نقصانات یې راښودلي اوپه مختلفوطریقویې پوه کړي یو که بیاهم موږ پوه نه شونودازموږخپل نقصان دی. ۱ـ عن ابن عباس قال قال رسول الله (ص)من سمع النداء فلم یمنعه من اتباعه عذر قالوا وماالعذار قال خوف اومرض لم تقبل منه الصلوة التی صلی.ـ ـ(رواه أبوداؤد). ژباړه : څوک چې آذان واوري اوبې له یوه عذره لمانځه ته لاړ نشي نولمونځ یې نه قبلیږي صحابه وو پوښتنه وکړه چې دعذرڅخه څخ شي مراد دی نبي (ص)ورته وفرمایل :چې مرض یاوېره وي. فایده:دنه قبلیدومعنی دا ده چې پردې لمانځه باندې کوم ثواب اوانعام الله (ج)ورکوي هغه نه ورکول کیږي فرض یې دذمې څخه ساقطیږي. همدغه زموږ او امام مالک رحمه الله مذهب دی دصحابه وو اوتابعینود یوې ټولۍ په نزد باندې بې له عذره دجماعت پرېښودل حرام دی. اوپه جماعت سره لمونځ اداکول فرض دی حتی چې دډېرو علماؤ په نزد باندې لمونځ صحي ده لیکن دجماعت دپرېښودلوجرم یې کړی دی. ۲ـ (عن ابی هریرة رض قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم لقدهممت ان امر فتینی فیجمعوالی حزما من حطب ثم الی قوما یصلون قی بیوتهم لیست بهم علة فاحرقها علیهم)ـ ـ (رواه مسلم) ژباړه: زما زړه غواړي یوڅوځوانانو ته ووایم چې ډېر لرګي سره راټول کړئ بیا زه هغوخلکوته ورشم چې بې له عذره په کورونوکې لمونځ کوي اودهغوکورونه وروسوځوم. فایده: نبي کریم (ص) سره د دې چې پرامت باندې ډېر شفقت اورحمت لري اوپرهغوی باندې یې یو ادنی تکلیف هم نه دی پیرزو، پرهغوکسانوچې په کورونوکې لمونځونه کوي دومره په غضب دی چې زړه یې غواړي کورونوته یې اور واچوي. ۳ـ (عن ابی الدردء قال سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول مامن ثلاثة فی فریة ولابد ولا تقام فیهم الصلوةالا استحوذعلیهم الشیطن فعلیکم بالجماعة فانما یاکل الذئب من الغنم القاصیة)ـ ـ(رواه ابوداؤد والنسائی) ژباړه: په کوم کلي یاصحراچې درې کسان وي اوهلته لمونځ په جماعت سره نه کیږي نو پر هغوی باندې شيطان مسلط کیږي تاسې خامخاپه جماعت سره لمونځ کوئ ځکه چې یوازې (بیله شوي)پسه لیوه خوري اودخلکو لیوه شیطان دی. ددې حدیث څخه دامعلومه شوه چې کوم خلک په کښت، زراعت اوباغ کې اخته وي که درې کسان وي نوباید په جماعت سره لمونځ وکړي بلکې که دوه کسان وي نو هم باید په جماعت سره لمونځ وکړي . اکثره بزګران خو اول لمونځ قضا کوي ځکه چې دباغ مصروفیت دوې خپل عذر بولي اوڅوک چې ډېر دینداره وي هغه یې یوازې کوي کچیرې یوڅوبزګران په یوځای کې سره راجمع شي اولمونځ په جماعت سره وکړي نوڅومره ثواب به حاصل کړي دیوڅوپیسو لپاره ګرمي لمر اوباران اویخ پر ځان بیروي لیکن دومره لوی ثواب ضایع کوي اودهغه هیڅ پروانه کوي کچیرې داخلک په صحراء کې په جماعت سره لمونځ وکړي نولا ډېر زیات ثواب لري. په حدیث شریف کې راځي کله چې یو چوپان دغره یا ځنګل په بیخ کې آذان وکړي اولمونځ وکړي نو الله (ج) دده څخه ډېر راضي کیږي اوپه تعجب اوتفاخر سره ملایکوته وایی چې وګورئ زمابنده آذان کوي اولمونځ کوي داټول یې زماد ویرې له امله کوي مادې بنده ته مغفرت کړی دی اوجنت ته یې داخلوم.ـ ـ(مشکوة) ۴ـ(عن ابن عباس رض انه سئل عن رجل یصوم النهار ویقوم اللیل ولایشهد الجماعة ولا الجمعة فقال هذافی النار)- ـ(رواه الترمذي) ژباړه: دحضرت عبدالله ابن عباس رضی الله عنه څخه یوه سړي پوښتنه وکړه چې یوه سړي دورځې ټوله ورځ روژه نیولي وي اوټوله شپه نفلونه کوي لیکن دجمعې لمانځه اوجماعت ته نه حاضریږي (ددې څه حکم دی؟)ابن عباس رض وویل: چې داسړی جهنمي دی. فایده : بعضې جاهل صوفیان نفلونه او وظیفې ښه ډېرې کوي لیکن دجماعت پروانه کوي اودا بزرګي ګڼی، حال داچې دبزرګۍ کمال دالله (ج) دمحبوب په اتباع سره راځي.

