کارل لینئوس

کارل لینئوس (زوکړه: د ۱۷۰۷ زکال د مۍ ۲۳مه – مړینه: د ۱۷۷۸ زکال د جنوري ۱۰مه) چې په ۱۷۶۱ زکال کې له اشرافي کېدو وروسته د کارل ون لینه په نوم هم پېژندل کېږي سویډني بوټي پیژندونکی، ژوی پېژندونکی، تاکسونومېست او طبیب و چې د ارګانېزمونو د معاصرې نومونې لپاره یې د دوه ګوني نوم اېښودو سیسټم رامنځته کړ. نوموړی د «معاصرې ډلبندۍ یا ټکسونومي پلار» ګڼل کېږي. د هغه ګڼ شمېر لیکنې په لاتیني ژبه دي. په لاتیني ډول د هغه نوم کارلوس لینئوس (Carolus Linnæus) دی چې په ۱۷۶۱ زکال کې له اشرافي کېدو وروسته کارلوس لینه (Carolus a Linné) شو. [۱][۲][۳][۴]

لینئوس د یوه کلیسايي لارښود زوی و او د سویډن په سویل کې د سمالنډ سیمې په لرې پراته کلي روس هولټ کې وزېږېد. هغه تر ډېره پورې لوړې زده کړې په اوپسالا پوهنتون کې وکړې او په ۱۷۳۰ زکال کې یې همدلته د بوټوپوهنې په برخه کې تدریس وکړ. له ۱۷۳۵ زکال څخه تر ۱۷۳۸ زکال پورې یې له هېواده بهر په هالنډ کې ژوند او زده کړې وکړې او همدارنګه یې د طبیعت د سیسټم (Systema Naturae) تر عنوان لاندې د خپل اثر لومړۍ نسخه خپره کړه. ورپسې سویډن ته راوګرځېد او په اوپسالا پوهنتون کې د طبابت او بوټو پوهنې ښوونکی شو. په ۱۷۴۰مه لسیزه کې نوموړی د بوټو او ژوو د طبقه بندۍ په موخه ګڼ شمېر سفرونو ته ولېږل شو. په ۱۷۵۰مه او ۱۷۶۰مه لسیزه کې یې د ژوو، بوټو او کاني موادو راغونډونې او طبقه بندۍ ته دوام ورکړ او په خوا کې یې ګڼ شمېر اثار خپاره کړل. نوموړی د خپلې مړینې پر مهال په اروپا کې یو له ډېرو ستایل کېدونکو پوهانو څخه و. [۵]

فیلسوف ژان ژاک روسو هغه ته په خپل لېږلي پیغام کې ویلي و چې: «ده ته ووایاست چې زه له ده څخه مخکښ کس د ځمکې پر سر نه پېژنم». یوهان ولفګانګ فون ګویټه لیکلي: «یوازې د شکسپیر او اسپینوزا له استثنا پرته زه په ژوندیو کسانو کې له ده پرته بل څوک داسې نه پېژنم چې پر ما یې شدید اغېز لرلی وي». سویډني لیکوال اګوست سټرینډبری لیکلي: «لینئوس په حقیقت کې شاعر و چې په ناڅاپي بڼه طبیعت پالونکی شو». لینئوس د بوټو پوهانو د شاهزاده (Princeps botanicorum) او د شمال طبیعي تاریخ (پلیني) بلل کېږي. نوموړی همدارنګه د معاصرې چاپېریال پوهنې یا ایکولوژۍ یو له بنسټګرو څخه هم ګڼل کېږي. [۶][۷][۸][۹]

په بوټو پوهنه او ژوي پوهنه کې کارول کېدونکی د L. مخفف د اړوندې نوعې د ډل بندۍ د منبع ښوولو په موخه د لنئوس د نوم څرګندويي کوي. په پخوانیو نشریاتو کې د «Linn» مخفف هم په همدغه موخه دی. [۱۰]

لومړنی ژوند سمول

ماشومتوب سمول

لینه د ۱۷۰۷ زکال د مۍ په ۲۳ مه د سویډن د سمالنډ سیمې په روس هولټ کلي کې وزېږېد. نوموړی د نیکولاس (نیلس) اینګمارسون (وروسته یې کورنی نوم لینئوس ته واړوه) او کریسټینا برودسونیا لومړنی ماشوم و. هغه د انا ماریا لینه، سوفیا جولیانا لینه، ساموئل لینئوس (چې بیا وروسته د سټنبروهولټ د مشر په توګه د خپل پلار ځای ناستی شو او د شاتو د مچیو د ساتنې لارښود اثر یې ولیکه) او امرینیتیا لینه په نومونو خویندې او وروڼه لرل. د هغه پلار نوموړي ته د ماشومتوب پر مهال لاتین ژبه ور زده کړه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

نیلس د بزګرو او کشیشانو له یوې لویې کورنۍ څخه و؛ همدارنګه هغه اماتور بوټي پېژندونکی، لوتري وزیر او د سټنبروهولټ په نامه د سمالنډ د کوچني کلي سرپرست و. کریسټینا د سټنبروهولټ کلي د مشر ساموئل برودرسونیوس لور وه. [۱۶]

