کارن:فيصل رحمان بارکزئ/تمرین مخ

' ' اېډيپس رېکس سرمايه دارانه تهذيب او_اېډيپس کمپلېکس__۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔_ __بنيادي توګه باندې ډرامه د لوستلو نه ولې په دريځ باندې د تماش بينو مخې ته د وړاندې کولو صنف دے ځکه ديوې ډرامې ښه کَره کتونکے لوستونکے نه ولې هغه تماشبين کېدے شي د کوم په باب له چې مونږ مونږ پښتانۀ پخوا نه متل کووچې "تماشبين د نښخې مينځ اولي"- پښتانۀ له وخته د مېلو ټهېلو شوقيان راروان دي او په دې حواله څومره څۀ متلونه کوي لکه "د کلي ورک ښار کښې موندلے شي" ځکه چې ښار کښې هر وخت ګڼه ګونه، خوند رنګ او تماشه ننداره وي، تماشه چې د ډرامې يو صورت دے- هم دغسې د مېلو تهېلو هلک ته د "مېلې هلک" وئيلے کېږي چې کور نه بهر خوشحاله وي- دغه د مېلو ټهېلو شوق او مشغله له پخوا راهسې په پختونخوا لر و بر کښې شتون لري- دې مېلو کښې د مداري تماشې د چاربېت مارو شاعرانو د شاعرۍ جدھ او دغسې د خانانو خپلوحجرو کښې د چاربېت مارو شاعرانو ساتل، د شپې تر ناوخته د قيصه مارو قيصې او بدلې کول، او ټنګ ټکورمېلسونه، دا هر څۀ هم د ناټک قسمونه وو- دغسې وادونو ښادو کښې د بهانډانو، کنجريانو، ډمانو راتګ، د پېښور قيصه خوانۍ، د کابل کوڅه سادوهه چې د قيصو د پاره شهرت لري يا بره پښتونخواکښې ښادو ته د داسې فنکارانو راتګ چې سندرې سره به ئے باقاعده اداکاري هم کوله دا ټول هر څۀ مونږ ناټک سره تړلي وينو- ناټک هسې هم ناټ نه دے او ناټ ګډا او پېښې کولو ته هم وئيلے کېږي او ناټک کهيل تماشې او ډرامې ته وائي- سوسس ټراټِس هم داسې يو يوناني نقلچي وۀ چې د هغۀ پېښې بۀ په نثر کښې ليکلے کېدې- دغه ليکلي نقلونه وو چې افلاطون ترې د خپل کتاب "ډائېلاګ" د ليک ترتيب زده کړے وۀ- د تېرې صدۍ پيل کښې د کندهار دوه نوموتي ناټکډلې د فراموز او حاجي کريم وې چې بازارونو کښې به ئې د شپې ناټکونه کول- ۱۹۲۰ز کښې مولوي حسين اوَرمَړ د نمائشات عرفاني په نامه تهيټر کمپني جوړه کړه او لمړۍ سټيج ډرامه "سردار جزيره جاوا" ئې جلال اباد کوکب باغ کښې او بيا ۱۹۲۲ ز لغمان قلعه سراج کښې وړاندې کړه- ډرامه ليکونکيو او ژباړونکيو کښ فيض احمد ذکريا صلاح الدين سلجوقي، حسن سليمي، علي افندي، ضيا‌ء همايون او حافظ نور محمد مشهور دي- پښتونخوا کښې هم د تېرې صدۍ پيل ۱۹۰۴ز خواوشا الفريډ تهيټريکل کمپنۍ او نوټنکيانوخپلې هلې ځلې کولې چې پرتهوي راج، ،ګلزار خان، جُنيت (دامجدخان پلار)، ضياء سرحدي (دخيام سرحدي پلار )، ګل حميددنوښار (دهندي سنيما ترټولو وجيهه منلے شوے هيرو)' رفيق غزنوي( دمنټو دګنجے فرشتے ترټولوخوبرو او ذهين کردار د سلمی آغا نيکه) غوندې فنکاران هم دغه ځايونو نه رامينځ ته شوي وو- په کال ۱۹۰۶ز فضل علي شاه پېښور کښې د تهيټر ابتدا کړي وه- پښتو ته لمړۍ ژباړه شوي ډرامه د امانت لکهنوي ډرامه اندر سبها ده- دا ډرامه ۱۸۵۱ ز کښې ليکلي شوي وه او جنوري ۱۸۵۴ ز کښې وړاندې کړے شوي وه- دا د هندۍ ژبې هم دويمه ډرامه ده- لمړۍ دريځه ډرامه "راجا ګوپي چند"۲۶ نومبر ۱۸۵۳ ز کښې شوې وه- دا ډرامې د هندوانو د اساطيرو نه اخذ وې- د دې ډرامو د مقبوليت په وجه پارسي سيهِټانو په تهيټر سرمايه اولګوله او ايراني اساطيري روايات هم د ډرامې برخه شوه چې اغا حشر کاشميري د دغه روايت نوموړے خو سطحي ډرامه ليکونکے وۀ- پادري خيرالله د نوښار خپل لغت د خيراللغات سريزه کښې د اندرسبها د ترجمې ذکر کړے دے- دا ډول منظومه ډرامې به منظومه ناټکونه او مثنوي نما وو- زوړ صورت هم د مثنوي په