دلمانځه اصلاحي معامله

ځینې کسان په دینداروکې شمیرل کیږي اوپه امام کې شرعي عیب راباسي نوجماعت ترک کړي.کله خوددې اصلي سبب دنیاوي رنځ وي، نودبهانې په خاطريوعیب بلاش کړي پرهغه لاس ونیسي چې په فلانکي معصیت کې مبتلادی په فلانکي بدعت کې اخته دی که یې چیرې اصلي سبب دینوي رنځ وي نوپوه شه چې دین د دینوي اغراضو ذریعه جوړول سخت ناز یبا اوناپسند یده اوبې ادبي اوګستا خي ده چې قباحت یې دبیان احتیاج نلري. اوکه چیرې اصلي سبب تدین وي لیکن د احکامو دنه پیژندلویا اهتمام نه کولوپه وجه په دې غلطۍ کې مبتلا کیږي مثلاپه زړه کې یې دبدعت څخه نفرت دی نوځکه یې دامام سره بغض للد ین دی بل کوم دینوي رنځ نشته لیکن دی په دې مسئله نه دی خبر چې تر انفرادي لمونځ په هر حالت کې دجماعت لمونځ افضل دی که څه هم امام مبتدع وې په دې شرط چې بدعت دکفرحدته نه وي رسیدلی. دخشوع نیستي والي يوه کوتاهي چې هغه عوام خوعوام دي بعضې خواص یې هم په کوتاهۍ نه شمیري هغه په لمانځه کې دخشوع اودقلب دحضورنه وجود دي اوحال دا دی چې دهغه دمطلوب کیدولپاره داآیة؛ قَد اَفلَحَ المُؤمِنُونَ❶الَّذِ ینَ هَم فِی صَلَاتِهِم خا شِعُونَ ❶(المومنون). نازل شوی دی اوپه دې کې (خشوع) دکوتاهي کولوپه مذمت کې داآیة: (اَلَم یَانِ لِلَّذِینَ آمَنُوَااَن تَخشَعَ قُلُوبُهُم)ـ ـ(الحدید) کافي دی. ژباړه: خشوع په لغت کې مطلقي سکون ته وایي،اوپه شرع کې دزړه اوجوارحواندامو ارادي سکون ته وايې . دجوارحوسکون دادی چې دکوم حرکت شرعانه وي امرشوی هغه حرکت مه کوه یعنې په اراده سره لاس اوپښې عبت مه ښوروه.یوې خواته اوبلې خواته غاړه یاپه سترګوسره لاس اوپښې عبث مه ښوروه. یوې خواته اوبلې خواته غاړه یا په سترګوسره التفات ،کتل مه کوه سرپورته مه نیسه،ویښتان اوجامې هره ښیبه مه سموه،بې ضرورته مه کږېږه . اوداسې نور... اودزړه سکون دادی چې په خپله اراده سره یوشی په خیال اوفکر کې مه راوله کچيرې په زړه کې یې له قصصده یوخیال په خپله راشي نودا دخشوع سره منافې نه دی ځکه چې اختیاي شی تر امر اونهې لاندې کیږي اضطراریات اوغیراختیاري امور ترامر اونهې نه لاندې کیږي دخلکوغلطي داده چې دخشوع معنی دابولي چې بالکل به خیال نه راځي نوپه دغه وجه یې محاله بولي لیکن زموږدتقریر څخه د دې خبرې فساد معلوم شوچې خشوع یواختیاري فعل دی اوهر شخص پر هغه قادر دی اوډېر آسانه دی دارادې اوتوجه ضرورت دی.