ښځې په پوځ کې

د تاریخ په اوږدو کې ښځو په پوځ کې د ګڼو مسئولیتونو په درلودلو سره په بېلابېلو دندو کې خدمت کړی دی. په ډېری هېوادونو کې وروسته له دې ښځې د ځينو جګړییزو ماموریتونو د ډولونو څخه نه محرومېږي لکه پیلوټي، میخانیک او د پلي ځواک افسري. د ۱۹۱۴ کال راهیسې، د لوېدیځو هېوادونو په پوځي ځواکونو کې ښځو له پخوا څخه په ډېره ستره شمېره او ډېرو ګڼو دندو کې خدمت کړی دی. په ۱۹۷۰یمو کلونو کې، ډېری لویديځو پوځي ځواکونو ښځو ته  دا اجازه ورکړه چې د پوځ په ټولو څانګو کې په فعاله توګه خدمت وکړي. په ۲۰۰۶ کال کې، اتو هېوادونو (چین، ایریتیریا، اسراییلو، لیبیا، مالیزیا، شمالي کوریا، پېرو او تایوان) ښځې پوځي خدمت ته راوغوښتلې. په ۲۰۱۳ کال کې، ناروې د ناټو تړون لومړنی هېواد و چې ښځې يې پوځ ته راوبللې او همدارنګه په نړۍ کې لومړنی هېواد و چې ښځې يې له سړیو سره په یوشان رسمي شرایطو کې په پوځ کې شاملې کړې. په ۲۰۱۷ کال کې، د ناروې ګاونډي، سویډن، هم د هغه هېواد لاره ونیوله او په ۲۰۱۸ کال کې هالنډ هم له دې لړۍ سره یوځای شو (که څه هم په هالنډ کې د سولې پر مهال فعال جبري خدمت نشته).[۱][۲][۳][۴][۵]

په ۲۰۱۸ کال کې، یواځې دوو هېوادونو ښځې له سړیو سره په ورته رسمي شرایطو پوځ ته راوغوښتلې: ناروې او سویډن. یو شمېر نور هېوادونه په خپلو وسلوالو ځواکونو کې د ښځو د ورشاملولو اړوند قانونونه لري، خو په یوڅه توپیر سره؛ لکه، د خدمت معافیتونه، د خدمت موده او نور. پورته حقیقتونو ته په پام سره، د نایجیریا پوځ په ۲۰۲۱ کال کې د کادونا-ابوجا لويې [چټکې] لارې د خونديتابه په موخه ۳۰۰ ښځینه سرتېرې ځای پر ځای کړې. [۶][۷]

تاریخ

سمول

لومړۍ نړیواله جګړه

سمول

د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال، متحده ایالتونه د یوې بشپړې جګړې په هڅو بوخت وو. هرچا باید په جګړه کې خپله برخه مرسته کړې وای. خو دا هرومرو په دې مانا نه وه چې هر څوک دې جګړه وکړي. دې هېواد باید د سرتېرو د جنګېدو پر مهال د خپلو پوځیانو تمویل او د جګړې مالي ملاتړ ته ادامه ورکړې وای. متحده ایالتونو د جګړې له هڅو څخه د ملاتړ لپاره په موسسو تکیه وکړه. ښځو، د عامه معلوماتو کمېټې په څېر موسسو سره کار پیل کړ تر څو خلکو ته د جګړې په اړه ښوونه ورکړي. له دې سره سره، دې کمېټې ملت پالنه هم دودوله. سربېره پر دې چې ښځو د ښوونیزو کمېټو لپاره کار کاوه، دوی په هر ډول بستونو باندې خدمت وکړ. ډېری ښځې د YWCA موسسې غړې شوې او بهر ته له خپلو سرتېرو سره د مرستې په موخه ولاړې. دا په تاریخ کې لومړی ځل و چې د ټولو قشرونو ښځو له یو بل سره په ګډه کار کاوه او په جګړییزو هڅو کې يې مرسته کوله. د لوړو قشرونو ښځو د جګړې رضاکارانه موسسې جوړې کړې او د منځنیو او ټيټو قشرونو ښځو بیا په دې موسسو کې د نرسانو په توګه کار کاوه او یا يې هم د نارینه وو بستونه ډک کړل. [۸][۹]

روسیه

سمول

یواځینی هېواد چې د پام وړ شمېر ښځینه پوځي ځواکونه يې ځای پر ځای کړي وو روسیه وه. له هماغه پیله، ښځینه سرتېرې یا په بدلو جامو کې پوځ ته ورغلې یا هم د خپلو ډلګیو لخوا په ضمني توګه ومنل شوې. تر ټولو نوموتی هغه يې په قزاقي کنډک کې د لومړۍ کرښې سپک سپور پوځ و چې قومنده يې د یوې ښځينه ډګروالې، الکساندرا کوداشېوا، په لاس کې وه. بله یوه یې ماریا بوچکارېوا ده چې درې ځله يې مډال اخیستی او صاحب منصبۍ ته رسېدلې وه، په دې حال کې نیویارک ټایمز راپور ورکړ چې په مسکو کې د ښوونځي دوولسو نجونو د ځوانو سړیو په جامو کې پوځ ته نوملیکنه کړې ده. په ۱۹۱۷ کال کې، مؤقت حکومت یو شمېر "د ښځو کنډکونه" جوړ کړل او بوچکارېوا ته يې هم د افسرانو د یوه کمیسیون قومنداني ورکړه. دا کنډکونه د کال پای ته رسېدو څخه وړاندې منحل کړای شول. وروسته د روسیې په کورنۍ جګړه کې، دوی د بلشویکیانو (پلي پوځ) او سپینو ساتونکو په ننګه وجنګېدل. [۱۰][۱۱]

په صربستان کې، یو څو ښځو کلیدي پوځي دندې درلودې. سکاټلنډۍ ډاکټرې اېلسي اینګلز د شاوخوا ۸۰۰۰ صربي پوځیانو د په شاتګ چارو همغږي وکړه او دوی يې د رومانیا او انقلابي روسیې له لارې تر سکاندنویا او په پای کې په بېړیو کې انګلستان ته ووېستل. بله مېرمن، میلونکا ساویچ وه چې په صربي پوځ کې يې د خپل ورور پرځای نوملیکنه وکړه. هغه د جګړې پر مهال وجنګېده او ښايي د پوځي تاریخ تر ټولو ډېره مډال ګټونکې مېرمن وي.  [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

په ۱۹۱۸ کال کې، لورېټا والش لومړنۍ مېرمن وه چې د ښځې په توګه یې نوملیکنه وکړه. د ۱۹۴۸ کال یوه قانون ښځو ته اجازه ورکړه چې د پوځي خدمتونو دایمي برخه واوسي. په ۱۹۷۶ کال کې، د ښځو لومړۍ ډلې ته د امریکا متحده ایالتونو په پوځي اکاډمۍ کې داخله ورکړل شوه. د وېسټ پاینټ پوځي روزنځي د ۲۰۱۳ کال نږدې ٪۱۶ فارغانې ښځینه وې. د فنلنډ د ۱۹۱۸ کال په کورنۍ جګړه کې له ۲۰۰۰ څخه ډېرې مېرمنې "د ښځو سور ګارډ" په چوکاټ کې وجنګېدې. [۱۶][۱۷][۱۸]

د هسپانیې د کورنۍ جګړې پر مهال، په زرګونو ښځو په مختلطو جګړو او د پوځ ساتونکو ډلګیو او یا هم د ملیشه ځواکونو په چوکاټ کې جګړه وکړه. [۱۹][۲۰]

دویمه نړیواله جګړه

سمول

په ۱۹۴۰یمو کلونو کې د هغه مهال شهزادګۍ الیزابیت هم په بریتانوي پوځ کې خدمت کړی دی.

په دویمه نړیواله جګړه کې ښکېلو ټولو سترو هېوادونو ښځینه پوځیانې استخدام کړې وې. پدوی کې ډېرو يې د نرسنګ، دفتري او حمایوي دندې درلودې. له ۵۰۰۰۰۰ څخه ډېرو ښځو په بریتانیه او جرمني کې د الوتکوضد ډلګیو، او همدارنګه د شوروي اتحاد د لومړۍ کرښې په ډلګیو کې جګړییزې دندې درلودې.

