ښۍ اړخه ولس-پلوي

ښۍ اړخه ولس-پلوي (پاپوليزم)، چې د ملي پاپوليزم او د ښي اړخه ملتپالنې په نامه هم يادېږي، هغه سياسي لیدلوری دی چې د ښي اړخي سياست او پاپولستي شعار او مفهوم يو ځای کوي. د دې لیدلوري شعار د اشرافیت ضد احساسات، له واکمنې کړۍ سره ضد او د "عام ولس" لپاره یا د هغوی په ګټه بحث کوي. د ښي اړخو پاپولستانو په موضوعاتو کې نوې-ملتپالنه، ټولنیزه محافظه کاري او اقتصادي ملتپالنه ګډون لري. دوی په مکرر ډول هوډ لري چې د بهرنیانو د بریدونو په وړاندې د ملي دود، هویت او اقتصاد دفاع وکړي.[۱][۲][۳][۴][۵]

په عمومي ډول په لوېدیځه نړۍ کې ښۍ اړخه ولس-پلوي د چاپیریال ضد، د نړیوالتوب ضد، د بومي پلوۍ ضد، او محافظه کاری ضد لیدلوري سره اړوند ګڼل کېږي. په اروپا کې، دا اصطلاح زیاتره د هغو ډلو، سیاستوالو، او سیاسي ګوندونو د لیدلوري لپاره کارول کېږي چې په عمومي توګه د کډوالۍ ضد، په ځانګړې توګه له اسلامي نړۍ څخه، او په اروپا شکاک پېژندل کېږي. ښایي ښي اړخه خلک د هوساینې دولت د پراختیا ملاتړ وکړي، خو یوازې د هغو کسانو لپاره چې د هوساینې د ترلاسه کولو وړ ګڼل کېږي. دې مفهوم ته د "هوسایني دولت په برخه کې ملتپالنه" هم ویل کېږي. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

له ۱۹۹۰ کلونو راهیسې، د ښي اړخو ولس-پلوو ګوندونه د بېلابېلو ولسواکو هېوادونو په مقننه ځواکونو کې تاسیس شول. که څه هم په متحده ایالاتو کې (چېرې چې دوی په عموم ډول د "بنسټ پاله ښي اړخو" په نوم یادیږي) د ښي اړخو سخت دریځه خوځښتونه زیاتره  د جلا بنسټونو په توګه مشخص کېږي، ځینې لیکوالان دوی د پراخو، ښي اړخو ولس-پلوو پدیدو یوه برخه ګڼي.[۱۹]

د لوی ستر ناورین راهیسې، د اروپا د ښي اړخه ولس-پلوه غورځنګونه، لکه په فرانسه کې ملي تحریک (چې پخوا د ملي جبهې په نو وه)، په ایټالیا کې لیګ (پیمان)، په هالنډ کې ازادۍ ګوند او د ولسواکۍ لپاره اجماع، د فنلډ د فنس ګوند، د سویډن دیموکراتان، د ډنمارک د خلق ګوند، د اتریش د ازادۍ ګوند، د انګلستان د خپلواکۍ ګوند او د بریګزېټ ګوند په پراخه کچه د کډوالۍ سر د ضد د زیاتوالي پر مټ خپل شهرت ته وده ورکړه. دا کډوال زیاتره د منځنی ختیځ او افریقا څخه وو چې په اروپا د شکاکیت لیدلوری او د اروپایی ټولنې له اقتصادی سیاستونو څخه ناخوښۍ یې پراخ کړل. امریکایی سوداګر او د رسنیزې څېرې ډونالډ ټرمپ د متحده ایالاتو د ۲۰۱۶ کال ولسمشریزې ټاکنې وروسته له هغه وګټلې چې د ښي اړخو پاپولیست لیدلوری موضوعات یې پلاره واچول. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

تعریف سمول

ښۍ اړخه ولس-پلوه یا پاپولیزم داسې یوه ایډیالوژي ده چې په لومړي سر کې د نوي ملتپالنې، ټولنیزې محافظه کارۍ، او اقتصادي ملتپالنې ملاتړ کوي.[۲۶]

