کارن:نصیح الله سروري/تمرین مخ
نصیح الله سروري
سمولژوند ته لنډه کتنه
زه نصیح الله سروري د عبدالوکیل سروري زوی او د سرورخان سروري لمسی یم. د افغانستان د غزني ولایت د زنخان ولسوالۍ د حسن کلا (زمانخېلو کلي) اوسېدونکی یم. په ۱۳۸۶ هجري لمریز کال د اتمې میاشتې په ۴مه نېټه، د جمعې په ورځ، سهار لس بجې زېږېدلی یم.
زما لومړنۍ زده کړې په خپل کلي کې پیل شوې؛ د زنخان په ښوونځي او د ملا امام په جومات کې مې د زده کړو بنسټ کېښود. په پنځه کلنۍ کې مو غزني ښار ته کډه وکړه او هلته د یوې بهرنۍ موسسې په مرسته د لومړنۍ ښوونځۍ زده کړې پېل کړې. استاد عطالله مریاڼي زموږ د ښوونې مشري کوله.
له اووم ټولګي وروسته مې زده کړې په پښتوناباد عالي لېسه کې دوام وکړې، او بیا مې اتم، نهم او لسم ټولګي د افغان رحمتي ښوونځي کې ولوستل، چې په غزني ښار کې موقعیت لري. د یوولسم او دولسم ټولګي زده کړې مې د سنایي عالي لېسې کې بشپړې کړې او په ۱۴۰۳ کال کې مې له همدې لېسې څخه بری لیک ترلاسه کړ. د فراغت غونډه مې د همدې کال د جدي میاشتې په ۳مه نېټه ترسره شوه.
اوس مهال د کانکور لپاره په ناهېد ښوونیز مرکز کې ځان چمتو کوم.
وړتیاوې
سمول- ژبې: په افغان رحمتي ښوونځي کې مې له استاد محیب الله رحمتي څخه انګریزي ژبه زده کړه. هغه د افغانستان په کچه یو تکړه ښوونکی او د همدې ښوونځي مدېر دی. زه اوس په انګریزي روانې خبرې کولی شم او د ژبې لوړه سطحه لرم. فارسي (دري) ژبې په لیکلو او ویلو کې ډېر ښه او روان یم
- کمپیوټر: د افغان رحمتي او نثار مسلم ښوونیزو کورسونو څخه مې د کمپیوټر زده کړې بشپړې کړې دي. اوس مهال په کمپیوټر ښه مسلط یم او په نوې ټکنالوژۍ کې مهارت لرم.
- کاري تجربه: د زده کړو ترڅنګ مې په خپله صرافي کې لږ کار کړی او د صرافۍ په چارو باندې بلدیت لرم.
هیله او هدف
سمولزما لویه هیله دا ده چې د پښتو ژبې لپاره خدمت وکړم، دغه ژبه نړیوالو ته ور وپېژنم، او په نوې ټکنالوژۍ کې یې وده ورکړم.