د (P18) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ 

کارل برير (۸ نومبر ۱۸۸۳ – ۲۱ ډيسمبر ۱۹۷۰) د موټرو د صنعت يو امريکايي انجنير و. نوموړي له «فريډ ايم زيډر» او «اوون سکيلټن» سره يو ځای، د انجنيرۍ يو له هغو بنسټيزو خلکو څخه و، چا چې اوسنی کريسلر شرکت جوړ کړ. هغه د کريسلر ايرفلو موټر بنسټيز طرحه کونکی انجنير هم و.

کارل برير
کارل برير
کارل برير

د شخص معلومات
پيدايښت ۸ نومبر ۱۸۸۳[۱]
لاس انجلس   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 21 ډيسمبر 1970 (87 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند

برير په سټينفورډ پوهنتون کې زده کړې وکړې او ميخانيکي انجنير شو. هغه د « Tourist Automobile Company, Allis-Chalmers, Studebaker» او « Durocar Company» سره مادي مرستې وکړې. هغه د بخار په طاقت چلېدونکي موټرې طرحه او اختراع کړې او « Toledo Steam Cars, Spalding automotive, Northern automotive» او « White Motor Company» شرکتونو له خوا د دندې لپاره استخدام شو.

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه سمول

برير په لاس انجليس کې له خښتو په جوړ شوي لومړي کور کې زېږېدلی و چې د د دويمې او درېيمې کوڅې تر منځ د «سان بيډرو» په کوڅه کې يې موقعيت درلود، دا سيمه اوس د «ليټل ټوکيو ډسټرکټ» په نوم يادېږي. د هغه زېږېدو نېټه ۱۸۸۳ز کال د نومبر د مياشتې اتمه ده او هغه اصلاً المانی توکمی و. د نوموړي پلار د المان د «هارټز» په غرونو کې د يو کلي اوسېدونکی او مور يې د تور ځنګل (Black Forest) له يو کلي څخه وه. بيرير په خپله کورنۍ کې د نهو ماشومانو تر ټول کشر و. هغه دوه خوېندې او شپږ وروڼه درلودل. د پلار نوم يې لويس او د مور نوم  يې جوليا و. پلار يې په ۱۸۲۸ز کال کې او مور يې په ۱۸۴۰ز کال کې زېږېدلې وو. د برير پلار يو ماهر پښ و چې په المان کې کلي په کلي ګرځېدو سره يې خپل هنر ښه کړی و. په شل کلنۍ کې، د المان په پوځ کې د درې کلنې مودې لپاره د ټاکل کېدو څخه د ځان ژغورلو په موخه، د برير پلار متحده ايالاتو ته ولاړ. په متحده ايالاتو کې د ژوند پر مهال په لومړيو څلو کلونو کې ډېر زيات له يوه ځايه بل ته ولاړ، خو بالاخره په لاس انجليس سيمه کې د مېشت شو چې هلته يې په اس چلېدونکې ګاډۍ (بګۍ/ټانګه) جوړې او همدلته يې پاتې ژوند تېر کړ.[۲][۳][۴][۵][۴]

د برير مور د المان د بيډن په «اوبر-اووريشيم» کې زېږېدلې وه چې په تور ځنګل کې موقعيت لري. د هغې مور او کشره خور متحده ايالاتو ته ولاړل، څو له خپل اکار سره يو ځای شي، چا چې د متحده يالاتو په لوېديځ ساحل کې د بېړيو په مټ د توکو د لېږد سوداګري درلوده. دوی هم د لاس انجليس په سيمه کې مېشت شول.په دې ځای کې د برير مور او پلار سره وليدل او په ۱۸۶۳ز کال کې يې واده وکړ. کله چې برير ماشوم او د غټېدو په حال کې و د هغه کورنۍ له سره لرګي په جوړه يوه جونګړه درلوده چې دوی پکې ژوند کاوه او د دوبي په مياشتو کې به «سانټا مونيکا» ته تلل، کومه سيمه چې شا اوخوا شپاړس ميله لرې ده،  په لاس انجليس کې له خپل کور څخه هلته د تګ پر مهال به له يوې خوا د اس او ګاډۍ په واسطه سفر درې نيم ساعته وخت نيو. برير د خپل پلار د پښتوب د دوکان په ځينو کارونو کې برخه واخيسته، چېرته چې هغه د اسونو په مټ کش کېدونکې ګاډۍ جوړې کړې، په داسې حال کې چې عمر يې له شلو کلونو کم و. په دې ځای کې هغه د وسپنيزو کارونو بنسټيز اصول زده کړل او د سفر کونکي پښ مهارتونه يې تر لاسه کړل.[۴][۶]

