ښځې په فلسفه کې

که څه هم په ټوله کې نارینه وو فلسفي بهیر تر تسلط لاندې درلود، خو د تاریخ په اوږدو کې ښځې هم د دې ډیسپلین فیلسوفانې وې. لرغونې بېلګې یې میتریي (۱۰۰۰ کاله مخکې له میلاد نه)، ګارګي واچاکنوي (۷۰۰ کاله مخکې له میلاد نه)، د مارونیا اوسېدونکې هیپارچیا (۳۲۵ کال مخکې له میلاد نه فعاله وه) او د سایرین اوسېدونکې آرېت (له ۵ پېړۍ  څخه تر ۴ پېړۍ فعاله وه). ځینې ​​ښځینه فیلسوفانو د منځنیو پېړیو او عصري دورې په ترڅ کې شتون درلود. خو تر ۲۰ او ۲۱ پېړیو پورې هېڅ یوه د لوېدیځ د آثارو برخه نه وه، خو ځینې سرچینې څرګندوي چې سوزان لینجر، جی. ای. ایم. انسکامي، هانا انریت او سیمیوني دي بیوایر په دې بهیر کې ونډه درلوده.    [۱][۲][۳]

سره له دې چې د تاریخ په اوږدو کې ښځو په فلسفه کې برخه اخیستې، خو په علمي فلسفه کې د جندر نابرابري شتون لري. دا کېدای شي د ښځو په وړاندې د ښکاره تعصب دریځ وي. ښځې اړ دي چې د کار په ځای کې خنډونه لکه جنسي ځورونې له مخې لري کړي. د فلسفې په ډګر کې هم نژادي او قومي لږکي شته. لږکي او فلسفه (MAP)، د امریکا د فلسفې ټولنه، او په فلسفه کې د ښځو ټولنه ټول هغه بنسټونه دي چې هڅه کوي په علمي فلسفه کې د جنسیت نابرابري له منځه یوسي.  

په انګلستان او متحده ایالاتو کې د ۱۸۰۰ لسیزې په لومړیو کې، ځینو کالجونو او پوهنتونونو د ښځو په جذبولو پیل وکړ، ترڅو ډېرې اکاډمیکې ښځې ټولنې ته وړاندې کړي. سره له دې، د متحده ایالات د پوهنې وزارت د ۱۹۹۰ لسیزې راپورونه ښیي چې لږ میرمنو فلسفه پای ته رسولې ده، چې فلسفه د بشري علومو تر منځ د جنسیت له اړخه تر ټولو ټيټ تناسب لري. په ځینو مطالعاتو کې ښځې د فلسفې د برخې نږدې ۱۷ سلنه برخه جوړوي. په ۲۰۱۴ کال کې، په لوړو زده کړو کې مجلې،  فلسفه " له هغو څانګو څخه و شمېرله چې د ښځینه استادانو او محصلینو په وړاندې د بد چلند او جنسي ځورونې اوږد تاریخ" لري. په شیفیلډ پوهنتون کې د فلسفې پروفیسورې جینیفر ساول په ۲۰۱۵ کال کې وویل چې مېرمنې "... د ځورونې، ګواښونو او غچ اخیستنې له امله فلسفه پرېږدي. [۴][۵][۶][۷]

د کاناډا فلسفې ټولنې د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې ادعا وکړه چې د فلسفې په علمي ډګر کې د جنسیت نا برابري او جنسیتي تعصب شته. د متحده ایالاتو د ټولنپوهنې پروفیسور د ۲۰۱۳ کال په جون میاشت کې وویل چې "فلسفي په څلورو معتبرو ژورنالونو کې له ټولو وروستیو ماخذونو څخه، ښځینه لیکوالانې ټولټال یوازې ۳.۶ سلنه جوړوي." د فلسفې د سټینفورډ د دایره المعارف اېډېټرانو د ښځینه فیلسوفانو د لږ ونډې په اړه اندیښنې راپورته کړې دي او دوی له اېډېټرانو او لیکوالانو څخه غواړي چې د ښځینه فیلسوفانو د ونډې په اړه ډاډ ترلاسه کړي. د یوجین سن پارک په وینا،" فلسفه په مسلطه توګه د سپین پوستو تر واک لاندې او په مسلطه توګه د نارینه وو تر اغېز لاندې ده. د جنسیتي یوازیتوب دا بڼه د دې ډیسپلین په ټولو کچو کې نږدې په ټولو اړخونو کې شته." سوزان پرایس استدلال کوي چې د فلسفې "... آثار د سپین پوستو نارینه وو تر واک لاندې پاتې شوي دي -–یعني تر اوسه داسې لیدلوری نشته چې ټول نبوغ له جندر سره تړاو لري." د ساول په وینا، فلسفه چې د بشري علومو تر ټولو لرغونی علم دی، همدارنګه نارینه (او سپین پوستي) پلوې ده. په داسې حال کې چې د بشري علومو نورې برخې په جنسیتي برابرۍ کې نږدي والی لري، خو فلسفه په حقیقت کې ان د ریاضیاتو په پرتله ډېر نارینه ډوله ده.  [۸][۹][۱۰]