کاس موډ استدلال کوي چې د "پاپوليستي بنسټپالي اړخ" ته دوه تعریفونه شته: یو اعظمي (ډېره سخت درېځه) او بل اصغري (لږ سخت دریځه) دي، چې "اعظمي" ډله د "اصغري" ډلې فرعي ډله ګڼل کېږي. اصغري تعریف هغه څه په ګوته کوي چې مایکل فریډن  یې د ښي اړخې پاپولیسټي ایډیالوژۍ "بنسټیز لیدلوری" بولي، دا هغه لیدلوری دی چې په عمومي توګه په ډله کې ګډې ټولې خواوې شریکوي. د لومړنیو څېړنو پر بنسټ، موډ دې پایلې ته ورسېد چې د ښي اړخه-پاپولیزم اصلي لیدلوری "بې له شکه "ولس" دی. هغه وایي چې "دا لیدلوری په ریښتینې توګه د ډېرو نورو ایډیالوژیکي ځانګړتیاوو لپاره د "کوټ بند" په بڼه کار کوي. په پایله کې، د ګوند لړۍ اصغري تعریف باید په اساسي لیدلوري، چې ملت دی، ولاړ وي. خو نوموړی، په ​​​​دې ځای کې د ښي اړخي پاپولیزم د "اساسي ایډیالوژۍ" په توګه د "ملتپانې" کارول ردوي، ځکه چې د ملتپالنې "مدني" یا "لیبرال" ډولونه، په خالصه بڼه هم شتون لري چې نوموړی په دې برخه کې د "بومي پالنې" اصطلاح ته ترجیح ورکوي. "بومي پالنې" د ملتپالنې سخت دریځه ملتپاله بڼه ده او ټینګار کوي چې په "هېوادونو کې باید په ځانګړې توګه د بومي وګړو غړي ("ملت") استوګن او دا چې غیر بومي عناصر (وګړي او لیدلوری) په بنسټیز ډول د مشابه او یو ملت دولت ته ګواښ دی.

له دې سره، موډ استدلال کوي چې "پداسې حال کې چې په بومي پالنه کې د نژاد پالنې ادعا ګډون درلودلای شي، همدا رنګه غیر-نژاد پاله ادعا (د کلتور یا حتی مذهب په ګډون او نه ګډون)" هم په کې راتلای شي، او دا چې د بومې پالنې اصطلاح، ډلې د یوازې واحدو موضوعاتو ګوندونو ته نه راټیټوي، لکه څنګه یې چې د "کډوالۍ ضد" اصطلاح را ټیټوي. په اعظمي تعریف کې، بومي پالنې ته د واک تمرکز (ټول واک) ورګډېږي.  د واک تمرکز داسې یو چلند دی چې "قانون او نظم" او واک ته غاړه اېښودلو - او پاپولیزم ته ترجیح ورکوي، اړینه نده چې د ولسواکي ضد یا جبري واک ضد وي. په دې ځای کې پاپولیزم "یوه نرۍ متمرکزه ایډیالوژي ده چې په نهایت کې ټولنه په دوو مشابه او متضادو ډلو وېشي، یعنې "پاک او خالص وګړي" او "فاسد اشرافي" وګړي، او دا استدلال کوي چې سیاست باید د "خلکو د عمومي ارادې" څرګندوی وي او د اړتیا وي په وخت د بشري حقونو یا اساسي قانون تضمینونو څخه مخکښ وي. کاس موډ او کرېستوبل روېرا کالتواسر په ۲۰۱۷ کال کې بیا ټینګار وکړ چې په اروپا کې په ښي اړخي پاپولیزم کې د "د وګړو د توکمیز او سخت دریځه ملتپالنې تعریف"، ټولواکۍ، او بومي پالنې پر بنسټ "مصحلت" شتون لري. دا د ښي اړخه پاپولیزم پایله ده چې " سخت دریځه ملتپاله طبیعت لري." [۲۷][۲۸]

راجر ایتویل، د باث په پوهنتون کې د مقایسوي سیاست متقاعد پروفیسور، لیکي چې "په داسې حال کې چې پاپولیزم او فاشیزم په پراخه کچه توپیر لري، په عمل کې، فاشیزم د پاپولستي لیدلوري اړخونه خپل کړي او پاپولیزم کولای شي رهبري-محوره مرکزي واک او محرومیت منځ ته راوړي." د دې لپاره چې پاپولیزم فاشیزم یا له فاشیزم مخکې پړاو ته بدلون ومومي، "د دودیز باورنو د رد او خپل سري ناورین" ته اړتیا لري.[۲۹][۳۰]