صورت پښتو فارسي روايت دے چې پښتو کښې ورته بدله /داستان وئيل کېده-۱۹۱۱ز کښې بمبۍ تهيټريکل کمپنۍ پېښور ته راغله او يو مياشت کښې ئې پينځلس ډرامې وړاندې کړې چې د دې نه د پښتو ډرامې سره د شوق اندازه کېدے شي- دې پسې د ديوي رتي بهجن او د سيد شاه غافل افغان او اسلاميه کالج او ايډورډز کالج ډرامېټک کلبونو ډرامې ته دوام ورکړے- د ناټک او ډرامې تر مينځ تړون پخوا نه دومره نزدې ؤ چې کله د سنسکرت ډرامه چې غوره او منلے صورت ئې "شکَنتلا" دے له معياره پرېوتې نو بازاري صورت ئې سوانګ ( پېښې کول، نقل اېستل) او بهروپ ( بهيس بدلول) جوړ شو او چې د اودهـ د دلبار رنګ ليانې انډوخرې ورسره شوې نو رهس ترې جوړ شۀ رهس نخرې پېښې، مسخر توب، او يو ډول ګډا ته هم وائي چې د کرشن او د هغۀ د ګوجرانو معشوقو د رخص او انډوخرو پېښې وې- پښتونخوا لر و بر کښې هم دغسې ډرامه , ناټک، سوانګ، بهروپ خپله کښې ګډ وډ ؤ او دا يو د خوند رنګ نه ډک د اداکارے عمل ؤ تر دې چې خدائي خدمتګار تحريک لمړي ځل ډرامه د مقصد مطلب او د نظرياتي مرام لار ؤګرځوله چې ابتداء ئې د عبدالاکبر خان د ډرامې "درې يتيمان" ۱۹۲۸ز نه کېږي - دا ډرامه دومره مشهوره شوي وه چې سر صاحبزاده عبدالقيوم خان ئې د ليدلو خصوصي غوښتنه کړي وه او کتلي ئې وه- خدائي خدمتګار ډرامې دومره اغېز مندې وې چې دا انګرېز سرکار ضبط کولې- د امير نواز جليا ډرامه "درد(۱۹۳۰ ز)" هم دغه ضبط شوي ډرامو کښې شامله وه چې اتيا کاله پس ډاکټر خالد خان بيا لندن کښې ارکائيوز کښې اومونده- دغه اصلاحي ډرامې بيا وروستو مکمل تحريکي ډرامې شوې عبدالاکبرخاڼ- عبدالخالق خليق، فضل رحيم ساقي او فضل کريم د پبو د دغه ډرامو نوموتي ليکوالان دي- د دغه ډرامو وروستۍ کړۍ د عبدالاکبر خان اکبر ډرامه "کاروان" د نيپ په يومِ تاسيس ليکلي شوي وه- د دې ډراموو اداکارانو کښې احمد کاکا، ولي خان، غني خان، عبدالحنان بجلي، همېش خليل او ماسټر عبدالکريم شامل دي- خدائي خدمتګار تهيټر ځکه وَده او نۀ موندله چې د انګرېز سرکار د جبروتشدد ښکار شوه ګني نن بۀ د پښتو ډرامه هم يو بل صورت کښې د فرانس او امريکائي ډرامې سره نزدې وه ځکه چې ډرامې د پاره يو اٰئيډيالوجي د اکسيجن کار کوي لکه د زَړې يوناني ډرامې شاليد کښې د تقدير پرستۍ عقيده، د جديد تهيټر ته د وجوديت د فلسفې مرسته د دې ښکاره بېلګې دي- ښکاره ده که سل کاله دغه تهيټر پاتې شوے ؤ نو نن به پښتو ډرامه د د ډاکټرهمايون هما, سعدالله جان برق, ګل محمد بيتاب ,فريدالله شاه احساس شان استثناي حوالو نه پرته به ښاغلي نورالبشر نويد غوندې د سطحي ډرامه ليکونکي او د ځنو مضحکه خېزو طربيه ليکونکيو پامته داره نه وه پاتې؟ د خدائي خدمتګار تحريک تهيټر نه انګرېز سرکار دومره وسوسه کښې ؤ چې اول د سر صاحبزاده عبدالقيوم خان خپله دغه ډرامه کتلو غوښتنه او دې د پاره شهي باغ ته راتګ او بيا بندېزونه او ورپسې د مخ نيوې د پاره په پېښور ريډيو کښې ډرامې ته خصوصي پام لرنه چې هغې د پاره د لمړۍ رېډيائي ډرامې " د وينو جام" پلاټ هم انګرېز ګورنر خپله اسلم خټک ته ورکوي هغه ئې په يو ريډيو ملازم عبدالکريم مظلوم باندې ليکلي او بيا ئې په خپلې نامه وړاندې کوي- عبدالکريم مظلوم چې اوس اوس ئې محترم ډاکټر همايون هما د ډرامو ټولګه "څهرې" خپره کړي د چارسدې د خدائي خدمتګاراانو خلاف کاروايانوکښې ئې د انګرېز سرکار سره پوره پوره مرسته کوله- اسلم خټک او عبدالکريم مظلوم نه پس پښتو ډرامه مکمله توګه باندې د مسلم ليګيانو، سرکاري ليکوالانو يا د بې نظرئې