کاتولیکه کلیسا (کاتولیک مذهب/کاتولیکان) د مسیحیت دین له دریوو کلیساوو څخه یوه ده چې کابو یونیم میلیارد پیروان لري او همدارنګه د مسحي دین ترټولو لویه برخه جوړوي. کاتولیکه کلیسا ډیره وخت (د روم کاتولیکه کلیسا) او رومي کاتولیکه کلیسا) هم یادیږي، د یاد مذهب مرکزي کلیسا په واتیکان هیواد کې ده.