د لینه له زیږون یو کال وروسته د هغه نیکه ساموئل برودرسونیوس ومړ او پلار یې د سټنبروهولټ مشر شو. په دې سره د هغوی کورنۍ د سرپرست لپاره د ټاکل شوي کور څخه د کلي د مشر لپاره ټاکل شوي کور ته کډه وکړه. [۱۷][۱۸]

آن د ژوندانه په لومړیو کلونو کې داسې ښکارېده چې لینه له بوټو په ځانګړې توګه له ګلانو سره علاقه لري. هر کله به چې خواشینی و هغه ته به یې چې یو ګل ورکړ له ځنډ پرته به ورسره آرامه کېده. نیلس ډېر مهال خپل وخت په باغ کې تېراوه او تر ډېره به یې لینه ته ګلان او د هغو نومونه ور ښوول. ډېر ژر هغه ته یو ټوټه ځمکه وسپارل شوه څو وکولای شي په هغو کې خپله ګلان وکري. [۱۹]

د لینه پلار د ده په نسب کې لومړنی کس و چې د ځان لپاره یې دایمي کورنی نوم وټاکه. له دې وړاندې د هغوی کورنۍ د نوم اېښودو اړوند د سکانډیناوي هېوادونو له سیسټم ګټنه کوله؛ د هغه د پلار تخلص اینګمارسون و چې د خپل پلار له نوم اینګمار بنګټسون له نوم څخه یې ټاکلی و. هغه مهال چې نیلس په لونډ پوهنتون کې شامل شو، اړ شو څو د ځان لپاره کورنی نوم وټاکي. هغه د ځان لپاره کورنۍ نوم د لیمو د هغه لویې ونې له نامه غوره کړه چې د هغوی په کور کې وه او په لاتیني کې لینئوس ورته ویل کېدل. هغه مهال چې کارل وزېږېد هغه ته یې د خپل پلار له نوم څخه د لینئوس کورنی نوم غوره کړ. د کارل د پلار نوم نیلسون و چې بشپړ نوم یې کارل نیلسون لینئوس و. [۲۰][۲۱][۲۲]

لومړنۍ زده کړې سمول

د لینئوس پلار په ماشومتوب کې نوموړي ته د لاتیني ژبې، دین او جفرافیا په ورښوولو پیل وکړ. هغه مهال چې لینئوس اووه کلن و، نیلس پرېکړه وکړه چې د هغه لپاره ښوونکی ونیسي. د هغه والدینو د دغې چارې لپاره د کرنیزو توکو د یو سیمه ییز راغونډونکي زوی یوهان ټلنډر غوره کړه. د لینئوس هغه نه خوښېده او په خپله لیکلې بیوګرافي کې یې څرګنده کړې چې ټلنډر «د دې لپاره ښه و چې د ماشوم استعداد له منځه یوسي نه دا چې هغه لا وغوړوي».[۲۳][۲۴]

له دوه کاله خصوصي زده کړو وروسته لینئوس په ۱۷۱۷ زکال کې د وکخو ښار ابتدائیه ګرامر ښوونځي ته ولاړ. لینئوس ډېره لږ مطالعه کوله او تر ډېره پورې به د ښار لرې پرتو برخو ته د بوټو په لټون پسې تله. یو مهال د هغه پلار د نوموړي لیدنې ته ورغی خو د هغه د ښوونکو له نیوکو وروسته یې پرېکړه وکړه چې هغه له یو رښتیني موچي سره شاګرد کړي. هغه د پنځلس کلنۍ په عمر د ابتدائیه ښوونځي وروستی ټولګی بشپړ کړ او دغه مهال هغه د ښوونځي د مدیر ډانیل لانروس له خوا روزل کېده چې له بوټوپوهنې سره یې لیوالتیا لرله. لانروس له بوټوپوهنې سره د لینئوس لیوالتیا ته متوجه شوی و او اجازه یې ورکړه چې د هغه د باغ اداره وکړي. [۲۵][۲۶]

نوموړي لینئوس د سمالنډ له ایالتي ډاکټر او په وکخو کې د منځني ښوونځي له ښوونکي یوهان روټمن سره معرفي کړ. روټمن خپله بوټی پېژندونکی و او له بوټوپوهنې سره یې د لینئوس لیوالتیا لا زیاته کړه او له هغه سره یې مرسته وکړه چې له طبابت سره هم لیوالتیا پیدا کړي. لینئوس د ۱۷ کلنۍ تر عمره په ښه توګه د بوټوپوهنې له موجودو ادبیاتو سره بلد شو. [۲۷][۲۸][۲۹]