ليکوالانو لاس ته په رياستي مرسته ورغله- سمندر خان سمندر، حمزه شنواري، عبدالله جان اسير، اياز داودزۍ، طاهر بخاري، رضا مهمندي، ايس اے رحمان، افضل رضا، ډاکټر اعظم، اقبال حيران، نګهت يوسفزۍ ، دې کښې ځنې مسلم ليګان ليکوالان ترميم پسند او اصلاح خوښي هم وو، دوئي سماجي موضوعات چېړي، د کتونکي کتهارسِس کوي خو کتونکي ته د بدلون د پاره يوه اجتماعي نظريه نۀ ورکوي- دا ټول عمل د رياست له خوا د ميډيا د کنټرول نتيجه ده- شايد تاريخي جبر به دا وي چې روستو د عبدالکريم مظلوم زوے مترقي قام پال ليکوال نثار مظلوم( داسلم خټک اوښے) هم د ريډيو نه د قاميت په حواله بهټو وخت کښې اشرف مفتون سره وتې ؤ يوناني کلاسيکي ډرامې په نړيوال ادب کښې تل پاتې ارزښت لري- هم دغه غميزه ډرامو شاليد کښې ارسطو خپل تنقيدي کتاب پوئِټِکس (پوئيټيکا/بوطيقا) ليکلے چې د تنقيد لمړے باضابطه کتاب هم دے- د يوناني ډرامو غميزه د تقدير پرستۍ نه راولاړېږي او د دې شاليد کښې د يونان، ايران او ايتهنز سپارټا تر منځه د شخَړو او جنګونو نه راوتي لرغونې ټولنه او نفسيات دي- ښکاره ده چې داسې جنګريزه او خونړي شاليد نه د زورورې غميزه ډرامې طمعه کېدے شي او دې شاليد کښې پروت اتل هم يو غير معمولي مهم جو او سرباز کېدے شي- دغه سرباز چې د تقدير ښکار کېږي نو دې ځائے تقدير د يو جابر په صورت رامنځ ته شي ځکه ځنې ډرامو کښې خو تقدير باقاعده متشخص کردار لري، په سټيج موجود وي او قسمت ځَپلي کردار پورې خندا کوي- يوناني غميزه ليکونکيو کښې يوريپېډيز د دې مافوق الفطرت توکي نه خپلو ډرامو کښې خاصه مرسته اخلي او هر چرته چې سخته پېښېږي نو هغه په مافوق الفطري توکي باندې هواروي- دغه توکے فارسي او پښتو داستانونو، قيصو او مثنويانو کښې په څۀ نا څۀ شکل موندلے کېږي، لکه د زمري نُوکه، دجوګي,دمۍمارغه ,پينځۀ پيران پېښېدل او دغسې نور- وروستۍ ډرامو کښې دتقدير ځائے اتفاقيه پېښې نيولے دے- دغسې دې ډرامو کښې مافوق الفطرت کردارونه هم شتُون لري چې تر ويلئم شيکسپيئر پورې راغلے هيملټ کښې د مافوق الفطرت ګهوسټ دا غږ کول چې د هيملټ د پلار وژونکے د دۀ نېزدې څوک خپلوان دے- دا هم داسې لکه د ايتهنز د ډېلفي د ديورې د کاهنې پېش ګوئي يا د زبرګ رسيدلي ټائريسئس د غيب بينۍ لړۍ ده- وجودي تهيټر کښې "ويټِنګ فور ګوډوت" بيا البته د راتلونکي اوتار يا مهدي په غير عقلي تصور باندې طنز دے- اېډيپس دي کنګ د سوفوکليز بې مثله ډرامه ده- سوفوکليز ډرامه ليکونکے، سندرغاړے، کومندان او سياست مدار وۀ چې د سَلو نه زياتې ډرامې ئې ليکلي خو ضائع شوي دي- پاتې ډرامو کښې څلور ډرامې انټيګان، اېډيپس، ټيرئيس، فلوکټيئس منلي شوي ډرامې دي- فلوکټيئس ډرامه کښې د ټرائے د چپاو د اتل د فلوکټے غميزه ده چې مار چيچلے وۀ- او لس کاله د زخم ناسور نه کړېدۀ- لس کاله پس چې زخم ئې جوړ شو او جنګ کښې شامل شو نو شهزاده ټيرَس ئې اووژلو- په فلوکټے يوريپپېډيز هم غميزه ليکلي ده- د انټيګان په نامې څو ډرامې ليکلي شوي دي- اينټيګان د اېډيپس لورد هغه د مرګ نه پس تهيبز ته واپس راغله او د خپل ترۀ کريئون د حکم په نۀ منلو ژوندے ښَخه کړې شوه- د هغې چنغول او د کريئون زوي مُون هم د هغې په څلي ځان اووژلو- د ټيريئس غميزه کښې د ډالس بادشاه ټيريئس د خپلې ښخينې فلومېلا عزت واخلي او بيا ئې ژبه پرې کړي- هغه خپله غميزه په يو زړوکي اوليکي او خپلې خور پروکنے ته ئې اولېږي، پروکنے زوے اووژني او د هغۀ پلار ټيريئس باندي ناخطايئ کښې د هغۀ غوښې اوخوري- ټيريئس بيا دواړه ښځې اوژني