برير په ۱۸۹۷ز کال کې څوارلس کلن و چې د « Los Angeles Water Works pumping plant» مسئول انجنير «جان جی. فيشر» په هغه د دې کارخونې شخصي ليدنه وکړه. د دې ليدنې پر مهال هغه يو نوښت وليد چې فيشر کړی و – په کور کې جوړ شوی برېښنايي جنراتور، څو د کارخونې په تياره کونجونو کې د ګروپونو لپاره برېښنا برابره کړي. ښاغلی فيشر د برير سرپرست شو. په اونيزو رخصتيو کې، کله چې به هغه له ښوونځي بهر و، نو به په کارخونه  کې به يې ډېر ځله له فيشر سره ليدل. هغه د فيشر د جنراتور نقل وکړ او د خپل کور د روښانه کولو لپاره يې وکارولو. دا په انجنيرۍ کې د برير لومړی خوځښت و.[۷]

د ژوند منځني کلونه سمول

په ۱۹۰۰ز کال کې برير اولس کلن و چې هغه د موټر په مټ چلېدونکي نقليه وسيلې په جوړولو لاس پورې کړ. هغه مهال يې په زړه کې دا هيله پيدا شوه، کله چې يې په خپل کلي کې د «دوريا» موټر لرونکي بې اسپې بګۍ ولېده. هغه په فيشر باور وکړ او دوی دواړو پرېکړه وکړه چې د نوي موټر لپاره د بخار ماشين جوړ کړي، دا ځکه چې د برير د پښتوب تجربې هغه ته ځينې داسې پوهه ورکړې وه چې دوی ورته اړتيا درلوده. د لومړني لارښود په توګه له يوې مجلې څخه د «سټينلي سټيمر» د ډيزانونو په کارولو سره، نوموړي د دوه استوانو لرونکی د بخار ماشين جوړ کړ، له کوم څخه چې هغه د اجزاوو د پروزو تفصيلي بڼې چمتو کړې. په لرګي کې د کاږل شويو استوانو انځورونه او نمونې يې د فلزاتو ويلې کولو ځای ته يوړې، څو هلته په قابل کې برابرې شي. کله چې د ويلې کولو ځای د بيا بيا هڅو سره ناکام شو، چې دا ويلې کړي، برير پوښتنه وکړه چې ايا هغه کولای شي د هغوی اسانتياوې وکاروي – او هغه په برياليتوب سره په خپله لومړۍ هڅه کې استوانه جوړه که.[۸][۹][۱۰]

برير د بخار د ماشین لپاره اړينې نورې برخې جوړې کړې. يوه پرزه يې د «بنسن» (رابرټ بنسن يو المانی کيمياپوه و) د ډول سوځونکی و، کوم ته چې د بخار لپاره د ايشوبي د ګرمولو لپاره د پيټرولو په مټ سون توکي ورکول کېدل. په همدې بنسټ د هوا د نلکو په داخلي خونو کې د نږدې ۳۰۰۰ سوريو کولو اړتيا وه. له دې امله چې داسې کوم سوری کونکی نه و چې دا کار وکړي، د همدې لپاره برير يو چټک شوی پيلټن ډوله (پيلټن ډوله هغه چې ګرارۍ بڼه ولري) سوری کونکی پرس چمتو کړ، کوم چې د دوی د اوبو د بهرني نل څخه د ابو په فشار چلېدو. د هغه په اختراع سره، په لږ وخت کې سوري وشول. برير په ۱۹۰۱ز کال کې خپل موتر راټول کړ، له هغه سره د موټر په سيټونو جوړولو، سينګارولو او رنګولو کې د ګاډۍ ځينو کارمندانو مرسته وکړه. د برير د موټر لومړی سفر د ۱۹۰۱ز کال د سپتمبر په مياشت کې تر سره شو.[۱۱][۱۲]

په راتلونکو دوه کلونو کې په کار کې يو لړ اصلاحات راوستل شول. يو د ايشوبي لپاره د ګاز يو جلا زېرمه وه، تر څو هغه د خپل ورور «بل» سره يو ځای د کلفورنيا له «ازوسیا» سره نږدې د «سان ګابريل» دره کې د ټراوټ کب نيولو لپاره ولاړ شی – نږدې پنځه دېرش ميله لرې په خامو ککړو سرکونو، د اس او بګۍ سره سفر کول ممکن نه و. برير خپل موتر راجستر کړ، ځکه چې په لاس انجليس کې د بې اسونو بګيو لپاره دا اړينه وه او د خوښې وړ يو «لوکوموټيو» شمېره ۶۶۶ يې تر لاسه کړه.[۱۳][۱۴]