لینئوس په ۱۷۲۴ زکال کې د وکخو مذهبي مدرسې (Katedralskola) ته ولاړ چېرې یې چې یوناني، عبري، الهیات او ریاضیات ولوستل؛ دا هغه درسي نصاب و چې د کشیش کېدو لپاره یې ځوانان چمتو کول. په متوسطه ښوونځي کې د وروستي کال پر مهال پلار یې د خپل زوی د ښوونکو لیدنې ته ورغی څو په زده کړو کې د نوموړي له پرمختګ ځان خبر کړي؛ هغه په خواشینۍ سره له ټولو دا واورېدل چې هغه نه شي کولای عالم شي. خو له ټولو هاخوا روټمن بل ډول باور درلود او وړاندیز یې وکړ چې لینئوس کېدای شي د طبابت په برخه کې غوره راتلونکې ولري. هغه لینئوس ته واړندیز وکړ چې د هغه له کورنۍ سره په وکخو کې استوګن شي څو ورته فزیولوژي او بوټي پوهنه ور زده کړي. د هغه پلار نیلس دغه وړاندیز ومانه. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

پوهنتوني زده کړې سمول

لونډ پوهنتون سمول

روټمن لینئوس ته څرګنده کړه چې بوټي پوهنه یوه جدي موضوع ده. هغه لینه ته دا ور وښووله څه ډول د ټورنفورټ په سیسټم باندې بوټي ډلبندي کړي. د سبسټین ویلیانټ په خبره روټمن، لینئوس ته د بوټو د جنسي مثلي تولید په اړه هم درس ورکړ. په ۱۷۲۷ زکال کې ۲۱ کلن لینئوس د سکونه ښار په لونډ پوهنتون کې شامل شو. هغه د کارل لینئوس نوم په لاتیني بڼه (Carolus Linnæus) د خپلې نوم ثبتونې په پاڼه کې ولیکه چې بیا یې په خپلو لاتیني لیکنو کې هم له همدغه ډول ګټنه کوله.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰] 

اوپسالا پوهنتون سمول

د ۱۷۲۸ زکال په اګست میاشت کې لینئوس پرېکړه وکړه د روټمن په لارښوونه په اوپسالا پوهنتون کې زده کړې وکړي ځکه چې روټمن باوري و چې که چېرې لینئوس د طبابت او بوټو پوهنې په برخه کې زده کړې وکړي دا به د هغه لپاره غوره ټاکنه وي. [۴۱][۴۲][۴۳]

سرچينې سمول

  1. کينډۍ:Cite CD.com
  2. "Linnaeus, Carolus" in the Oxford Dictionaries Online.
  3. Blunt (2004), p. 171.
  4. Calisher, CH (2007). "Taxonomy: what's in a name? Doesn't a rose by any other name smell as sweet?". Croatian Medical Journal. 48 (2): 268–270. PMC 2080517. PMID 17436393. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Carolus Linnaeus | Biography, Education, Classification System, & Facts | Britannica". www.britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "What people have said about Linnaeus". Linné on line. Uppsala University. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ جون ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Linnaeus deceased". Linné on line. Uppsala University. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Broberg (2006), p. 7.
  9. Egerton, Frank N. (2007). "A History of the Ecological Sciences, Part 23: Linnaeus and the Economy of Nature". Bulletin of the Ecological Society of America. 88 (1): 72–88. doi:10.1890/0012-9623(2007)88[72:AHOTES]2.0.CO;2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Linnaeus, Carl (1707–1778)". Author Details. International Plant Names Index. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Blunt (2004), p. 12.
  12. Stöver (1794), p. 8.
  13. Broberg (2006), p. 10.
  14. "Nicolaus Linnæus". Geni. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Carolus Linnaeus – Biography, Facts and Pictures". FamousScientists.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Fries (2011), p. 376.
  17. Blunt (2004), p. 13.
  18. Quammen (2007), p. 1.
  19. Blunt (2004), p. 15.
  20. Blunt (2004), p. 12.
  21. Blunt (2004), p. 13.
  22. Gribbin, M., & Gribbin, J. (2008). Flower hunters. Oxford University Press, US. Pg. 29. کينډۍ:Isbn
  23. Blunt (2004), pp. 15–16.
  24. Thomson, Thomas (2011) [1812]. History of the Royal Society From Its Institution to the End of the Eighteenth Century. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 35. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-108-02815-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Caddy, Florence (1887). Through the Fields with Linnaeus: A Chapter in Swedish History. Little, Brown, and Company. د کتاب پاڼې 43. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Stöver (1794), p. 5.
  27. Blunt (2004), p. 16.
  28. Stöver (1794), pp. 5–6.
  29. Carl von Linnés betydelse såsom naturforskare och läkare : skildringar utgifna af Kungl. Vetenskapsakademien i anledning af tvåhundraårsdagen af Linnés födelse (source)
  30. Blunt (2004), pp. 17–18.
  31. Stöver (1794), pp. 8–11.
  32. Stöver (1794), p. 6.
  33. Blunt (2004), pp. 16–17.
  34. Blunt (2004), p. 171.
  35. Blunt (2004), p. 18.
  36. Stöver (1794), p. 13.
  37. Blunt (2004), pp. 17–18.
  38. Stöver (1794), pp. 14–15.
  39. Blunt (2004), pp. 21–22.
  40. Stöver (1794), p. 15.
  41. Blunt (2004), pp. 31–32.
  42. Stöver (1794), pp. 19–20.
  43. Blunt (2004), pp. 23–25.