خو دېوتاګان د هغۀ نه باز، فلامېلا نه بلبله او پروکنے نه مرغابۍ جوړه کړي- دې ډرامه کښې هم يو سرباز خپل تقدير سره په جنګ دے- دا يوه غميزه ډرامه ده،  د تلوسې درې ډوله وي- وړومبني ډول کښې لوستونکي ته د ډرامې پائې هېڅ معلومه نۀ وي- دا ډول جاسوسي ناولونو کښې خاص جُز وي بلکې د جاسوسي فکشن بنياد په دغه تلوسه وي- اګاتها کرسټي مکي سپلين اے اے فيئر او جيمز هېډلے چيز ناولونه د دې تلوسې غوره نمونې دي- غميزه ډرامو کښې د تلوسې دويم او دريم ډول زياتره پکارولے کېږي- اېډيپس کښې دريم ډول تلوسه ده يعنې د پائې پوره اندازه ده چې اخر کښې بۀ څۀ کېږي خو منځ کښې دويم ډول تلوسه هم ډرامه ليکونکے زېږوي يعنې د ايهام نه کار اخلي چې کله هغه د بادشاه د وژونکي شناخت ځنډَوي- دغه فنکارانه کمال دې ډرامه کښې پوره تلوسه زېږولي ده او دا ټوِسټ پائې ته قيصه په اسانه نه پرېږدي- دا ټوِسټ د شناخت اِبهام نه پيدا کېږي- يونان ته د تقدير پرستۍ تصور د کرېټ جزيرې او يا شايد د ټرائے ښار نه راغلے او دلته دا د بابل ښار د سِتاره پرستۍ داغېزې دجبريت شاخسانه وه- يونان کښې دا بنيادي عقيده ؤګرځېده خو د يونانيانو سربازانه ژوند چې اندازه ئې د ګليډي ايټرز نه کېدے شي د مرګ سره هم تَتي او کبډي ته هغوئي چمتو وساتل او د هندوانو غوندې د شګون دتوهم په بنياد ئې لاس پښې غورځول زده کړي نۀ وو- لکه يو زخمي ژوبل ګليډي ايټَر چې زورور دښمن يا زمري سره تر وروستۍ ساه پورې جنګېږي دغسې د يونانۍ سربازان هم تر اخره ژوند سره انښتي وي او ډانګ ډبلۍ نه غورزوي- ايډيپس هم داسې يو هيرو دے- خوهغه د خپلې خطا سزا ځان له ورکول ځکه نه هېروي چې دا خبره د هغه وخت د اخلاقيات او د يو سرباز د شان خلاف ده چې هغه دې مور سره په زنا او د پلار په وَژَنه چُپ پاتې شي- دغه ډول اخلاقيات نورو ډرامو کښې هم موندلے کېږي چې د هغې له مخه کردارونه سخته پرېکړه کوي- لکه د الکيمئون غميزه کښې د الکيمئون خپله مور اريفايل د خپل پلار د وژنې کسات کښې وژل، د تيوډکټيز ناوياته ډرامه ټائےډيوز کښې چې کله ټائےډيوز د خپل دښمن ميلانيپَس وژنې نه پس د هغۀ ککرے ماته کړي او مازغۀ ئې اوڅَټي نو د عقل خدائګوټي اېتهينا چې هغه ته ئې مخکې تل پاتې ژوند ورکړے وۀ، هغه بياخپله په مرګ اوسپاري- او دا د يو باتور د مرګ نه پس د بې حرمتۍ او بې عقلۍ سزا وه-آرياؤقامونو ديو بهادردښمن مرګ نه پس بېحرمتي کول لويه ګناه منله ځکه چې دوئ د رڼايزه بهشت تصورئے د جنګ د ډاګ ميړانې او وژنې سره تړوڼ لرلو او بزدلي سره ئے د تياره تاترین دوزخ مذهبي تصور وابسته و پښتنو کښې تراوسه دميړاي دا تصوردے خوشال خټک هم د تلتک پوزي مرګ يو شعر کښې سپېرۀ منلے د سوفوکليز غميزه ټائريس کښې د ښخينې عزت اخستلو باندې په ټائريس باچا د هغۀخپله ښځه د انتقاما له تاوه د زوي غوښې اوخوري- يعنې داسې ښکاري چې د اخلاقياتو سخت تصورات اود تقدير عقيده دې ډرامو کښې خپلو کښې يو کېږي- اګر که دې کښې ټول دخل د تقدير وي خو اتل د دې جبريت په بې خبرۍ ځپَلے شوے وي په نسبت د اوسنۍ ډرامې د اتل چې هغه په پوره باخبرۍ باندې او شعور سره هغه ناکړدې کوي او دې د پاره جواز هم لري شايد د اوسنۍ زمانې د سرمايه دارانه تهذيب د نيم شيطاني بنيادم چې محض د جبلت د غوښتنو تر حده پورې ژوند کوي د اوسنے زمانې د ډرامې اتل هم نيم شيطان دے- د ارسطو د وينا تر مخه خو د ډرامې اتل نه پوره شيطان دے او نه پوره فرشته، ګني ډرامه به کاميابه نۀ وي- اېډيپس په دې هم ادب کښې منلي شوي ډرامه ده چې دې نه سيګمنډ فرائيډ د ايډيپس کمپلېکس اصطلاح اغستي ده- "ايډيپس کمپلکس" هغه نفسياتي غوټې ته وئيلے کېږي چې د هغې له مخه يو ماشوم وړوکوالي کښې خپلې مور سره شهواني رغبت لري پلار ته د رقيب په صورت ګوري او د وَژَنې غير شعوري خواهش ئې لری- خو سيګمنډ فرائيډ دې ته پام لرنه نۀ کوي چې يو خو د ايډيپس زېږون سره سم هغه ماڼۍ نه لرې ولېږلے شۀ او هغه بل ځائے کښې پردي مور پلار سره لوئې شۀ- دې صورت کښې د هغۀ خپل پلار لايوس سره د دغه ډول شهواني رقابت سوال له سره ځائے نۀ مومي- بايد دغه رقابت د هغۀ د ميرې مورميروف په حواله د ميره پلارپوليَبس سره ؤ خو شايد دلته هم د بې خبرۍ دا حالت سېګمنډ فرائيډ د غير شعوري حالت د پاره موزون منلے دے-? د اېډيپس کمليکس په اپوټه فرائيډ د نيګيټېو ايډيپَس کمپليکس اصطلاح د جينۍ د پلار سره غير شعوري شهواني مينې د پاره پکاروله خو کارل ګسټاف ژونګ د دې د پاره اليکټرا کمپليکس اصطلاح پکاروله چې د فرائيډ ورسره په يوه خُله نۀ ؤ- د اليکټرا کمپليکس اصطلاح هغۀ د هومر د اوډيسي د يوې پېښې نه اخذ کړي- په ټرائے ديلغر دلښکرونو مشر اګامېنن بادشاه او دهغه کورنۍ اليکټرا, پوليډس، اورِسټس، باندې يوريپېډيز او اېسکلَس هم ډرامې ليکلي دي- هلته د ارګوس د بادشاه اګاميمنن راڼۍ کلائمِنسرا هغه د خپل اشنا اګاسټس په مرسته اووژني او هغه بيا بادشاه کړي- د وژل شوي بادشاه لور شهزادګۍ اليکټرا د خپل ورور اوريټس سره په ګډه خپله مور او د هغې اشنا اووژني- د کارل ژونګ له مخه د اليکټرا کمپليکس نه مطلب د ماشومې د درې کالو نه شپږو کالو پورې پلار سره غير شعوري مينه او مور نه کرکه او دا سوچ وي چې زۀ مور د سوخۍ نه خلاصه کړي يم د اوډيسۍ د دې قيصۍ چې په بنياد ژان پال سارتر هم خپله ډرامه "فلائيز" ليکلي ده چې پکښې د يو ښار اولس د خپل بادشاه په وژنه په چپ خُله ګنډلي وي خوبيا هر وخت ئې په سرونو باندې مچان بڼېږي- دا مچان بيااستعارتا اصل کښې د دوئي ضميرونه وي چې شور کوي اخر اولس د مچانو د دې شور نه تنګ شي او راپاڅي او راڼۍ او راجا اوژني او مچان هم ورک شي يعنې د اېډيپس کمپليکس اغېزه د صديو نه په څۀ نه څۀ صورت ادب کښې راروانه ده- د ويليم شيکسپيئر د ډرامې هيملټ نفسياتي توکنه هم د فرائيډ يو برطانوي شاګرد ډاکټر ايرنِسټ جونز خپل کتاب "اېډيپس اينډ هيملټ" کښې هم د اېډيپس کمپليکس په شاليد کښې کړي ده- د دې توکنې له مخه وړوکوالي کښې هيملټ زورلے شوے ژوندکړےؤ- د پلار د مرګ ارمان ئې لرلو چې د ترڅمن ترۀ کلاډيَئس په ليدو ئےداارمان راوپارېږي- د هغه او دمعشوقې افيليا مينه هم د خپلې مور خلاف د معشوقې د پکارونې مترادف وي- وړوکوالي نه د مور مينه کښې د پلار شراکت هغه د پاره کشاله وي ځکه ئې پوره کردار پوره مضبوط جوړ نۀ شي او مذبذبه پاتې شي- هيملِټ د شيکسپيئر زښته ژوره ډرامه منلي شوي ده او د دې بنيادي کردار هيملِټ ته د انګرېزۍ ادب موناليزا وئيل کېده ځکه چې دا کردار د موناليزا د مسکان غوندې پيچلے او له غلډوبئ ډک دے او روايتي ادبي تنقيد ئې سپيناوے نه شو کولے خو ارنِس جونز ئې نفسياتي توکنه کښې بشړه رڼاوے کوي- د هيملِټ د کردار کږليچ انتها د خپل پلار د وژونکي نه کسات اخستلو کښې لم ليټ او اخوا دېخوا کول دي- د يوې پرېکړې داسې کمزورتيا ته نفسياتي اصطلاح کښې ابوليا وئيلے کېږي- بوليا يونانۍ ژبه کښې خواهش ته وائي او ابوليا نۀ زړۀ، نه غوښته او ناښوالي ته وئيلے کېږي- د دې ابوليا وجه ارنِس جونز اېډيپس کمليکس بيانوي او دې ډرامې دويم ورژن ليکلو وخت کښې د ويليم شيکسپيئر