کابل سیټي سنټر

د کابل سیټي سنټر د افغانستان په شهر نو کې یو پلور مرکز دی. دا پلور مرکز په ۲۰۰۵ کال کې پرانستل شو او  ۱۰۰ پلورنځي او د خوړو یو ځای لري. دا پلور مرکز په شفافو لفټونو او برېښنایي زینو سمبال دی او د دې لپاره د پام وړ دی چې په کابل کې لومړۍ ودانۍ ده چې په فعالو برېښنايي زینو سره سمبال شوې،. په دې ودانۍ کې د صافي لنډ مارک هوټل هم شته، دې څلور ستوریز هوټل د ودانۍ له لسو پوړونو څخه شپږ پوړونه اشغال کړي. صافي لنډ مارک په کابل کې د سیلانیانو او بهرنیانو ته یو له مشهورو هوټلونو څخه دی. دا ودانۍ په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کال کې د دوو ترهګریزو بریدونو خطر سره مخ شوې وه. دا د پلور مرکز په ۲۰۱۳ کال کې د اپل د غیر رسمي پلورنځۍ د استوګنې په پار د رسنیو پام ځانته راواړاوه.  

تاریخچه سمول

کله چې غلام حضرت صافي د متحده عربي اماراتو له دوبۍ څخه کابل ته راستون شو، د کابل سیټي سنټر د پلور مرکز او تر څنګ یې د صافي لنډ مارک هوټل د جوړولو لپاره د ۳۵ مېلیونو ډالرو پانګونه وکړه. دې هوټل ۱۵۰ تنه ځايي کارکوونکي او ۱۰۰ تنه هندي کارکوونکي ګمارلي. 

په دې مرکز باندې د ۲۰۱۰ کال د فبروري په ۲۶ د طالب ځانمرګي له خوا برید وشو او په ودانۍ کې یې ۱۶ کسان ووژل، له دغو کسانو څخه ۱۱ تنه بهرنیان (نهه هندي، یو اېټالوی او یو فرانسوی) وو. درې افغان پولیس او دوه نامعلوم کسان هم ووژل شول. چاودنې د ودانۍ د کړکیو ښیښې ماتې کړې او ټوټې یې د نږدې سړک پیاده لارې ته واچولې. د هند د بهرنیو چارو وزارت دغه برید په هندي او افغان وګړو یو هدفي برید وباله، ځکه چې زیاتره قربانیان یې هنديان وو. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چاودنې تر شا په قصدي توګه د هندي وګړو په نښه کول او د افغانستان او هند د اړیکو د خرابولو د هڅې دا انګیزه رد کړه، بلکې ادعا یې وکړه چې د دوی اصلي موخه اروپايي وګړي وو. د برید په دوو میاشتو کې د پلور د دغه مرکز د بېرته فعالولو لپاره ۴ مېلیون ډالر مصرف شول.  [۱][۲]

د لومړۍ چاودنې څخه سمدستي وروسته، دغه مرکز د چاودېدونکو توکو ضد ښیښه يي کړکیو په نصبولو او د فلزي کشف کونکو سره د له ننوتلو څخه مخکې د ټولو لیدونکو په آزمایښت کولو سره بیا جوړ شو. دې ازمایښت د ۲۰۱۱ کال د فبروري په ۱۴ د پلور مرکز ته د یوه ځانمرګی بریدګر د ننوتو مخه ونیوله.  [۳]

ځانګړتیاوې سمول

کابل سیټي سنټر د ګاڼو پلورنځۍ، د برېښنايي توکو پلورنځۍ، ښځینه جامو هټۍ، د لرغونو توکو پلورنځۍ او کتاب پلورنځي په ګډون ۱۰۰ هټۍ لري او خوړو ځای د ځمکه په سر موقعیت لري چې اروپایي پلور مرکزونه ته ورته دی. د دې پلور مرکز څخه اصلاٍ وطن جلا په ځانګړې توګه بهرنيان لیدنه کوي. په پیل کې رستورانت یوازې د نارینه وو څخه ډک ؤ، خو د پرانیستلو څخه یو کال وروسته زیاتره مېرمنو له دې مرکز څخه لیدنه پیل کړه، چې رستورانت د نارینه وو او ښځینه وو لپاره په ګډ ناستي ځای بدل شو.   [۴][۵][۶][۷]

د پلور مرکز یوه د پام وړ ځانګړنه برېښنايي زینې دي، چې په ښار کې یو له مشهورو جاذبو څخه ګڼل کېږي، ځکه چې د کابل سیټي سنټر په کابل کې لومړنۍ ودانۍ وه چې په برېښنايي زینو سمباله وه او له جوړېدو وروسته په افغانستان کې یوازینۍ ودانۍ شوه چې عملي برېښنايي زینې یې درلودې.  

