کابل ټکی کام

کابل ټکی کام (په انګلیسي: http://kabull.com) په افغانستان کې یوه پېژندل شوې ویب پاڼه ده، چې ډېری مطالب یې په پښتو ژبه خپرېږي خو کله ناکله دري مطالب هم پکې خپرېږي.

کابل ټکی کام د د کورنیو او بهرنیو خبرونو خپرولو تر څنګ اسلامي معلومات، سیاسي لیکنې، ادبي لیکنې، پر حالاتو تبصرې، شعرونه او مرکې هم خپروي.[۱]

بنسټ سمول

کابل ټکی کام ویب پاڼه د ۲۰۱۵ز کال د جولایي په میاشت کې فعالیت پیل کړ. دې ویب پاڼې په خپله یوه کلنه موده کې ۴۶۶۶ مطلبه نشر کړل او په یو کال کې یې په فیسبوک پاڼه کې څه د پاسه ۶۰۰۰۰ مینه وال پیدا کړل.[۲][مړه لينکونه]

دوه کاله وروسته (۲۰۱۷ز، اګست)، کابل ټکی کام ویب پاڼه په میاشتني ډول ۱۵۰۰۰ کتونکي لري او د فېسبوک پاڼې د خوشوونکو شمېر یې څه باندې ۲۷۰۰۰۰ کسانو ته رسېږي.

دفتر سمول

کابل ټکی کام کوم ځانګړي ځای کې دفتر نه لري بلکه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خپل همکاران لري.

ویب پاڼې ته لاسرسی سمول

د کابل ټکي کام ویب پاڼه په افغانستان کې نه خلاصېږي، مخکنی حکومت دغه ویب پاڼه د طالبانو په طرفداری متهم کوله اوس چې د طالبانو حکومت په هیواد کې حاکم دی دغه مشکل اوس هم شتون لری چې باید حل شی خو بیا هم د وي پي این VPN په کارولو سره دا ویب پاڼه خلاصېدای شي. سمول

انډرایډ اپلیکېشن سمول

د ۲۰۱۶ز کال په اګست کې، کابل ټکي کام د خپلې ویب پاڼې لپاره یو اپلیکېشن جوړ کړ چې له انسټال کولو وروسته یې مطالب له انټرنیټه پرته هم لیدل کېدای شي. (د اپلیکېشن له خلاصولو وروسته باید انټرنیټ د یو څو دقیقو لپاره آن کړل شي).

د اپلیکېشن لینک:[۳]