د ژوند نقش و نګار هم انځور شوي وينې چې کله هغه سره د هغۀ معشوقې ميري فټن بې وفائي او د هغۀ ملګري نا ځوانه اوکړه- يعنې دې دواړو خپلو کښې دانه واغستله او هغه ئې په ډاګه پرېښودۀ- شيکسپيئر خپل ملګري ته خو بخښنه وکړه خو معشوقه ئې ؤ نۀ بخښله- ډرامه کښې راڼۍ ګرټ رډ د ميري فټن عکس ښکاري خو دا اصل کښې د شيکسپيئر د خپلې مور دعکس سايه ده يعنې دوه کردارونه پکښې غاړه غټۍ شوي دي- د دې ډرامې نامه هم د شيکسپيئر د يوولس کلن مړ زوي همينِټ سره سمون خوري- هم په دغه کال د هغه پالونکي دوه خواخوږي نوابان هم کرو کور شوي وو- يو وژلے او بل بنديوانه شوے ؤ- همدغه ورځو کښې ئې پلار هم مړ شوے ؤ- دغه ټولې پېښې د ډرامې دويم ورژن باندې اغېزي کوي او نفسياتي طور باندې دا ډرامه پيچيده کوي- هيملِت يوه زړه قيصه وه- ياده دې وي چې د شيکسپيئر د ډرامو پلاټونه، کردارونه زياتره هم زاړۀ دي څومره پورې چې د هيملِټ د کردار د پېچلتوب خبره او د ابوليا نکته ده- زما په خيال دې سپيناوي د پاره اېډيپس کمپليکس په ځائے د پلار د وژونکي کردار ته پام لرنه پکاروه ځکه چې دا وژونکے د هيملِټ خپل ترۀ دے چې د پلار دويم عکس وي او هيملټ غوندې مذبذب کردار د پاره چې پلار ئې هم بائيللے وي د ترۀ وژنه نفسياتي ستونزه جوړېږي- ارنِسټ ليکي چې د هغه لاشعور کښې د پلار وژنې خواهش وي نو ځکه هغه د پلار وژونکي نه کسات اخستلو کښې ريڅو ګيڅو کوي خو جواز کښې ئې البته خپل ګناهونه مخې مخې ته ځان ته کوي چې زۀ د کومې داسې ښۀ بنيادم يم او د ګهوسټ وائس کول هم دراصل د هغۀ د ضمير کشمکش دے چې ورته وائي چې د پلار قاتل دې نزدې خپل دي يعنې خبره هم دغه د نېزدې رشتې د ترۀ ورارۀ ده- خو په هر حال دې سره د ارنِسټ جونز نفسياتي تجزيې تاريخي او ادبي ارزښت نۀ کمېږي- خپل ځاني زۀ دې اصطلاح سره هم يوه خُله نۀ يم- زما په اند د مور سره د ماشوم تړون جذباتي اړه باندې شهواني نۀ دے ولې دا د ژغورنې تړون دے- دغه تړون فطرت کښې هم د ځناورو او مارغانو تر مينځه موجود دے که خبره د جبلت وي نو هلته فطرت کښې جبلت غوښتنې زياتې څرګندې او ښکاره دي- ماشوم مور سره هر وخت تړلے ځکه وي چې مور ئې ضرورتونه پوره کوي نو که مور له ئې هر څوک نېزدو کېږي که خور وي، ورور وي يا پلار وي هغه داسې ګنړي ګني چې مور رانه اخلي او عموماً دويم ماشوم خو کال دوه کښې کېږي نو بايد دغه کمپليکس د پلار په ځائے دغه دويم ګړي ورور يا خور سره هم ؤ ځکه چې مونږ ګورو چې د همځولو روڼو خويندو مينځ کښې هر وخت تکرار او غوبل وي يعنې فرائيډ چې د تصادم او اختلاف کوم نفسيات د شهوانيت له رويه پلار ته منتقل کوي هغه نفسيات روزمره ژوند کښې روڼو خويندو تر مينځه هر وخت هره ورځې په نظر راځي- د دې نفسياتو وده شوې صورت پښتنه ټولنه کښې د "تربورولۍ" منلے شوے قبائلي تصور دے چې بنياد ئې هم هغه د شراکت دے- چې د ميراتې کولو د دود ترحده رسيدلے ؤ ځکه زۀ تربورولي هغه جذبه منمه چې فرائيډ ئې په اېډيپس کمپليکس شهوانيت ته بوځي ولې د دې شا ته د ملکيت جذبه ده- دلته يو پوښتنه دا هم کېدے شي چې که د اېډيپس پلار وژنه او د هېملِټ د پلار وژونکي نه کسات اخستلو کښې لم ليټ کول د کمپليکس نتيجه ده نو د ارسطو ذکر کړي د اېس ټي ډاماس غميزه الکېمؤن کښې به د الکېمؤن کردار ته به د کمې نفسياتي غوټې په حواله ګورو چې هغۀ خپله مور اريفائِل د خپل پلار بدل کښې وژلې وه چې هغې د يو قيمتي امبېل په بډه اغستو لالچ خپل مېړۀ د تهيبز جنګ ته لېږلے وۀ او هغه هلته وژلے شوے وۀ-? په دې حقله