تاریخچه

سمول

په داسې حال کې چې له پخوانیو وختونو راهیسې ښځینه فیلسوفانې وي او ځینې یې د خپل ژوند په اوږدو کې د فیلسوفانو په توګه شمېرل شوې دي خو تقریبا هېڅ ښځینه فیلسوفې د غربي فلسفې په کانون یا د آثارو په ټولګه کې برخه نه ده اخیستې. د فلسفې تاریخ پوهان له دوو بنسټیزو ستونزو سره مخامخ دي. لومړی د تاریخ او فلسفې له متنونو څخه د ښځینه فیلسوفانو ایستل دي چې د فلسفې د زده کونکو ترمنځ د ښځینه فیلسوفانو په اړه د پوهاوي نشتوالي لامل کېږي. دویمه هغه ستونزه ده چې د مشهورو فیلسوفانو د فلسفې په اړه او په هغه کې د ښځو د وڼدې په تړاو باید ډېر څه ویلي وای. په تېرو پینځلس کلونو کې د فلسفې د تاریخ او د فلسفې د آثارو په اړه ښځينه پلوه لیکنې بې ساري توګه زیاتې شوې دي. [۱۱]

د اتلانتیک خپرونې د ۲۰۱۵ کال د مې د میاشتې په ۱۳ ګڼه کې، سوزان پرایس یادونه کوي چې که څه هم په ۱۷۴۷ کال کې د کانټ لومړۍ څېړنه ایمیلی دو شاتلیت د ماخذ په توګه کاروي، چې د نیوټن د آثارو تفسیر کوونکې، د مذهب، ساینس او ریاضیاتو عالمه وه،  "د نورتون د فلسفې پېژندنې په نوې ګڼه کتاب کې چې تر ۱۰۰۰  زیاتې پاڼې لري، د هغې آثار نه موندل کېږي. دا کتاب تر شلمې پېړې پورې په خپل بحث کې د کومې ښځینه فیلسوفې نوم نه اخلي. پوهان استدلال کوي چې ښځینه فیلسوفانې همدارنګه د نظم او نثر په "...نورو مخکښو آثارو کې چې د پوهنتون په ټولګیو کې تدریس کېږي، حضور نه لري." پرایس وايي چې د پوهنتون په فلسفي آثارو کې معمولا د ۱۷ پېړۍ ښځینه فیلسوفانې لکه مارګریټ کاوینډی، این کانوي او آغلې داماریس مشام څخه یادونه نه کېږي. پرایس استدلال کوي چې د فلسفې "... آثار د سپین پوستو نارینه وو تر واک لاندې پاتې شوي دي -–یعني تر اوسه داسې لیدلوری شتون لري چې ټول نبوغ له جندر سره تړاو لري."  د امریکایی فلسفي د ټولنې اجراییوی رئیسه امی فیرر وایی چی "...ښځې په سیستماتیک ډول له کانون څخه ایستل شوې دي، او دا چی د ښځو ګډون نشي کولای چې وښیي چې ښځو په دې برخه کې څومره اغیزه درلود." د فلسفې دایره المعارف، چې په ۱۹۵۷ کال کې خپره شوه، "... د ۹۰۰ څخه زیاتو فیلسوفانو په اړه يې مقالې درلودې، خو د ولستونکرافت، اندریت او دي بیوایر په اړه یې حتی یوه کلیمه هم نه وه لیکلې." دا ښځينه فلسوفانې د کانون د جوړیدو په وخت کې ان په څنډه کې هم تر بحث لاندې نه وې نیول شوې. [۱۲]