بریتانوي هند

سمول

په ۱۹۴۲ کال کې، د هند ملي اردو (ازاد هند فوج) د جهانسي راني کنډک رامنځ ته کړ چې بشپړ له ښځینه وو جوړ و او د جاپان په مرسته يې د سوباش چاندرا باس په مشرۍ د هند د خپلواکۍ جګړه پرمخ وړله. اټکل کېږي چې له ۱۰۰۰ ډېرو ښځو په دې کنډک کې خدمت کړی دی. [۲۱][۲۲]

بریتانیه

سمول

په ۱۹۳۸ کال کې، برطانيې د ښځو لپاره یونیفارم لرونکې چوپړتیاوې رامنځته کړې (د نرسانو وړې ډلګۍ له ډېر پخوا فعالې وې). د ۱۹۴۱ کال په وروستیو کې، برطانیې، پوځ ته ښځې ونیولې، ډېری یې فابریکو ته ولېږلې او ځینې یې بیا پوځ ته، په ځانګړې توګه د پوځ سره تړلي مرستندوی سیمه ییز خدمت (ATS) ته واستولې. ATS په ۱۹۳۸ کال کې د ښځو د مرستندويې ادارې په توګه په کار پیل وکړ. په ۱۹۴۱ کال کې، ATS ته پوځي حیثیت ورکړل شو، خو بیا هم ښځو د سړیو په پرتله یواځې دوه پر درېیمه برخه معاش ترلاسه کاوه. د جرمني الوتکو او V-1 توغندیو پر وړاندې د الوتکوضد وسلو کارولو اړوند ښځو ډېر نومیالی رول درلود. د لومړي وزیر وینسټن چرچیل لور هم هلته وه، او هغه ویلي وو چې که هر جنرال ۴۰۰۰۰ سرتېري وژغوري، داسې ده لکه چې سوبه یې ترلاسه کړې وي. د ۱۹۴۱ په اګسټ میاشت کې، ښځو د اور کابو کولو وسایل کارول؛ خو دوی ته اجازه نه وه چې ماشه کښېکاږي، ځکه د دښمن وژل تر ډېره نرینه کار بلل کېده. په ۱۹۴۳ کال کې، ۵۶۰۰۰ ښځې د الوتکوضد قومندانۍ کې وې، او ډېرۍ يې په هغو ډلګیو کې مېشتې وې چې له لندن سره نږدې وي. هلته دغو ښځو ته د مرګ خطر و خو د اسیر کېدو ګواښ شتون نه درلود. په لومړي ځل د الوتکوضد قومندانۍ کې د یوې ښځې مړینه د ۱۹۴۲ کال د اپریل په میاشت کې رامنځته شوه. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

جرمني

سمول

درېیم رایش هم د ښځو لپاره ورته دندې درلودې. که به اس اس هیلفغینېن (SS-Helferinnen) په رایشول اس اس (Reichsschule SS) کې روزنه ترلاسه کړې وه، هغه به هم د اس اس (SS) برخه ګڼل کېده. نورو ټولو ښځینه کارګرانو له SS سره قرارداد یا تړون درلود او په ستره کچه د جبري کار له پنډغالو ټاکل کېدي. ښځو همدا ډول په مرستندویه ډلګیو کې په سمندري ځواک (Kriegshelferinnen)، هوايي ځواک (Luftnachrichtenhelferinnen) او پوځ (Nachrichtenhelferin) کې خدمت کړی دی. [۲۷][۲۸]