نفسيات پوهه الفريډ اِډلر خپلو نفسياتو کښې زيات حقيقت خوښے دے هغه د برترۍ او کمترۍ په احساساتو خبره کوي او پايه ئې د طاقت د ادراک موندلو په تصور باندې اودرېږي- دا حقيقت دے د ژوند ژغورنې دجبلت انتها د واک موندنې طاقت دے نه چې شهواني لذت- بنيادي تېروتنه د وړوکتوب نه د فرائيډ د خپل بوډا پلار، ځوان ورور او د خپلې دويمې ځوانې مور تر مينځه د رشتو ګډ وډ وډ والي تصور دے لکه څنګه چې هغه ليکي چې د هغې له مخه د هغۀ مشر ورور د هغه د ځوانې مور خاوند پکار ؤ نه چې د هغۀ بوډا پلار دې د هغۀ د مور د هم غاړي توب ملګرے وي - هم دغه ځائے د محرماتو په حواله د هغۀ ذهن کښې د شهوانيت زڼے راننوتے ؤ او بياد خپلو ګڼو روڼو خويندو تر مينځه د مور د مينې نه د محرومۍ او مور سره د بوډا پلار د سملاستو ليدنې نه پس وړوکتوب دا نفسيات هغه پاللي او وروستو ئے د اېډيپس کمپليکس دا اصطلاح دې تصور دپاره هغۀ د سوفوکليز د ډرامې نه راوباسلي ده سرمايه دارانه دانش کښې دتعيش لامحدوده لذت کوښي او صارفيت دا بوګس تصور يو خوا دا د انساني لاشعور مجبوري ګرځولې شهوانيت ته بنيادي اخلاقي بنديز مات کړےاو بيا دا د ادب او نقسيات منلي اصطلاح ګرځېدلي ده-فرائيډ دا تېروتنه کوي چې يو خپل د ذاتي ژوند د وړوکوالي لاشعور په هربنيادم د نوغې په توګه راتپي او بلخوا جنس لکه دلوږې تندې ناګزير حياتياتي جبلت مني او دې جبلت باندې حد نه زياته بهروسه کوي او عقل پوهې ته سوچ نۀ کوي چې د هغې له کبله بنيادم د يو جبلتي مماليه نه بنيادم جوړ شوے دے او دې ته هم سوچ نه کوي چې خپلې خطا سزا اېډيپس ځان له ولې او څنګه ورکوي؟  داسې ښکاري فرائيډ د شهوانيت په حواله بيا روستو مذهبي يهودي فکر ځپلے ‌‌‌ؤ چې د هغې له مخه د لوط عليه السلام لوڼه پلار سره سملاستلي وې- داؤد عليه السلام خپل سر لښکر د ښځې د پاره وژلے ؤ- موسٰی عليه السلام جنسي توګه پوره نۀ ؤ او داسې نور خرافات چې زياتره موړخېټې متمدنه تعيش ځپلې ټولنې ئې ښکاردي - ځکه هغه دا هم ليکي چې محرماتو سره په جنسي مشق باندې بندېز د انساني ژوند ټولو نه لوئې ناسور دے- د فرائيډ د دې ګيلې نه پس د اېډيپس کمپليکس او د اليکټرا کمپليکس اصطلاحات راوتي دي او پوره سرمايه دارانه تهذيب پرې ولاړ دے- د مدر پدر شهواني خپلواکۍ ګنده بهير دے چې ځناورو او ماشومانو نه واخله محرماتو پورې او هم جنسي نه ودغلومتيازو ځايونو څټلو پورې د هر جنسي فعل جواز پکښې موجود دے ځکه چې د هغۀ شاګرد وليئم رائِخ مطابق که بدن جنسي طاقت آرګون بهيږي جنسي بندېز سره بدن کښې د ارګون ويوز ګډوډي سره مخ کېږي نو انسان رنځوره کېږي- رائِخ امريکي حکومت په دې اورپَک سوچ جېل ته واستولو خو دغه مفکورې د شهوانيت ګندګۍ نه د سرمائې په زور د اربونو ډالرز پورن انډسټري سازه کړه- سرمايه دارانه دانش او سائنس دهوموسکچوئل انډسټري بچاؤ دپاره اوس خو همجنس پرستی هم د نفسياتو ناروغتيا د لړليک نه وباسلے شوه-او دلبرل ازم يو مهم شق جنسي خپلواکۍ تصورکښې رادننه شوه ممکنه ده څۀ وخت پس محرماتو او ماشومانو سره جنسيلوبې هم عادي جنسي رويه اوګرځي- يو ځواب خو مترقي پوهاند ميلوِنسکي البته حياتياتي توګه باندې د فرائيډکړے دے چې که محرماتو سره جنسي رشتې باندې بندېز نه و لګېدلے نو انساني ژوند بۀ مخکښې نه تلو او نه به انساني ټولنه وجود کښې راتله-ددې تائيدسائنس په جڼيټکس کوي زړۀ راښکون لرونکي ډرامه هغه وي چې پکښې تصادم په فنکارانه توګه دوه اړخېزه وي يعنې دنننے تصادم او بهرنۍ تصادم- دې ډرامه کښې د تصادم دواړه