کاترین الیس مککینون
کاترین الیس مککینون (په انګلیسي: Catharine Alice MacKinnon؛ پیدایښت: ۲-اکټوبر-۱۹۴۶ز) یوه امریکایي راډیکاله فېمینیسته، حقوقې څېړونکې، فعاله او لیکواله ده. هغه د میشیګان پوهنتون په حقوقو پوهنځي کې د الیزابېت لانګ پروفیسوره ده، چې له ۱۹۹۰ز راهیسې هلته د دایمي استاد په توګه پاتې شوې او د هاروارډ په حقوقو پوهنځي کې د جېمز بار اېمز مېلمه پروفیسوره ده. له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۲ز پورې په نړیوالې جنایي محکمه کې د لوی څارنوال ځانګړې جنسیتي مشاوره وه.[۳][۴]
کاترین الیس مککینون | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | سیاسي علوم ، جنسیتي مطالعات ، د جنسيت مساوات [۲] |
کار ورکوونکی | هروارد پوهنتون |
مؤثر | مارتا نسبام |
سمول |
مککینون د نړیوال حقوقو، اساسي قانون، سیاسي او حقوقي تیوريګانو او حقوقپوهنې د متخصصې په توګه، د جنسي تاوتریخوالي، جنسي تېری، فحشا، جنسي قاچاق او پورنوګرافي په څېر د ښځو پر حقوقو او جنسي ځورونې او زبېښاک باندې تمرکز لري. هغه لومړۍ فعاله وه چې استدلال یې وکړ، پورنوګرافي د مدني حقوقو نقض کول دي او جنسي ځورونه او تېری په تحصیلي او کاري چاپېریالونو کې د جنسي تبعیض معنی ورکوي. [۵]
مککینون لسګونه کتابونو لیکلي دي، د ساري په ډول: د کارګرو ښځو جنسي ځورونه (۱۹۷۹ز)؛ نااصلاح شوی فېمینیزم (۱۹۸۷ز)، چې «په انګلیسي ژبه کې د یوه ستر مستند شوي کتاب په څېر» ارزول شوی دی؛ د دولت یوې فېمینیستي تیورۍ په لور (۱۹۸۹ز)؛ یوازې الفاظ (۱۹۹۳ز)؛ د قضایاوو یو کتاب، جنسي برابروالی (۲۰۰۱ او ۲۰۰۷ز)؛ د ښځینهوو ژوندون، د نارینهوو قوانین (۲۰۰۵ز)؛ د پتنګ سیاست (۲۰۱۷ز). [۶][۷]
د ژوند لومړي کلونه او زدهکړې
سمولمککینون د مینېسوتا په مینیاپولیس کې زېږېدلې پلار یې جورج اِدوارد او مککینون او مور یې الیزابېت ولنتاین دېویس نومېږي او تر خپله کشري دوه وروڼه لري. پلار یې یو مدافع وکیل، د کانګرس استازی (۱۹۴۷ تر ۱۹۴۹ز) او د ډيسي حوزې لپاره د متحده ایالاتو د استیناف محکمې قاضي ؤ (۱۹۶۹ تر ۱۹۹۵ز). [۸][۹]
کاري ژوند ته ټولیزه کتنه
سمولمککینون د میشیګان پوهنتون په حقوقو پوهنځي کې د الیزابېت لانګ پروفیسوره، او د هاروارډ په حقوقو پوهنځي کې د جېمز بار اېمز مېلمه پروفیسوره ده. په ۲۰۰۷ز کې یې د هاروارډ په حقوقو پوهنځي کې د روسکوی پونډ د مېلمه استاد په توګه خدمت وکړ او همدا راز په نیویارک پوهنتون، د لوېدیځې اسټرالیا پوهنتون، سانتیاګو پوهنتون، عبري پوهنتون، د کولمبیا حقوقو پوهنځي، شیکاګو پوهنتون، بازل پوهنتون، د یالې حقوقو پوهنځي، د اوزګوډ هال حقوقو پوهنځي، د UCLA حقوقو پوهنځي، او د ستنفورد په حقوقو پوهنځي کې څرګنده شوې ده.[۱۰]
مککینون یوه خورا باوري حقوقي څېړونکې او یوه مطرحه ویناواله ده. مفکورې یې په درې برخو وېشلای شو: جنسي ځورونه، پورنوګرافي او فحشا، او نړیوال فعالیت. سربېره پر دې، د سیاسي تیورۍ او مېتودولوجي په هکله هم ګڼشمېر لیکنې لري.[۱۱][۱۲][۱۳]
سیاسي نظریه
