کاترین جانسون
کاترین کلمن ګوبل جانسون (زوکړه: د ۱۹۱۸ زکال د اګست ۲۶مه – مړینه: د ۲۰۲۰ زکال د فبروري ۲۴مه) امریکايي ریاضي پوهه وه چې د ناسا د کارکوونکې په توګه یې د مداري میخانیک اړوند محاسبه د متحده ایالاتو په لومړۍ او نورو فضايي الوتنو کې حیاتي رول ولوباوه. نوموړې په ناسا او د هغو په مخکښې ادارې کې د خپل ۳۳ کلن کاري ژوند پر مهال پیچلو محاسباتي لارو چارو ته د لاسرسي له امله شهرت وموند او د دندو په ترسره کولو کې یې له کمپیوټر څخه د ګټنې په برخه کې مرسته وکړه. د فضايي چارو ادارې «د هغې تاریخي رول ته په اشارې نوموړې یو له هغو افریقايي الاصله امریکايي مېرمنو څخه بللې چې د ناسا د یوې ساینس پوهې په توګه یې کار کړی».[۱][۲][۳]
په ۲۰۱۵ زکال کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما نوموړې ته د آزادۍ ولسمشریز مډال ورکړ. په ۲۰۱۶ زکال کې د ناسا ستور مزلي لیلنډ ډي. ملوین نوموړې ته سنوپي د سپینو زرو مډال ورکړ او همدارنګه یې د ناسا د ډله ییزو لاسته راوړنو جایزه ترلاسه کړه. نوموړې په ۲۰۱۶ زکال کې د پټو څېرو (Hidden Figures) په نامه فلم کې د تاراجي پي. هنسون له خوا د دغه فلم د مخکښې لوبغاړې په توګه انځور شوه. په ۲۰۱۹ زکال کې د متحده ایالاتو کانګرس نوموړې ته د کانګرس د سرو زرو مډال ورکړ. له مړینې یې وروسته په ۲۰۲۱ زکال کې د ښځینه مشاهیرو ملي تالار ته هم لار ومونده. [۴][۵][۶]
لومړنی ژوند
سمولکاترین جانسون د سرئولا کاترین کلمن په نامه د ۱۹۱۸ زکال د اګست په ۲۶مه د لویدیځې ویرجینیا په وایټ سولفور سپرېنګز سیمه کې د جویلیټ روبرټا (کورنی نوم یې لووي) او جاشوا مک کینلي کلمن په کورنۍ کې وزیږېده. هغه د خپلې کورنۍ له څلورو ماشومانو څخه تر ټولو کوچنۍ وه. مور یې ښوونکې او پلار یې ځنګل وهونکی، بزګر او کارګر و. همدارنګه یې په ګرین بریر هوټل کې هم کار کاوه. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
جانسون له ډېر لږ عمر څخه په ریاضي کې پیاوړې وړتیاوې لرلې. له دې امله چې د ګرین بریر په ښارګوټي کې افریقايي الاصله امریکايي وګړو له اتم ټولګي څخه وروسته په دولتي ښوونځیو کې د زده کړو حق نه درلود کورنۍ یې پرېکړه وکړه چې ماشومان یې د لویدیځې ویرجینیا د انستیتیو برخې عالي ښوونځي ته ولاړ شي. د دوی د ښوونځي ودانۍ د لویدیځې ویریجنیا د ایالتي کالج په کمپلکس کې دننه موقعیت درلود او جانسون هم د ۱۰ کلنۍ په عمر په دغه ښوونځي کې زده کړې پیل کړې. له همدې امله کورنۍ یې د ښوونځيو د پیلېدو پر مهال انستیتیو ته راتله او په اوړي کې به بېرته وایټ سلفور سپرېنګ ته تله.[۱۳][۱۴][۱۵]
د ۱۴ کلنۍ په عمر له دغه ښوونځي څخه له فراغت وروسته، جانسون د لویدیځې ویرجینا په ایالتي کالج کې نوم ثبت کړ چې له تاریخي پلوه تورپوستو ته اړوند کالج و. هغې به د دغه کالج په ټولو هغو ټولګیو کې ونډه اخیسته چې ریاضي ته به اړوند وو. دلته ګڼ شمېر ښوونکو هغې ته لارښوونې کولې چې په دغو کې کیمیا پوه او ریاضي پوه آنجی ټرنر کېنګ او ډبلیو ډبلیو شیفلین کلیتور شامل و؛ کېنګ په ښوونځي کې د زده کړو پر مهال نوموړې ته لارښوونې کولې او کلیتور هم دریم افریقايي الاصله امریکايي و چې په ریاضیاتو کې یې دوکتورا لرله. کلیتور په خپل روزنیز مهالوېش کې یوازې د جانسون لپاره د ریاضیاتو ټولګي زیات کړل. نوموړې په ۱۹۳۷ زکال کې د ۱۸ کلنۍ په عمر د ریاضیاتو او فرانسوي ژبې په برخه کې لیسانس (summa cum laude) سند ترلاسه کړ. جانسون دغه مهال د الفا کاپا الفا په نامه ټولنیز بنسټ غړې وه. له فراغت وروسته نوموړې د ویرجینیا په ماریون کې د تورپوستو په یوه دولتي ښوونځي کې تدریس ته مخه کړه. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