پاپولیزم د فاشیزم په څېر د سیاسي چارو لیبرال او سوسیالیستي توضیحاتو ته غبرګون دی. او همدارنګه د فاشیزم په څېر، پاپولیزم د اپوزیسیون لپاره کوم مشروع سیاسي ځای نه پېژني چې دا د خلکو د غوښتنو خلاف عمل ګڼي او همدارنګه هغه د ظالمانه، توطئه جوړونکي او د ولسواکۍ ضد ګڼي. ... مخالفین د خلکو په دښمنانو اوښتي، خو یوازې په شعار کې. که چېرې پاپولیزم له شعاري دښمنۍ څخه د دښمن پېژندنې او ځورونې کړنو ته بدلون وکړي، موږ کولای شو فاشیزم ته د هغه بدلون یا د دیکتاتوري ځپنې بل ډول ووایو. دا په تېرو وختونو کې پېښ شوي ... او پرته له پوښتنې پرته په راتلونکي کې هم پېښېدای شي. په فاشیزم کې د پاپولیزم دا ډول بدلون تل یو امکان دی، خو احتمال یې ډېر لږ دی، او کله چې دا پیښ شي او پاپولیزم په بشپړ ډول د ولسواکۍ ضد شي، نو دا نور پاپولیزم نه دی. [۳۱]

په خلاصه ډول، ایریک برګرین او اندریس نیرګارډ په ۲۰۱۵ کال کې ولیکل چې "زیاتره څېړونکي موافق دي [...] چې سخت دریځه ملتپالنه، د کډوالۍ ضد احساسات، بومي پالنه، توکمیزه ملتپالنه په بېلابېلو لارو د ایډیالوژیو، سیاست او د ښي اړخي پاپولیزم او د ښي اړخو افراطي ګوندونو مرکزي عناصر او کړنې دي. په ورته ډول، تاریخ پوه ریک شینکمن د ښي اړخي پاپولیزم له خوا وړاندې شوې نظریه د "سخت دریځه ملتپالنې، نژاد پالنې او استبداد یو وژونکی ترکیب" ګني. تامیر بار-آن هم په ۲۰۱۸ کال کې دې پایلې ته ورسېد چې څېړنې عموما "بومي پالنه" یا "توکمیزه ملتپالنه" د دې ایډیالوژۍ د اساسي لیدلوري په توګه په اند کې نیسي چې "په ښکاره توګه د سیاسي پلوه واکمنه ډله په ګوته کوي، پداسې حال کې چې لږکي ملت ته د ګواښ په توګه ګڼي". "اړینه نده چې نژاد پاله وي، د مثال په توګه د هالنډ PVV په قضیه کې، خو په عمومي ډول؛ "د یو توکمیز لږکی پر ځای یو مذهبي [لږکی، مثلاً مسلمانان] اصلي 'دښمن' جوړوي". [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

پوهان په متناقص ډول دا اصطلاحات کاروي، ځینې وختونه ښي اړخه پاپولیزم ته د "راډیکال یا بنسټ پاله اړخ" یا نور اصطلاحات لکه نوي ملتپالنه وایي. پیپا نوریس وایي چې "معیاري سرچینه آثار بدیل ټایپولوژۍ (پېژندنې) او متنوع اصطلاحات کاروي چې ګوندونه د 'لرې' یا 'سخت دریځه' اړخ،  'نوي اړخ'، 'د کډوالۍ ضد' یا 'نوي فاشیزم'، 'د دودیزو اصولو مخالفت'، 'ملي پاپولیسټ'، 'اعتراض'، 'توکمیز'، 'استبدادي'، 'د حکومت ضد'، 'د ګوند ضد'، 'ډېر ملتپال'، 'ښی اړخه لیبرال' او داسې نور" په توګه طبقه بندي کوي.  [۳۶][۳۷][۳۸]

