هر هغه څه چې د انسان پام ځان ته راواړوی، ورته زړه راښکونکی وی، په لیدلو ېې خوشحاله شی، مینه ېې راوپاروی او د هغې لاس ته راوړلو ته ېې وهڅوی ښاېې چې ښکلا ېې وبللی شو.  بېځایه به نه وی که ښکلا په دوه ډولو ووېشو. ۱ - باطنی ښکلا  ۲ - ظاهری ښکلا ۱ – باطنی ښکلا : که په لنډو ټکو ووایو نو باطنی ښکلا د اسلام په سپېڅلی دین باندې بشپړ عمل کول دی. پدې معنی چې صداقت، ریښتینولی، امانت ساتنه، صبر، زغم ........... او داسې نور پخپل ژوند کې پلی کول باطنی ښکلا ده. یوه پوښتنه چې دلته پیدا کېږی هغه دا ده چې طبیعت نو څنګه او ولې ښکلی ده؟ د دې ځواب هم همدا ده چې طبیعت او په دې کې ټول شته توکی د الهی احکامو سره په بشپړ ډول سم عمل کوی.  ۲ – ظاهری ښکلا:  د ظاهری ښکلا روښانه کول ښایی تر ډېره بریده ستونزمن وی هغه ځکه چې د هر چا مینه، اړتیا او شوق توپیر لری لدې کبله ښایی چې ښکلا هم هر چاته بېلابېل تعریفونه ولری.  د بېلګې په توګه: که یو څوک ځوان وی او واده نلری نو هغه واده ته ډېره اړتیا لری لدې کبله ښایی چې هغه ته د ښکلا معنی یواځې یوه ښایسته جینۍ وی او همدارنګه یوې پېغلې ته یواځې یو ښه ځوان.  دا بیا بېله خبره ده چې اوس یو ځوان ښایی یو ډول جینۍ خوښه کړی او بل ځوان بل ډول او یوه پېغله هم په همدې ډول.  ډېر ځل داسې کېږی چې یوه جینۍ ښکلې هم نه وی خو د یو ځوان ډېره خوښه وی همدارنګه یو ځوان هېڅ ښکلی نه وی خو د یوې پېغلې خوښ وی او مینه ورسره لری. لدې څخه دا څرګندېږی چې ښکلا په اصل کې د ذهن او مینې زېږنده ده پدې معنی چې دا د انسان مینه او ذهن ده چې یو څه ورته ښکلی کوی او یو څه ورته بدرنګه کوی.  پدې اړه غنی خان وایی: مینه حسن جوړ کړی بیا پرې شی مینه مېنه مینه لېونۍ ده لېونۍ ده مینه مینه همدا رنګه د مجنون څخه چا وپوښتل چې لیلی خو ښکلې نده، تکه توره ده نو ته ېې ولې دومره په مینه کې لېونی ېې؟ مجنون ځواب ورکړ چې تاسې زما په سترګو لیلی ته وګورۍ بیا ووایی چې هغه ښکلې ده که بدرنګه. همدارنګه کله چې یو څوک سخت تږی وی ښایی چې ډېرې بې خونده اوبه هم ورته خوندورې وی خو چې کله تږې نه وی نو خوندورې اوبه هم ورته خوند نه ورکوی لدې کبله دا د هغه اړتیا ده چې هغه بې خونده اوبه ورته ښکلې او خوندورې کوی نو پدې بنسټ سړی نشی کولی چې په ښکلا او مینه کې د اړتیا او ضرورت څخه هم سترګې پټې کړی. 

پدې اړه د پښتو ستر فیلسوف او شاعرغنی خان داسې وایی: لوږه لوږه لوږه ده د ځان مړولو خوب د عشق دا ده د آدم او د حوا د سترګو راز دا ټکی هم د یادونې وړ ده چې هرچاته خپل ځان ښکلی ښکاری لدې کبله د خپل ځان په څېر وګړی هم ورته ښکلی وی او مینه ورسره لری.  د بېلګې په ډول یو دینی عالم ته بل دینی عالم ښکلی ښکاری او مینه ورسره لری خو ددې برخلاف یو بد عمله سړی ته بیا د ځان په څېر بدعمله وګړی ډېر ښکلی وی او مینه ورسره کوی. همدارنګه هغه څوک چې الله پاک او د هغه سپېڅلی دین ورته ښکلی ښکاری او مینه ورسره لری نو ټول هغه وګړی ورته ښکلی ښکاری چې د الله پاک د سپېڅلی دین د لارښودنو سره سم خپل کړه وړه سرته رسوی.  دا خبره هم باید له پامه ونه غورځول شی چې د یو انسان شکل، جامه او کړه وړه د هغه د مینې او نیت څرګندونه کوی پدې بنسټ سړی وییلی شی چې هغه څوک چې شکل، جامه او کړه وړه ېې د اسلام د سپېڅلی دین سره سم وی نو هغه ته د اسلام سپېڅلی دین ښکلی ده او مینه ورسره لری او هغه څوک چې شکل، جامه او کړه وړه ېې نورو ټولنو ته ورته وی نو هغه ته همغه ټولنې ښکلې او مینه ورسره لری.  که خپلې خبرې را لنډې کړو نو د وروستۍ پایلې په ډول دا وییلی شو چې دا د یو انسان ذهن او اړتیا ده چې یو څه ورته ښکلی کوی او بل څه ورته بدرنګه کوی لدې کبله که د هغه اړتیا له معقولو لارو څخه پوره او ذهن ېې ښکلی شی نو هغه ته به ښکلی شی ښکلی او بدرنګه شی بدرنګه ښکاری له رښتینی ښکلا سره به مینه کوی او له بدرنګۍ څخه به کرکه کوی. هغه به د ظاهری او باطنی دواړو ښکلاوو څخه برخمن او ظاهر او باطن دواړه به ېې ښکلی وی. پدې بنسټ باید ووایو چې که څوک غواړی چې ټولنه او په ټولنه کې مېشت وګړی په ظاهری او باطنی دواړو بڼو ښکلی کړی نو د هغوی ذهنونه باید ښکلی کړی او دا کار د ټولنې د زده کړې د سیستم پورې تړاو لری، پدې معنی که د ټولنې د زده کړې سیستم ښکلی وی ښایی د ټولنې ذهنونه په ټولیز ډول ښکلی وی او له رښتینې ښکلا سره مینه ولری.