برير د بخار خپل موټر ته د چټکتيا په يو ساعت کې د ۲۵-۳۵ ميل په اندازه يا د اس د مزل په پرتله دوه برابره زيات سرعت ورکړ. د اوږد واټن د سفر او په غرونو د ختلو لپاره د اس په پرتله د هغه موتر ډېر اغېزناک و. په داسې حال کې چې د هغه د بخار موټر په دې طريقه ډېر اغېزناک و، انګلستاني انجنيرانو معلومه کړه چې د ګيسولين په طاقت چلېدونکو موټرو په نسبت د بخار په طاقت چلېدونکي کم اغېزناک و. دوی دې پايلې ته ورسېدل چې د ۱۰۰۰ اس په ځواک د ډلبندۍ لاندې د ګازي موټرو مقابله نه شي کولای. همدا رازد ګيسولين يو موتر به په سملاسي ډول چالان شي، په داسې حال کې چې د بخار په طاقت چلېدونکي موتر وخت اخيست تر څو خپل طاقت جوړ کړي. د يو ګيلن په کچه د ميلونو په رفتار سره د ګاز موتر ډېر اغېزناک او ډېره پياوړې نقليه وسيله وه. دې دلايلو د بخار په طاقت چلېدونکو موټرو ځېنې جوړونکي شرکتونه وهڅول چې خپل موټر د ګيسولين وسيلو لور ته بدل کړي.[۱۵]

مسلکي ژوند سمول

د « Tourist Automobile» شرکت سمول

برير د دندې او تجربې په لټه کې و، له همدې امله هغه د « Tourist Automobile Company» (په هغه وخت کې د متحده ايالاتو په لويديځ ساحل کې د موټرو جوړولو يو شرکت) شرکت ته د دندې لپاره غوښتنه ورکړه، کوم شرکت چې هغه مهال د لاس انجليس په «نارت مين» او «الميډا» کوڅه موقعيت درلود. د خدماتو د ګراج مشر ته د وړاندې کولو لپاره هغه د پخوانۍ دندې کومه تجربه نه درلوده، خو د بخار هغه موتر يې وړاندې کړ چې هغه جوړ کړی و او هلته يې وچلولو. دې چارې د عالي ليسې د دوبي په رخصتيو کې په بخار سره د چلېدونکو موټرو د ښودلو، خدماتو او ډيزان لپاره د انجنيرۍ لومړۍ رسمي دنده ورکړه. له همدې امله د « Toledo Steam Cars, the Spalding, the Northern» او « White Steamer» په څېر شرکتونو څخه هغه ته د دندو فرصتونه پیدا شول. هغه همدا راز د نوي دوه استوانه ييز بخار سره چلېدنکي ډوروکار جوړونکی هم و، کوم چې پرمختللې ميخانيکې ځانګړتياوې دلودې.[۱۶][۱۷][۵][۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6n31nx3 — subject named as: Carl Breer — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. (په March 4, 1954 باندې). Early History of L.A. Reviewed at Reunion. The Los Angeles Times.
  3. "Carl Breer, one of Chrysler's Three Musketeers". Allpar; allpar.com. 1998–2000. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ Yanik 1995، ص. 9.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Curcio 2001، ص. 272.
  6. Yanik 1995، ص. 11.
  7. Yanik 1995، صص. 11,12.
  8. (په October 22, 1939 باندې). Breer's 1st Car Built in 'Teens. The Akron Beacon Journal.
  9. "Carl Breer, one of Chrysler's Three Musketeers". Allpar; allpar.com. 1998–2000. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Yanik 1995، صص. 13, 14.
  11. "Carl Breer, one of Chrysler's Three Musketeers". Allpar; allpar.com. 1998–2000. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Yanik 1995، ص. 15.
  13. "Carl Breer, one of Chrysler's Three Musketeers". Allpar; allpar.com. 1998–2000. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Yanik 1995، ص. 18.
  15. Yanik 1995، صص. 18,19.
  16. (په October 22, 1939 باندې). Engineer, Scientist Goal Held Still Beyond Horizon.
  17. "Carl Breer, one of Chrysler's Three Musketeers". Allpar; allpar.com. 1998–2000. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په October 22, 1939 باندې). Breer Is Auto Trail Blazer. Arizonia Republic.
  19. (په June 13, 1926 باندې). Angeleno Wins Fame / Carl Breer, Now Nationally-Known Automotive Engineer, on Visit Here. The Los Angeles Times.
  20. Yanik 1995، ص. 1.