د کابل سیټي سنټر هغه وخت  د رسنیو پام ځانته راواړو چې د اپل غیر رسمي پلورنځۍ د ۲۰۱۰ کال په اګست کې په پلور مرکز کې پرانستل شوه. د پلورنځۍ له مدیر سره د کوارټز د یوې مرکې له مخې چې د ۲۰۱۳ کال په اپریل کې ترسره شوه، د دوی محصولات په امریکا کې د پرچون بیې په پرتله خورا ګران وو. د بېلګې په توګه، ۱۶ جې بې آیفون ۵په افغانستان کې په ۷۰۰ امریکایي ډالرو پلورل کېدل، چې په متحده ایالاتو کې د اصلي قېمت څخه ۵۰ ډالر زیات ؤ. د پلورنځي محصولات له دوبۍ څخه وارد کېږي او خرڅلاو یې سم ؤ، د محدود ذخیره سره سره هره ورځ شپږ آیفونونه او دوه ماک بوک پلورل کېږي. د پلورنځي زیاتره پرودونکي ځوانان دي چې په خصوصي سکتور کې کار کوي. د پلورنځۍ مدیر د خدماتو او ترمیم مرکز په جوړولو او همدارنګه د کابل په یوه بله سیمه کې د دویمې څانګې په پرانیستلو سره د پراختیا په اړه فکر کړی دی. د پلورنځۍ مدیر ادعا کوي چې د پلورنځۍ د مجللې پرانیستې انځور یې پرته له ځواب د اپل شرکت ته د ایمیل له لارې لېږلی دی.  [۸]

عامه هرکلی سمول

زیاتره افغانانو دا پلور مرکز مجلل او ګران بیه ګڼلی دی، ځکه چې د زیاتره خلک دا ډېری محصولات چې د ننه پلورل کېږي، نه شي اخیستی. زیات کسان چې پلور مرکز ته ورځي د "بې خیال" په نوم مشهور دي، د یوه توکي د قیمت پوښتنه کوي او کله چې د پلورونکی یې ورته ښکاره کړي، د پېرودلو پرته د پلورنځۍ څخه ځي. هغه الکترونیکي توکي چې په پلور مرکز کې خرڅېږي، د زیاتو افغانانو له تصور څخه بهر ګڼل کېږي، چې زیاتره یې لاهم برېښنا ته لاسرسی نلري.   [۹]

د ناتوانۍ سره سره، زیاتره خلک د برېښنايي زینو د تجربه کولو لپاره چې د افغانستان په بل ځای کې نه موندل کېږي، دغه پلور مرکز ته ورځي. لکه څنګه چې زیاتره افغانان د پلور مرکز دننه د ټکنالوژۍ په هکله تجربه نه لري، نو ځینې یې د اسانتیاوو په کارولو کې ستونزې لري. د راپور له مخې یوې ښځې وروسته له هغه ځان ټپي کړ چې د 'پورته خوا' برېښنايي زینې څخه د ښکته کېدو هڅه یې کوله. 

يو شمېر ښاريان استدلال کوي، چې په پلور مرکزونو کې د لوکس هټیو پر جوړولو د پيسو د لګولو پر ځاى بايد د کارخونو په جوړولو پانګونه وشي، چې دا کار به وزګار کسانو ته د کار زمينه برابره کړي. 

سرچينې سمول

  1. (په 2010-02-26 باندې). Guesthouses Used by Foreigners in Kabul Hit in Deadly Attacks. The New York Times.
  2. (په 2010-10-20 باندې). Afghan capital enjoys relative calm amid security crackdown. McClatchy DC.
  3. (په 2011-02-15 باندې). Afghan Guards Called Heroes After Thwarting Attack. New York Times.
  4. کينډۍ:Cite document
  5. (په 2013-04-29 باندې). A Fake Apple Store In Afghanistan Is Selling The iPhone 5 For $700. Forbes.
  6. Krishnamurthy, Rajeshwari (2013-06-28). "Kabul Diary: Discovering the Indian connection". Gateway House. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جون ۲۰۲۰. Loitering around City Centre mall this week, I stumbled across a small bookstore with a big treasure. The shop had a book on the Rig Veda in Dari – one of the most spoken languages in the country. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 2007-01-20 باندې). Luxury goods highlight Afghan wealth gap. Reuters.
  8. (په 2013-04-24 باندې). The unofficial Apple store in Afghanistan. Quartz.
  9. (په 2007-01-20 باندې). Luxury goods highlight Afghan wealth gap. Reuters.