کارلوس انډرس

ل نوم یې سعودي وېنزوېلا وو Carlos Andrés Pérez بشپړ نوم یې (Carlos Andrés Pérez Rodríguez) ده. د ۱۹۲۲ کال، د اکتوبر په ۲۷ نېټه، په وېنزوېلا کې زېږېدلی او د ۲۰۱۰ کال، د ډسمبر په ۲۵ نېټه، د متحده ایالتونو په میامي، فلورېډا کې مړ شوی. له ۱۹۷۴ تر ۱۹۷۹ او همداسې له ۱۹۸۹ تر ۱۹۹۳ پورې د وېنزوېلا ریس جمهور وو.

خپل سیاسي ژوند یې د وېنزوېلا (Democratic Action) تنظیم له غړیتوب څخه پېل کړ په دې وخت کې د تنظیم مشر (Rómulo Betancourt) وو. د ۱۹۴۵ کال په ډسمبر کې د پوځ افسرانو او عامه خلکو د وخت ولسمشر (Isaías Medina Angarita) له واکه لرې کړ او (Betancourt) یې ولسمشر شو اندرېس پېرېز د ولسمشر منشي وټاکل شو. څه وخت وروسته د ښي اړخو کودتا اندرېس پېرېز له هېواده جلا وطن کړ او تر ۱۹۵۸ پورې یې جلا وطنۍ کې ژوند وکړ. کله چې د (Marcos Pérez Jiménez) دیکتاتوري نظام نسکور شو نو اندرېس پېزېز بیا ځلې د حکومت په مختلفو پوسټونو په مختلفو وختونو کې وګمارل شو.

په کال ۱۹۷۳ کې یې د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماند کړ او د وېنزوېلا ولسمشر شو. په دې وخت کې تر ټولو اړینه مسله د وېنزوېلا د نفتو تولید وو. په کال ۱۹۷۶ کې یې د وېنزوېلا ټول د نفت تولید ملي کړل تر دې مخکې یې سوداګریز شکل لره په کومو چې بهرنیانو پانګونه کړې وه خو له دې وروسته هم کار کوونکي او تخنیکي وسایل بهرني وو کومو چې د نفتو له بهیر سره مرسته کوله.

اندرېس پېرېز امر وکړ چې د نفتو تولید دې کم شي تر څو سرچینې وساتل شي. پېرېز ګمان کوه چې د وسپنې او نفتو شرکتونه باید ملي شي او له دې لارې د وېنزوېلا کرنه، د فولادو میل، د پوهنې پروګرامونو او بهر بورسونو ته کار وشي. په ۱۹۹۲ کال کې پرې دوه ځلې ناکامه کودتا وشوه چې یو ځلې د پوځ لخوا وه. په کال ۱۹۹۴ کې د عامه بودیجې د ناسمې کارونې په تور ونیول شو او دوه کاله یې زندان کې تېر کړل. په ۱۹۹۸ کې له زندانه ازاد شو او د سنا جرګې ته نوماند شو خو یو کال وروسته یې وېنزوېلا پرېښوده او د ژوند پاتې برخه یې په دومینیکان جمهوریت او متحده ایالتونو کې تېره کړه.