په ۱۹۳۹ زکال کې وروسته له هغه چې له خپل لومړني مېړه جیمز ګوبل سره یې واده وکړ، د تدریس چارو ته یې شا کړه او د ریاضي په برخه کې یې د ماسټرۍ زده کړې پیل کړې. هغې د لومړي سمستر وروسته زده کړې پرېښودې او هوډ یې وکړ چې په خپل کورني ژوند تمرکز وکړي. نوموړې لومړنۍ افریقايي الاصله مېرمن وه چې د لویدیځې ویرجینیا په مورګان ټاون کې یې د لویدیځې ویرجینیا په پوهنتون کې د ماسټرۍ زده کړو ته مخه کړې وه.[۲۴][۲۵][۲۶] [۲۷]
مسلکي چارې
سمولجانسون پرېکړه وکړه چې د یوې څېړنیزې ریاضي پوهې په توګه دنده ترسره کړي، په داسې حال کې چې دغه مهال ډېره ستونزمنه وه دغه ډول چارو ته دې افریقايي الاصله امریکایان لاسرسی ومومي. د ۱۹۵۲ زکال پر مهال د یوې کورنۍ میلمستیا په ترڅ کې د دوی یو خپلوان دې موضوع ته اشاره وکړه چې د هوانوردۍ د مشاوریت ملي کمېټه (NACA) ریاضي پوهان استخدام کوي. دغې کمېټې د ویرجینیا په همپټون سیمه کې لانګلي هوايي ډګر ته څېرمه د لانګلي په مموریال هوايي لابراتوار کې موقعیت درلود. دغه مهال NACA د هدایت او ګرځندوی برخو لپاره د سپین پوستو په څېر افریقايي الاصله امریکايي ریاضي پوهان استخدام کول. جانسون د دغې ادارې د کار وړاندیز د ۱۹۵۳ زکال په جون میاشت کې ومانه. [۲۸][۲۹]
د مشاهداتي رهبرۍ د ملي پروژې له خوا د ارشیف شوي شفاهي تاریخ پر بنسټ:
په پیل کې نوموړې [جانسون] د ښځو په هغه ډله کې کار کاوه چې ریاضیکي محاسبات یې ترسره کول. کاترین په دغه ډله کې شاملې ښځې د هغو مجازي «کمپیوټرونو په توګه یادې کړې چې لمنې یې اغوستې». د هغوی اصلي دنده د الوتکو د تورې بکسې لوستل او همدارنګه د کره ریاضیکي محاسباتو ترسره کول وو. له دې وروسته یوه ورځ کاترین (او د هغې یو همکار) په موقت ډول د الوتنو په څېړنیزه ډله کې چې غړي یې ټول نارینه وو کار وکړ. د تحلیلي هندسې په برخه کې د کاترین پوهه لامل وګرځېده چې د هغې نارینه مشران او همکاران دا له یاده وباسي چې «هغه بېرته خپلې پخوانۍ ډلې ته ولېږي». په داسې حال کې چې تل نژادي او جنسیتي خنډونه شته وو، خو دغو خنډونو نور د کاترین پر وړاندې شتون نه درلود. کاترین غوڅ دریځ درلود او غوښتل یې د مشرتابه پلاوي په ناستو کې ګډون وکړي (چېرې چې له دې وړاندې هېڅ مېرمنې ونډه نه لرله). هغې په ډېرې سادګۍ سره خلکو ته ویل چې دې دا کار وکړ او دغه چاره دې ته اړونده ده. [۳۰]