د ښځینه فیلسوفانو د خورا لږ شمېر د تشرېح په اړه، امریکایی عالمه او ټولنیز نیوکه کوونکې کیملي پاګلیا (په ۲۹۴۷ کې زیږېدلې) استدلال کوي چې "... په عمومي توګه ښځې د نارینه وو په پرتله د کار په خورا سخت، ساړه، تحلیلي چاپېریال کې چې فلسفه ورسره لاس او ګرېوان ده، د لږ آرامتیا احساس کوي. .په ټوله کې ښځې ... له عملي، او شخصي چاپېریال سره مینه لري. داسې نه ده چې دوی په ذاتي توګه د فلسفې یا لوړو ریاضیاتو په برخه کې وړتیا یا لېوالتیا نه لري، بلکې د نارینه وو په پرتله ډېر نه غواړي یو بې مینې چاپېریال ته چې له هغې نه طبیعت او انسان حذف شوی دی، خپل ژوند وقف کړي. د ۲۰۱۸ کال د دسمبر په میاشت کې د ایون د "د فلسفې لومړۍ میرمنې" تر نامه لاندې مقاله کې، د نړۍ د مفکورو تاریخ لیکونکی ډګ هیرجورنسرود د نړۍ  سویلي نیمې کرې د ډېری ښځینه فیلسوفانو په اړه لیکي، او دې پایلې ته ورسېد: "فلسفه یو وخت د ښځو نړۍ وه، چې تر آسیا، افریقا او لاتینې امریکا پورې پراخه وه. اوس د دې وخت رارسېدلی چې دا له لاسه تللی قلمرو بېرته ترلاسه کړو." هیرجورنسرود استدلال کوي چې ښځې او د رنګ فیلسوفانې له فلسفې کانون څخه د کانټ، هېګل او د هغوی د ملاتړو له خوا ایستل شوې دي.  [۱۳][۱۴]

سرچینې

سمول
  1. Duran, Jane. Eight women philosophers: theory, politics, and feminism. University of Illinois Press, 2005.
  2. "Why I Left Academia: Philosophy's Homogeneity Needs Rethinking – Hippo Reads". Archived from the original on 9 June 2017.
  3. Haldane, John (June 2000). "In Memoriam: G. E. M. Anscombe (1919–2001)". The Review of Metaphysics. 53 (4): 1019–1021. JSTOR 20131480.
  4. "Salary, Promotion, and Tenure Status of Minority and Women Faculty in U.S. Colleges and Universities."National Center for Education Statistics, Statistical Analysis Report, March 2000; U.S. Department of Education, Office of Education Research and Improvement, Report # NCES 2000–173; 1993 National Study of Postsecondary Faculty (NSOPF:93). See also "Characteristics and Attitudes of Instructional Faculty and Staff in the Humanities." National Center For Education Statistics, E.D. Tabs, July 1997. U.S. Department of Education, Office of Education Research and Improvement, Report # NCES 97-973;1993 National Study of Postsecondary Faculty (NSOPF-93).
  5. U.S. Department of Education statistics in above-cited reports seem to put the number closer to 17%, but these numbers are based on data from the mid-1990s. Margaret Urban Walker's more recent article (2005) discusses the data problem and describes more recent estimates as an "(optimistically projected) 25–30 percent."
  6. "Unofficial Internet campaign outs professor for alleged sexual harassment, attempted assault". insidehighered.com.
  7. Ratcliffe, Rebecca; Shaw, Claire (5 January 2015). "Philosophy is for posh, white boys with trust funds' – why are there so few women?". The Guardian.
  8. "Women in Philosophy: Problems with the Discrimination Hypothesis – National Association of Scholars". www.nas.org.
  9. Price, Susan (13 May 2015). "Reviving the Female Canon". theatlantic.com.
  10. "Philosophy has a sexual harassment problem". salon.com. 15 August 2013.
  11. Witt, Charlotte and Shapiro, Lisa, "Feminist History of Philosophy", The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Spring 2015 Edition), Edward N. Zalta (ed.), URL = <http://plato.stanford.edu/archives/spr2015/entries/feminism-femhist/>. http://plato.stanford.edu/entries/feminism-femhist/
  12. Witt, Charlotte; Shapiro, Lisa (11 July 2018). Zalta, Edward N. (ed.). The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University – via Stanford Encyclopedia of Philosophy.
  13. "Ten great female philosophers: The thinking woman's women". independent.co.uk.
  14. "Before the canon: the non-European women who founded philosophy – Dag Herbjørnsrud | Aeon Essays". Aeon (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2019-06-19.