سمولمککینون استدلال کوي چې د ښځو او نارینهوو نابرابروالی په ډېریو ټولنو کې د مراتبو داسې یوه سلسله رامنځته کوي چې د یوه عقلاني او طبیعي انګېرل شوي ترتیب په ترڅ کې د نارینهوو د واکمنۍ د پیاوړتیا لامل ګرځي او ښځې تر واک لاندې راولي.هغه د عمل او تیورۍ ترمنځ د خپلمنځي تړاوونو په هکله لیکي او داسې څرګندوي چې په ډېریو برخو کې د ښځو وړتیاوې او تجربې له پامه غورځول کېږي. سربېره پر دې، هغه د فېمینیستې نظریې د ازاد فېمینیزم پر ځانګړو ټکو باندې د نیوکې لپاره مارکسیزم او د مارکسیستې تیورۍ د نقد کولو لپاره راډیکال فېمینیزم کاروي. مککینون د مارکس لهخوا پر هغې تیورۍ باندې نیوکه په ګوته کوي چې طبقاتي وېش ناڅاپي ګڼي چې په طبیعي توګه پېښېږي. هغه پوهنپوهنې ته د پوهې تیوريګانو او سیاست ته د ځواک تیوريګانو په سترګه ګوري: «د نورو مسایلو ترڅنګ، ځواک پهدې معنی دی چې کله یو کس ووایي ‹دغه څیز، داسې دی›، نو همداسې شي. …بېځواکي پهدې معنی ده چې کله څوک ووایي ‹دغه څیز، داسې دی›، نو همداسې نهشي. دا د چوپتیا د بیانولو او د حضور د نهشتون د درک کولو لامل ګرځي، هغه کسان درک کړو چې له ټولنیز اړخه یې اعتبار لهمنځه لاړ دی او په پایله کې د بېوسو او بېواکو د سیاست پوهنپوهنې لپاره اړین ساده حقیقت لپاره د انتقاد زمینه برابروي».[۱۴][۱۵][۱۶]
په ۱۹۹۶ز کې د فرېډ ر. شاپیرو د محاسبې لهمخې، «فېمینیزم، مارکسیزم، مېتود او دولت: د فېمینیستې حقوقپوهنې په لور» (۱۹۸۳ز)، که څه هم په غیرحقوقي مجلې کې خپره شوه، نههشپېتمه مقاله وه چې په حقوقي بیاکتنو کې د سرچینې په توګه تر ټولو زیاته کارول شوې وه. [۱۷]
کره کتنه
سمولپه ۱۹۸۰ز لسیزه کې د «فېمینیستي جنسي شخړو» پر مهال، فېمینیستانو د ضدپورنوګرافي دریځونو (لکه، کارول وېنس او اېلېن ویلیس) پر وړاندې ودرېدل او ځانونه یې د «جنسپلوه فېمینیستانو» په توګه معرفي کړل. جنسپلوه او د پورنوګرافي مخالفو فېمینیستانو د دغو وییکو پر ضمني او څرګندو معناوو باندې بحثونه کړي دي. جنسپلوه فېمینیستان بیانوي چې د ضدپورنوګرافي د حکمونو لهمخې، چې د مککینون او دورکین لهخوا لیکل شوي دي، په جنسي څرګندو مسایلو کې د حذف، سانسور یا کنټرول غوښتنه شوې ده.[۱۸]
افتخاري لاسته راوړنې
سمول- د حقوقو افتخاري ډوکتورا، د هاورفورډ کالج (۱۹۹۱ز).
- د سمېت مډال، د سمېټ کالج (۱۹۹۱ز).
- سمپوزیم (پوهنغونډه)، د یالې حقوقو پوهنځی، «د کارګرو ښځو جنسي ځورونې» د خپرېدو شلمې کالیزې په ویاړ (۱۹۹۸ز).
- افتخاري ډوکتورا، عبري پوهنتون (بیتالمقدس) (۲۰۰۸ز).
- افتخاري ډوکتورا، د اوتاوا پوهنتون (کاناډا) (۲۰۰۹ز).
آثار
سمولکتابونه
سمول- (۱۹۷۹ز). د کارګرو ښځو جنسي ځورونه: د جنسي تبعیض یو مورد. نیوهاوېن: د یالې پوهنتون خپرندویه ټولنه. ۱۹۷۹ز.
- (۱۹۸۷ز). نااصلاح شوی فېمینیزم: د ژوند او حقوقو په هکله لیکنې. کمبرېج: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه. ۱۹۸۷ز.
- (۱۹۸۸ز). له آندرې دورکین سره. پورنوګرافي او مدني حقونه: د ښځو د برابروالي لپاره یوه نوې ورځ. مینیاپولیس: د پورنوګرافي پر وړاندې یوموټی کېدل. ۱۹۸۸ز.
- (۱۹۸۹ز). د دولت یوې فېمینیستي تیورۍ په لور. کمبرېج: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه. ۱۹۸۹ز.
- (۱۹۹۳ز). یوازې الفاظ. کمبرېج: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه. ۱۹۹۳ز.