له ۱۹۵۳ زکال څخه تر ۱۹۵۸ زکال پورې جانسون د یو کمپیوټر په څېر کار کاوه او د الوتکو لپاره یې د باد د کمښت په څېر موضوعات تحلیل کول. جانسون چې په پیل کې د ریاضي پوهې ډوروټي واګان تر مشرۍ لاندې د لویدیځې برخې د کمپیوټرونو په څانګه کې ګمارل شوې وه، د لانګلي ډګر د الوتنو د څېړنیزې برخې د هدایت او کنټرول په برخه کې وګمارل شوه. په دغه برخه کې یوازې سپین پوستو نارینه انجینرانو کار کاوه. د ویرجینیا په ایالت کې د نژادۍ جلاتوب قوانینو او همدارنګه په فدرال کاري چاپېریال کې ویش ته پام چې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د ولسمشر ویډرو ویلسون د ادارې پر مهال معرفي شوی و، په محاسباتي ډله کې د جانسون په ګډون شاملې ټولې افریقایي الاصله امریکايي مېرمنې اړ وې څو له خپلو سیالو سپین پوستو څخه جلا کار وکړي، په جلا ځای کې خواړه وخوري او له جلا تشنابونو ګټنه وکړي. د هغوی په دفتر باندې د تورپوستو کمپیوټرونو نوم اېښودل شوی و. له WHRO-TV سره په مرکه کې جانسون څرګنده کړه چې هغې «په ناسا کې د توپیر احساس نه کاوه، ځکه هلته ټولو څېړنه کوله. هلته مو ماموریت درلود او په هغو مو کار کاوه، یوازې دا مهمه وه چې باید کار وکړو ... او د غرمې د ډوډۍ په وقفه کې قطعې ووهو». هغې زیاته کړه: «ما هېڅ ډول جلاتوب نه دی احساس کړی، پوهېدم چې شتون لري، خو احساس مې نه کړ». [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]
شخصي ژوند او مړینه
سمولکاترین او جیمز فرانسېس ګوبل درې لوڼې لرلې. د دوی کورنۍ له ۱۹۵۳ زکال وروسته د ویرجینیا په نیوپورټ نیوز کې ژوند کاوه. جیمز په ۱۹۵۶ زکال کې د مغزي تومور له امله چې د درملنې وړ نه و ومړ. درې کاله وروسته کاترین له جیمز اې. «جیم» جانسون سره واده وکړ چې د متحده ایالاتو د پوځ افسر و او همدارنګه یې د کوریا په جګړه کې ونډه اخیستې وه؛ دغې جوړې ۶۰ کاله ګډ ژوند وکړ تر دې چې نوموړی د ۲۰۱۹ زکال په مارچ میاشت کې د ۹۳ کلنو په عمر ومړ. جانسون شپږ لمسیان او ۱۱ کړوسیان لرل چې د ویرجینیا په همپټون کې یې ژوند کاوه. هغې خپل لمسیان هڅول څو د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې مسلکونو ته مخه کړي. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]
جانسون د ۲۰۲۰ زکال د فبروري میاشتې په ۲۴مه نېټه د ۱۰۱ کلونو په عمر د نیوپورټ د زړو کسانو په پالنځای کې مړه شوه. د هغې له مړینې وروسته د ناسا مشر جیم برایډنسټین هغه «امریکايي اتله» وبلله او څرګنده یې کړه چې «د هغې مخکښ میراث به هېڅکله له یاده وه نه ویستل شي». [۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]
سرچينې
سمول- ↑ * Smith, Yvette (November 24, 2015). "Katherine Johnson: The Girl Who Loved to Count". NASA. خوندي شوی له اصلي څخه په February 12, 2019. بياځلي په February 12, 2016.
Her calculations proved as critical to the success of the Apollo Moon landing program and the start of the Space Shuttle program, as they did to those first steps on the country's journey into space.
- ↑ Fox, Margalit (February 24, 2020). "Katherine Johnson Dies at 101; Mathematician Broke Barriers at NASA". The New York Times. بياځلي په 13 August 2023.
- ↑ "Hidden Figures To Modern Figures: Students See SLS Rocket at Michoud". YouTube. Marshall Space Flight Center. November 24, 2016. خوندي شوی له اصلي څخه په December 20, 2021. بياځلي په March 4, 2020.
- ↑ Laura B. Edge (2020). Apollo 13: A Successful Failure. Millbrook Press. pp. 64–65. ISBN 9781541595781.
- ↑ "'Hidden Figures' Honored at U.S. Capitol for Congressional Gold Medal". December 10, 2019.
