ښکلا راډیو

ښکلا راډیو په ۱۳۹۰ کال کې د عبيدالله قانع له لوري په کونړ ولایت کې رامنځته شوه.اوه ساعته خپرونې يې درلودې او ۱۵ تنه کارکوونکو په کې کار کاوه؛ خو په ۱۳۹۱ کال کې د مالي ستونزو له امله يې خپرونې بندې شوې.