سرچينې سمول

  1. Berman, Sheri (11 May 2021). "The Causes of Populism in the West". Annual Review of Political Science. 24 (1): 71–88. doi:10.1146/annurev-polisci-041719-102503. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Camus, Jean-Yves; Lebourg, Nicolas (20 March 2017). Far-Right Politics in Europe. Harvard University Press. د کتاب پاڼي 12–13. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674971530. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Eatwell, Roger; Goodwin, Matthew (25 October 2018). National Populism: The Revolt Against Liberal Democracy (په انګلیسي ژبه کي). Penguin UK. د کتاب پاڼي 1–2. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780241312018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Zembylas, Michalinos. Affect and the Rise of Right-Wing Populism. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Akkerman, Agnes (2003) "Populism and Democracy: Challenge or Pathology?" Acta Politica n.38, pp.147-159
  6. Bierbach, Mara (26 February 2019). "Climate protection: Where do the EU's right-wing populists stand?". Deutsche Welle. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Kallis, Aristotle (2018). "Part I: Ideology and Discourse – The Radical Right and Islamophobia". In Rydgren, Jens (المحرر). The Oxford Handbook of the Radical Right. Oxford and New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 42–60. doi:10.1093/oxfordhb/9780190274559.013.3. LCCN 2017025436. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780190274559. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. . The Rise of Right-Wing Nationalist Political Parties in Europe.
  9. . Fear of Diversity Made People More Likely to Vote Trump. The Nation.
  10. . The political lexicon of a billionaire populist.
  11. . The End of Reaganism. POLITICO Magazine.
  12. . The metapolitical long game of the European New Right. The Conversation.
  13. . The Geert Wilders Effect and the national election in the Netherlands. chicagotribune.com.
  14. (په 10 March 2017 باندې). How the Dutch Stopped Being Decent and Dull. The New York Times.
  15. Busemeyer, Marius R.; Rathgeb, Philip; Sahm, Alexander H. J. (2021-03-02). "Authoritarian values and the welfare state: the social policy preferences of radical right voters". West European Politics. 45: 77–101. doi:10.1080/01402382.2021.1886497. ISSN 0140-2382. S2CID 233843313 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 16 December 2014 باندې). The Rise of 'Welfare Chauvinism'.
  17. Rippon, Haydn (4 May 2012). "The European far right: actually right? Or left? Or something altogether different?". The Conversation. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 20 November 2013 باندې). The Far-Left Economics of France's Far Right.
  19. Kaplan او Weinberg 1998، صص. 1–2.
  20. Cooper, Ryan (15 March 2017). "The Great Recession clearly gave rise to right-wing populism". The Week. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Sarmadi, Dario (20 October 2015). "Far-right parties always gain support after financial crises, report finds". EURACTIV. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 15 May 2015 باندې). The map which shows how Ukip support is growing in every constituency but two. The Independent.
  23. (په 21 November 2014 باندې). UKIP: The story of the UK Independence Party's rise. BBC News.
  24. Lowe, Josh; Matthews, Owen; AM, Matt McAllester On 11/23/16 at 9:02 (23 November 2016). "Why Europe's populist revolt is spreading". Newsweek. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. . Trump's 6 populist positions. POLITICO.
  26. Zembylas, Michalinos. Affect and the Rise of Right-Wing Populism. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Mudde, Cas (2007). Populist Radical Right Parties in Europe (په انګلیسي ژبه کي). Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 15–31. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780511341434. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Mudde, Cas; Kaltwasser, Cristóbal Rovira (2017). Populism: A Very Short Introduction. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 34–35. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780190234874. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Eatwell, Roger (2017) "Populism and Fascism" in Kaltwasser, Cristóbal Rovira;Taggart, Paul; Espejo, Paulina Ochoa; and Ostiguy, Pierre eds. The Oxford Handbook of Populism
  30. Brown, Drew (31 October 2018) "Where Does ‘Right-Wing Populism’ End, and Fascism Begin?" Vice
  31. Federico Finchelstein, Federico (2019) From Fascism to Populism in History Berkeley, California: University of California Press. pp.5-6 کينډۍ:Isbn
  32. Berggren, Erik and Neergard, Andres "Populism: Protest, democratic challenge and right wing sxtremism" in Dahlstedt, Magnus and Neergaard, Andres eds. (2015) International Migration and Ethnic Relations: Critical Perspectives/ New York: Routledge. p.179. کينډۍ:Isbn
  33. Shenkman, Rick (8 September 2019) "The Shocking Paper Predicting the End of Democracy" Politico Magazine
  34. Rydgren, Jens (2018). The Oxford Handbook of the Radical Right (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press. د کتاب پاڼې 56. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780190274559. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Rooduijn, Matthijs (2014). "Vox populismus: a populist radical right attitude among the public?". Nations and Nationalism (په انګلیسي ژبه کي). 20 (1): 82. doi:10.1111/nana.12054. ISSN 1469-8129. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. . From 'Brexit' To Trump, Nationalist Movements Gain Momentum Around World.
  37. Norris 2005، ص. 44.
  38. Kaplan او Weinberg 1998، صص. 10–11.