- ↑ "Michelle Obama, Mia Hamm chosen for Women's Hall of Fame". March 8, 2021.
- ↑ Fox, Margalit (February 25, 2020). "Katherine Johnson Dies at 101; Mathematician Broke Barriers at NASA". The New York Times. p. A1. خوندي شوی له اصلي څخه په February 24, 2020. بياځلي په February 24, 2020.
- ↑ "Katherine Johnson – Oral History". National Visionary Leadership Project. له اصلي څخه خوندي شوی په February 23, 2016. بياځلي په February 12, 2016.
{{cite web}}
: CS1 maint: unfit URL (link) - ↑ Wilkins, Ebony Joy (January 8, 2019). DK Life Stories Katherine Johnson. Penguin. ISBN 9781465485953.
- ↑ Cook, Robert Cecil (1962). "Who's who in American Education".
- ↑ Shetterly, Margot Lee (December 1, 2016). "The Woman the Mercury Astronauts Couldn't Do Without". Nautilus. خوندي شوی له اصلي څخه په December 4, 2016. بياځلي په December 8, 2016.
- ↑ Gutman, David (December 26, 2015). "West Virginian of the Year: Katherine G. Johnson". Charleston Gazette-Mail. خوندي شوی له اصلي څخه په August 27, 2017. بياځلي په February 12, 2016.
- ↑ Shetterly, Margot Lee (December 1, 2016). "From Hidden to Modern Figures – Katherine Johnson Biography". NASA. خوندي شوی له اصلي څخه په September 8, 2018. بياځلي په March 1, 2017.
- ↑ Yvette Smith, ed. (November 24, 2015). "Katherine Johnson: The Girl Who Loved to Count". NASA. خوندي شوی له اصلي څخه په February 28, 2017. بياځلي په March 1, 2017.
Fascinated by numbers and smart to boot, for by the time she was 10 years old, she was a high school freshman – a truly amazing feat in an era when school for African-Americans normally stopped at eighth grade for those who could indulge in that luxury. Katherine skipped several grades to graduate from high school at 14 and from college at 18.
- ↑ "Johnson". National Space Grant Foundation (in American English). خوندي شوی له اصلي څخه په February 26, 2020. بياځلي په February 26, 2020.
- ↑ Loff, Sarah (November 22, 2016). "Katherine Johnson Biography". NASA (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په September 8, 2018. بياځلي په February 1, 2017.
- ↑ Gutman, David (November 16, 2015). "WV native, NASA mathematician to receive Presidential Medal of Freedom". WV Gazette Mail: Charleston Gazette-Mail. خوندي شوی له اصلي څخه په February 16, 2016. بياځلي په February 12, 2016.
- ↑ Yvette Smith, ed. (November 24, 2015). "Katherine Johnson: The Girl Who Loved to Count". NASA. خوندي شوی له اصلي څخه په February 28, 2017. بياځلي په March 1, 2017.
Fascinated by numbers and smart to boot, for by the time she was 10 years old, she was a high school freshman – a truly amazing feat in an era when school for African-Americans normally stopped at eighth grade for those who could indulge in that luxury. Katherine skipped several grades to graduate from high school at 14 and from college at 18.
- ↑ "Katherine G. Johnson – Presidential Honorary Doctorate of Humane Letters". West Virginia University. WVU. 2015. خوندي شوی له the original on March 2, 2017. بياځلي په March 1, 2017.
Katherine Johnson graduated from high school at age 14 and from college at 18.
- ↑ "These Two Famous Alpha Kappa Alpha Members Are Getting Their Own Legos". Watch The Yard (in American English). August 15, 2017. خوندي شوی له اصلي څخه په February 26, 2020. بياځلي په February 26, 2020.
- ↑ Loff, Sarah (November 22, 2016). "Katherine Johnson Biography". NASA (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په September 8, 2018. بياځلي په February 1, 2017.
- ↑ Porter-Nichols, Stephanie (January 24, 2017). "Council honors one-time Marion teacher Katherine Johnson of 'Hidden Figures'". SWVA Today. خوندي شوی له اصلي څخه په October 14, 2019. بياځلي په October 16, 2017.
- ↑ Shetterly, Margot Lee (September 6, 2016). Hidden Figures: The American Dream and the Untold Story of the Black Women Mathematicians Who Helped Win the Space Race (in انګليسي). William Morrow. pp. 24. ISBN 978-0-06-236361-9.