- (۱۹۹۷ز). له آندرې دورکین سره (اېډېټوره). د ځور پر لار: د پورنوګرافي مدني حقونو محاکمې. کمبرېج: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه. ۱۹۹۷ز.
- (۲۰۰۱ز). جنسي نابرابروالی. د پوهنتون د قضایاوو کتابونو لړۍ. نیویارک: د Foundation خپرندویه ټولنه.
- (۲۰۰۴ز). له رېوا سیګل سره (اېډېټوره). د جنسي ځورونې حقوقو په هکله لارښود. نیوهاوېن: د یالې پوهنتون خپرندویه ټولنه.
- (۲۰۰۵ز). د ښځینهوو ژوندون، د نارینهوو قوانین. کمبرېج: د هارارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه. ۲۰۰۵ز.
- (۲۰۰۵ز). حقوقي فېمینیزم په تیوري او عمل کې. رېسلېنګ.
- ایا ښځه انسان دی؟: او نورې نړۍشموله خبرېاترې. کمبرېج: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه. ۲۰۰۶ز. *(۲۰۰۷ز). جنسي برابروالی (دوهیم اېډېټ). د پوهنتون د قضایاوو کتابونو لړۍ. نیویارک. د Foundation خپرندویه ټولنه.
- (۲۰۱۴ز). میثاق، فحشا، نابرابروالی. مونټ رویال.
- (۲۰۱۵ز). د جنسي برابروالي بحثونه: د فورموسا ویناوې. ټایپي: د ټایوان ملي پوهنتون خپرندویه ټولنه.
- (۲۰۱۶ز). جنسي برابروالی (درېیم اېډېټ). د پوهنتون د قضایاوو کتابونو لړۍ. سېنټ پاول: د Foundation خپرندویه ټولنه.
- (۲۰۱۷ز). د پتنګ سیاست. کمبرېج: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه.
- (۲۰۱۸ز). جنسیت په اساسي قانون کې. چلتېنهام: د اِدوارد خپرندویه ټولنه.
- (۲۰۲۲ز). د نارینهوو په محکمو کې د ښځینهوو ژوندون: د بدلون په هکله لنډې خبرې. نارتپورټ، نیویارک: د Twelve Tables خپرندویه ټولنه.
سرچينې
سمول- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6475pvv — subject named as: Catharine MacKinnon — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=hka2012695050 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
- ↑ "Catharine A. MacKinnon". Harvard Law School. خوندي شوی له اصلي څخه په February 23, 2018. بياځلي په October 22, 2018.
- ↑ "MacKinnon, Catharine A." University of Michigan Law School. خوندي شوی له the original on October 10, 2018.
- ↑ Also see MacKinnon, Catharine A. (February 4, 2018). "#MeToo Has Done What the Law Could Not". The New York Times. خوندي شوی له the original on February 5, 2018.
- ↑ Bellafante, Gillia (March 19, 2018). "Before #MeToo, There Was Catharine A. MacKinnon and Her Book 'Sexual Harassment of Working Women'". The New York Times. خوندي شوی له the original on March 19, 2018.
- ↑ "Catharine A. MacKinnon". Encyclopaedia Britannica.
- ↑ "Catharine A. MacKinnon biography". Biography.com. خوندي شوی له the original on September 11, 2017. بياځلي په March 20, 2015.
- ↑ University of Michigan faculty biography Archived 2005-09-23 at the Wayback Machine.; accessed February 10, 2015.
- ↑ University of Michigan faculty biography Archived 2005-09-23 at the Wayback Machine.; accessed February 10, 2015.
- ↑ "Highly Cited Research 2011 - Name: "M"". Thomson Reuters Research Analytics. 2012-01-01. خوندي شوی له the original on January 1, 2012. بياځلي په 2018-01-03.
- ↑ "Catharine MacKinnon". له اصلي څخه خوندي شوی په 2005-08-30. بياځلي په 2006-02-22.
{{cite web}}
: CS1 maint: bot: original URL status unknown (link) 2005 Fellow of Stanford's Center for Advanced Study in the Behavioral Sciences - ↑ MacKinnon, Catherine A. (2000). "Points Against Postmodernism", 75, Chi.-Kent L. Rev., pp. 687–688.
- ↑ MacKinnon 1987، م. 163.
- ↑ MacKinnon 1987، مم. 163–164.
- ↑ MacKinnon 1987، مم. 15–16, 60, 118–120, 136–137.
- ↑ Fred R. Shapiro, "The Most-Cited Law Review Articles Revisited," 71 Chi.-Kent L. Rev. 751 (1996)
- ↑ Carole Vance. "More Pleasure, More Danger: A Decade after the Barnard Sexuality Conference", Pleasure and Danger: Towards a Politics of Sexuality (Carole Vance, ed., 1984).