سرچينې او ياداښتونه

سمول
  1. "Women Warriors: The ongoing story of integrating and diversifying the American armed forces". Brookings (in American English). 2020-05-07. بياځلي په 2021-05-19.
  2. Carreiras, Helena (2006). Gender and the military: women in the armed forces of western democracies. New York: Routledge. p. 1. ISBN 978-0-415-38358-5.
  3. "Women in the military — international". www.cbc.ca. 30 May 2006. بياځلي په 17 Nov 2017.
  4. "Norway becomes first NATO country to draft women into military". Reuters. Reuters Staff. 14 June 2013. بياځلي په 17 Nov 2017.
  5. Persson, Alma; Sundevall, Fia (2019-03-22). "Conscripting women: gender, soldiering, and military service in Sweden 1965–2018". Women's History Review. 28 (7): 1039–1056. doi:10.1080/09612025.2019.1596542. ISSN 0961-2025.
  6. "INDEPTH: FEMALE SOLDIERS – Women in the military — international". CBC News. May 30, 2006. خوندي شوی له اصلي څخه په April 4, 2015. بياځلي په May 2, 2015.
  7. "See Why Nigeria Army deploy 300 all-female soldiers to secure Kaduna-Abuja expressway". BBC News Pidgin. بياځلي په 2021-05-18.
  8. Hendrickson, Mark (2018). "Lynn Dumenil. The Second Line of Defense: American Women and World War I; Elizabeth Cobbs. The Hello Girls: America's First Women Soldiers". The American Historical Review. 123 (4): 1332–1334. doi:10.1093/ahr/rhy076.
  9. "Women in World War I". National Museum of American History (in انګليسي). بياځلي په 2018-11-15.
  10. Susan R. Sowers, Women Combatants in World War I: A Russian Case Study" (Strategy Research Project, U.S. Army War College, 2003) PDF Archived 2012-12-02 at the Wayback Machine.
  11. Reese, Roger R. (2000). The Soviet military experience: a history of the Soviet Army, 1917–1991. Routledge. p. 17.
  12. "SAVED 8,000 SERBS, BUT DIED IN EFFORT: Heroic Work Of Dr. Elsie Ingles Told by Woman Just Here from the Front". New York Times. February 11, 1918.
  13. "SERBIAN ARMY LED BY WOMAN: DRAMATIC RETREAT THROUGH RUSSIA". South China Morning Post. April 30, 1918.
  14. "Milunka Savić the most awarded female combatant in the history of warfare". www.serbia.com. بياځلي په 2018-08-16.
  15. ОШИЋ МАЛЕШЕВИЋ, Никола (2016). "Review of: Милунка Савић – витез Карађорђеве звезде и Легије части". Tokovi Istorije. 1: 223–267 – via CEEOL.
  16. "Women in the military". Norfolk Daily News. 8 June 2013. بياځلي په 2013-10-24.
  17. Abramson, Larry (22 October 2013). "West Point Women: A Natural Pattern Or A Camouflage Ceiling?". NPR.org (in انګليسي). بياځلي په 17 November 2017.
  18. Lintunen, Tiina (2014). "Women at War". The Finnish Civil War 1918: History, Memory, Legacy. Leiden: Brill Publishers. pp. 201–229. ISBN 978-900-42436-6-8.
  19. Lines, Lisa (May 2009). "Female combatants in the Spanish civil war: Milicianas on the front lines and in the rearguard" (PDF). Journal of International Women's Studies. 10 (4): 168–187 (PDF). بياځلي په 20 March 2018.{{cite journal}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  20. Lines, Lisa (2011). Milicianas: Women in Combat in the Spanish Civil War (1936–1939). Plymouth, UK: Lexington Press. ISBN 978-0-7391-6492-1.
  21. Rani of Jhansi Regiment
  22. http://www.nlb.gov.sg/biblioasia/2018/04/16/warrior-women-the-rani-of-jhansi-regiment/#:~:text=
  23. DeGroot, G. J. (1997). "Whose Finger on the Trigger? Mixed Anti-Aircraft Batteries and the Female Combat Taboo". War in History. 4 (4): 434–453. doi:10.1177/096834459700400404. S2CID 144038535.
  24. Campbell, D'Ann (1993). "Women in Combat: The World War Two Experience in the United States, Great Britain, Germany, and the Soviet Union". Journal of Military History. 57 (2): 301–323. doi:10.2307/2944060. JSTOR 2944060.
  25. Schwarzkopf, 2009
  26. Sir Frederick Arthur Pile (bart.) (1949). Ack-ack: Britain's defence against air attack during the Second World War. Harrap. p. 193.
  27. Gordon Williamson, World War II German Women's Auxiliary Services (2003).
  28. Hagemann, Karen (2011). "Mobilizing Women for War: The History, Historiography, and Memory of German Women's War Service in the Two World Wars". Journal of Military History. 75 (4): 1055–1094.