- ↑ Gutman, David (December 26, 2015). "West Virginian of the Year: Katherine G. Johnson". Charleston Gazette-Mail. خوندي شوی له اصلي څخه په August 27, 2017. بياځلي په February 12, 2016.
- ↑ "Missouri ex rel. Gaines v. Canada 305 U.S. 337 (1938)". Justia US Supreme Court. 1938. خوندي شوی له اصلي څخه په February 17, 2016. بياځلي په February 12, 2016.
- ↑ Loff, Sarah (November 22, 2016). "Katherine Johnson Biography". NASA (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په September 8, 2018. بياځلي په February 1, 2017.
- ↑ Loff, Sarah (November 22, 2016). "Katherine Johnson Biography". NASA (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په September 8, 2018. بياځلي په February 1, 2017.
- ↑ Loff, Sarah (November 22, 2016). "Katherine Johnson Biography". NASA (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په September 8, 2018. بياځلي په February 1, 2017.
- ↑ "Katherine Johnson – Oral History". National Visionary Leadership Project. له اصلي څخه خوندي شوی په February 23, 2016. بياځلي په February 12, 2016.
{{cite web}}
: CS1 maint: unfit URL (link) - ↑ "Katherine Johnson – Oral History". National Visionary Leadership Project. له اصلي څخه خوندي شوی په February 23, 2016. بياځلي په February 12, 2016.
{{cite web}}
: CS1 maint: unfit URL (link) - ↑ Hodges, Jim (August 26, 2008). "She Was a Computer When Computers Wore Skirts". Langley Research Center. NASA. خوندي شوی له اصلي څخه په November 14, 2016. بياځلي په December 29, 2016.
- ↑ Buckley, Cara (September 6, 2016). "On Being a Black Female Math Whiz During the Space Race". The New York Times. p. C1. ISSN 0362-4331. خوندي شوی له اصلي څخه په September 6, 2016. بياځلي په September 6, 2016.
- ↑ "Katherine Johnson Interview: NASA's Human-Computer". HistoryvsHollywood.com. CTF Media. 2016. خوندي شوی له اصلي څخه په March 3, 2017. بياځلي په March 2, 2017.
- ↑ Buckley, Cara (September 6, 2016). "On Being a Black Female Math Whiz During the Space Race". The New York Times. p. C1. ISSN 0362-4331. خوندي شوی له اصلي څخه په September 6, 2016. بياځلي په September 6, 2016.
- ↑ Johnson, Katherine; Hylick, Joylette; Moore, Katherine (May 26, 2021). "How a Pioneering Mathematician Held Her Family Together in the Wake of Her Husband's Medical Emergency". Literary Hub. بياځلي په May 26, 2021.
- ↑ Fox, Margalit (February 25, 2020). "Katherine Johnson Dies at 101; Mathematician Broke Barriers at NASA". The New York Times. p. A1. خوندي شوی له اصلي څخه په February 24, 2020. بياځلي په February 24, 2020.
- ↑ J. J. O'Connor; E. F. Robertson (February 2020). "Katherine Coleman Goble Johnson". School of Mathematics & Statistics University of St Andrews, UK. خوندي شوی له اصلي څخه په June 22, 2018. بياځلي په February 26, 2020.
- ↑ "Obituary: James A. Johnson". O.H. Smith & Son Funeral Home. بياځلي په February 24, 2020.
- ↑ Fountain, Nigel (February 24, 2020). "Katherine Johnson obituary". The Guardian (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0261-3077. خوندي شوی له اصلي څخه په February 26, 2020. بياځلي په February 26, 2020.
- ↑ "The Untold History of Women in Science and Technology: Katherine Johnson". The White House. خوندي شوی له the original on February 20, 2017. بياځلي په October 22, 2016.
- ↑ Brekke, Gregg (January 10, 2017). "Real life 'Hidden Figures' mathematician is longtime Presbyterian". The Presbyterian Outlook. خوندي شوی له the original on February 24, 2020.
- ↑ کينډۍ:Cite tweet
- ↑ "Local hero, NASA mathematician Katherine Johnson dies at 101". WTKR. February 24, 2020. خوندي شوی له اصلي څخه په February 24, 2020. بياځلي په February 24, 2020.
- ↑ Fox, Margalit (February 25, 2020). "Katherine Johnson Dies at 101; Mathematician Broke Barriers at NASA". The New York Times. p. A1. خوندي شوی له اصلي څخه په February 24, 2020. بياځلي په February 24, 2020.