حالتونه په نظر راځي- اېډيپس بهر هم ځنې کردارونو سره په تصادم دے او دننه هم ذهني توګه باندې د خپل کردار په حواله د ذهني کشمکش ښکار دے- تصادم په فنکارانه توګه بشپړټيا د پاره واقفيت سره د حقيقت هم متاځه وي- او حقيقت د پاره د واقعې ضمني او جزوي خبرې د وړو وړو شيانو بيان بې کچه مهم وي چې ژوند ته د ليکوال رسېدنه راښائي- اېډيپس کښې د دې بېخي خيال ساتلے شوے دے لکه د بې سترګو کېدو نه پس د اېډيپس د ماڼۍ د بورجو سره جنګېدۀ او خپلو وَړو سره مينه او چغې صورې- او د راڼۍ جوکاسټا دا هڅې چې اېډيپس حقيقت ته او نۀ رسي او هر څۀ په ځائے پاتې شي چې د يو ښځې او مور د نفسياتو پوره پوره بيان دے چې راتلونکي توپان نه ويرېږي- د جوکاسټا دا بيان د هغې پوره نفسياتي تحليل دے- "مونږ انسانان دا په ويَره ويَره ژوند ولې کوو؟ چې زمونږ په تقدير لاس بَر نۀ دے او نۀ د راتلونکي وخت باره کښې څۀ په باوَر سره وئيلے شو- بس ښۀ خبره دا ده چې ښۀ په بې غمه خپل ژوند کوو او چې څۀ کېږي هغه بۀ هسې هم کېږي- نو ځکه تۀ هم د خپلې مور سره د وادۀ نه مه ويَرېږه او په دې خبره لږ غور اوکړه چې څومره څومره خلق د خپلو مياندو سره د کور والي خوبونه ويني خو هغه کس بيا په دې سوچونو کښې نۀ پرېوځي او نۀ دا خوب چا ته وائي بس ښۀ په ارام خپل ژوند کوي-" اېډيپس کښې د کردارونو تشخص يواځې د کردار ډرامائي کړنو پورې نه پاتې کېږي ولې هر کردار خپله مخصوصه لب ولهجه د ټاکلي نفسياتو له مخه رامنځ ته کوي اېډيپس ډرامه په دې حواله هم د فن شاهکار دے چې دا يو خوا که په سټيج په وړاندې کېدلو کښې يوه پوره ډرامه ده نو بل خوا دا د لوست د پاره هم د يوې کلوسټ ډرامې شرط پوره کوي- کلوسټ ډرامه د لوست ډرامه وي دا د سټيج ډرامه نۀ وي او لکه د ناول وي، لکه "د وينو جام" ډرامه- بل خوا ځنې ډرامې داسې وي چې هغه په سټيج باندې کاميابې ډرامې وي، تماشبين د ځان سره سم په مخه اوړي خو تکنيکي لحاظ سره هم برابر نۀ وي او لوست د پاره هم د کار نۀ وي لکه د اغا حشر کاشميري ډرامې چې سټيج د پاره د کار دي خو ادبي ارزښت ئې د سرې کاسيرې نۀ دے- اېډيپس په دواړو حوالو له چاڼه وتي ډرامه ده-  بيا د ژباړن شعيب خان خټک کمال دا د ی چې په کومه ساده او سوچه خو د هر کردار د پاره مناسب لب و لهجه کښې دا ډرامه ئې پښتو ته راړولي ده نو لکه د ژباړې هره فقره ئې په خاص سوچ ليکلي وي او هر لفظ ته ئې خاص پام کړے وي ځکه پښتو ژباړه کښې داسې په ناپ تول برابر ژباړې زما له نظره بيخي کمې کوزې تېرې شوي دي- خپله ما بلها نظمونه، د روميو جوليټ ډرامه او يو څو ناولونو لکه فرِنچ ناول "دي سټرينجر"جرمن ناول سُدهارت وغيره هم ژباړلي دي نو ما ته د ژباړې په حواله څۀ نا څۀ اندازه شته چې دا اسان کار نۀ دے- خو شعېب خټک په دې کښې بَرے اوړے دے د خټکانو وه دوه صلاحيتونو ته زۀ پسخېږم، يوه د دوي د ثقافت سره مينه او بله د دوئي پښتو کرلاڼے ګړدود او سوچه لفظونه، درېغه دې ژباړه کښې سوچه د خټکو د سيمې پښتو لفظونه لږ زيات پکارولي ؤ نو په لساني اړه باندې به هم دا ژباړه نوره مهمه شوي وه لکه څنګه چې د ډاکټر نصيب الله سيماب ناول "طالبه خاورې به مُلا شې" کښې د کاکړستان سوچه توري د دې ناول اهميت نور هم سېوا کوي يا لکه د حيات روغاني ناول "نينځک" کښې د هشتنغروالۍ لهجه او نوي توري ځائے په ځائے پکارولي دي- په هرحال کښې د دې مهمې ډرامې د کاميابې ژباړې سره د نېشلسټ ليکوال شعيب خان خټک پښتو نثري ادب ته راتګ د پښتو او پښتون اولس د پاره ښۀ مرغه بولم-

...

 ·